د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دطالبانو حکومت

Anonymous
30.06.2007

سلامونه ومنئ لکه څنګه چې يوه ورور ليکلي وو چې دطالبانو حکومت ډېر دامن حکومت وواو نور يې ډېر صفت کړی وو نو وروره ددنيا چې کوم ياغي شوي کسان وو دوی هغوی ته پناه ورکړې وه لشکر طيبه به خپل کسان دلته تربيه کړل بيا به يې کشمير ته واستول عرب به دلته تربيه شول بيا به ددنيا ګوټ ګوټ ته ولاړ نو تاسې پخپله فکروکړئ څوک چې په خپل هيواد کې امن راولي اوپه دغه امن کې دنورې نړۍ لپاره بدامني روزل کيږي نو نوره نړۍ به موږ په دې ډول امن کې پرېږدي ؟؟؟ که چېرې طالبانو په افغانستان کې امن غوښتی نو دنورې نړۍ لپاره به يې هم امن غوښتی ووچې متاسفانه دا کار يې نه کاوه په درناوي


Anonymous
30.06.2007

وعليکم سلام
وروره دا بېخي د حماقت اخري درجه ده چې څوک وايي د طالبانو په توره او کرغېړنه دوره کې امن و. دا ډنډوره يواځې پاکستاني مطبوعاتو د ايي ايس ايي په وېنا غږوله تر څو د طالبانو محبوبيت پېدا کړي خلک ورسره ملګري کړي افغانستان پرې ونيسي او بيا ترې خپل مقاصد لاس ته راوړي.
کوم خلک چې دا د امن خبره کوي ايا دوى دومره بې مزغو او بې عقله دي چې د امن په مانا او مطلب نه پوهېږي. امن دې ته خو نه وايي چې خلک په بازارونو کې د ږيرې په نه لرلو ډبوه او د وحشي سپو په څېر په هر چا پسې غاپه. امن دې ته خو نه وايي چې ته د ښځې احترام تر پښو لاندې کړه او په لارو کوڅو کې يې په کمچينو وهه. امن دې ته خو نه وايي چې ته کتابونه سوځه، ښوونځي بندوه، ماشومان لوبو ته مه پرېږده او په مطبوعاتو بندېز ولګوه. امن دې ته خو نه وايي چې ته د خلکو د کار روزګار غم نشې کولى او د ږيرې پګړۍ په غم يې مړ کېږې. امن دې ته خو نه وايي چې خپل خلک دې ستا د وطن نه تښتي او پردي دې راځي او غارونه دې پکې جوړوي. امن دې ته خو نه وايي چې تا دې يوه خاص عقيده راټينګه کړې وي او په هغې دې ټوله جامعې سپکوې. امن دې ته خو نه وايي چې ستا د اعمالو له لاسه خلک دومره تر پوزې شي چې بيا يو دين او يوې عقيدې ته هم بد وايي او سپک ورته ګوري. امن دې ته خو نه وايي چې ته دې خلک د ټوپک په زور راټول کړې او په جومات کې دې يې بند کړې. امن دې ته خو نه وايي چې خلک دې ستا له جوسې او مخ څخه داسې وحشت وخوري لکه د ځنګلي ځناورو. امن دې ته خو نه وايي چې په تا دې څوک نيوکه يا تنقيد نشي کولى. امن دې ته خو نه وايي چې په افغانستان کې دې يواځې د طالب ترهګرو د اوسېدو حق وي او نور هر چا له دې مرګ او هجرت. امن دې ته خو نه وايي چې ته بې سواده او جاهلان راوله او په باسواده خلکو يې حاکمان کوه. او امن دې ته خو نه وايي چې ته يواځې ورانى کوه، کله سرکونه ورانوه، کله ښوونځي، کله کلينکونه او کله زاړه اثار. او خپلې ملي شتمنۍ پاکستان کې په کباړ خرڅوه. امن دې ته خو نه وايي چې ته د خلکو نه د اسلام او دين په نامه ناجايز کار اخله.
امن لرونکې ټولنه هغه ده چې د هر دين، عقيدې، نسل، ژبې، رنګ او قوم خلک پکې بې له کومې وېرې، ډار، ترور او ستونځې ووسېږي او په ازاد فضا کې ژوند وکړي. د طالبانو په واکمنۍ کې عام خلک ګمراهان، ښځې وينځې، نورو مذهبونو والا غلامان، ښوونکې او زده کوونکي کافران او مخالف نظر لرونکي د وژلو قابل ګڼل کېدل. دا کوم لغت دى چې دې ته امن وايي؟


pattang
06.07.2007

انډيواله داديوه پښتانه خوله نده، بلکي دشمالي ټلوالو په شان په دالرو شخوند وهي الله دې بيدار او با غيرته کړه٠ درسته ده چې دطالبانو دورې ډېر نقصونه لرل خو نه پردې اندازه چې تا خاښۍ ورته بنده کړې ده٠
اوس څرنګه ده ?? ٠



