د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خپلواک ژورنالستان، ياني څوک؟

M Tahir
29.06.2007

ګرانو وروڼو
سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ!
تاسو به واياست چې هلکه دا څرنګه پوښتنې کوې؟ او خامخا به مو په زوړونو کې څه دروګرځي!
خو واقعيت دادی چې تعليم مې بيخي لږ اوياهم دنيشت برابر دی بس دا ګوډ مات پښتو ليک لوست مې هم له خپل محترم پلار څخه زده کړی ځکه خو مې په ډيرو مفاهيمو او اصطلاحاتوسر نه خلاصيږي چې يوه يې هم له دغو څخه د [color=white:d74bb09ae0]خپلواکو ياآزادو ژورنالستانو[/color:d74bb09ae0] اصطلاح ده چې خدايزده په کوم مفهوم کارول کيږي؟
ياني نه پوهيږم چې خپلواک ژورنالستان ياني څوک؟
آيا هغه څوک چې له کومې ځانګړې رسنۍ سره تړاو نه لري او آزاد ژورناليستک فعاليت کوي او که دا په کومه بله مانا کارول کيږي؟

ستاسو دلارښوونې په هيله
محمد طائر


درويش
30.06.2007

ازاد ژورنالستان هغه وي چې د دولت او نورو ډلو ټپلو د فشار او زور څخه ازاد وي او په خپلواکه توګه کار کوي. په افغانستان کې دا مانا ورکوي چې دغه ژورنالستان نه د دولت سره تړلي دي نه له امريکايانو څخه ډار کوي او نه يې له ترهګرو سترګه سوځي


M Tahir
30.06.2007

درويش صيب ستاسو له معلوماتو څخه يوه دنيا مننه!
کور مو ودان
په مينه ستاسو طائر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more