د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نيواک او پاڅون دواړه ملت ځپي


30.06.2007

طالب جان (خواخوږي ) :

[color=red:ad7bf2c30d]...............................................نيواک او پاڅون دواړه ملت ځپي[/color:ad7bf2c30d]

د افغانستان په اوسني سیاست کې پر شته وو پېچلتیاوو سربېره ځینې ټکي داسې هم دي چې خپل او پردي، دوستان او دښمنان، او کورني او بهرنیان سره پرې یو خوله دي. یو له دغسې واقعیتونو څخه د امریکا له لوري د افغانستان د اشغال خبره ده.
دغه اشغال له ډېره پیله لوڅ او بربنډ و او له ځینو افغاني مجبوریتونو، او بهرنیو مکاریو پرته نور هیڅه داسې پرده نه وه چې د دې اشغال پر مخ را غوړېدلې اوسېدلې وای.
دا چې په رڼا ورځ د یوه ازاد هېواد تر پولو د یوه بل هېواد پوځونه تېرېږي، او هلته په وژلو لاس پوري کوي، په پردي هېواد کې خپلې بندیخانې او د ربړونې ځایونه جوړوي، او بیا له هیچا سره له مشورو پرته هغو بندیخانو ته خلک سوق کوي، د هغه هېواد د وګړو هر ډول تعقیب خپل صلاحیت بولي، او په دې اړه په هیچا کې آن د سلامشورې صلاحیت هم نه ګوري، له اشغال پرته بل څه کېدای شي؟
آن د امریکا خپلې رسنۍ هم د افغانستان قضیې ته د امریکې "Occupation" يا اشغال وايي.
خو له بل پلوه، دغه اشغال د حرمینو له هېواد، لومړۍ او دوهمې قبلې او عربو له جزیرې رانیولې د مسلمانانو پر ټوله خاوره موجود دی، او په لږ څه نوعي او کمي بدلون پر ډېریو اسلامي هېوادونو کې راج چلوي.
امریکایان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر قراردادونو لاندې اوسېږي، او ملګري ملتونه هغه پیمان دی چې د نړۍ هیڅ هېواد ورڅه سرغړونه نشي کولای. امریکایان خپل غلیمان په افغانستان کې په هغه مؤثریت نشي تعقیبولای لکه چې په ځینو نورو هېوادونو، لکه پاکستان، سعودي، کویت، بحرین، او نورو کې یې چې تعقیبولای شي. د دې خبرې یو جوت دلیل دادی چې هغوی تر ټولو لوی شمېر مخالف عربان تر دې دمه د پاکستان په خاوره نیولي، او باید دا وویلای او تسلیم کړای شي چې د امریکایانو اشغال تر افغانستان په پاکستان کې غښتلی دی.
همدغه خبره ده چې افغانان په خپل هېواد کې د پاکستانیانو او نورو د جهاد مخالف دي، او طبېعي او د عدالت تقاضا به هم دا وای هر مسلمان په خپل کور کې جهاد کولای، نه دا چې خپل کور یې د اور له لمبو سپمولای، او زامن یې نورو هېوادونو ته جهاد ته استولای، او پردي کورونه یې ورانولای.
په هغه صورت کې به د جهاد مؤثریت هم زیات وای، او په ريښتینې توګه به یې د مسلمانانو د ارادې او یو والي تمثیل کولای.
د دې ټکي تر څنګ یو بل تریخ واقعیت دا موجود دی چې د دې اشغال په مقابل کې موجود نظامي مقاومت ټول اړخونه د بې کفایتۍ، ابهام، ګوډاګیتوب، ظلم، تشدد، افراط او لېونتوب څلي دي چې هم په ایډیالوژیک لحاظ ملت ته د یوې خوارې وسيلې په سترګه ګوري، او د ابراهیم علیه السلام د قربانۍ ترهغه پسه ورته زیات اهمیت نه ورکوي چې هغه یې پر سر ځان خدای ته نیږدې کاوه او هم په عملي او سیاسي لحاظ کورکورانه د نړیوال استکبار د پخواني ایلچي، او وفادار غلام او تجربه شوي اسلام دښمن آی ایس آی له لمنې څخه د افغانستان نوي دولت ته ننګونې کوي. هغوی چې د هغوی په قول د یوه نوي او مجبوره امریکایی غلام په خلاف جنګېږي، د بل داسې امریکایي غلام په لمن کې پراته دي او غولانځې یې رووي چې په کراتو یې خپل بادار ته د صداقت او امانتدارۍ بېلګې ورکړي او هیڅ داسې بېلګه نه ترسترګو کېږي چې له دومره وفاداریو وروسته دې دې زاړه او ريښتیني غلام په خپله مرۍ کې د غلامۍ کړۍ ارته کړې وي.
