د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د کرزي او طالبانو تر منځ خبرې اترې

N
25.10.2003

. دولس مشر ښاغلې کرزي او منځ ﻻرو طالبانوترمنځ خبري روانې دي .
ډېرو منلو اوښاغلو لوستونکو! دطالبانوداداري دبهرنېو چارو وزېر ښاغلۍوکېل أحمدمتوکل له زندان
څخه خوشې سوی اوپه کندهارکښې وخپل کورته ستون سوې دی. داخبره هغه وخت شونې
سوه چې د ښاغلې کرزې اوشمالې ټلوالې ترمنځ اړېکې دومره خړي پړي سوې چې نورېې پټول
ناشونې برېښېدل. ځينو شنونکوهغه دښاغلې کرزي پرضد ېو ډول کودتا وبلله.
ګران لوستونکې پدې هکله څه أټکل کوي؟ هېله کوم چې داخبره لږڅه روښانه سې.
په مېنه اودرنښت
دښاغلې چلوونکې څخه په ډېره درناوي هېله کوم چې ددي لېکنې سرلېک په پښتو توروولېکې,
ځکه زما ٩٨ وېنډوده اوسرلېک نه پرې لېکل کېږي.


م ن غروال
26.10.2003

درنې او پتمنې خور نيلې د سلام څخه وروسته بايد عرض کړم چه د شمال توپکوال جنايات نه يوازی ښاغلي کرزي ته بلکه ټولې دنيا ته معلومه ده٠ کرزي صاحب چه د ولس او د هېواد لپاره د توپکوالو بېوسلې کولو خبرې راوخېستې نو شمالي توپکوالو ته جوته شوه چه يوه ورځ به حتی محکمو کی د خپلو تېريو او د وطن د لوټولو او په زرګونو بې ګناه انسانانو د وژلو ځواب وايي٠ نه يوازی متوکل بلکه ډير نور د طالبانو لوړ چارواکي شته چه وطن کی د روغې جوړې او سوکالې ژوند پلويان وؤ او دي٠ دا چه ددطالبانو وخت کی دوی څه نشول کولائ هغوی ورځ په ورځ د طالبانو يوه سياسي بدلون ته په طمع وؤ٠ له دې پرته څه نور ددوئ له ﻻسه نه وؤ پوره٠ که طالبانو له پيله له امريکانو سره خبرو اترو ته غاړه ايښي وائ نو د زرګونو طالب جنګياليو د وژنې باعث به نه ګرځيدل٠ شمالي توپکوال څنګه نور له ښاغلي کرزي سره په ﻻره تلائ شي چه ددوئ د توپکو راغونډولو خبرې کوي٠ که د شمال ځواکونه بې وسلې وشول نو په هېواد کي به دوئ ته د شپې سبا کول خورا ګران وي٠ نړېوال او ايساف پدې پوهيږي چه دا خلک نه د سولې دي او نه هم د روغې٠ خلک نور د سپېږمو هم زيات له دوئ ستړي دي او کله چه ولسواک يا ديموکرات حکومت جوړول ددوئ تګلاره وي نو د شمال توپکوال بيا د شته والي امکان له ﻻسه ورکوي٠ ددوئ د ختمېدو چارې د پلان له مخې روانې دي٠ البته ډېرې ورو دي هغه هم ځکه چه دا تشه ايساف ته خورا ګرانه تماميږي چه ډکه يې کړي ٠ بل افغانئ ځواک چه د ملي اردو او مسلکي پوليسو درلودل دي، هېواد له بده مرغه لدې پلوه تش ﻻسئ دی٠ تر څو چه دا ﻻس په ډکېدو کيږي وخت او له اوسنې تګلارې سره ملګرتيا بايد وشي٠
په درنښت٠ غروال


N
28.10.2003

ډېرښاغلۍ غروال صاحب ! زما سلامونه اونېکې هېلې ومنئ. ستاسو دهراړخېزي
اورښتېنې نظرڅرګندونې په ملاتړ , زه هم غواړم څوټکې ولېکم. په پام کې ده چې
که چېري ملا ربانې دولسمشرۍ په ټاکنو کې ماته ومېندله نو بېابه ښاغلۍ قانونې
دولسمشر دمرستېال په توګه وډګر ته رادانګې اوهرومرو ددي کار لپاره ځان تېاروي.
دشمالې ټلوالې دمنځ ستن دنظار شوراده. ددې شوري زور او هنرپه څه کښې نغښتۍدئ؟
راسۍ دهغې وڅومهمو تګلارو ته ېوه لنډه کتنه وکړو.
١--دشمالې پولو له ﻻري دخپلو انډېواﻻنو په سرکې روسېې څخه مرستې پلاس راوړل.
پدي کارکښې دنظار شوري سېال نلري اودکلوکلو تجربوڅښتنه ده.
٢--خپل ټول نارېنه په اردو, پولېسو, دولتې امنېت اونورو ښوځاېوکې ځاي پرځايکول.
٣--دشمالې سېمو وکرهڼې اومالدارۍ ته پوره پاملرنه کول.
٤--ورو ورو دخپل واک پراخول ولې داړتېاپه وخت کې په هوښېارۍ سره چنې وهل
٥--دکمزورۍ په وخت کې وتنګو دروته پرشاتلل.
٦--په ځېرکتېا سره ان نورقومونه (پښتانه, ازبکان.ترکمنان, هزاره ګان, پشېان) دځان
سره ېوځاي کول.
که چېري داېساف سوله ساتۍ پوځ په هېواد کښې نه واي نو دنظارشوري به واک په
زورسره ترګوتو کړېواي.
نوربيا.په مېنه اودرنښت.


