د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کاکواوحاجی کاکو دټولني واشرافوته ویل کیږي !

محمد علم
26.06.2007

محترم وطنمل صاحب!

زماپه فکر محترم وهاج صافي صاحب خبره په علمي ډول خلاصه کړې ده ، خودغه څو کرښي به لاولیکم:

اکا: دپلارورور ته وايي!

کاکواوحاجی کاکو دټولني واشرافوته ویل کیږي !

که زموږ دهغه نوم زده وی یانه
که وغواړو چي یو عزتمن او ابرومن شخص ته خطاب وکو نو هغه ته کاکو یا حاجي کاکو وایو
لکه په انګلیسي چي ورته Gentlemanوایي ،خو فرق ئې دعام اوخاص په حساب دادئ چي کاکو تر Gentleman په خاصومواردوکښي کارول کیږي !

داچي کوشان صاحب ئې په مانا نه پوهیږئ باید ده پوښتنه کړې وای نه وه په کار چي دوی ئې غلطه ماناپه افسانو ولیکي.

محترمه! په کوم خاطر زه معذورت وغواړم؟ په دې خاطر چي هغه دکندهار د لهجې سپکاوئ کړئ دئ.
ددې پرځای چي تاسو هغه سرلیک او لیکني ړنګي کړئ تاسو د پوښتني سرلیک تړلئ دئ؟اودده دفاع موکړې ده ؟
هو، زه هم وايم هر څوک وایي بدـ بد دي ، خو ښه ته بد ویل څنګه دي؟
فکرکوم که دمانا مشکل ؤ ، نو اوس به حل سوئ وي چي تاسو ئې مانا غوښتې وه ، بیامي هم مطلب دانه دئ
چي همغه سرلیک دي وتړل سي او د ارشیف غوندي دي وساتل سي، بلکي باید سپکاوی دټول افغان له فورم څخه ړنګ سي !

وروره! په ټوله پښتنو کښي یوازي همدایو فورم لرو، په حقیقت کښي مي له فورمه ډېر مالومات لاس ته راوړي دي لکه د محترم وهاج صافي صاحب عالمانه لیکني درشدي په باره کښي ، ما تاسو ته ددغي افسانې اودتېر وخت ټوکي په هکله شکایت کړئ ؤ، خو تاسو داسي څه راته لیکلي چي ماهیڅ تمه نه درلوده!

محترم کوشان صاحب!

زه صمیم کټوازی نه یم! اوتاسوپه دارقم اټکلو نوسره ادعاګاني نسي ثابتولای !
کېدای سي ښاغلي وطنمل صاحب ته دIP ادرس له لاري ښه مالومه وي چي زه چېري اوهغه چیري دي.

وروره! ددوونوموړو لیکنو پرته چي مي ناخوښي څرګنده کړې ده، نورپه فورم کښي ستاسوله موجودیت سره هیڅ راز ستونزه نه لرم اونه مي لیکلي دي او زه ؟ اوداسی څه لیکل؟! اوپه موجودیت کښي مو که ګټه نه وي یا کمه وي نو تاوان خو په هیڅ صورت ځان ته نه پکښي وینم!

په درناوي



ع کريم حليمي
26.06.2007

مکرم nabil صاحب تاسوته سلامونه !

[quote:4d71c485f9]محترمه! په کوم خاطر زه معذورت وغواړم؟ په دې خاطر چي هغه دکندهار د لهجې سپکاوئ کړئ دئ. [/quote:4d71c485f9]

پايلوچان يو تاريخي افتخار دی د کندهار هغه ډله خلک وه چه د ظلم مخه 
ئې نيول !!!
زه چه کوچنی وم زما ډير مکرم خلک پياد دي چه پايڅي ئې لوړي او لڅي پښې 
ګرځېدل او پرون يې اولاونه ټول پاک مجاهدين وه ، او نن حکومت هم نه کوي 
او نن هم پايلوچه طبيعت لري خو لوچق خلک نه دي ، لوچق او پايلوچه 
ترمنځ دومره فرق سته لکه د کافر او مسلمان (زه دي د پخوا د پايلوچانو تر 
دين قربان سم )
ښه ځوانان هغه وه چه تور کالي يي اغوستل ، پايځې ئې پر زګانه او 
لڅي پښې  به ګرځېدل ، د مظلوم لاس نيوی به ئې کاه 