سره له دې چې هر سترګور د پاکستاني استخباراتو لخوا د مخالفینو د روزنې له چارې خبر دي امریکا پاکستان ته ساده نغوته هم نه کوي، خو د څو ایران-جوړو ماینونو په موندنه امریکا ایران ته سیده او ډانګ پېیلی ګواښ کوي. دا له دې پرته چې امریکایان له پاکستان څخه ډاډه دي، د څه خبرې دلیل کېدای شي.
له نظریاتي پلوه هغوی له دین څخه په خپلې ناقصې پوهې او درک ځانونه د ملت د ارواوو، ارادو، عقیدو، مالونو او کورونو مالکان بولي، او فکر کوي د دې ملت له هر کوره خونړی سنګر، له هر انسانه مهار عسکر جوړول د دوی خدایي حق دی.
د دولت نظامي مخالفینو ولس یرغمال کړی، او هر دم یې په خامه بهانه پر مرۍ چاړه راښکلو ته چمتو دي. هغوی په کلیو او سیمو د ترور او وېرې خپسه واکمنه کړې، او د ړندو فتواګانو په مټ یې د خلکو ایمانونه او ګروهې داسې ګرو کړي هره ګړۍ د یو چا پر ایمان چاړه را کشولای، د یو چا جنازه تحریمولای، او مړی یې له هدیرې منع کولای او تکفیرولای شي.
د دولت مخالفین د ملت د راتلونکي لپاره هیڅ ډول پلان نه لري، او نه په خپل ځان کې هغه ډول تجانس لري چې د یوه مشترک پلان د عملي کولو صلاحیت دې ولرلای شي.
د نظامي مخالفینو کردار د هغوی له شعار سره منځ پر منځ قطع کوي، او ورسره په تضاد کې دی؛ هغوی له یوه پلو په دې دلیل چې اسلام پولي او سرحدات نه پېژني، په خپلو کورونو کې پنجابیان، عرب او د نورې نړۍ وګړي ساتي او افغانان پرې وژني، او له بل پلوه طالبان پخپله عملي توګه د ډېورنډ کرغېړنه کرښه ټینګه مراعاتوي، او د دې کرغېړنې کرښې په هغه لوري یې هم امریکایانو، او هم د هغوی ملګرو ته امان ورکړی او هم د هغوی په امان کې اوسېږي، له هغوی سره سوله کوي، پروتوکولونه ورسره لاسلیکوي او چې کله د پولې هغې غاړې ته له امریکایانو یا د هغوی له غلامانو سره آن د دوی د خپلو ملګریو جګړه پېښېږي، نو بیا منځګړیتوب ته ور دانګي، خو چې دې غاړي ته جګړه پېښېږي، نو ورته د غزا او جهاد نوم ورکوي.
نظامي مخالفین د اسلام د بدنامولو لپاره غربي رسنیو ته توښه برابروي، هغوی ته بېلګې په لاس ورکوي، او خپل شرموونکي اعمال د اسلام پاک او سپېڅلي دین ته منسوبوي، او په دې توګه په نړیواله کچه د اسلامي تحریکونو او دعوتونو د پرمختګ مخه ډب کوي او خلک د خدای له دین څخه زړه توري کوي او د پیغمبر علیه السلام د هغې فرمودې مخالفت کوي چې وایي: یسروا و لا تعسروا، بشروا و لا تنفروا....
بې محکمې، او په نه بهانه د ملکي وګړیو سرونه پرې کول، د هغوی بې رحمانه وژنه، پراخ ترورونه، د ژورنالیستانو، ډاکټرانو او ملکي کارکوونکیو وژنه، د ښوونځیو سوځول، د عامه ملکیتونو له منځه وړل، د خلکو د ژوند وسيلو له منځه وړل، د فقر او لوږې د شرایطو برابرول، د مشرانو بې عزتي او سپکاوی، د ښوونځیو د ماشومانو وژنه، د افغاني روڼ اندو او لوستو وګړیو تعقیب، ترور، وژنې او اختطاف، د عامه خدماتو، لکه روغتیایي خدماتو او نورو مخه ډب کول، د یرغمالیانو په سر د پیسو غوښتنه، د کوکنارو د کرهنې حمایه او ملاتړ، په عامه محضرونو کې چاودنې، په عامه لارو د ماینونو خښول، له جوماتونو، زیارتونو، او د هستوګنې له ځایونو څخه نظامي استفاده او سلګونه داسې نور جنایات د نظامي مخالفینو لخوا ترسره کېږي چې هیڅ مذهب او سلوک یې اجازه نه ورکوي، او پایله یې یواځې او یواځې د امریکایانو د منطق تقویه او د هغوی په دام کې د لا زیاتو انسانانو غورځول او د اسلام د پاک دین بدنامي او له هغه څخه د خلکو متنفرول کېدای شي.