N
03.11.2003

دکرزي اوطالبانو........
دنظار شوري څه ډول واک ته ورسېده؟
هغه وخت چې د اسلام پالو کودتا پرأرواښاد داؤدخان باندي ناکامه سوله نو دنورو په
منځ کي أحمدشاه مسعودهم وپاکستان ته پناه ېوړه ولې دصدربهوتو دپوځي استخبار-
اتو(اي.اس.اي-I.S.I) ترځانګړې روزنې ﻻندې ونېول سو.نوموړي مخکې ﻻدفرانسې
او انګلېستان دځا-نګړو استخباري ادارو سره اړېکې درلودي. دشوروي ديرغل په
در-شل کې مسعود هم بېرته وهېوادته داسلامې جمعېت دغړي په توګه راستون سو
او بېاېې دپنجشېرېانو څخه جوړه سويدنظارشوري بنسټ دشوروي دک.ګ.ب.په
سپارښتنه,کښېښود.ډېر ژرېې دکابل سره پټې اړېکې پېداکړي چې پاېله ېې دهغه سره
د اوربندټېنګول سوه.
ددولتې أمنېت پخوانۍ چارواکۍ ښاغلۍ ډګروال شاه محمود واېې: نوربېا.
په مېنه اودرنښت.



طالب خان
06.11.2003

درنو وروڼو او خويندو سلامونه او نيكي هيلي مي درواخلي.
تركومه چي د ښاغلي كرزي له لوري طالبانو ته د خبرو اترو د وړانديز خبره ده نو ددي اړتيا هغه وخت احساس شوه چي نژدي شپږ مياشتي مخكي طالبانو دهيواد په گوټ گوټ په تيره په جنوبي او جنوب غربي ولايتونو كي د امريكايي ځواكونو او د هغوي د تالي څټونكو پر ضد د جگړي اور بل كړ.څ نگه چي امريكايي ځواكونه يوه بيروني پديده او خلكو ته دمنلو وړ نه ده او ښاغلي كرزي او په هغه پوري تړنلي د غلو او داړه مارانو مليشيه اي ډلي بيا په خپل وار ان له پخوانه د ملت له ليكو نه رټل شويدي ځكه نو هغوي دطالبانو د پرله پسي بريدونو په وړاندي ځانونه ټينگ نه شواي كړاي او په دي ډول طالبان د يوه داسي ځمكني حقيقت په بڼه راڅرگند شول چي له منځه وړل يي دامريكا او د هغي د گوډاگيانو لپاره ناشوني وو ځكه نو دواړو خواوو هم كرزي او هم امريكايانو په خپل وار له طالبانو سره د خبرو اترو او تماس پريكړه وكړه خو داچي امريكايانو داسي څوك نه درلودل چي د طالبانو او دهغوي په منځ كي منځگړيتوب وكړي ځكه نو هغوي په كيوبا كي بندي د طالبانو سفير محترم ملا عبدالسلام ضعيف نه يي غوښتنه وكړه مګر هغه د ا خبره ونه منله او امريكايانو وروسته له محترم متوكل صاحب نه د منځگړيتوب غوشتنه وكړه. متوكل صيب دا غوشتنه ومنله او امريكايانو نوموړي د تيرستمبر دمياشتي پر اوه ويشتمه نيټه له بنده خوشي كړ او له ځانه سره يي قندهار ته يووړ.همدغه شپه دواړو خواوو د كندهار د توركوتل په سيمه كي يو له بله سره وغوښتل.طالبانو دغي غونډي ته خپل دولس كسيزه پلاوي را استولي وو په داسي حال كي چي امريكايانو د ليفټننټ كولونيل جارج پايمر په مشرۍ خپل اته كسيزه پلاوي سره له زرو تنو كمانډويانو را استولي وو.امريكايي پلاوي له طالبانو نه وغوښتل چي په خپل وسله وال مقامت له سره كتنه وكړي. هغوي ژمنه وكړه كه طالبان مقاومت پريژدي نو هغوي ته به په راتلونكي هر ډول حكومتي سسټم كي فعاله ونډه وركړل شي او د هيواد د بيا ودانولو په لاره كي به دهغوي رايو او مشورو ته په درنه سترګه وكتل شي.مگر طالبانو څرګنده كړه چي ترهر ډول خبرو او تماس وړاندي بايد د هغوي لاندي شرطونه ومنل شي.
لومړي: له طالبانو نه بايد چي دترورايزم نوم لري كړي شي.
دوهم: هغوي دي د اسلامي امت د يوه استازي سياسي او نظامي قوت په توگه په رسميت وپيژندل شي.
دريم: د طالبانو او القاعدي په نامه د نړۍ په گوټ گوټ كي نيول شوي خلك بايد بي له ځنډه خوشي كړل شي
څلورم: امريكا بايد د طالبانو پر ضد د جگړي په مهال هيواد او په تيره بيا طالبانو ته د سختو تاوانونو د رسولو له امله بښنه وغواړي او دهغي نقدي جنسي او معنوي تلافي شرط ومني.
پورتني داسي شرطونه وو چي له يوه لوري يي د افغانانو او اسلامي امت د زړونو ترجماني كوله نو له بله پلوه كه امريكايانو هغه منلي واي نو له شرمه به يي ټولي نړۍ ته سترگي ټيټي شوي واي او هغه جگړه چي په اصطلاح د ترور ايزم پر ضد يي پيل كريده له يوه مخه باطله شوي واي.ځكه نو امريكايانو له طالبانو نه يو څه انعطاف او تنازل وغوشت. مگر طالبانو هيڅ ډول انعطاف له ځانه ونه ښود.
بالاخره امريكايان ددغو پورتنيو شرايطو منلو ته هم چمتو شوي وو مگر هغوي غوشتل چي په مقابل كي طالبان بايد چي د القاعده له شبكي سره خپلي اړيكي ختمي كړي خو طالبانو دا خبره هم ونه منله.
ځكه نو امريكايانو هڅه وكړه چي د معتدلو او سخت دريځه طالبانو په نامه يوه ډرامه په كار واچوي.هغوي رسما د مولوي متوكل د خوشي كولو اعلان وكړ او له هغه نه يي وغوښتل چي په راتلونكو انتخاباتو كي د معتدلو طالبانو نه يو گوند تشكيل كاندي. مگر لكه چي مخكي مووويل په طالبانو كي الحمد لله د معتدل او سخت دريځ په نامه كوم توپير نشته ځكه نو متوكل هم ددغه ډول يوه گوند جوړول ونه منل.
امريكايانوپه پاي كي له متوكل نه وغوشتل چي د باندنيو چارو وزارت ومني مگر د محترم كرزي صيب ديوه وياند عمر داود زي په وينا چي د فرانسي له خبري اژانس اى ايف پي سره يي تيره اونۍ مركه كوله ښاغلي متوكل د وزارت د دندي له منلو نه انكار كړيدي او د امريكايانو له پرله پسي فشار نه د ځان ژغورلو په مقصد يي د قطر په هيواد كي د سياسي پناه د ترلاسه كولو پريكړه كړيده.
د امريكايانو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ ښايي پر دغه ځاي ونه درول شي بلكي څومره چي په هيواد كي د كفارو او د هغوي د ګوډاګيانو پرضد جهادي عمليات وده مومي په هماغه اندازه به امريكايان له طالبانو سره د مصالحي اړتيا احساسوي.
پاتي شوه د غروال صيب دا خبره چي طالبانو ولي له امريكايانو سره په سر كي خبري ونكړي نو وروره ستاسي د معلوماتو لپاره وايم چي طالبانو هيڅكله هم او له هيچا سره هم له ډيالوگ نه سر نه دي غړولي.
دا خو بوش وو چي سر يي نه خلاصاوه او له غره سره يي ډغري پيل كړي. اوس به وگورو چي سر يي څو ځايه ماتيږي؟ والسلام ورور مو : طالب خان