جواب

پښتون زلمی
27.06.2007

ټولو ورونو ته دزړه له کومي سلامونه او احترامات تقدیموم ،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

که ستاسو اجازه وي، زه به یو شعر ولیکم، البته له موضوع څخه لیري نه دی:

زما کندهاره دزمرو وطنه
زما دسرکشو جنګیالو وطنه

څومره یاغي يي صدقه دی شمه
دنافرمانو ننګیالو وطنه

بیا دی ترنکتو باندی سوۍ وینم
بیا دی ارغند په خروشیدو راغلۍ

بیا هری څنډی ته موجونه وهي
بیا دی هلمند په مستیدو راغلۍ،

بیا دزړی توري دخرپ یادونه
بیا دی په سترګو کی اورونه وینم

بیا دایوب سره لښکری راغلی
بیا دریدیو داستانونه وینم

ستا دپایلوچو تر پګړیو جار سم
ستا دتیرو تیغونو جنګ وګرځم

ستا له غرور څخه کاږه تګونه
ستا قهر وګرځم ستا ننګ وګرځم.

له دی شعر څخه هم معلومیږي، چی دپایلوچ کلمه هم داعزاز او دقدر کلمه ده.

په درنښت.


لرګبه
27.06.2007

درنو دوستانو او عزيزانو، سلام :!:
دغه بحث په زړه پورې و او ما تعقيب کړ، يو څه ترې جوتېدای شي چې ځينې د کاکو او پايلوچ اصطلاح له منفي او ځينې ئې بېا له مثبته اړخه څيړي٠ حقيقت خو دادی چې دغه اصطلاحاتو ته منصوب کسان په تاريخي لحاظ په کندهار کې د سرسختو غيرتي، نګياليو ځوانانو هغې برخې ته وئېل کېده چې دغه لقب به ئې خپل د کړووړو په زبات ګټلی وو٠ د هغو عمده برخه هرو مرو د انګرېز په مقابل کې د وطنپالو لښکرو مخکښه سرتيري وو٠ دجهاني صاحب پورتنئ شعر ئې هم همدغه بڼه لمانځي٠
کله چې د نسبي امن دوران راغی او د انګرېزانو په مقابل کې جګړې پای ته ورسېدې، دغه کاکګئ او پايلوچئ بيا د کوڅې، محلې او ښار په سطح کې دځوانانو تر منځ د سرسختوالي، زغم او درونې ، عدالت غوښتنې او داسې نورو ښېګڼو د لرلو په معېار سره دا القاب ګټل کېدل٠
خو راغلو دې ته، چې دغه القاب بېا په ټولنه کې په اخلاقي لحاظ ځينو منحرفو افرادو پر ځان ايښوده، دا هم حقيقت دی، چرسي، غل، بدمعاش، لوطي او داسې نورو خو ځان ته غل، چرسي٠٠٠٠ او داسې نور نه وائي، دخپلو هم مسلکو ، همزولو په کتار کې يو بل بيا د کاکو ، حاجي ا و داسې نور په نامه په زوره او يا هم په رضا يادوي، لکه چې په غربي هېوادونو کې د محبس په ېارانه کې هم ډېر درانه درانه القاب ځان ته انتخابوي چې د هغو داصلي اخلاقومعرف نه وي٠
په دې اړه مې يوه ځاطره په ياد شوه، د داودخان وخت و، زه په ېو سفر له څو ملګرو سره کندهار ته تللی وم، ښه د مېوو دانو وخت و نو مازديګر مو دشهيدانو چوک خواته چکر واهه، چي ګورو يو فولکس موټر په واروار هارن کوي ترڅو يوه ډله ځوانان چې پر سړک پېاده روان ورته لاره پريږدي، خو نه صاحبه، دا ځوانان ترچوکه پوري د سړک په منځ کې روان وو او موټر والا ته ئې لاره نه خوشې کوله، په دې کې کوم چا ږغ کړل چې بابا ېوې خوا ته سئ، د هغه په جواب کې له دغه ډلې څخه يوځوان چې اوږده برېتان اوډېره اوږده شمله او جګې پايڅې ئې له وراېه ښکارېدې ناره کړه : يه، ولا که ئې وخوري، زوېه که لار ورکړم بېا مې پايلوچي خرابيژي :!: :!: :!:
نو ځما په اند که د دغه بحث ګډون کوونکي دې يو له بله سره حوصله وکړي اوسره په دغه حقيقت اکتفا وکړي نو تاوان نه کوي٠
په درناوی