په دې سربېره، نظامي مخالفین تر وسه وسه له امریکايي او بهرنیو پوځونو سره له ټکر څخه ډډه کوي، او هڅه کوي چې تر وسه وسه افغاني وګړي هدف وګرځوي، چې دا کار یې له داعیې او شعار سره سکوټ تضاد لري، او له بهرنیو افغان دښمنه حلقو سره د هغوی تړاو څرګندوي.
نظامي مخالفین له پاکستان سره پر بې شانه نږدېوالي لومړی د مجاهدینو او بیا د ملاعمر د طالبانو ناکامه تجربه بیا تکراروي، او په دې کار د خدای د پیغمبر د هغې فرمودې مخالفت کوي چې وایي مسلمان له یوې سوړې څخه دوه ځله نه چیچل کېږي.
نظامي مخالفین په دې کار سره د پاکستان مهم جنایتونه له پامه غورځوي، او د هغو سلګونو زرو شهیدانو له روح سره خیانت کوي چې پاکستاني دسیسو یې پر ارمانونو خاورې واړولې. هغوی پاکستان ته د طالبانو د خپل امارت په پرځولو کې د ظالمې او جنایتکارې امریکې د مرستې جرم ور بښي، او دغه راز د مجاهدینو په لاس د اسلامي نظام د قایمېدلو په مخنیوي کې د پاکستان شیطاني رول تاییدوي.
نظامي مخالفین د مسلمانانو ترمنځ د پولو په مراعاتولو، او هغوی ته په توپیر قایلېدلو سره د مسلمانانو ترمنځ اختلاف ته لمن وهي، او د مسلمانانو سرتاسري یو والي ته سخته صدمه رسوي.
هغوی د کرزي د ملي اردو او د مشرف د پاک پوځ د سپاهیانو ترمنځ، چې لومړی یې له زړو مجاهدینو او دوهم یې د برېطانیا له زړو ګوډاګیانو جوړ دی، د دښمن او بادار پر توپیر په قایلېدلو سره د مسلمانانو ترمنځ توپیر او تبعیض کوي، او بې عدالتي رامنځته کوي.
د واڼه په پېښه کې د کمزورو اوزبکو او عربو جنګیالیو په مقابل کې د پاکستان له حکومت سره په ودرېدلو سره طالبانو دا ثابته کړه چې هغوی د پاکستان د حکومت پاخه ګوډاګیان دي، او د هغه خاین حکومت لپاره آن پر خپلو ملګریو هم ور بلوسېدلای او هغوی ته صدمه رسولای شي. د دې خبرې عمده دلیل د مولوي نذیر په نامه د ګوډاګي ملا هغه عملیات دي چې جلاوطنو اوزبکو طالبانو په خلاف یې د پاکستاني چورلکو او ټانکونو په ننګه ترسره کړل.
د پاکستان د حکومت او د طالبانو د اوزبکو ملګریو ترمنځ د جګړې پر مهال د خدای ته ورغلي ملا دادالله د سولي او منځګړیتوب وړاندیز دا خبره جوته کړه چې طالبان د پاکستان لجام شوي مزدوران او غلامان دي، کنه د پاکستان حکومت خو هغه عملیات د تروریستانو (!) پر خلاف ترسره کول چې ملادادالله خپله هم یو تروریست ګڼل کېده.
هغوی افغانان په خپل دولت کې د امریکا د غلامۍ په بهانه له رغوونکي کار څخه منع کوي، خو په خپله بیا د امریکا د بل غلام هېواد لپاره خلک وژني، او استخباراتي ماموریتونه ورته ترسره کوي.
نظامي مخالفین، د یو بل خلاف په بیانونو ورکولو سره خپله بې کفایتي، او نا اهل توب ملت او نړیوالو ته افشا کوي، او د هغه قوي نفاق څرګندونه کوي چې د دوی په زړونو کې موجود دی او هر وخت د دې ملت لپاره د خونړۍ راتلونکي زېری او خبر راکوي.
مخالفین په افغانستان کې د پښتنو په سیمو پورې په محدودېدلو سره پښتانه په بین الافغاني سیالۍ کې پاتې راولي، او نورو توکمونو، په ځانګړې توګه آغاخانیانو، شیعه متعصبو ډلو او متعصبو لږکیو ته د پرمختګ او برلاسي زمینه برابروي او د ملک اقتصاد، تعلیم او دولت په لوی لاس د لږکیو لمنې ته ور ټېل وهي.
نظامي مخالفین د دوو سترو کبیره ګناهونو په عادي او ساده ګرځولو سره د اباحیت یوه کرغېړنه بېلګه وړاندې کوي، چې دا دوه ګناهونه له مسلمان وژنې او تکفیر یا مسلمان ته کافر خطاب ورکونې څخه عبارت دي.