06.07.2007

ښاغلی زلمی رسول !
څه چې مو پورته لیکلی ټول حقیقت لري، خو که همدغسې د شمالی ټلوالې ناخوالې هم بیان کړئ ، نو ددغو حقایقو بیان به مو هله ارزښت هم پیدا کړي. هیلمن یم په دې ډول پتنګ صیب او نورو لوستونکو ته ثابته کړئ چې تاسوته حقیقت ارزښت لري ، [color=white:ace1ee3fd4]نه شمالی ټلواله [/color:ace1ee3fd4]يا طالبان . په درنښت او سلامونو !


momtaz
07.07.2007

محترم ځواکمن صاحب او نورو دوستانو السلام علیکم
[quote:f8bee2c70a]څه چې مو پورته لیکلی ټول حقیقت لري، خو که همدغسې د شمالی ټلوالې ناخوالې هم بیان کړئ ، نو ددغو حقایقو بیان به مو هله ارزښت هم پیدا کړي. هیلمن یم په دې ډول پتنګ صیب او نورو لوستونکو ته ثابته کړئ چې تاسوته حقیقت ارزښت لري ، نه شمالی ټلواله يا طالبان [/quote:f8bee2c70a]
دروند ورور ځواکمن صاحب، که ما اشتباه نه وي کړې ښايی ښاغلﺉ زلمي رسول زاد دټول افغان له هغو مېلمنو څخه وي، چې پتنګ ورور هغو د " دوبي مچان "نومولي دي . ښایي نوموړي خپل نوم ثبت کړﺉ نه وي اوستاسو پوښتنې ته ځواب ورنکړي.
خو بده به نه وي، که مونږ د بحث عنوان [color=blue:f8bee2c70a]دطالبانو حکومت[/color:f8bee2c70a] او د هغه محتوا ته ، چې بحث ته وړاندې شوې ده، یو وار ځیر شو او د یوه بحث پر[color=white:f8bee2c70a]محتوا بحث کول مشق کړوو[/color:f8bee2c70a]!
نو ښایي د بحث دغه لیکنه په ډېر احتمال د پتنګ ورور د هغې څرګندونې په استناد وي، چې په یوه بل بحث کې په ټولییزه توګه د طالبان د واکمنۍ ستاینه یې کړې وه.
نو زما په نظر ښاغلي زلمي رسول زاد د بحث عنوان او محتوا ته په پام سره سم خپل نظر څرګند کړﺉ دﺉ.
[quote:f8bee2c70a]نو ددغو حقایقو بیان به مو هله ارزښت هم پیدا کړي. هیلمن یم په دې ډول پتنګ صیب او نورو لوستونکو ته ثابته کړئ چې تاسوته حقیقت ارزښت لري ، نه شمالی ټلواله يا طالبان[/quote:f8bee2c70a]
دلته وینو چې ځواکمن صاحب د بحث له موضوع څخه وځي ، ځکه د بحث موضوع د طالبانو او دشمالي ټلوالې مقایسه نه ده !!! که ځواکمن ورور د طالبانو او د شمالی ټلوالې د واکمنیو پر تله کول غواړي، نو باید چې یو بل بحث پرانیزي او د دواړو واکمنیو پر کارنامو یو څه ولیکي، چې بیا پرې بحث وشي .
[quote:f8bee2c70a]انډيواله داديوه پښتانه خوله نده، بلکي دشمالي ټلوالو په شان په دالرو شخوند وهي الله دې بيدار او با غيرته کړه[/quote:f8bee2c70a]
همدا رنګه پتنګ ورور هم دموضوع د بحث پر ځای پر شخصی تعرض لاس پورې کوي، چې دا ډول چلند د لیکونکي د لیکنې اعتبار کموي، د بحث فضا زهرجنوي او په پای کې پر ښکنځلو ختمېږي!

