نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تاسی په کی څه وایاست،نور استعمار مه زغمئ ! (د ولي اچكزي ليكنه )
و.افغان
02.07.2007
څه مو نظر دۍ:
نور استعمار مه زغمئ ! (د ولي اچكزي ليكنه )
http://www.benawa.com/kandahar.php?id=12712
نور استعمار مه زغمئ
په پرونۍ بمباريو کښي مي بيا څو خوندي کونډي سوې او څو وروڼه، بچيان او مېندي مي شهيداني سوې. ددغه ډول وژنوپيښه چي استعماري ټلواله ورته کولېټرل ډيمېج وايي دلومړي ځل لپاره منځ ته نده راغلې او نه هم د وروستي ځل لپاره. هره ورځ زموږ پر کور او کلي دغه د قيامت ورځ ده. د خدای روی ته وگورئ او هيوادوالو اوس خو راويښ سئ. تر څه وخته به بيده ياست.
زما د تيري کوونکو څخه دومره ډېره گيله نه کيږي لکه دتيري زغمونکو څخه. د ظالم کار خو ظلم کول وي او هغه پر هرډول چي وي خپل کار تر سره کوي. خو ملا دي د مظلوم شنه سي چي ظلم زغمي. دا خو يوه څرگنده حقيقت دی چي يو استعمار گر خپل تېري ته هيڅکله د استعمار کلمه نه کاروي. خو د بدبختۍ خبره دا ده چي اوس استعمار ځپلي هم ا ستعمار ته په ډاگه استعمار نه وايي.
د نړۍ په تاريخ کښي هيڅ قوم او ملت خپله خپلواکي په خيرات کښي نده تر لاسه کړې. هغه څوک چي غواړي خپلوا ک واوسي بايد خپله خپلواکي پخپله واخلي او په خپله يې ساتنه وکړي. افسوس افسوس چي تر اوسه لا بعضي خلک چي ځان ته روشنفکران هم واي پدې تمع ناست دي چي پردي به موږ ته خپلواکي په خيرات کي راکړي او زموږ څخه به بېرته يو ملت جوړ کړي......... زياته گيله مي د هغو افغانانو څخه هم کيږي چي په لوېديځه هيوادونو کښي د خير پر غونډۍ ورته ناست دي. دوی همېشه د يو بل په وياړ غونډي جوړوي خو هيڅکله مي دداسي غونډي په هکله څه نه واورېده چي پرافغانستان د استعمار پر ضد دي جوړه سوې وي. غونډي اوسيمينارونه دي چي جوړيږي او پيسې دي چي مصرفيږي خو هيڅکله مي نه واورېده چي دوی دي په افغانستان کښي د يوې کونډي پر سر پوړنی اچولی وي او يا هم يې کوم وږی يتيم په نس موړ کړی وي. چي ورته کښېنې لس کتابه خبري يې زده وي او ټوله نړۍ په خبرو لس واري جوړوي او لس واره يې ړنگوي. خو دخپل اولاد يې خپله مورنۍ ژبه او لمونځ لا نه وي زده. څوک چي د خپل اولاد په ښه ورنسي هغه د هيواد او ملت هيڅکله په ښه نه ورځي.
په يويشتمه پېړۍ کښي لا هم موږ د خپلي ستني، تار او کفن خاوندان نه سوو. هست و نېست مو ټوله د پرديو څخه دي. ټوله په يوه کښتۍ کښي ناست يو. په اصل کښي خو ټوله خواران يو خو داچي بعضي ځان د تاجک، پښتون، هزاره، اوزبک او يا هم خلجي ، دراني، کندهاري او جلال آبادي په نوم تر نورو ټولو اصل گڼي زموږ بدبختي ده. که ښه يو ټوله ښه يو او که بد يو ټوله بد يو. که خپلواک يو ټوله خپلواک يو او که غلامان يو هم ټوله غلامان يو. ترکومه وخته چي موږ يو موټي سوي نه يو همدارنگه به موورځ ترخه وي. زموږ د پر مختگ يوازنئ لار زموږ د خپلواکۍ لار ده.
هره ورځ زموږ بچيان ښځي او نور بېگناه اولسي وگړي وژل کيږي. په خپل هيواد کښي بېگانه يو. د خپل پټي خپلي مځکي خپل کور او کلي اختيار نه لرو. په خپل هيواد کښي مهاجر يو. د ښه او بد مالکان مو غله، زناکاره او قاتلين دي. حکمرانان ، وزيران، قاضيان او واليان مو د پرديو اجينټان او غلامان دي. هغه څوک چي ځان ته د اسلام ټېکه داران وايي هغه اسلام ضد کارونه تر سره کوي، اولسي وگړي وژني، بېله محکمې خلک بنديانوي او وژني. په هيواد کښي مو د جلالت مآب کرزي صېب د حکومت په بڼه کښي د علي بابا اور چاليس چور(علي بابا او څلوېښت غلو) د زورواکۍ، انارشۍ اوا ستعمار يو ډول گډ ريژيم منځ ته راغلی دی.
زه د ټولو هيوادوالو څخه هيله کوم چي په ډا گه بد ته بد او ښه ته ښه ووايي. هغه څوک چي د استعمار پر ضد وي ضروروي نه دی چي طالب واوسي او هغه څوک چي د ډيموکراسۍ او خپلواکۍ مينه وال وي ضروري نه دی چي د اوسني حکومت اويا هم د استعمار گرو ملگری واوسي. د تور او سپين تر منځ خړ رنگونه هم شته. د توپ او توپک تر څنگ د قلم لار هم سته.
