د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تبليغي تحريک

M Tahir
30.06.2007

محترم ورور ښاغلی وهاج صافی صاحب
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاته
تبليغي تحريک چې پيژندګلوي ته اړتيا نه لري او هر عام او خاص يې له نامه سره بلد دي او ددې بلدتيا لامل يې ښايي هغه پراخه عموميت وي چې تر اروپا،امريکا او افريقاپورې يې پراختياپيداکړې او په يو جهان شموله تحريک بدل شوی خو سره له دې له زياتره علماؤ څخه ورسره پراخه اختلاف ليدل کيږي چې جزئيات يې عام وګړي نه شي درک کولای که تاسو په دې تړاو د ټول افغان لوستونکي او کتونکي له خپلو مالوماتو څخه خبر کړئ منندوی او دوعاګوی به مو يو
په مينه ستاسو طائر


رښتینی
01.07.2007

ختمه شوه


M Tahir
02.07.2007

[quote:84e4ac8a96="حامد"]ختمه شوه[/quote:84e4ac8a96]

ښاغلی حامد صيب
له سلامونو او نيکو هيلو مو مخ مه اړوئ!
ياني په دې ماناچې تاسو څه ليکلي پر سم مطلب يې يوازې تاسو پوهيدلای شئ خو مونږ يې داسې انګيروچې ګواکې خبرې راسره ګټه نه لري او څه چې مو ويلي بيخي پرځای اودکاڼي کرښه بلل کيږي يا هم ستاسو په وينا [color=white:84e4ac8a96]خبره[/color:84e4ac8a96] [color=blue:84e4ac8a96]ختمه شوه [/color:84e4ac8a96]
داپه داسې حال کې چې مونږ په دې هکله لا خپل نظر نه دی څرګند کړی!
هيله من يو چې خپل دريځ مو واضح او هم په طرح شوې موضوع کې خپل معلومات ونه سپموئ!
په مينه ستاسو طائر


جواب

و.افغان
02.07.2007

محترم،او دقدر وړ طائر وروره:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
بی جوابه مو نه پریږدم، اګر چی موضوع ډیر څیړني ته ضرورت لري، او تفصیلات په کي ډیر دي،
تبلیغیان یو ګډ جماعت دۍ، چی هر رنګ او هر ډول خلک په کی دي، ځکه هغوي دا فرق نه کوي، چی څوک له هغوي سره لاړ او څوک لاړ نشي،هر څوک ورسره ووځي، زه خپل ځاني هم له هغوي سره څو کرته وتلاي یم،هغوي هماغه یو طرز باندی لګیا وي، کومو ته چی هغوي شپږ لمبری وايي.
نو پدی جماعت داهل سنتو موحدین هم شته دۍ، علماء په کی هم شته دۍ، اګر چی ډیر کم دي، دبریلوي عقيدي ته نږدي خلک په کی هم دي، ځکه بریلوي چی کله تبلیغیتوب ته راشي، دومره بدلون په کي راشي، چی بیا په دی قائل شي،چی ګواکي نبی کریم صلی الله علیه وسلم بشر دۍ، او مخکی له هغی عقیده لري چی هغه نور دۍ، نو دعقیدي تفصیلات په کي نه څیړل کیږي، ځکه خو هغه بریلوي غریب په خپله عقیده پاتي شي،
تبلیغي ورونه په فضائل الاعمال ډیر زور اچوي، او حتی ډیر داسی تری کیږي، چی فضائل الاعمال کی دروغ دروغ روایات رانقلوي، البته دهغوي نیت په دی کی ښه وي، خو علم ورسره نه وي، او بل دا چی کله له ښه نیته دا کار کوي، خو تاسی ټولو ته معلومه ده، چی ځمونږ دین کامل دۍ، او حق حق دۍ، هیڅ دروغ ویلو ته په کی اړتیا نه لیدل کیږي،

تبلیغي ورونو کی ځيني ډیر ښه صفات دي،
لکه قرباني، دورونو خدمت کوي، خپله پیسه خرچه کوي،
ښه اخلاق لري، او دغه سبب دۍ چی ددوي جماعت ډیره پراخیتا موندلی، هر چیرته تلاي شي، څوک تری خطر نه احساسوي،
لدی سره بیا یو بل مشکل لري، چی هغه دادۍ، هر یو کارینده سړۍ، چی ټولنی ته خدمت کوي، او څه ګټه يي له لاسه عامو وګړو ته رسیږي، تبلیغ له وتو وروسته بیا په کومه کچه چی يي مخکی کاوه، نه تر سره کوي، او یا خو يي بیخي پریږدي،
مثلا: که ډاکټریا انجنیر دهغوي ووت، او تبليغي شو، نو بیا په کی دومره کلک شي، چی هغه دخپل کار څخه لاس په سر شي، او یا په کي ضعیف شي، البته اسلام مبارک دين مونږ دواړو ته هڅوي، داسی نه ده پکار چی دتبلیغ په سر له مسلم ډاکټر یا انجنیر څخه هغه فایده لاړه شي، کومه فایده چی هغه مخکی عامو وګړو ته رسولاي شوه، موخه می داده، چی باید له کاره ونه غورځيږي.