والسلام


larghonay1
07.07.2007

د يوه بد شي غندل يا ستايل هر وخت د پرتلې په مانا نه وي. مونږ كه اوس د طالبانو د حكومت غندنه وكړو نو دا په دې مانا نه ده چې د كرزي حكومت مو وستايه.
زه اوسني حكومت ته هيڅكله هم ښه نه وايم خو د طالب واكمني هغه توره دوره ده چې مونږ يې په خپل تاريخ كې هيڅ سارى نه لرو. همدى خېرنې او كرغېړنې دورې پښتانه ټولې نړۍ ته د وحشيانو اوځناورو په توګه ور وپېژندل. دمجاهدينواو كمونستانو په دوره كې كه وحشت او ليونتوبونه وو نو په هغې حكومتونو كې د افغانستان اكثره قومونه وو خو د طالبانو د ليوني تحريك لاس يوازې پر پښتنو پاكېږي.
له پتنګ صيب سره يوه ټوكه:
پتنګه رښتيا ووايه ته خو به هغه نه وې چې د كابل په زېرزميني كې دې د خلكو تخرګونه كتل چې خرېيلي يې دي او كنه؟


lawangin
07.07.2007

ممتازخانه ! دلته په اصل کې موضع د طالب اود NA ندي ، بلکې افغانستان او دهغه راتلونکې سياسي حالت دی چې کومې خواته ځې ?
نن ورځ دغه دوه ډلې دي چې دافغانستان په رانلونکي حالت کې مسئوليت غواړي
او په غاړه يې اخلي نو طبيعي دی چې دواړه بايد وتلل شي ٠
د ځواکمن او دنورو خبرې درستې دي ٠
وسلا م


درويش
08.07.2007

[quote:efc09205f4="lawangin"] نو طبيعي دی چې دواړه بايد وتلل شي ٠
وسلا م[/quote:efc09205f4]
لونګينه او ځواکمنه وروره
زما نامه زلمى رسول نه بلکې زلمى رسول زاد دى او دغه ليکنه مې ددې لپاره کړې وه چې بحث د طالبانو د حکومت په اړه وو نه د شمالي ټلوالې په اړه. ستاسو خبره داسې ده لکه سړى د چانه د مالګې په اړه پوښتنه وکړي خو هغه د مرچکو په اړه معلومات يا خپل نظر ورکړي. داسې سړى به څومره احمق ښکاري!! خو بيا هم دغه شعر به درته ووايم چې ستاسې زړه يخ شي او زما په ايمان کې مو شک پاتې نشي.

[color=white:efc09205f4]ظالمان دي[/color:efc09205f4]

امريکا ده که طالب دى ظالمان دي
يو د بل نه لوى غاصب دى ظالمان دي

يو بمبار کړي بل چاودنې قاتلان دي
يو ښامار بل يې نايب دى ظالمان دي

يو د انصاف بل د اسلام په ناره لوټ کړو
شېطان په دواړو ښه غالب دى، ظالمان دي

ژوند يې داسې راته اور کړو، لُولپه کړو
ترې دوزخ زيات مناسب دى، ظالمان دي

شېطان ښه دى خدايه دوى نه امان راکړه
((زلمى)) د دواړو نه تايب دى، ظالمان دي


جواب

و.افغان
08.07.2007

[quote="درويش"][quote:320a98e0bc="lawangin"]
ژوند يې داسې راته اور کړو، لُولپه کړو
ترې دوزخ زيات مناسب دى، ظالمان دي

شېطان ښه دى خدايه دوى نه امان راکړه
((زلمى)) د دواړو نه تايب دى، ظالمان دي[/quote:320a98e0bc]

درویش جانه: دغه دوه بیتونو کی دی سوچ وکړه، ما ته مناسب نه ښکاري،
مونږ نه دوزخ ته مناسب وايو، او نه شیطان ته ښه وايو،
له ټولو څخه امان غواړو، الله جل جلاله دی راته په دی دنیا
کی له عزت ، پت، او خوشحالۍ، ډک ژوند راکړي، او له شیطاني کارونو
څخه مو دی وساتي،
او هم دی په آخرت کی مونږ له دوزخه وساتي، او خپل جنت دی پر
مونږ پیرزو کړي.


درويش
08.07.2007

وروره وهاج ساپى
په ډېره بښنه سره بايد درته ووايم چې ته په شعر د پوهېدو استعداد نلرې له دې امله د چا په شعر له نيوکې څخه، که په وس کې دې وي، ډډه کوه. دا مې هسې درته يوه مشوره درکړه دا نه وايم چې زما په شعر نيوکه مه کوه.


جواب

و.افغان
08.07.2007

[quote:a4a77d2256="درويش"]وروره وهاج ساپى
په ډېره بښنه سره بايد درته ووايم چې ته په شعر د پوهېدو استعداد نلرې له دې امله د چا په شعر له نيوکې څخه، که په وس کې دې وي، ډډه کوه. دا مې هسې درته يوه مشوره درکړه دا نه وايم چې زما په شعر نيوکه مه کوه.[/quote:a4a77d2256]

