د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له پنځلس کلن تنکي ځوان څخه سر غوڅ شو

Anonymous
29.06.2007

کندهار

د چنګاښ ٧مه، پژواک خبري آژانس

د زابل ولايت د نوبهار ولسوال وايي چې طالبانو تېره ورځ يو پنځلس کلن تنکى ځوان د جاسوسۍ په تور حلال کړى دى .

د نوبهار ولسوال ملا ظريف د چنګاښ په ٧مه، پژواک خبري آژانس ته وويل چې تېره ورځ طالبانو درې تنکي ځوانان ، چې عمرونه يې له ١٥ څخه تر ١٧ پورې وو، تښتولي وو .

هغه زياته کړه چې د شپې ناوخته دوه هلکان د طالبانو له منګولو څخه په تېښته بريالي شو ، خو پاتې ١٥ کلن هلک نن د طالبانو لخوا د جاسوسۍ په تور ووژل شو .

د ولسوال په وينا، طالبانو له ١٥ کلن محمد نعيم څخه سر غوڅ کړى او په شاړو ځمکو کې يې غورځولى و .

ملا ظريف زياته کړه چې دغه هلکان د سيمې عادي اوسېدونکي وو، نه يې دولت سره کومه اړيکه درلوده او نه هم بهرنيو ځواکونو سره .

هغه وويل چې په دې اړه يې په سيمه کې کلکې پلټنې پيل کړې دي .

د طالبانو يوتن وياند قاري يوسف احمدي له يوه ناڅرګند ځاى څخه د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري آژانس ته وويل چې ځايي طالبانو تر اوسه په دې اړه ورته کوم راپور نه دى ورکړى .

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو لخوا په بېلا بېلو سيمو کې ګڼ شمېر عام وګړي دجاسوسۍ په تور وژل کيږي .

په روانه اونۍ کې په ننګرهار ولايت کې هم طالبانو دوه تنه د جاسوسۍ په تور ووژل .

سعيد زابلى


Anonymous
30.06.2007

[quote:507ce34fe2] طالبانو له ١٥ کلن محمد نعيم څخه سر غوڅ کړى او په شاړو ځمکو کې يې غورځولى و . [/quote:507ce34fe2]
دا خو کومه نوې خبره نده، دا د آی اس آی نوکرانو همدا تېره اونې هڅه کوله، چې یو شپږ کلن هلک د خپلو ځان وژونکو اعمالو قربانی کړي ! دا وحشی ، چې د اسلام تر سپېڅلي نامه لاندې دا وحشیانه عملونه تر سره کوي، څو میاشتې د مخه یې هم د یوه تنکي ځوان په واسطه د یو چا سر غوڅ کړ !
د خدای لعنت دې وي په دغو وحشی ورانکارو او د دوی په پلویانو ! آمین یا رب العالمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more