بله خبره داده: چه ډیر کله له هغوي څخه سیاسي استفادي هم کیږي، لکه څرنګه يي چی له هغوي څخه دپاکستان آی اس آی کوي، دهغوي هغه جنرالان چی حکومتي موخو لپاره بهر ته ځي، او یا دننه ګرځي، نو دغه دتبلیغ لاره دهغوي لپاره ښه وسیله وي، ګیره پریږدي، او چهلي ته ووځي، اوخپلی موخی اومقاصد په ډیره آسانه لیري له ویري څخه ډیر ژر لاسته راوړي.

دلته ما ته یوه قیصه هم رایاديږي، او کله يي چی رایاده کړم نو خندا هم راځي، هغه دمولانا صاحب قلم الدين قیصه ده،
دغه سړۍ ډیر موحد عالم دۍ، دافغانستان دۍ، په تبلیغیانوکی ډیر مخته تللۍ وو، هغه څو کاله مخکی دطالبانو په دوره کی درایونډ له تبليغي مشرانو وغوښتل چی هغوي یوه فرعه په جلال آباد کی خلاصه کړي،

ځکه چی افغانان غریب خلک دي، هغوي چی رایونډ ته راځي، او بیا له هغه ځاي نورو ځایوته تشکیل کیږي، نو هغوي ته هم له ځاني اړخه او هم له مالي اړخه درنده او سخته تمامیږي،
لنډه داچه هغوي ورسره دا ومنله،چی جلال آباد کی دی مولانا قلم الدین فرعه خلاصه کړي، او ورته ويي ویل: یاره دی کی خو بیا توړ راځي،
المهم قلم الدین صاحب دا خبره ونه منله، او ويي ویل: تبلیغ خوځانته تاسی پسی نه دۍ تړلۍ، افغانان هم داحق لري چی یو مر کز ولري، نو هغه لاړ او په جلال آباد کی مرکز خلاص کړ،
دلته تبلیغیانو له سیاسی اړخه کار واخیست، او آي اس آي په طالبانو زور واچاوه، چی دغه سړۍ یعنی قلم الدین وشړۍ، او مرکز يي ورته وران کړۍ، همداسی وشول، طالبانو هم حکم صادر کړ، چی مولانا قلم الدینه مرکز دی بندوه، او پښي دی سپکی کړه، او له افغانستانه په څلورویشت ساعتو کی ووځه،

همداسی وشول، او قلم الدين صاحب بیا تش لاس پيښور ته راغۍ.
حیران زه دطالبانو حکم ته شوم، چی یودافغانستان یو تبعه تذکره لرونکۍ له خپل وطنه وشړي، خو البته دی که دمولوي کبیر دننګرهار ډیر لوي لاس وو، او هغه په خپل صلاحیت دا کار وکړ.

نورو معلوماتو سره به بیا ګورو.