درویش صاحب! صحي ده، تاسی به وايي چی مبالغه ده، خو دغسی مبالغه په دغه رنګ شعر کی نه ده پکار، ځکه می درته وویل: مونږ هم دشیطان څخه امان غواړو، او هم له دوزخ څخه.
ستاسی له شعر څخه له ورایه ښکاري چی له یوه شر څخه امان غواړۍ، او بیا بل شرته زړه ښه کوۍ،او یا ورته مناسب وايي، نو که دی ټولو شرونو څخه او آفتونو څخه دی آمان وغوښت، نو ښه به نه وي؟؟؟؟
او که ستاسی بل مقصد وي له شعر څخه، هغه بیان کړه، چی مستفید شو، البته که مشکله درته نه وي



08.07.2007

ښاغلی زلمی رسول زاد دروېش صیب ،پیاوړی لرغونی صیب، ګران پتنګ صیب ، منلی ممتازصیب او نورو درنو ګډونوالو سلامونه او نېکې هیلې مې ومنئ !
د ډیرو اوږدو ناخوالو، غمیزو او زور زیاتیو تورمار خوړلی افغان ولس حق لري چې له هر پړي څخه وویریږي ! دوی ته هر مار او خامار لومړی د دوست ، ولس پال ، وطنپال او اسلامپال په نوم او نقاب راڅرګند شوی ، لومړی یې یوه جنایتکاره ډله غندلې ، ولس ته یې پرې ځان نږدې کړی ، د هغوی په مټ یې ځان قدرت ته رسولی او بیا د ولس له غاړې څخه راتاو شوی اود قدرت زهري غاښونه یې په مرۍ ورښخ کړي دي . نو ځکه خو اوس که څوک یوه جنایتکاره ډله غندي، که دا معنی نه لري چې
یوه بله مشخصه جنایتکاره ډله به مني، نواتوماتیک دا معنی هم نه لري چې پخپله به هم دکومې جنایتکارې ډلې سره تړاو ونه لري ، نه دا سې بالکل نه ده ځکه : هر جنایتکار خلقی او پرچمی د مجاهد، طالب او امریکا یانو پسې په حقه او رښتیا سره تبلیغ کوي، دهغوی جنایات بیانی [color=white:9a9bfef729]خو خپل لړلی پرتوږ بښي، هیروي او آن خپلو جنایاتو ته قهرماني وایي [/color:9a9bfef729] . همدغسې طالب او مجاهد هم د خلق او پر چم پر ضد له حق او حقیقت نه ډک تبلیغ کوي، [color=yellow:9a9bfef729]ولې خپل بوین خښتګ پرې پټوي ! [/color:9a9bfef729] [color=blue:9a9bfef729] دوی یو هم داسې نه ده انګیرلې چې د انسانی ټولنې سره سروکار لري ، بلکې ولس ورته رمه او ځانونه ورته په سوله شپانۀ او په په بحرانی حالت کې بیا لیوان ښکاري.[/color:9a9bfef729] [color=red:9a9bfef729]نو د اولسواکۍ سره یې تر ټولو زیاته ورانه ده که هغه ملی افغانی او سلامی ولسواکی هم وي ! [/color:9a9bfef729] نو لازمه بریښي چې که لیکنه په مستعار نامه هم وي ، باید دتنقیداو غندنی دریځ مالوم اوسي، چې له کومې زاویې او کومې انګیزې سره او د کوم لر لید له پاره دخبرو دغه پهلوان او قهرمان خپل مظلوم ،ځپلي او دردېدلي اولس ته بیا لکه یو بلبل چغیدل غواړي ؟؟؟
مونږ نه وایو چې په اسلام اوږود بحٍٍث کیږي نو ورسره دې په ملتپالنی هم اوږود بحٍث وشي یا د اوسلواکۍ سره دې حتما ً په اسلام هم اوږود بحثونه مل وي، نه نه او هیڅکله نه! خو که څوک یوه ډله په تفصیل ، شد او مد سره غندي نوله پاتې جنایتکاره ډلو څخه دې هم خپله کرکه یا فاصله نیول په ایکې یوه جمله یا یو شعار کې څرګند کړي . او یا دې د اسلام، ملتپالنې او ولسواکۍ له درې زرینو اصلونو څخه، که دریواړه نه غواړي نو لږ تر لږه دوه خو دې تایید کړي !
[color=white:9a9bfef729]دا ولې؟ دا ځکه چې هره جنایتکاره ډله دیکتاتوره او په اړینه توګه له دې درې وڅخه حتما ً د دوه لارو دوښمنه وه ![/color:9a9bfef729] یعنې د هیڅ دویم زرین اصل سره یې نۀ وحدت او نه اتلاف کولای شو، پاتې خو لا د دریواړو وحدت ته غاړه ایښودل (!!!!!!)،او د اسلام، ولسواکۍ او ملتپالنې وحدت ورته د خپلو شوموناروا او ناولو هدفونو له پاره زهرقاتل ښکاره کیدل (!) او اوس هم ورته ښکاري، خو مونږ باور لرو چې [color=yellow:9a9bfef729]یواځې او یواځې ددریواړو زرینو اصولو وحدت د سیاسي چټلیو، دیکتاتوریو، ملي خیانت او جنایتونواو وروسته پاتېوالي مخه نیولی شي او بس او یو اصل یې ځانله په ځانله نه یواځې مخه نشي نیولی،بلکې څنګه چې وکتل شول برعکس آن د سولې او پر مختګ د مخنیوی په پلمه هم اوړي .[/color:9a9bfef729]دغه راز د دوه اصلونو وحدت یو نیمژواندی پرمختګ رامنځته کوي خو ډیرې او ټولې نیمګړتیاوې له منځه نه وړي . یواځې د دریواړو وحدت په بشپړه توګه سوله ، آزادي او پرمختګ تضمینوي اوبس!
نو پردې بحث وکړئ او نظرونه وړاندې کړئ چې [color=blue:9a9bfef729]ایا هر خلقی ، پرچمی یا ملتپال افغان ته لازمه او ضروي نه د ه چې لومړی مسلمان او بیاخلقی پر چمی یا ملت پال و اوسي؟ اوآ یا هر طالب او مجاهد ته لازمه او ضروری نه ده چې لومړی ولسواک او بیا ملا ، طالب او مجاهد و اوسي؟[/color:9a9bfef729]نو که چا له دې دیرشکلنې غمیزې څخه وروسته اقلا ً دغه ضرورت درک کړی وي ، نو ایا ښه نه ده چې د مجردو او یو اړخیزو تنقیدونو پر ځای له یوه [color=red:9a9bfef729]کمپلېکس دریځ [/color:9a9bfef729]څخه تنقیدونه وارد کړو کوم چې د اسلام ، اولسواکۍ او ملتپالنې تر منځ د اړین او ارګانیک وحدت غوښتنه کوي ؟
والسلام