N
06.11.2003

ډېرښاغلۍ طالب خان !
ستړۍ مه سې , زمانېکې هېلې اوسلامونه ومنئ.
ستاسو داند څرګندولو څخه ېوه نړۍ مننه. که دخپلې مهربانۍ له مخې دطالبانو او
ألقاعدي ترمنځ اړېکو باندي اود أفغانستان دملې ګټو سره دهغوي سمون , لږڅه رڼا
واچوئ نوډېره ځوانې به مووي.
ستاسو دجوابې لېکنې په تمه.
په مېنه اودرنښت.


م ن غروال
06.11.2003

ښاغلئ طالب خان ورور سلامونه عرض کوم٠
زه نه غواړم چه د طالبانو په نيمګړتياؤ څه ووايم ځکه چه بحث بلې خواته مخه کوي٠ او نه هم داسې انګېرم لکه تاسو چه نظر لرئ٠ زماليکنو ته که لږ د غور نه کار واخلې فکر کوم چه فقط د مسلمانو هېوادو ارامي مې هدف دی او بس٠ که مسلمان سيستوال په شرعې حکومت جوړولو د خلکو په ارا بريالي شي کو مسلمان به ، نه ووايي٠ خو داسې سياست غوره کړي چه هم خپل اولس د تباهۍ کندې ته ورغوزوي او هم د اسلام مقدس دين د بدنامۍ باعث وګرځي٠ والسلام


N
15.11.2003

ښاغلۍ شاه محمود : داچې دنظار شوري څنګه واک ته ورسېده, زه به لږاوډېر هغه
خبري په ډاګه کړم چې دپردي وشاته پرتې وي:دپرچم په ډله کې دستمېانو شمېره لږ
نه وه چې مشر ېې ښاغلۍ نجم الدېن کاوېانې ؤ. خبره هغه وخت دکنترول څخه ووتله
چې دښاغلې فرېد أحمدمزدک ورورښاغلۍ ېارمحمد, دأرواښاد نجېب الله لخوا د
دولتې أمنېت وزارت لومړۍ مرستېالوټاکل سو چې له بده مرغه هغه ﻻمخکې درو-
سانو لخوا دنظار وشوري ته ورپېژندل سوۍ ؤ.
يووخت خبره دونې رسوا سوه چې ددولتې أمنېت دپېژن رېاست ېوغړۍ دهغه لست
سره چې نوي ټاکنې په کښې لېکل سوي وي, ﻻس پلاس ونېول سو.دغه سړې داپه
ډاګه کړه چې داېې دنده ده چې داډول لېکونه دنظار وشورا ته ورسوي.دهغه سړې نور
څرک ونه لګېدۍ زما په اند دادنده وکوم بل چاته وسپارل سوه. نوربيا.