هغوی خپلو اهدافو ته د رسېدلو په لاره کې د مسلمان وژنه او بربادي روا او سم کار بولي، او په دې توګه د اسلام د هغه اصل مخالفت کوي چې وایي هیڅ غایه وسيله نه تبرئه کوي، یعنې دا چې د سم هدف لپاره ناسمه وسيله استعمالول د اسلام نه بلکې د یهودیت اصل دی چې مخالفین یې په خپلو کرغېړنو اعمالو کې تمثیلوي.
مسلح مخالفین د مسلمانانو د جماعت التزام نه کوي، چې دا کار یې د اسلام له مهم اصل یعنې د جماعت له لزوم څخه سرغړاوی دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان د امت اجماع په دې ده چې د سولې، روزنې، تربیې، او ځان سمبالولو کم ضرره لاره غوره کړي، هغوی نه یواځې دا چې د امت د ارادې ملاتړ نه کوي، بلکې ملت ګمراه، متخلف، او بزدل بولي، او خپل لېوني افکار د ملت پر ذهنونو ور تپي.
زما د دې خبرې دلیل د کرزي په انتخاب، او بیا د پارلمان او شوراګانو په انتخاباتو کې د ملت ونډه وه چې له وېرې سره سره یې په پراخ مټ پکې ګډون وکړ چې دې خبرې هرو مرو څه معنا درلوده.
نظامي مخالفین خپل ټول توان په جګړه کې مصروفوي، چې دا کار یې د پیغمبر علیه السلام له طریقې سره منافي دی. هغوی له هیچا سره خبرو ته نه کښېني، هیڅ ډول تربیوي، او تعلیمي پروګرامونه نه لري، د افرادو ترمنځ یې هیڅ ډول تکافل او تنسیق نشته، د راتلونکي کونډې، یتیم، بورې او ورارې هیڅ فکر نه کوي، په داسې حال کې چې حضرت عمر رضی الله عنه د خپلې پاچهۍ په یوه لري سر کې له یوه پله څخه د وزې د لوېدلو او د هغې د پښې ماتېدلو په اړه هم خدای ته ځان مسؤول بولي، خو تش په نامه پیروان یې بیا د یوه بشپړ ملت د راتلونکي په اړه هیڅ ډول مسؤولیت نه احساسوي.
نظامي مخالفین مسلمانان او اسلام دوه بېل شیان ګڼي، او د اسلام تقویه د مسلمانانو په کمزورولو کې لټوي چې دا خبره یې هم د خندا او هم د ژړا ده. هغوی په داسې حال کې چې د مسلمانانو ژوند ور ګډوډوي، د اسلام د تقویې په لټه کې دي(!) چې معلومه ده، له اسلام څخه یې مقصد خپلې ګټې دي، او بس. که داسې نه وي نو اسلام له اصله غښتلی او قوي دی، او ټوله ستونزه خو په دې کې ده چې مسلمان کمزوری دی. که هغوی بیا هم مسلمان کمزوری کوي، نو معلومه ده چې له اسلام سره خیانت کوي.
نظامي مخالفینو پر خپل ناروا وجود سره د مسلمانانو سیاسي زور تجزیه کړی، او ددغه زور یوه زیاته برخه یې په غیرو مؤثرو لارو تمرکزه کړې ده، چې دا خپله مسلمانانو ته د نن ورځې تر ټولو ضررناکه ښکاره (پدیده) ګڼل کېدای شي.
د نظامي مخالفینو شتون لکه چې د امریکایانو د راتګ بهانه یې برابره کړه، امریکایانو ته په افغانستان کې د پاتې کېدلو او ښایي نورو سیمو ته د هغوی د خپرېدا بهانه برابره کړي. د ډېریو سترګورو شننونکیو په نظر داسې برېښي چې د هغوی نیم ژواندې ساتنه پاکستان د امریکایانو په خوښه ترسره کوي، چې په پاکستان کې د مخالفینو پر پراخ شتون د امریکا سترګې پټول د دې خبرې ښکاره او غښتلی دلیل بللای شو.
له هر ډول پلان پرته، او د آی ایس آی او نورو کرغېړنو په تکیه جګړې ته په دوام ورکولو سره طالبان د دین مهمه فریضه، یعنې جهاد بدناموي او داسې یې تعبیروي، چې ګنې جهاد یواځې وژلو، سوځولو، لوټلو او ورانولو ته وایي، او هیڅ ډول هدف لرل ورته اړین او ضروري نه دي. کنه آیا د آی ایس آی په تکیه د جهاد اهدافو ته رسېدل ممکن دي؟؟ او آیا یو بشپړ بې سواده او له لاسو پښو لوېدلی ملت کولای شي د سبا د مثالي اسلامي خلافت اساس رامنځته کړي؟