زلمی رسول زاد ته يادونه

Anonymous
16.07.2007

ښاغلې زلمی رسول زاد ستا له بشپړ تفصيل څخه مننه مګر ما چې کوم د امن ټکی کارولی دی هغه مې دطالبانو او د هغوی تقليد کوونکو په اصطلاح کارولی دی چې په حقيقت کې د بد امني مانا ورکوي په هر صورت ستا له لا پراخې تبصرې څخه مننه
يوۀ ورور ليکلي چې بايد شمالي ټلواله هم په همدغه تله تلل شوې وای نو وروره هغوی له ازله هر چا ته معلوم دي چې څنګه خلک وو هم هغسې يې اعمال وو مګر طالب او ملاهمدارنګه اسلام شريعت اوامن خو ډېرې سپېڅلې کلمې دي دوی دهمدغو کلمو څخه ناوړه ګټه واخسته او زموږ ساده زړي خلک يې تېر ايستل شيطان خو هسې هم شيطان وي خو کله چې شيطان د ملايکې په نوم کوم کار کوي نو ډېر دپام وړوي
په درناوي


Re: زلمی رسول زاد ته يادونه

Anonymous
16.07.2007

[quote:d3d47dddee="رحيم زهيرمل"]ښاغلې زلمی رسول زاد ستا له بشپړ تفصيل څخه مننه مګر ما چې کوم د امن ټکی کارولی دی هغه مې دطالبانو او د هغوی تقليد کوونکو په اصطلاح کارولی دی چې په حقيقت کې د بد امني مانا ورکوي په هر صورت ستا له لا پراخې تبصرې څخه مننه
يوۀ ورور ليکلي چې بايد شمالي ټلواله هم په همدغه تله تلل شوې وای نو وروره هغوی له ازله هر چا ته معلوم دي چې څنګه خلک وو هم هغسې يې اعمال وو مګر طالب او ملاهمدارنګه اسلام شريعت اوامن خو ډېرې **ېڅلې کلمې دي دوی دهمدغو کلمو څخه ناوړه ګټه واخسته او زموږ ساده زړي خلک يې تېر ايستل شيطان خو هسې هم شيطان وي خو کله چې شيطان د ملايکې په نوم کوم کار کوي نو ډېر دپام وړوي
په درناوي[/quote:d3d47dddee]

درنو او ګرانو پښتنو ورونو!
ځواکمن صاحب خبره ډیر لنډه او عینی حال کی ډیره معقوله خلاصه کړی،
دطالبانو پر تخلف او ځیني جنایتونو مونږ سترګی نشو پټولی، خو که نسبی طور سره فیصله وکړو، نو دطالبانو کمۍ تر نورو ډیری کمۍ او نقصانونه تر نورو کم تر سترګو راځي،
دبحث شروع کوونکي خبره سهي ده، چی ځمونږ بحث پر نسبي حکم نه دی، خو دیته ته دی دهغه هم خیال وي، چی هر بحث خپل مناسب وخت او ځاي لري، اوس که څوک طالبان په دغه څنډي، نو دهغی دا معنا نه ده، چی اوسنۍ دوره یوه ډیره پاکه او س.پ.يڅلی دوره ده، سره له دی چی دطالبانو ټول ظلمونه کوم چی تری شوي دي، ددی حکومت دځینو لنډغرانو سلمه برخه هم نه جوړوي.