صافی
28.06.2007

درنو ورونو ! ټولوته سلامونه اونیکې هیلی وړاندی کوم :

بشر الحافی چې ۲۲۷ هجری کې وفات شوﺉ ، دبغداد یو ډیر مشهور زاهد او صوفی وو،نوموړﺉ د ذوالنون المصری معاصر دﺉ او داسلامی تصوف د دوهمې دورې دمشرانو څخه دﺉ . بشر الحافی په الحافی (پایلوچ) ځکه نومول شوی چې د خپله یوه شکیدلې موچڼه ،پڼه، بوټ اویا هر څه یې چې په هغې وخت کې پښوکول چې په عربی کې ورته( نعل) وایی ، دګنډلو د پاره موچی ته یوړه، اوموچی ته یې وویل چې دڅرمن یو پلن تلﺉ ورته جوړکړه او په یوکلک اوټینګ مزې یې وګنډه چې بیا ونه شکیږی . موچی ورته وویل چې تاسو صوفیان څومره خلکوته تکلیف ورکوﺉ! ددې خبرې په اوریدلو سره بشر پڼه دلاسه وغورځوله او بله یې هم دپښې ویستله او قسم یې وکړ چې نور به بوټ په پوښو نه کړی. دا قصه ما دیو کندهاری عالم اوعابد څخه دنن نه تقربباً دیرش کاله پخوا په مکه کې اوریدلې ده چې د کندهار دپایلوچانو اصل یې دغې قیصې ته منسوب وه.
والله اعلم


larghonay1
11.07.2007

زمونږ په كلي كې د يو سړي پښې ډېرې چاودې چاودې وې نو ملا به هر وخت ورته ويل چې كه په اودس كې احتياط ونه كړې نو ستا لمونځ نه كېږي ځكه چې په پښو كې دې ستر ستر چاودونه دي ترڅو چې اوبه ورونه رسېږي او پاك نه شي نو اودس دې نه كېږي.
زه د كاكو د لغوي او اصطلاحي يا تعبيري مانا په اړه كومه ستونزه نه لرم خو راته ثابته شوه چې كاكو يو ناړام انسان ته وايي او د واحد نظري د ورور د طنزونو نوى كتاب ولولئ وبه ګورئ چې كاكو يو ناړامه لنډه غر ته وايي .
نو مونږ ولې په داسې يو انسان ووياړو چې لوڅې پښې ګرځي، پايڅې يې پر زنګنونو اچولې وي، په پښو د اسونو غوندې نعلونه وهي.
يا د يو بل سره په شرط ايښودو خپل ځانونه په چړو وهي ايا دا د يو وياړلي انسان خويونه دي؟
او ايا مونږ بايد پر داسې خلكو ووياړو؟
راځئ چې له دې هسې بحثونو تېر شو او نور پر هغه چا ووياړو چې انسانيت پرې وياړي. هره خبره سيمې ته كش كول يو ناوړه كار دى . پښتانه بايد نور هغه چاته په سپكه وګوري چې سيمه ايز فكر لري او هره خبره سيمې ته راكاږي . يو بد كه د هر ځاى وي بد دى او ښه كه د هر ځاى وي ښه دى. مونږ هيڅكله هم ټولو وياړليو كندهاريانو ته د يوه كاكو په سترګه نه شو كتلى او نه د ټولو وياړليو كندهاري نومياليو قياس پر كاكوګانو كوو.
مننه