طالب خان
16.11.2003

[quote:0965adae0b="Nelly"]ډېرښاغلۍ طالب خان !
ستړۍ مه سې , زمانېکې هېلې اوسلامونه ومنئ.
ستاسو داند څرګندولو څخه ېوه نړۍ مننه. که دخپلې مهربانۍ له مخې دطالبانو او
ألقاعدي ترمنځ اړېکو باندي اود أفغانستان دملې ګټو سره دهغوي سمون , لږڅه رڼا
واچوئ نوډېره ځوانې به مووي.
ستاسو دجوابې لېکنې په تمه.
په مېنه اودرنښت.[/quote:0965adae0b]
محترمي خوركۍ سلامونه او نيكي هيلي مي ومنه!
وړاندي تر هرڅه ستاسي پوشتني ته د ناوخته ځواب ليكلو له امله ډيره زياته بښنه غواړم.
لكه چي پوهيږۍ زموږ ستاسي ژوند له ستړيو او ستومانيو نه عبارت دي ځكه نو ډير كم وخت پيدا كيږي چي سړي دغي ښكلي پاڼي ته سر راښكاره كړي.
په هر حال دادي ستاسي دپوښتني په ځواب كي خپل مات گوډ معلومات ستاسي حضور ته وړاندي كوم.
..........................................گرقبول افتد زهي عزوشرف
القاعده د سعودي بليونر او د بن لادن گروپ په نامه د نړۍ د لويو تعميراتي او سوداگريزو شركتونو د څښتن انجينير اسامه بن محمد بن لادن له خوا په كال 1992 كي جوړه شوه.
اسامه بن لادن هغه څوك دي چي په 1978 كال د اپريل په مياشت كي د هغه وخت د شوروي اتحاد له لور پر افغانستان باندي د وسله وال تيري نه وروسته په كال 1982 كي د فروري په مياشت كي افغانستان ته راغي او په افغان جهاد كي يي د خپلو افغاني وروڼودننگي او ملاتړ لپاره نه يواځي داچي په خپله برخه واخسته بلكي ددي مقصد لپاره يي د عرب مجاهدينو يوه كوچنۍ ډلگۍ هم جوړه كړه.عربان وار د مخه په انفرادي بڼه له بيلابيلو جهادي قومندانانو سره اوسيدل خو د اسامه بن لادن له راتگ نه وروسته هغوي د اسامه په شاوخوا را وڅرخيدل.
اسامه بن لادن د برخورد او اخلاقو له مخي د ډيرو لوړو بشري صفاتو او ښيگڼو څښتن وو. له هرچا سره به يي ډيره نرمه او خوږه معامله كوله او دجلب او جذب قوه يي هم بيخي زياته وه.دغه مهال يو بل تن فلسطيني عالم او د الهياتو پروفيسر عبدالله عزام هم په افغان جهاد كي د گډون له امله افغانستان ته رامخه كړ.عبدالله عزام په خپل وار سره يو وتلي عالم او خورا ذهين شخصيت وو.خپل ټول عمر يي له اسراييل يرغلگرو سره په مبارزه كي تير كړي وو. داسراييلو د بيځايه ملاتړ له امله يي له امريكا نه سخته كركله درلوده او همدغه ټكي وو چي وروسته بيا د اسامه او امريكا د دښمني بنسټيز لامل وگرځيد.
افغانستان ته له راتگ نه وروسته شيخ عبدالله عزام وليدل چي عرب مجاهدين په شيندلي او پاشلي ډول جنگيږي او داكمالاتو مناسب او وړ لاري چاري نه لري.هغه په لومړي سر كي هڅه وكړه چي د پاكستاني مقاماتو له لاري اكمالات ترلاسه كړي مگر داچي نوموړي دامريكا له سر سختو مخالفينو نه وو ځكه ن امريكا ونه غوشتل چي په لوي لاس خپل دشمن تربيه كړي. هغه وو جي پاكستاني مقاماتو د امريكايانو دفشار له امله دشيخ عزام دغه غوشتنه ونه منله.شيخ عزام دغه مهال دا هم وكتل چي اسامه بن لادن له اسلامي او غيرته ډك يو داسي ځوان دي چي له يوي خوا لوي خداي دليډرشپ ټول صفات پكي ايښي دي او له بله پلوه د تقوى او له خداي نه دويري په ډگر كي تر ټولو نه مخي دي.
شيخ اسامه بن لادن دغه مهال د ماسدة الانصار( د انصارو زمريكوټ) په نامه باندي د عرب مجاهدينو د يوي عسكري لواء مشرتوب په غاړه درلود په داسي حال كي شيخ عزام بيا په خپل وار سره په ځانگړي ډول د مجاهدينو د نظرياتي روزني او د هغوي د عقيدتي ټينگتابه لپاره خپل دعوتي هڅي پيل كړي او په دي ډول دغه دوه عبقري شخصيتونه يوه او بل ته په نژدي كيدو شول چي په پاي كي دانژدي كيدنه په يوه ډير ښكلي اتفاق باندي پاي ته ورسيده.