فی الحال طالب په میدان کی نه لیدل کیږي، خو اوس هغه نړیوال جنایتکاران، او عالمي قاتلان سری سترګي په کابل کی ګرځي، په لویو لویو چوکیو ناست دي، دکرزي خان مشاورین دي، او دا هغه خلک دي، چی د همدوي دلاسه مونږ دی حالت ته راورسیدو،
همدوي سبب وو، چی طالبانو مدرسی پریښودی او دسیاست ډګر ته راووتل، زه نه غواړم چی هغه ناوړو پيښو ته اشاره وکړم، چی دوحشت هیڅ ساری يي نه لیدل کیږي، او دغه کیسی ټولو ته معلومه دي، دپیښیدو يي دومره وخت نه کیږي،

او له دی سره سره دا هم وایم: چی پړه اچول ځانته په مجاهد (تش په نامه) هم سهي نه ده، ځکه ددغه خلکو راتګ دخلقیزم او پرچمیزم دملحد او ظالم سیاست پیداوار وو،
نو هیڅکله خلقي او پرچمي دا حق نه لري، چی بیا خپل سر پورته کړي، او بیا ددی ملت څخه د ووټ تمه وکړي، دوي خو له ملت سره داسی ظلمونه وکړل، چی دورستیو دورو ټول ظلمونه ورته سلام وايي.

دوي داسی وحشتونه تر سره کول، چی آن دروسي جنرالان ورته ګوته په غاښ پات.ی کیدل، او دهغو له ترهګرۍ به يي ځانونه بوږنیدل.

له دی خبرو کتابونه ډک دي، تاریخ هیڅ هم نه هیروي، دومره که څوک وخت لري، نو یو دکتابونو پلورنځی ته دی سر ښکاره کړي، او بیا دی فیصله وکړي،

خو خبره داده، لکه څنګه چی ځواکمن صاحب ویلي دي، که چیرته خلقیان او پرچمیان خپل اول قدم کی په اسلام پالنی ایمان راوي، او بیا دی حزبا خلقي شي، همدارنګه ملا ا ومجاهد دي په اول قدم په ولسواکۍ ایمان راوړي، نو مشکل حل دی، اختلاف به منځ ته را نه شي، او دی وخت وکی ټول کولاي شي، چی تر یوه چتر لاندی راغونډ شي، اګر که دحزبونو تناسبات يي بدل وي.

نو څنګه ورونو ستاسی څه نظر دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟

آیا خلقي یا پرچمي به له خپلی الحادي ایډیالوژۍ تیر شي، ؟؟؟؟؟؟

دلینن او ستالین او دمارکس د الحادي فلسفی تقدیس به پریږدي؟؟؟؟؟؟؟؟

آیا اسلام پالنه به له ځپلو اولویاتو څخه وګرځوي؟؟؟؟؟

همدارنګه آیا طالب به دپاکستان له غلامۍ لاس واخلي؟؟؟؟

آیا طالب به خپلو مخکنیو خطا ګانو څخه عبرت واخلي؟؟؟؟؟

آیا ملا او مجاهد به د وطن ولسواکي او دخپل وطن په ګټو عقیده باندی عمل وکړي؟؟؟؟

که دغه کارونه وشي، نو هیڅ مشکل به مو منځ کی نه وي، او که نو دافغانستان بیا الله مل شي،
ځکه دغو ټولو خلکو خپل امتحان ورکړ، او امتحان کی ناکام شو، اوس ددی وخت دی چی دوطن ولسپال مسلمان ځلمي دخپل وطن لپاره داسلامي اصولو په رڼا کی کار وکړي، او په دی لار کی هر قسم قربانۍ ته تیار شي،
ځکه دغه ځوانان به وحشي خلقیانو له خوا هم په نښه کیږي، او کرغیړنو جنګ سالارانو له خوا هم ځپل کیږي، او دپاکستان او ایران د خودطلبه سیاستونو له خوا هم ویشتل کیږي،

خو صبر پکار دی، او آخر انجام دصبر کوونکو وي.

دوطن په مینه وطنپال.


Anonymous
16.07.2007

وطنپاله دوحشی اشرارو په باره کی که لږ معلومات ورکړی بد به نه وي.


