د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دطالبانو برید څخه پنځه ساعته وروسته ناټو پر ولس داور باران جوړوي،

و.افغان
01.07.2007

دطالبانو برید څخه پنځه ساعته وروسته ناټو پر ولس داور باران جوړوي،

نو آیا دناټو دغه بمباري قصدا شوي، او که سهوا، طالبان چی برید وکړي، خو په هماغه وخت پښي له منطقي سپکوي، نو پنځه ساعته وروسته په ولس بمبارۍ په کوم منطق تر سره کیږي.؟؟؟؟ نظر ته موسترګی په لار:

د ګريشك د خونړۍ پېښي د قربانيانو څو انځورونه

پرون سهار نړيوالو رسنيو خبر وركړ چي په هلمند ولايت كي د ناټو ځواكونو د بمباريو له امله په لسګونو ولسي كسان مړه او ژوبل سوي دي.

پېښه د جمعې په ورځ ناوخته د هلمند ولايت د ګريشك ولسوالي په حيدر آباد كلي كي هغه وخت رامنځته سوه چي طالب جنګياليو د ايتلافي ځواكونو پر يوه كتار بريد وكړ او وروسته هغوى سيمه بمبار كړه.

د ځايي اوسېدونكو په وينا پر سيمه تر بريد پنځه ساعته وروسته بمبار پيل سو چي د ۱۲۰ تنو په شاوخوا كي ملكي كسان چي ډېرى يې ښځي او ماشومان دي مړه او ټپيان سول.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پر بهرنيو ځواكونو د بريد مسوليت ومانه خو په بمباريو كي يې د طالب جنګياليو وژنه په كلكه رد كړه.

د هلمند امنيه قومندان هم په بمباريو كي د ولسي كسانو مرګ ژوبله تائېد كړه، خو ايتلافي ځواكونه پر سيمه د بمبار پخلى كوي مګر د ملكي كسانو مرګ ژوبله تر اوسه نه ده مني.

بېنوا ويبپاڼي ته له سيمي څخه د پيښي د څو معصومو قربانيانو انځورونه رارسېدلي دي چي درنو لوستونكو ته يې وړاندي كوو.


دطالبانو برید څخه پنځه ساعته وروسته ناټو پر ولس داور باران جوړوي،

و.افغان
01.07.2007

د ګريشك له حيدرآباد كلي څخه د امين الله په نامه يوه كس بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي په هلمند كي مېشت د ايتلاف ځواكونه يې د خپلو مړيو ايستلو ته نه پرېږدي.

نوموړي په داسي حال كي چي په رينګټ - رينګټ يې ژړل بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د جمعې په ورځ كندهار ښار ته خپلي كورنۍ ته د سودا دپاره راغلى و، خو كله چي بيرته ستون سو كلى يې په كنډواله اوښتى دى او له خپلي مېرمني او څلورو ماشومانو څخه نا خبره دى چي څوك مړه دي څوك زخميان.

ده وويل ځايي اوسېدونكي غواړي مړي له خاورو راوباسي خو بهرني ځواكونه يې په دې بهانه مخنيوى كوي چي وايي دوى څېړنه كوي چي وژل سوي كسان طالبان دي كه رښتيا ولسي خلك دي.

د ګريشك د حيدرآباد په سيمه كي دغه پېښه وروسته له هغه رامنځته سوه چي تېره ورځ طالبانو د بهرنيو ځواكونو پر يوه كتار بريد وكړ او تر بريد وروسته بهرنيو ځواكونو سيمه بمبار كړه.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي نن سهار بېنوا ويبپاڼي ته په خبرو كي د بريد مسوليت ومانه، خو په بمباريو كي يې طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله په كلكه رد كړه.

نوموړي وويل د دوى ځواكونه تر بريد وروسته له سيمي څخه وتلي وه، چي ناټو ځواكونو پر ولسي خلګو بمبار وكړ.

د هلمند د پوليسو چارواكي ملكي كسانو ته اوښتې مرګ ژوبله تائيدوي، خو له كره شمېر څخه يې ځانونه ناخبره ګڼي.

دا په داسي حال كي ده چي ځايي اوسېدونكي وايي د ۶۰ په شاوخوا كي كسان مړه او په لسګونو نور زخميان سوي دي.


Re: دطالبانو برید څخه پنځه ساعته وروسته ناټو پر ولس داور باران جوړوي،

Anonymous
03.07.2007

[quote:16f04caed8="وهاج ساپی"]دطالبانو برید څخه پنځه ساعته وروسته ناټو پر ولس داور باران جوړوي،

طالبان چی برید وکړي، خو په هماغه وخت پښي له منطقي سپکوي،
.[/quote:16f04caed8]
ستا له خبرې دا مانا راوځي چې د اي ايس اي لخوا د افغانستان د ورانولو لپاره ګمارل شوي ترهګر د ولسي خلکو له منځه خپل ترهګريز فعاليتونه کوي او بيا تښتي او هلته موجود ولسي خلک په خطر او اور کې اچوي. که دا چيرې رښتيا مجاهدين واى نو لږ تر لږه د ولسي خلکو د دفاع لپاره خو به ايساريدلى.
ترهګر قصداً عمداً له داسې تاکتيکونو څخه کار اخلي چې په ايتلاف او ناټو ولسي خلک ووژني. او پخپله يې چې وس ورسي هم ولسي خلکو باندې اسره نه کوي. د افغانستان او افغانانو اصلي دښمنان دغه د اي ايس اي سپي دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more