دغو دواړو مشرانو په خپله لومړۍ كتنه كي د مجاهدينو په نظري او عملي روزنه باندي زور وركړ او ره دغه لاره كي يي ديوه جهادي تشكيل اړتيا په گوته كړه.اسامه بن لادن دغه مهال له ځانه سره نژدي شپژ سوه وسله وال عرب مجاهدين درلودل په داسي حال كي شيخ عبدالله عزام بيا له ځانه سره ددوو سوو په شاوخواكي روزل شوي او تكړه مسلكي كسان درلودل.دواړو مشرانو د قاعدة الانصار په نامه يو جهادي تنظيم جوړ كړ په داسي حال كي چي دنشراتي او عقيدتي چارو او همداراز د نويو مجاهدينو د تجنيد او پرتۍ د چارو په مقصد يي په پيښور كي د مركز الخدمات په نامه يو مركز پرانيست او مشري يي شيخ يوسف عباس ته وروسپارله.نوموړي همدا اوس په فلسطين كي په وسله واله مبارزه بوخت دي.
څنگه چي شيخ عبدالله عزام مالي امكانات نه درلودل او اسامه بن لادن له ځانه سره په ملياردونو ډالر درلودل ځكه نو د القاعده مالي اكمالات هم شيخ اسامه بن لادن په خپله غاړه واخستل.
شيخ عبدالله عزام يو وتلي امريكي مخالف عالم وو ځكه يي نونظرياتو په شيخ اسامه كي هم اغيزه وكړه او په دي ډول په پاي كي دواړه د امريكايي پراختياغوښتني پرضد هم لاسونه سره يو كړل او ويي پتيله چي د شوروي له ماتيدلو وروسته به القاعده خپلي ټولي هڅي د امريكا پرضد په كار واچوي او په دغه لاره كي يي يوه اوږد مهالي ستراتيژي هم طرحه كړه.ددغي ستراتيژي د طرحه كولو په مهال هغوي په هيواد كي دننه او دباندي په اخواني ډلو باندي خورا لوړ حساب كړي وو او دافغانستان دوديز اسلامي ځواكونه يي له يوي مخي له پامه غورځولي وو.دساري په ډول هغوي د استاد سياف ترمشري لاندي اتحاد اسلامي، د محترم حكمتيار تر مشرتابه لاندي حزب اسلامي،د استاد رباني له جمعيت او د محترم مولوي خالص له حزب اسلامي سره خورا تودي او خوږي اړيكي لرلي خو په مقابل كي د خداي بښلي مولوي محمدي د حركت انقلاب اسلامي ،د پير گيلاني د محاذ او دمجددي د نجات جبهي ته بيخي په سمه سترگه نه كتل او ترپايه د عربانو او دغو گوندونو ترمنځ اړيكي ښه نه وو.
شهيد شيخ عبدالله عزام په خپل وصيت كي هم اخواني پلوه ډلي قهرماناني بللي وي او دا نور يي ټول د امريكا تالي څټي بللي وو.
مگر دغو گروپونو متاسفانه له عربانو سره بيخي ناروا چلن وكړ. په 1992 كال كي د مجاهدينو د حكومت له رامنځته كيدو نه وروسته رباني لومړني كس وو چي د مصر له هيواد سره يي د مجرمينو د تبادلي تړون لاسليك كړ او په دغه ترڅ كي يي په لسگونو مجاهدين دغه طاغوتي حكومت ته وروسپارل په داسي حال كي چي سياف هم ورباندي د خواږۍ ټولي دروازي وتړلي او د عربانو په شړلو كي يي د رباني پوره ملاتړ وكړ.دا هرڅه په داسي حال كي پيښيدل چي يواځي د شيخ اسامه يوي خور د جهاد په مهال يواځي سياف ته له خپلي شخصي بودجي نه دوه مليارده ډالره بسپنه وركړي وه په داسي حال كي چي د اسامه او دهغه دكورنۍ د نورو غړو له لوري سياف ته وركيدونكي بسپني هم تر ميلياردونو ډالرو رسيدلي.
دغه مهال شيخ عبدالله عزام هم په شهادت ورسول شواو په افغانستان كي له يوه لوري د رباني طاغوتي رژيم د عربانو پرضد له كركي ډكه پاليسي راواخستله او له بله لوري هيواد د وينو څښونكو قومندانانو له لوري د وينو په يوه حمام واړول شو ځكه نو اسامه بن لادن له افغانستان نه لومړي خپل هيواد سعودي ته ولاړ او هلته يي له ملك فهد نه دسياسي فعاليتونو د پيل اجازه وغوښتله خو لكه چي په سعودي كي سياست يواځي په شاهي كورنۍ پوري اړه لري او بل هيڅوك په هغه كي د خبري كولو حق نه لري ځكه نو اجازه ورنكړه شوه او په دي ترتيب اسامه ته په سعودي كي هم ژوند گران شو.
اسامه له هغه ځايه د سودان په لوري وخوځيد چيري چي اسلامپالي جنرال په كال 1991 كي په امريكايي پلوه سوداني ولس مشر جعفر نميري كودتا كړي وه او سياسي واك يي ترلاسه كړي وو.اسامه ددغه هيواد په بيا ودانولو كي خپل ټول توان په كار واچاو او د سوډان په گوټ گوټ كي پاخه سركونه د اوبو او بريښنا بندونه او همدا راز په جنوب كي د تيلو د را ايستلو څاگاني وكيندلي او په دي ډول سودان چي يو وخت د افريقا له خوارو هيوادونو نه گڼل كيده په پاي كي د اسامه په مټ له اقتصادي پلوه په يوه غښتلي هيواد واوښت او نن دادي د ټولو افريقايي عيسايي هيوادونو د پوځي تيري په وړاندي په كلكه ولاړ دي.(نور بيا)