د جون 30 مه نېټه 2007 مېلادي کال
احمدولي اڅکزی
Anonymous
02.07.2007
[quote:52cd7a1cf6]په اصل کښي خو ټوله خواران يو خو داچي بعضي ځان د تاجک، پښتون، هزاره، اوزبک او يا هم خلجي ، دراني، کندهاري او جلال آبادي په نوم تر نورو ټولو اصل گڼي زموږ بدبختي ده[/quote:52cd7a1cf6]
پتنګه په خبرو و پوهیدې؟ ته د دغو خلکو یوه بېلګه یې چې تل نور قامونه د یوه او په بل نامه توهینوې !
جواب
و.افغان
02.07.2007
[quote:f803ed06b4="Anonymous"][quote:f803ed06b4]په اصل کښي خو ټوله خواران يو خو داچي بعضي ځان د تاجک، پښتون، هزاره، اوزبک او يا هم خلجي ، دراني، کندهاري او جلال آبادي په نوم تر نورو ټولو اصل گڼي زموږ بدبختي ده[/quote:f803ed06b4]
پتنګه په خبرو و پوهیدې؟ ته د دغو خلکو یوه بېلګه یې چې تل نور قامونه د یوه او په بل نامه توهینوې ![/quote:f803ed06b4]
میلمه جانه! په خیر راغلی،
زه چی څومره دپتنګ صاحب لیکنی لولم، هغه ټولی دقومي فاشستانو او ملي جنایتکارانو په تر ټلو راڅرخیږي، که هغه په تاجیک کی و ي، او که ازبک کي وي، او که هزاره کی وي، او ددغه دوه قومونو له فاشستانو او جنایتکارانو په لاس پوښتنو لوي لوي زیانونه ولیدل،
لنډ مثال يي: مسعود، رباني، دوستم ، مالک، مزاري او دهغه اتباع دي.
فکر نه کوم که پتنګ صاحب له قومونو سره دښمني ولري، په دی چی هغوي پښتانه نه دي.
پرته له دغه لنډغرانو او ملي جنایتکارانو څخه، ټول قومونه ځمونږ ورونه دي، او ورونه وو، خو دغه جنایتکاران هیڅکله دبخښنی وړ نه دي.
Anonymous
04.07.2007
سراج جانه خير اوسې! ښې ليکنې کوی.
يوځل خو د دا ليکنه بيا هم ولوله:
[quote:98c3be18a6]
شیپور انقلاب
فریاد توده ها
لرزاند کاخ قدرت سرمایه را چنان
کز رعب و هیبتش:
لرزید برج قلعه و پشت ستمگران
اعلام کرد عصر رهایی خلقها.
[/quote:98c3be18a6]
Anonymous
04.07.2007
سراجه،
چې علم کړی عمل پرې نکړی
لکه په خره باندې چې بارکړی کتابونه
ته په نظر کښې يو څه او په عمل کشې بل څه کوې. په يوه خبره او يا يو کار نور څوک تخريب او ملامتوې، خو پخپله بيا همدا کار تر ټولو زيات ته پخپله کوې.
ته وګوزره چې تا بل ته څه ليکلی او بيا وګوره چې ته پخپله څه کوې؟
[quote:038b819170]
که رښتیاپه ځان کی څه ویني،
نو خپله يي په پښتو ولیکه، بحث به پری وکړو.
ته خو ځي، او له مارکسیستو ایرانیو، ویبسایټونو څخه فارسي کمونستۍ مقالی را کاپی کوۍ، دا خو ډیر آسان کار دۍ،
تکړه شه ورته، نور خو څه ګوهر درکی نه وینم،[/quote:038b819170]
جواب
و.افغان
04.07.2007
[quote:72d03533db="Anonymous"]سراج جانه خير اوسې! ښې ليکنې کوی.
يوځل خو د دا ليکنه بيا هم ولوله:
[quote:72d03533db]
شیپور انقلاب
فریاد توده ها
لرزاند کاخ قدرت سرمایه را چنان
کز رعب و هیبتش:
لرزید برج قلعه و پشت ستمگران
اعلام کرد عصر رهایی خلقها.
[/quote:72d03533db][/quote:72d03533db]
ما دغه لوستلی ده، بیا می هم ولوستله،
خو ته یو وار دګل پاچا الفت رحمه الله داشعر ولوله:
لوي جهاد شروع شو چی په الله اکبر به
زمکه له هیبته له پاڼه ریږدیدله.
Anonymous
04.07.2007
[quote:0ce25a9e79="وهاج ساپی"]
محترما!!
دالفت صاحب خبرو ته غوږ شه (دالفت مرغلری ص۴۰۱
..........سیاست اسلامي نه وي، [size=24:0ce25a9e79]که اسلام وي سیاسي[/size:0ce25a9e79]
[/quote:0ce25a9e79]
وهاجه ، خپله ورته ځير شه :
پاچا خووائي اومونږئې هم منوچې <<<<<.که اسلام سياسي شو،[color=red:0ce25a9e79] نوهغه سياست اسلامي نه[/color:0ce25a9e79]، بلکه شيطاني دی>>>> پد ې کې دې خو خپل لمن پر سر راواړوله!
اوس خو به د سياسي اسلاميزم په مفهوم پوی؟شوی ئې که نه؟
13م ميلمه
Re: جواب
13م ميلمه
07.07.2007
[quote:671275ae1e="وهاج ساپی"] مثال يي: مسعود، رباني، دوستم ، مالک، مزاري او [color=blue:671275ae1e]دهغه اتباع[/color:671275ae1e] دي..[/quote:671275ae1e] :oops: :