رښتینی
20.07.2007

كوشان ليكي :

[code:1:992a935cd1]همدا چې ته نن پښتو غږېږې او يا ليکل کوې ، دهمغو خلګو د سر خيرات دی چې په خپلو پښو يې نعلونه وهل او په دښتو کې يې د اموي ښکېلاګرو په وړاندې کاري مبارزه کوله .

هو زه په هماغه کاکو يا کاکه ګانو وياړم . که هموغوۍ نه وو ، نن به دې لکه مصريانو ، مراکشيانو يا لبيايانو غوندې په ناقصه عربي ژبه خبرې او ليکل کولو .

او د ا خبره چې کاکو اشرافيانو ته وايي ، سل په سلو کې سمه ده ، ځکه اسلام خو د بردګانو دين وو .
په دې هکله تاسي کولی شئ چې د کابل شاهانو يا رتبېلانو تاريخ ولولئ .[/code:1:992a935cd1]

كوشانه د اموي فاتحينو د فتوحاتو له كبله نن دا ولس الحمد لله
ټول مسلمانان دي او له دي دين نه يي دنړۍ هيڅ ډول ځواك
سره له ټولو نيرنګونو نشي په شا كولي

ستا په وينا خو نن مصريان او نور له ډير لوي نعمت نه محروم
مالوميږي خو ما چي مصريان او دا نور ليدلي دي ولا په عربيت وياړي
او مصريانو له عربو نه زيات عربي ژبي ته خدمت كړي دي ادا مونږ ته
چي پښتو راپاته ده نو څه فايده اياته په پښتو سمه ليكنه كولي شي ؟

تا په خپله څو څو ځايه اعتراف كړي چي زما پښتو روغه نه ده زده
په اماني او نورو ژبو ښه پوهيږي او دا خپله د ادي ژبه (پښتو) چي
ايمان هم پري لري دي شاته كړي ده

او چي څوك دا زما په څير سپين درته وغږيږي بيا د وخت له مسلط چاپيريال نه شكايت كوي او هغه نو څو نه درسره مني

په مينه


larghonay1
21.07.2007

ګران كوشان او حامد صيب !
تاسو بايد لومړى د كاكو او كاكه تر منځ توپير وكړئ ، هغه چې كاكه يادېږي دا د كابل اصطلاح ده نه د كندهار او په دې كاكه ګانو كې حتى امير عبدالرحمن خان هم شمېرل كېږي چې هيڅكله هم د ليونيانو غوندې پښې ابلى نه ؤ ګرځيدلى، بلكې ځينې نارينوال خويونه يې لرل چې د هغې له لامله په كاكه ګانو كې شمېرل كېږي، پاتې شوه د كندهار د كاكوګانو خبره، هلته كاكو پيلوچ ته ويل كېږي او دا هغه لنډه غره ډله ده چې هيڅ ډول اخلاق نه مراعاتوي بلكې ځينې كارونه يې بېخي له انسانيته هم ليرې دي.
زمونږ پښتو مونږ ته هيڅكله هم د لنډه غرانو له خوا نه ده ساتل شوې . ژبه په ښه كلتور او ښې پوهې ساتل كېږي چې په كندهار كې له كاكو ګانو پرته نور داسې ښه خلك ډېر وو.
لومړى خو پوره جوته نه ده چې په كندهار كې كاكوګانو له عربانو سره جګړه كړې او كنه؟
كه كړې يې وي بيا به داسې وي لكه د سروبي زرداد يا د كندهار د ګل اغاشيرزي پلار چې د بهرنيانو د څو روپيو له پاره يې د انسانانو قصابي كوله او هغوى به ترې فلمونه ډكول.
تكړه شه چې په دوى هم يو كتاب وليكې او د كاكه ګانو ښكلى نوم پرې ككړ كړې.
مننه