طالب خان
16.11.2003

....................................................دوهمه برخه..................................
دغه مهال دسودان په جنوب كي د عمر البشير د اسلامي حكومت او عيسايي ياغيانو ترمنځ خونړۍ نښتي پيل شوي.دياغيانو مشر جون قرنق له امريكا نه وغوشتل چي په جنوب كي دعيساييانو پرضد د جگړي مشرتابه په اصل كي اسامه بن لادن كوي او هغه بايد چي ونيول شي.
امريكايي مقاماتو د 1995 كال په پاي كي له سوداني حكومت نه وغوشتل چي اسامه ونيسي او امريكا ته يي تسليم كړي.مگر دسودان حكومت په دغه هيواد كي داسامه له شتوالي نه سكوټ انكار وكړ مگر له اسامه نه يي وغوښتل چي نور نو د ځان لپاره غم وخوري.دغه مهال په افغانستان كي د طالپانو او شمالي ټلوالي ترمنځ جگړه په زور كي روانه وه او اسامه د 1996 كال په پيل كي د عمر البشير له لوري په وركړل شوي وړه ځانگړي الوتكه كي جلال اباد ته راغي او حاجي قدير له هغه ځايه نيغ توري بوړي ته پوت چيرته چي اسامه لا له پخوانه تر ځمكه لاندي تاسيسات ودان كړي وو.
دغه مهال كابل د طالبانو لاس ته لويدلي وو.امريكايانو په اسامه پسي په نړيواله سطحه اعلانونه نشر كړل او دقدير په گډون يي دمشرقي ډيرو قومندانانو ته پنځه ويشت ميليونه ډالره رشوت وركړ.اسامه چي له موضوع نه خبر شو نو دطالبانو له مشر نه يي مرسته وغوښته.دطالبانو مشر يي غوشتنه ومنله او هغه يي كابل ته راوغوښت او له هغه ځايه يي بيادنظامي الوتكو په وسيله كندهار ته انتقال كړ.هلته له تگه وروسته يي له مشر ملاصيب سره ملاقات وشو او هغه ته يي خپله ټوله خط مشي اعلان كړه.
داوو دطالبانو او القاعدي ترمنځ د اړيكو دپيل كيسه.كه په دي اړه نوري پوشتني لري لطفا مطرح يي كړي.
والسلام : ستاسي خير غوښتونكي ورور طالب خان


Mazloom
17.11.2003

طالب خانه وروره له په زړه پوري معلوماتو وړاندي کولو څخه دي ډير تشکر که خفه کيږي نه او ځما ددي سوال ځواب مو راکړ چي طالبانو کولاي شواي چي اسامه يي يوه بل اسلامي مملکت ته سپارلي واي ممکن چي مسأله حل شوي واي مګر طالبانو بيا هم هغه بل ملک ته ونه سپارلو اخير وجه څه وه چي طالبانو اسامه بل چا ته حواله نه کړ؟ له سياسي اړخ سره سره يي که مذهبي اړخ هم وڅيړل شي مهرباني به مو وي . زلمي ښادمن


N
20.11.2003

ډېرښاغلۍ طالب خان !
زما سلامونه اونېکې هېلې ومنئ.
ستاسو دجوابې لېکنې څخه ډېره خوښه سوم, ډېره مننه. خوزمادهېلې دوهمه برخه چې
دطالبانو اوألقاعده ترمنځ اړېکې دأفغانستان دملې ګټو سره سمون لري اوکه څنګه؟,
ﻻبېجوابه پاته ده.که رښتېا وواېم نوپوښتنې ډېري دي,هغوي به په وار سره بېا وشنو.
په مېنه اودرنښت.