د داسې واقعیتونو د ژور درک لپاره اړینه ده چې د مجاهدینو له بري راوروسته تر ننه پورې وضعیت مسلسل او یو پر بل ولاړ وڅېړل شي، او په دې ترڅ کې رامنځته شوي بدلونونه هم د یوې واحدې پروژې فعالیتونه وګڼل شي، او که داسې وشي نو بیا خو د طالبانو منځته راتګ، پرمختګ، د هغوی په وسيله د ملت بې وسلې کول، د مجاهدینو، په ځانګړې توګه د پښتنو هغو له صحنې ویستل، د مشهورو قوماندانانو او مشرانو مرموز ترور، د هغوی په وسيله د امریکا د راتګ د بهانو برابرول، او بیا تر دې دمه د طالبانو ژوندي ساتل ، دا ټولې د هغې امریکایي او یهودي پروژې تسلسل دی چې لا هم هدف ته نه ده رسېدلې او نه ده بشپړه شوې، او ښایي هدف ته رسول یې زیات شمېر نورو دادالله ګانو، دوستمیانو، مسعودیانو، حکمتیارانو، عبدالحقانو، سیافانو، ربانیانو او ګوډاګیانو ته اړتیا ولري.
په داسې حال کې چې ملت د استکبار تر خوني لتاړ لاندې دی، له بده مرغه زموږ ملت بیا هم هومره سیاسي درایت نه لري، چې د دغې پروژې له قرباني کېدلو څخه پرې ځان وساتلای شي.
له امریکې او بهرنیانو څخه د افغانانو کرکه افغانان د طالبانو کرښو ته ور ټېل وهي، او له ولس سره د بهرنیانو په ظالمانه او وحشیانه چلند، بمباریو، بندیخانو، بې عزتیو دغه اور لا تازه کېږي، او د افغانستان دولت ته ورځ تر ورځه نوي ستونزي راپیدا کېږي.
که د افغانستان د دولت لپاره د ټیکاو او سولې راوستلو لاره موجوده نه وي، نو لږ تر لږه د سبا ورځې د تاریخ له شرمنده ګي څخه د نجات یوه غوره لاره داده چې نړیوالو ته د امریکې د دوه مخي رول او جګړه ییزو اهدافو په اړه ووایي، او امریکا په دې خبره نړۍ ته مختورنه او شرمنده کړي چې په افغانستان کې دوه مخې لوبه لوبوي او له پاکستان سره د افغانستان په خلاف شریکې توطیې طرح کوي.
د افغانستان دولت باید له دغسې مکارو بهرنیو ملګریو سره محتاطانه او په عین وخت کې قاطع چلند وکړي، او نور د ملت او بهرنیانو ترمنځ په پېښېدونکیو خونړیو صحنو کې د درېیمګړي او تماشاچي رول ترسره نه کړي.
دولت باید تر دې زیات د امریکا او پاکستان د ګډي دسیسې په نتیجه کې د خپلو سرتېرو او هم د مخالفینو په لیکو کې د پاک-احساسه ځوانانو د پاکې وینې د تویېدنې تماشه ونکړي، او که داسې ونکړي نو نه یواځې دا چې سیاسي لوبه به یې په ګټه نه وي، بلګې خپل ټول تاریخ ته به مختورن او شرمنده وي.
د افغانستان نوی دولت باید د بهرنیانو په غوړو وعدو تېر نه وزي، او د نجیب، حکمتیار، طالبانو او نورو ګوډاګیانو له سرنوشت څخه عبرت واخلي. ښاغلی کرزی باید له ځانه وپوښتي چې روسانو ولې د حفيظ الله امین پر ځای ببرک کارمل راووست او امین یې د جهنم کندې ته واستاوه؟ ولې یې د ډاکټر نجیب پر ځای د رباني او شمال ایتلاف په راوستلو کې هیڅ ډول تردد ونکړ؟ او کمونیست نجیب یې په اخواني رباني ځایناستی کړ؟ پاکستانیانو ولې د حکمتیار پر ځای د طالبانو په رامخې ته کولو کې هیڅ ډول وفادارۍ ته ونه کتل؟
دا ټول ځکه چې هغوی ته یواځې او یواځې خپلې ګټې مهمې وې. امریکایان پر خپل کرغېړن کردار دا ثابتوي چې د هغوی اصلي وېره له طالبانو نه، بلکې له یوه پر خپلو پښو ولاړ پښتون او افغان ولس څخه ده. هغوی له القاعده نه، بلکې له یوه متحد، مستعد، معتدل، او قوي مسلمان څخه وېرېږي. هغوی به هیڅکله د پښتنو او مسلمانانو سوکالۍ ته زړه ښه نه کړي، او تل به د دې هڅه کوي چې دې ولس ته ننګونې او ستونزې وزېږوي، ځکه چې د هغوی د اوږدې مودې ګټه په همدې کې ده.
باید په یاد ولرو هغه څوک چې په یوویشتمه پېړۍ کې د خپلو زامنو ښوونځيو ته اور اچوي، خپل استاد، انجنیر، ډاکټر او مسلمان ورور وژني، امریکایان له هغه څخه هیڅ ډول خطر نه محسوسوي، او نه یې هم باید محسوس کړي، بلکې تاریخ ثابته کړې چې استعمار دغه ډول دښمنانو ته اړتیا لري او لرلې یې ده.