hewad
21.07.2007

ګرانو قدرمنو سلامونه مې ومنئ !
پايلوچ او کاکو دوه بېل وييونه دي ٠ پايلوچ بدمعاش ته وايي چې اوس د پخواني شوروي هېوادونو کې د رېکېټ پۀ نامۀ شتون لري چې پۀ زور لۀ خلکو پيسې او مالونه وړي٠
کاکو يو معزز نوم دئ چې د مشر ،اکا،کاکا،تره پرځای کارول کېږي او کوچيان هم دا نوم کاروي٠
دا چې کابليان تل پر پښتو ملنډې وهي ځکه يې کاکو پۀ بازاري لهجه ککو کړی دئ او سپکې ماناګانې يې ورپورې تړلې دي٠
پۀ درنښت


پښتون زلمی
07.09.2007

[quote:d0a81764a3="larghonay1"]هلته كاكو پيلوچ ته ويل كېږي او دا هغه لنډه غره ډله ده چې هيڅ ډول اخلاق نه مراعاتوي بلكې ځينې كارونه يې بېخي له انسانيته هم ليرې دي.
زمونږ پښتو مونږ ته هيڅكله هم د لنډه غرانو له خوا نه ده ساتل شوې . ژبه په ښه كلتور او ښې پوهې ساتل كېږي چې په كندهار كې له كاكو ګانو پرته نور داسې ښه خلك ډېر وو.
[/quote:d0a81764a3]

لرغوني صاحب: ما درسره له مخكي هم يو څه مخالفت درلود، خو اوس ښه ده چی ځما هم نظره زیات شو،
پایلوچ، او کاکو، دواړه صفتي لقبونه دي، غیرتمندو او میړانو خلکو ته استعمال شوي دي، دا بیله خبره ده چی لنډغران او بدمعاشان هر وخت کوښښ کوي، چی خپله په خپل ځان باندی دغه رنګ القاب کیږدي، ډیر ښه ښه القاب دبدمعاشانو په بانډارونو کې یو بل ته فخرا استعمالیږي، نو دا يي معنا نه ده، چی دغو ښو القابو معنا له منځه لاړه.

پایلوچان

محمود نظري

١٦ / ٦ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-09-07 م

ليکوال : محمود نظري
خپرندوی : دانش خپرندويه ټولنه
دپاڼو شمېر : ۶۴ مخونه
پایلوچان دکندهار دناميانو ،چې په عامه اصطلاح کې يې پایلوچان بولي په اړه يو له هغو اثارو څخه دی،چې په دې برخه کې پرې حساب کولای شو. په دې کتاب کې ښاغلي ليکوال دکندهار ديوشمېر ناميانو ۱۲ سرښندنې او له افغاني او پښتني غروره ډکې پېښې بيان کړي.
ليکوال په خپله سريزه کې ددغو ناميانو په اړه داسې ليکي: ( پايلوچان دينپاله خلک دي،دغه ګرد ازمېښتونه دجسماني ټينګار دپيداکولو او چرس د رواني ازمېښت ګټه ګڼي. مخامخ او تن په تن جګړه کوي او هيڅ ډول سپکاوی نه مني. هغو ته خپل پت ټپینګ او خوندي ساتي او له احساسه ډک خلک دي.
هيڅ وخت دنورو ښځو ته نه ګوري که کومه ښخه هغو ته نژدې شي دوی ځينې سترګې پټوي او خپله لاره بدلوي،يا لکه دمجسمې غوندې بې حرکته درېږي..)

ياده دې وي ،چې دانش خپرندويې ټولنې دخپلو نورو ډېرو کتابونو پشان دا کتاب هم په جرمني کې دمعاصر افغانستان دجوړېدو د۲۶۰ نړيوال جشن په وياړ چاپ کړی.

[img:d0a81764a3]http://www.tolafghan.com/stuff/images/kithabuna/pilochan.jpg[/img:d0a81764a3]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more