Anonymous
16.07.2007

[quote:abc04037b3="Anonymous"]وطنپاله دوحشی اشرارو په باره کی که لږ معلومات ورکړی بد به نه وي.[/quote:abc04037b3]
هغه که وحشي دي نو ستا روسي نسله، امريکائي نسله شين سترګي وروڼه
او زامن اوس څکوي ? ٠


Anonymous
16.07.2007

حقيقت ډير تريخ دی خو دغه يو وقعيت دی
د غه دټول جهان شين ستر ګي چی نن زمو ږ په وطن کی اوسيږی
داشرارو ښځو سره يو ځای ويده کيږی
نسل به نور هم درته ډير کړی ټولو اشرارو ته دی مبارک وی
ځکه چی دخو اشرارو په خپله روستلی دی نو دوی ته ېې ځکه مبارکی ورکوم

تاته مبارک شه دغه خپل وطن
زه به ځان ته لټوم چيری بل وطن


Anonymous
16.07.2007

اشرار خو هلته را پيدا شول چه تاسي ملت ته دکور، خوراک او کالويوورکولو پر
څای په لکونو افغانانو ته ګور ، قبر ، خاورې او کفن ور کړ ل او په لسګونو
ډله ئيز قبرونه يې وار په وار را پيدا کيږي نو له دې بشري جنايته ولې پښه اړوې ?
داخو ستاسې دباغ مېوه ده ٠

[quote:02c33ff0f8="Anonymous"]حقيقت ډير تريخ دی خو دغه يو وقعيت دی
د غه دټول جهان شين ستر ګي چی نن زمو ږ په وطن کی اوسيږی
داشرارو ښځو سره يو ځای ويده کيږی
نسل به نور هم درته ډير کړی ټولو اشرارو ته دی مبارک وی
ځکه چی دخو اشرارو په خپله روستلی دی نو دوی ته ېې ځکه مبارکی ورکوم

تاته مبارک شه دغه خپل وطن
زه به ځان ته لټوم چيری بل وطن[/quote:02c33ff0f8]


Anonymous
17.07.2007

[quote:e89f79e29d="Anonymous"]اشرار خو هلته را پيدا شول چه تاسي ملت ته دکور، خوراک او کالويوورکولو پر
څای په لکونو افغانانو ته ګور ، قبر ، خاورې او کفن ور کړ ل او په ل**ونو
ډله ئيز قبرونه يې وار په وار را پيدا کيږي نو له دې بشري جنايته ولې پښه اړوې ?
داخو ستاسې دباغ مېوه ده ٠

[/quote:e89f79e29d][/quote]
میگن در کون بی غیرت که درخت سبز کند زیر سایه ان میشیند.تا هنوز هم شرم ندارید.
اینها قبر های دسته جمعی را ساختند:
نگاه دکن!
[url]http://www.youtube.com/watch?v=nBnBGMgYkJk&NR[/url]


monir
17.07.2007

د بحث ګډونکوونکو ګرانو دوستانو سلامونه
د ډېر تعجب ځای دﺉ، چې اافغانان په مجموع کې خو مونږ پښتانه په ځانګړي توګه د تېرو زمانو له تجربې څخه مثبته ګټه نه اخلوو. زمونږ پر مخ لږ تر لږه د تېرو درېو لسیزو د واکمنیو تجربې پرتې دي، خو مونږ دې ته حاضر نه یو چې د دغو واکمنیو کارنامې په ناپېله توګه هر اړخیز وڅېړوو او په نتیجه کې یې له ځانه ایمانی او وجدانی پوښتنه وکړوو، چې آیا د دغو واکمنیو کومه یوه په واقعی توګه زمونز ستونزې حلولای شی، چې بیا هڅه وکړوو تر څو هغه بېرته را ژوندۍ شي.

د افغانستان د ټولو وګړو ګټو ته په پام سره ایمانی او وجدانی نه بریښي، د پخوانیو او اوسنیو اړیکو له کبله له هغو واکمنیو څخه دفاع وشي، چې د افغانستان غمیزه تر ډیره ځایه د هغو دثور د کودتا په نتیجه کې را منځته شوه. او یا آیا د افغانستان ولس د کواکې د مجاهدینو د واکمنۍ د وژنو او لوټماریو دوران هېرولای شي؟ او یا آیا پر دغه مظلوم ولس باندې د فرهنګ او مدنیت ضدطالبانو واکمنۍ بیا روا بولۍ ، چې خلک بیا په بېلا بېلو پلمو بیا وزوروي ؟
نه هیڅکله نه ګرانو دوستانود زمان تغیر زمونږ په خوښه او اراده نه ده، انسان د خپل بقا لپاره باید چې د ژوند له کاروان سره یو ځای وخوځېږي.
زما په نظر په هر نظام کې چې وي باید چې خلک د خپل برخلیک پخپله وټاکي.
د سلاح په زور د کودتا او انقلاب له لارې که اسلامی وی که غیر اسلامی ، واکمنۍ ته له رسیدو څخه مخنیوﺉ وشی، ځکه تجربه دا ثابته کړه چې ځانی او مالی زیان یې له حده زیاد دﺉ. بس دﺉ نور زمونږ مظلوم خلک ډېر وکړیدل!!