طالب خان
21.11.2003

اّ غلي خور نيلوفرجاني او محترم ورور زلمي خانه يو ځل بيا سلامونه او نيكي هيلي ومنۍ!
ستاسي دواړو پوشتني خورا پرځاي دي.فكر كوم لاندي ليكنه به د دواړو دقناعت وړ وي.پاتي شوه دنيلوفر خور دا خبر چي پوشتني ډيري دي نو عرض دادي چي موږ هم ستړي نه يو بلكي زه شخصا په دي ډير خوښ يم چي خوندي او وروڼه له ما سره دغه ډول موضوعات مطرح كاندي.
تركومه ځايه چي ددي پوشتني اړه ده چي د اسامه ساتل او يا هم له طالبانو سره د هغوي اړيكي زموږ له ملي گټو سره سمي وي كه څنگه؟
اصلا تر ټولو له مخه موږ بايد چي ملي گټي تشخيص كړو او دا پخپله دوه اړخه لري.
لومړي: ثابتي ملي گټي چي د زمان او مكان د احمد او محمود له قيد او بست نه ازادي وي.
دوهم: هغه ملي گټي چي په بيلابيلو زماني پړاوونو كي په سيمه او نړۍ كي دجيوپوليتكو بدلونونو او همداراز د ملتونو ترمنځ د خپل منځي اړيكو دبدلون رابدلون په ترڅ كي د رژيمونو له لوري تشخيصيږي.
تركومه ځايه چي د ثابتو ملي گټو خبره ده نو افغانان يو مسلمان ملت دي او اسلامي اصول او مقررات د هغوي لپاره د ثابتو ملي گټو په مثابه دي.البته ځيني نور داسي توكي هم كيداي شي چي د ځمكنيو واقعيتونو له امله د ملي گټو دعارضي تشخيص سبب كيداي شي.
دثابتو ملي گتو له پلوه زما په اند په افغانستان كي د اسامه شته والي كومه بده خبره نه وه مگر دري واړو خواوو هم امريكا،طالبانو او شيخ اسامه بايد يو څه عيني واقعيتونه په نظر كي نيولي واي او د ستونځي د حل لپاره يي يو له بله يو څه انعطاف سره ښودلي واي.مگر متاسفانه چي په سر كي امريكا د سرزورۍ له لاري وغوشتل چي طالبان د اسامه په تسليمي قانع كړي او له بله پلوه شيخ اسامه هم په يوه داسي مهال كي
پر نړيوال سوداگريز مركز يرغل وكړ چي طالبانو د خپل نظام د تقويي لپاره جدي ستونزي په مخ كي درلودي او ترڅو چي دغه ستونزي نه واي حل شوي د هر ډول زورگير اقدام نتيجه به معكوسه راتلاي.
تركومه ځايه چي د طالبانو خبره ده نو هغوي تر خپله وسه پوري د جړي دحل لپاره په وار وار تنازل وښود مگر لكه چي مخكي مي ورته اشاره وكړه آمريكا د خپلي سرزورۍ په كارولو سره دهغوي يو وړانديز هم ونه مانه او په دي ډول خبره تر يوي داسي وژونكي جگړي ورسيده چي په نژدي راتلونكي يي دسړيدا هيڅ امكان نه تر سترگو كيږي.
دلته زه غواړم په ډير احترام سره له خپل درانه او محترم ورور طالب جان صاحب نه غوشتنه وكړم ترڅو هغه د محترم ورور زلمي خان د پوشتني دوهم يعني ديني اړخ ته دقران او سنت په رڼا كي ځواب ووايي.
پاتي شوه دغير ثابتو ملي گټو له پلوه په افغانستان كي د اسامه د موجوديت خبره نو ستاسي ښايي په ياد وي چي د سياسي علومو دماسټرۍ په كلاسونو كي زده كونكو ته ورښودل كيژي چي هر رژيم د خپلي ايديو پوليتيك (مفكوروي-سياسي) پروگرام د تطبيق لپاره په سيمه او نړۍ كي يوي منظمي ستراتيژي ته اړتيا لري. همدا راز پر دغه ډول فاكتورونو باندي ولاړ رژيمونه دخپلي دغه ډول ستراتيژي د تطبيق لپاره داسي ډلو ټپلو را خپلولو ته هم اړتيا لري چي هغه بيا په خپل وار سره د كومي مشخصي سياسي نظامي برنامي له مخي له يوه يابل هيواد سره په كړكيچ كي اخته وي.
دسياسي علومو د فورمول له مخي ډير ځله د مفكوروي رژيمونو له لوري ددغه ډول ډلو تقويه په يوه يا بل په تيره بيا په گاونډيو هيوادونو كي د سياسي نظامي مداخلت سبب گرزي چي له امله يي خپل منځي تصادمات رامنځته كيږي. دپوليټيكل ساينس Political science له نظره ډير هيوادونه دا ډول ډلي په لوي مصرف هم نه شي پيدا كولاي خو ډير هيوادونه بيا په ډيره اسانه وكولاي شي چي دا ډول ټپلي ترلاسه كانديز
دپورتني فورمول له مخي لكه څنگه چي د طالبانو رژيم يو عقيدوي نظرياتي او مفكوروي رژيم وو او په سيمه او نړۍ كي يي دخپل ځانگړي تعبير له مخي ځانگړي اجندا درلوده ځكه نو هغه مهال دافغانستان ملي گټي دطالبانو د پاليسيو په حساب او د هغي له مخي ټاكل كيدي. په دي حساب د اسامه شته والي او په سيمه او نړۍ كي د هغه فعاليتونه پر خپل ځاي د طالبانو دسياسي عقيدوي اجندا دتطبيق په لاره كي خورا موثر او له ارزښته ډك وو او همدغه لامل وو چي طالبانو وكولاي شواي داسلامي امت په زړونو كي ځاي وكړي.
كه بخت ياري ورسره كړي واي نو دسياسي علومو د مسلمه فورمولونو پر بنسټ به لس كاله وروسته طالبان په سيمه ايز او نړيوال ډگر كي د يوه ارزښتمن او غښتلي ځواك په بڼه رامنځته شوي واي،په سيمه ايزو او نړيوالو قضاياوو باندي به يي ځانگړي اغيزه ښندلاي، او په دي ترتيب به دهمدغي پاليسي په پايله كي افغانان په نړيواله كچه د عزت خاوندان واي.
كه موږ د سياسي علومو همدغو مسلمه فورمولو نو ته پام وكړو نو ويلاي شو چي په سيمه او نړۍ كي د عيني واقعيتونو د ژور بدلونه له امله به به ډير ژر دځانگړي سبك،اسلوب او تعبير څښتنو ډلو ته د بازۍ توپ په لاس ورشي.
هيله ده چي يو څه قناعت مو حاصل شوي وي.البته زه به ډير خوښ يم كه وروڼه او خوندي په دغه اړه نوري پوښتني هم مطرح كاندي.
ما پخپله ډير ټكي د نورو پوشتنو لپاره پرانستي پري ايښي دي كنه په دي اړه له ماسره خورا په زړه پوري دلايل او بحثونه شته. والسلام ..............ورور مو طالب خان


N
11.12.2003

ډېرښاغلۍ طالب خان !
زماسلامونه اونېکې هېلې ومنئ. دځنډ له کبله بخښنه غواړم.ستاسو څرګندونې مې
دزړه په ژبه ولوستې . دملې ګټو په هکله زه ستاسوسره ېوشان فکر نه کوم .زماپه أند
دټولو أفغانانوګټې که مسلمان وي ېاهندوېا هم سکان , سنې وي که شېعه اويا هم پر
مذهب نه وﻻړخلک, ښۍ وي که کېڼ ,باېد په نظرکښې ونېول سې.زما په اندطالبان د
ملت ېوه برخه وه نه دټول ملت أستازي. په هره بڼه را به سو وڅو پوښتنوته :
١-دطالبانو غورځنګ دمنځ ته راتلوپه هکله څرګندونې.دهغه سبب, جوړښت, بنسټ
اېښودونکې, غړي, دغړوراغونډول , تمويل..................اوداسې نور.
٢-دطالبانو دسترمشر په توګه دښاغلې ملامحمدعمرټاکنه. ولې کوم بل څوک نه؟
٣-دطالبانو وعده چې واک به وپخوانې پاچا ته وسپاري ولې ترپښو ﻻندي سوه؟
نوربېا.
په مېنه اودرنښت.