طالب جان خواخوږی

بېرته شاته


جواب

و.افغان
01.07.2007

محترم او دقدوړ ځواکمن صاحب : سلامونه می ومنه
ما پردغه لیکنه مخکی یو تعلیق کړۍ وو، دټولګري بحثونو فورم، اوس به خپله لنډه لیکنه دلته رانقل کړم.

تاسی په کی څه وایۍ، زه خو وایم، دطالب جان خواخوږ ی لیکنه بیخي پر ځاي ده، او وایم: که دامریکا او ددولت په ضد مقاومت کوونکي ځواکونه دغه لاندینۍ ټکي مخی ته ونه نیسي، نو کولاي شي چی یو لوي زیان ځانته، وطن ته، ولس ته، او هم اسلام ته په برخه کړي، دکومو څیزونو لپاره چی هغوي دقربانۍ دعوی لري، او هره هغه اسلامي نقشه چی له اسلام برباده رهبري کیږي، هغه به په ضروري ډول، ځمونږ وطن ته، ځمونږ ولس ته، او زمونږ دین ته له ځانه سره بربادۍ او تباهۍ راوړي، که دغه مقاومت کوونکي، دځینو دولتونو څخه کومک اخلي، او ددغه دولتونو کومک ته اړتیا لري، نو کولاي شي، چی دهغوي له نقشي څخه پرته، دقید او شرط څخه بغیر له هغوي څخه کومک واخلي، ځکه په مجموع کي دغه ګاونډي هیوادونه هم له امریکي خطر حس کوي، او خپل دښمن يي بولي، نو دوي ضرورا دخپلو مفاداتو لپاره مقاومت کوونکو سره کومک کولاي شي، خو مقاومت والا ته پکار ده، چی دهغوي لپاره له اضافي خدمت څخه لاس واخلي، او که دغه اضافي مجاني خدمتونه هغوي دغه دولتونه ته تقدیم کړي، نو په پاي کی به هم خپل ځان ، او خپل وطن برباد کړي،
او حقیقت دادۍ، چی سی آي ای، تر آی اس آی ډیر شرف لري، ځکه دلومړۍ دحیوانیت درجه تر دوهمي ډيره کمه ده، او ددوهمي حیوانیت خو فکر کوم چی ټولو ته معلوم دۍ، او په خصوص ډول سره يي چی په پاکستان کي وخت تیر کړی وي،
نو رابه شو دطالب جان خوا خوږی خوږی لیکنی ته::


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more