موجود نظام په اساس کې دکتاتوری نظام ندﺉ، د هغه نیمګړتیاوي چې کمې هم ندي باید چې د نظام د ړنګولو له لارې نه بلکه د یوې اوږدې مودې په پروسې کې لمړﺉ باید لاسونه سره یو کړوو او نیمګړتیاوې په پر له پسې توګه تشخیص او بیا د نیمګړتیاو په له منځه وړلو کې هڅه وشي. تر څو یوه ورځ که د خدای رضا وي د قانون حاکمیت ټینګ شي، بیا په هغه حالت کې به انشالله د ټولو اتباعو حقونه خوندي شي.

په درنښت


Anonymous
17.07.2007

د ثور ستر انقلاب په دوران کی چی کوم ظلم شوی دی زه ېې منم او دهغه وخت
مشران که څوګ ژوندی پاتی وی با يد هغوی ېې ځواب ووېې
مګر اشرار په هيڅ صورت نشی کولی خپل ظلمونه دهغوی په ظلمونوکی پټ کړی
داشرارو ظلمونه دهغوی نه څو چنده زيات دی
او دغه ځواب نشی کيدلې ميلمګله چی ته شروغ کړی دی او ما نور ورپسی زيات کړ ی دی او له نور هم دوام ورکوم
هغه ظلمونه چی اشرارو کړی او له نور هم پسی کوی په ټوله نړې کی ولکه چا کړی وی او دنړې ټول خلک پر دوی نعلت وېې .
مخ په وړاندی دشرارو دله نابودی پر لور.

تا ته مبا رک شه دغه خپل وطن
زه به ځان ته لټومه چيری بل وطن


Anonymous
17.07.2007

[quote:af896418cc="Anonymous"]د ثور ستر انقلاب په دوران کی چی کوم ظلم شوی دی زه ېې منم او دهغه وخت
[/quote:af896418cc]

سـ.تـ.رګو کی لږ شرم او حـ.یا پیدا کړه، شرمیږی نه، چی دغه کرغیړن خبیث مردار ظالم لاسـ.پوڅي ماله څـ.ټي دووس، غلام، انقلاب ته سـ.تر انقلاب وايي؟


Anonymous
17.07.2007

و لسپا له ته په خپله شرم او حيا لری او که ته ېې هيڅه نه پيژ نی چی شرم او حيا څه ته واېې
اشرارو چی کوم غول کړی دی او لا نور ېې ورپسی کوې او ټول جهان ددوې د غولو بوی نيولی دی دهغی په برکی ته څه واېې او که ته پوزه نه لری هغه بوی تا ته ندرځی
د ثور يا دغوېې ستر انقلا ب داشرارو يا دخرو انقلاب سره ډير پرق لری


Anonymous
18.07.2007

[quote="د کو نيانوکاتע][quote:6df4c84ae5="Anonymous"]وطنپاله دوحشی اشرارو په باره کی که لږ معلومات ورکړی بد به نه وي.[/quote:6df4c84ae5]
هغه که وحشي دي نو ستا روسي نسله، امريکائي نسله شين سترګي وروڼه
او زامن اوس څکوي ? ٠[/quote]

دغه پوښتنه وطنپال نه شوې٠
اياته وطنپال ئې او زړه دې دغه پوښتنې ته تڼاکې شوی نو د اسې ځواب دې مناسب ګنلې؟ او که دغه کوم بل شرير او مخرب شخص دی؟ سړی نپوهيږی چې حقيقت چېرته دی٠


Anonymous
23.07.2007

مجاهدينو او طالبانو چې کوم وحشتونه کړي او د خپل وطن او خلکو د دښمنۍ لپاره چې ييې کوم بريدونه شاته پريښي دي د هغې بېلګه نه د هلاکوخان او چنګېزخان په دورو کې تر سترګو کېږي، نه ورته د دوستم د خونخوارو قواوو اعمال رسېږي، نه ورته د نړۍ بل کوم ظلم مخې ته درېدلاى شي پخپله ظلم او وحشت د دوى څخه شرمېږي او پناه ځنې غواړي
اعوذ بالله من المجاهدين والطالبان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more