ورور مو وهاج ساپۍ


M Tahir
04.07.2007

ګران ورور ښاغلی وهاج ساپی صاحب
وعليکم سلام ورحمتۀ الله وبرکاتۀ!
ستاسو له ښکلې او په زړه پورې ليکنې څخه په بيا بيا مننه
ستاسو د نورو او ژورو مالوماتوپه هيله چې بيلابيل ابعاد به يې و څيړئ
په تيره بيا لکه چې ويل کيږي تبليغي تحريک جاسوسي شبکې هم لري او تاسو يې هم يادونه کړې او ځينې خو يي تردې پورې لا هم وايي چې دا تحريک د ارواښادپاچاخان د عدم تشدد د فلسفې په څېر فلسفه لري چې په واقعيت کې د ګاندهي جي د سياسي بصيرت او پوهې زيږنده وه چې غوښتل يې په دې توګه د پښتنو جذباتي اوياغي فطرت يرغمال او په راتلونکي کې پر هندوستان د پښتنودواکمنۍ امکانات تت کړي!
د کانګريسي مشرانو په څير ليبرال امپرياليزم دخپل استعمار او استثماردپراختيا لپاره له تبليغي جماعت څخه د پاچاخان دعدم تشدد دفلسفې کاراخلي چې غواړي په اسلامي نړۍ کې ددې بنسټ پال جماعت /تحريک پرمټ له يوې خوا دنړيوال ښکيلاک پروړاندې دجهاد،سرښندنې او مقاومت تاودۀ سنګرونه ساړه او جهادي فکروځپي له بلې خوا غواړي چې په اسلامي نړی کې د سلفي بنسټ پالنې تور بنسټ لاهم پسې پراخه کړي،او داسلامي نړۍ د فکري انکشاف ،علمي پرمختګ ،ساينسي اوټيکنالوجيکل سير روانې څپې دپخوا(ديارلسمې ميلادي پيړۍ) په څير وچې کړي
٠ ځکه چې د تبليغي جماعت ډيره کي ښکرور ناپوهان ،جاهلان او بې علمه فقيران دي چې د قياس او اجتهاد دروازې تړلې بولي اوهر پرمختللی فکر او تفکر ته د بدعت زندۍ وراچوي ! تردې يې هم لا بدتره دا چې ستاسو (محترم وهاج ساپي صاحب ) خبره د ښه نيت؟ له مخې غواړي زموږ په ګران پيغمبر صلی الله عليه و ال وسلم باندې ښکرور درواغ ووايي ! ياني هره خبره چې د دوئ د ناپوهۍ کلتور ته جواز ورکوي د ګران پيغمبر صلی الله عليه وسلم له مبارکو خبرو او احاديثو څخه وبولي!
په زړه پورې يې لاداچې داسلام د نړيوال شموليت اوعوميت مفهوم پخپله ګټه داسې تعبيرکړي چې ګواکې هرڅوک کولای شي د دين تبليغ وکړي او د ې لپاره د علم،پوهې او نورو دغسي بې ځايه مفاهيمواړتيانه ليدل کيږي!
اوتاسو( محترم وهاج ساپي صاحب ) يې هم يادونه کړې چې له تبليغيانو سره عالمان ډير لږ او ياهم بيخي نشته ! په داسې حال کې چې د دين د اشاعت او ترويج کار بايد عالمان او صلاحيت لرونکي کسان سرته ورسوي برعکس د وئ په ډله کې هر عام او خاص شامل دی چې يوه لويه برخه يې د لمانځۀ او اوداسۀ له شرايطو، ارکانو، واجباتو، مستحباتو او سنتو څخه هم بشپړ اګاهي نه لري او يوازې څو رسمي کلمات ياهم شپږ کلمې د دين د تبليغ ا و يو مسلمان مبلغ لپاره په اصطلاح شافي او کافي بولي!

دا او دې ته ورته نور اړخونه ( تاسو ياني ښاغلی ساپی صاحب يې ښه درک کولای شئ ) که يې وڅېړل شي، په ځانګړې توګه که د فضايل اعمال او په نورو هغو کتابونو چې د تبليغي جماعت سليبس جوړوي په خصوصيت سره رڼاواچوئ بې ګټې به نه وي!

په مينه ستاسو طائر


جواب

و.افغان
04.07.2007

محترم او دقدر وړ ورور طائر صاحب!!

ستاسی په زړه پوری خبری می ولوستلی، ډیر می خوښي شولي، زما خبری خو ستا خبرو پوری ډیری سطحي دي، ما شاء الله ستاسی له لیکنی ښکاریږي، چی معلومات ددی جماعت په هکله ډیر ژور دي، او فی الحال تاسی اوس پاکستان کي یاست، که دغه څیړنه تاسی په غاړه واخلۍ، او ځمونږ مخی ته يي کیږدۍ، نو هیله لرم چی مستفید به شو.

یوی خبری ته اشاره کوم، چی ارواښاد پاچه خان او هغه ملګرو، دانګریزانو په مقابل کی ډیری مبارزی کړي، چی هغه دهیرولو نه دي، که دوي چیرته وروسته دعدم تشدد نظر رامنځ ته کړي وي، نو هغه به دوخت دمجبورتیاوو خبره وي، اګر چی زه په دی قضیه کی تفصیلي معلومات نه لرم، خو دومره می لوستلي، چی پاچا او دهغه ملګري ډیر کرته له انګریزانو له خوا وهل شوي، بندي شوي، ټکول شوي دي، دانګریزانو ضد مقابله کی له دوي سره مولانا طاهر پنچفیري رحمة الله علیه هم وو، خو ځینو تش په نامه مولیانو بیا دجهاد دځپلو لپاره کار کاوه، او دغني خان ځیني شعرونه ددغسی حرکاتو عکس العمل وو.