N
12.12.2003

دنظارشورا.......
ښاغلۍ شاه محمود ېووار بېا : دارواښاد نجېب الله په وخت کې ﻻ,ښاغلې دوستم
دمجاهدېنو سره د جګړي لپاره دازبکستان څخه وسله, برق اوګاز ترﻻسه کول.
دأفغانستان څخه دروسانو تروتلو وروسته دتڼې اونجېب (خلق اوپرچم) ترمنځ
اړېکې خړي پړي سوي چې په پاېله کې دکودتا تر پلمې ﻻندي ټول پوځې واک پرچم
پخپل ﻻس کې واخېست. لږوروسته خپله نجېب الله هم راوپرځول سو.
نورنو روسانو خپل هغه پلان پلۍ کړۍ ووچې وروسته دجبل ألسراج دغونډي په
نامه ېادسو او دوهمه سقاوي ېې منځ ته راوړه.
دحېرانتېا ځاي ندئ چې پرچم (دکارمل ډله), دنظار شورا, دوستم اوملې ستم سره
ېوځاي سول.زما پوښتنه دخپله ځانه داده چې موږ پښتانه به ترکله سرټمبه پاته ېو؟.
په مېنه اودرنښت.


نقاد
15.12.2003

[quote:62fe6ba3a7="Nelly"]دنظارشورا.......
ښاغلۍ شاه محمود ېووار بېا : دارواښاد نجېب الله په وخت کې ﻻ,ښاغلې دوستم
دمجاهدېنو سره د جګړي لپاره دازبکستان څخه وسله, برق اوګاز ترﻻسه کول.
دأفغانستان څخه دروسانو تروتلو وروسته دتڼې اونجېب (خلق اوپرچم) ترمنځ
اړېکې خړي پړي سوي چې په پاېله کې دکودتا تر پلمې ﻻندي ټول پوځې واک پرچم
پخپل ﻻس کې واخېست. لږوروسته خپله نجېب الله هم راوپرځول سو.
نورنو روسانو خپل هغه پلان پلۍ کړۍ ووچې وروسته دجبل ألسراج دغونډي په
نامه ېادسو او دوهمه سقاوي ېې منځ ته راوړه.
دحېرانتېا ځاي ندئ چې پرچم (دکارمل ډله), دنظار شورا, دوستم اوملې ستم سره
ېوځاي سول.زما پوښتنه دخپله ځانه داده چې موږ پښتانه به ترکله سرټمبه پاته ېو؟.
په مېنه اودرنښت.[/quote:62fe6ba3a7]

نيلو جانې خورې په اند او پند دې برکت شه ، د لومړي ﻻس معلوماتونه دې دې ډير جالب دي ، مننه چې لوستونکو ته مو وړاندې کړل . ستسي پوښتنه له حده زياته سمه ، پر ځای او اړينه پوښتنه ده چې دا مونږ پښتانه
ولې داې سرټمبه ، له ځان او جهانه يا بي خبر ،او يا بي پروا پاتې يو او تل هغه غوټه چې په ګوتو پرانستل کيږي ، په خوله پرانيځو( ؟ ) ، چې تر څو مو پرې غاښونه نه وې وتلي او سرونه مو پرې نه وي مات شوي ، مرګ ژوبله مو نه وي پرې ليدلې ، تر هغه وخته پورې له ځانځانۍ او سرتمبه ګۍ نه کار اخلو ، او بيا د خجالت ويستلو او پښيمانۍ پرځای ورته (( پښتو )) هم وايو . ارواښاد فقيد شهيد محمد موسی شفيق ﻻ په تنکۍ ځوانۍ کې
د دولسم ټولګي له فراغت نه مخکې خپل افغان قام ته داسې ويلي وو :
[color=blue:62fe6ba3a7]
.................................. کاشکې مړ وای چې مې هيڅ نه وی ليدلی
........................................................................ دا د ستا په مرګ حساب ژوندون افغانه
........................................ نه شر مېږې ټول قومونه سره يو شول
................................................................................. ته شکېدلی تڼۍ پروت يې پريشانه
[/color:62fe6ba3a7] بل ځای پښتون ته وايي
[color=blue:62fe6ba3a7]
...................................... د هاتي غوږ کې ويده يې بې انصافه
.......................................................................... خلک ګرځي د اسمان په کنارو کې
................................... ته ﻻ وايې الف بې د تربګنيو
............................................................................ د نفاق او جهالت په سيپارو کې[/color:62fe6ba3a7]

مونږ بايد دوه کاره وکړو : لومړی له هرډول ځانځانۍ او بې اتفاقۍ تومنه له ځان څخه رکه کړو ، او دويم :
له سليم عقل څخه کار واخلو او د عقل او منطق حکم ته تن کيږدو ، نه احساساتو ، هوا هوس او جذباتو ته !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more