تاسی یو بل ښکلي ټکی ته اشاره کړي، چی هغه دتبلیغیانو جمود او داجتهاد بندول دي، قیاس نه مني،
زه تاسی ته یو لنډ مثال ددی وړاند کوم:
محترما: تاسی او نورو ورونو به درایونډ اجتماع کی یا شرکت کړی وي، او یا به مو دهغی باره کی څه اوریدلي وي،
زه خپله نه یم ورغلۍ، خو ما ته ځینو دوستانو ویلي دي، چی هغوي هر وخت هلته ورځي، :: مقررین په لاوډسپیکر کی تقریرونه وکړي، خو کله چی دلمانځه وخت راشي، نو لاوډ سپیکر ګل کړي، او بغیر لاوډسپیکر جمعه ورکوي، حال دادی چی دغه میدان له ملیونه زیات خلک حضور لري، او دی کار سره دډیرو خلکو لمونځونو ته هم زیان رسیږي،
وايي: علت دادۍ، چی پیغمبر صلی الله علیه وسلم په لاوډ سپیکر کی لمونځ نه دۍ کړي، او که مونږ يي وکړو، نو په بدعت کی به واقع شو.

دغه یو لنډه بیلګه ده.

خو ځمونږ مبارک دین اسلام هیڅکله دنیايي کارونو کی تدخل نه کوي، کوم چی دعام نظام لاندی نه راځي،
یعني علمي اجتهاداتو ته هغه چی په هره برخه کی وي، اسلام پوره اجازه ورکړي، او دلته دنبی کریم صلی الله علیه وسلم هغه حدیث وایم، چی صحابه وو ته يي وفرمایل:

(انتم اعلم بامور دنیاکم).

دومره به کافي وي، او نور ستاسی دژوری څیړني په انتظار.


larghonay1
05.07.2007

سلامونه!
د ښاغلي طائر صيب او وهاج صيب څخه مننه چې د تبليغيانو په اړه ېې پوره معلومات وړاندې كړل. په رښتيا هم له دې ډلې څخه د استخباراتو ادارې ښه كار اخيستلاى شي خو زما په نظر د عامو خلكو له پاره په پاكستان كې په تبليغ كې څلوېښت شپې تګ ګټور دى اوداسې دى لكه په افغانستان كې به چې پخوا خلك عسكرۍ ته تلل.
هر هغه چا به چې عسكري كړې وه نو په ټولنيز ژوند كې به تر هغو ښه و چا به چې عسكري نه وه كړې. تبليغيان هم چې څلوېښت شپې تېرې كړي نو د ټولنيز ژوند څه ناڅه چل زده كوي لكه ډوډۍ خوړل، سلام كلام، لمونځ اودس او د خلكو سره د ګډ ژوند چل. نور يوه امي ډله ده چې تش په روايتي كيسو او نكلونو ولاړه ده كوم علمي بنسټ نه لري.


رښتینی
05.07.2007

سلامونه اونيكي هيلي

ساپۍ طائر او لرغوني وروڼو سلامونه او نيكي هيلي مي ومني
ياره خبردومره ببره هم نه ده لكه داتاسو چي پړسولي ده نن خو
ديوه كس يا يوي ډلي په استخاباراتو پسي نښلول ډير ځايه يو
بي بنسټه تور وي او نور هيڅ نه كه څوك د چا د بدنامولو له پاره
كره دلايل ونه لري نو دا بي بنسټه تور خو دهرچا په وس كي ده

زما په اند دلايلو ته هيڅ اړتيا نه ليدل كيږي ددي ډلي دروازي د هرچا
په مخ پرانستي پرتي دي هرڅوك كولي شي دحقيقت مالومولوپه موخه
له هغو سره دڅو شپو تيرولو له پاره نږدي واوسي او بيابه حقيقت
په خپلو سترګو وويني

په دي ډله كي ما هيڅ وخت نه ده تير كړي خو ددي ډلي ډير مشران او
شه كارنده كسان له ډيره وخت راهيسي بيخي له نږدي پيژنم والله العظيم
دومره تقوي او كره مسلماني چي ما په دوي كي ليدلي ده بل ځاي مي نه ده
ليدلي دا زما د خپلي تجربي او سترګو ليدلي حالات دي

ماتاسوته يواځي دخپلي تجربي له مخي لنډ مالومات واورول او داتاسو چي
كومي انديښني راسپړلي دي دا ټولي ما هم څوڅو ځله لا په خوا اوريدلي وي
او په همدي اساس مي ډيري پوښتني كړي دي خو يقينا چي ټول تورونه دي او بس اوس زه دلته ددي تورونو له پاره له ځوابونو تيريږم ځكه مونږ هر وخت خپله پوهه او مالومات صائب او كره بولو او دبل چا په هغو پوري كه ونه خاندو نو دا به مو غوره اخلاق وي او منل خو يي دځان سپكاوي بولو

ددي ډلي مشران دديوبندي فكر خلك وو خو ددي ډلي له پاره يي داسي اصول ټاكلي دي چي هغه د هرچا له پاره دمنلو وړدي دوي اصلا د اسلام په اخلاقي نظام فضائلو توحيد او اخرت پوري اړوند مسائلو باندي كار كوي اوس كه دجهاد يا نورو مسائلو په اړه څه نه وايي نو ددي خو دا معني نشوه چي ګواكي دوي يي منكر دي

خو ددي ډلي زيات خپراوي او خورا تيز پر مخيون او په ټولو مسلمانانو كيي ددوي مقبوليت د پيغمبر ددي حديث په رڼا كي وګورو چي وايي :

لن تجتمع امتي علي الضلالة

(زما امت به هيڅكله ټول په بيلاري سره يوه خوله او را يوځاي نه شي )

نو بيا به مو له زياتو انديشنو نه ځانونه ژغورلي وي

په مينه


جواب

و.افغان
05.07.2007

[quote:114aee0102="حامد"]سلامونه اونيكي هيلي

ساپۍ طائر او لرغوني وروڼو سلامونه او نيكي هيلي مي ومني
ياره خبردومره ببره هم نه ده لكه داتاسو چي پړسولي ده نن خو
ديوه كس يا يوي ډلي په استخاباراتو پسي نښلول ډير ځايه يو
بي بنسټه تور وي او نور هيڅ نه كه څوك د چا د بدنامولو له پاره
كره دلايل ونه لري نو دا بي بنسټه تور خو دهرچا په وس كي ده

[/quote:114aee0102]

ګرانه او دروند حامده وروره!!
سلامونه می ومنۍ، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

اول له تاسی څخه ډیر تشکر کوم، چی ډیری او ښکلی او فایده مندی لیکنی کوي، الله دی نور هم همت درکړي، ډیر ښه دی کار دی وکړ، چی دغه څو ورځي په چټیاتو کی ځما غوندی ځان ښکیل نه کړ، او دغه ښکلی لیکنی دی مونږ ته هدیه کړی.
ځما زړه وه، چی له تاسی څخه دژوند راز دموضوع لاندی تشکري وکړم، خو بیا می ځآن سره وویل: کیداي شي دغه ښکلی موضوع کی ځما لیکنه هڅی یوه جمله اعتراضیه شي، او سلسله يي ور قطعه کړي،

المهم ستاسی نظر دجماعة التبلیغ باره کي دقدر وړ دۍ، ما خو په ډیر مختصر ډول سره دهغوي مثبتو او منفی اړخونو ته اشاره کړی، او دغه ځما یوه لنډه تجربه ده، چی ما هغوي سره له وتلو څخه لاس ته راوړی.

ګرانه دا به راسره ومني، پاکستان کی چی څه اسلامي ډلی دي، او که جهادي ډلی لکه لشکر طیبه، البدر مجاهدین، دغه ټول د آی اس آی دمفاداتو لپاره کار کوي، او دغه خلکو کی هم اکثره پښتانه قربانیږي، چی پاکستانی فوج يي له خپلو تخطیطاتو څخه قربانوي، او بیا له هغي وروسته یو سړک یا روډ دهغوی په نوم کړي.

دتبلیغیانو باره کی دا خبره هم صحي ده، او ډیر کسان ددوي سره مخ شوي، چی بیا ایجنټان ختلي،

او دمولانا قلم الدین صاحب هغه لنډه واقعي قیصه چی ما لیکلی، هغه هم پر دی دلالت کوي، قیصي خو لا نوری ډیری دي،

بله دجمود او عدم اجتهاد خبره، چی طائر ورور ته اشاره کړی، دغه هم پوره حقیقت لري، بلکه دا تحریک هغه وخت راپیدا شو، کله چی دانګریزانو مقابل کی دغازیانو جګړی رواني وي، او ددغه تبلیغیانو له اساساتو یوه داده، چی جهاد دنفس جهاد او بس، دوي او دوي ته ورته نور مولیان وو،چی دانګریزانو دمفادو لپاره به يي فتواګانی ورکولی.
پاتی دتجسس خبره، دی کی هیڅ شک نشته، ماسره ډيری داسی و اقعی شته، خو زه يي دلته لیکل مناسب نه بولم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more