اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دښه صحت لپاره ترخې ګولۍ خوړل به بې ګټې نه وي (!)
M Tahir
26.06.2007
د اسلام د خونې ټولو کتونکو په تيره بيا محترمو عالمانو او اسلامپوهانو
اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاتۀ!
يهود او نصا را چې زمونږ ( مسلمانانو ) ازلي او ابدي دښمنانان دي ،اسلام دښمني او عداوت يې د قران کريم له مبارکوايتونو معلوميږي او د تاريخ په اوږدو کې ليدل شوې او هم ليدل کېږي چې په هيڅ شکل پټه نه پاته کيږي او نه يې څوک پټولای شي !
په دې وروستيوکې د انګليستان ملکې الزبت دويمې د شيطاني ايتونو دناول هندي نژاد ليکوال ملعون سلمان رشدي ته په ادبياتوکې د "[color=red:dceae97b5a]سر[/color:dceae97b5a]" لقب ورکړ او دمسلمانانو په ارې ارې زړونو يې مالګې ودوړولې !
دانګليستان د حکومت د دې بې غيرتانه او بې شرمانه عمل په غبرګون کې اسلامي هيوادونه بايدڅه وکړي او څه کولای شي؟
مونږ ورڅخه هيڅ تمه نه لرو خو پۀ تاسف سره چې د ملعون رشدي په څير مرتکبينو له ناروا او ناپاکو کړنو څخه په يو او بل نوم دفاع هم کيږي چې ښه بېلګه يې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بينظير / بې ضمير بوټو د پاکستان د مذهبي چارو دوزير ښاغلي اعجاز الحق د هغه بيان په غبرګون کې چې ويلي يې وو [color=white:dceae97b5a]( په ملعون رشدي ځانمرګی بريد روا دی )[/color:dceae97b5a]بې ايمانه او بې غيرتانه څرګندونې دي چې د اعجازلحق دريځ يې غندلی او بې مسؤليته بللی .
دغه راز ځينې نور يې هم په ډيرې سپين سترګۍ سره دفاع کوي چې د بېلګې په توګه د کراچۍ د پښتنوقاتل الطاف حسين يادولای شوچې په خپل کتاب کې يې د اسلامي اتلانو سپکاوی کړی او خلکو ته يې د غلو او ډاکوګانو په نومونو او کرکترونو ورپيژندلي !
زه چې کله دا ډول پېښې ګورم په ځانګړي ډول په دې وروستيو کې دا فکر راسره دی چې هسې نه سباد شيطاني ايتونودبې غيرته ليکوال په دفاع کې هم ځينې په ډالرو خرڅ شوي راپورته شي او د اسلامي نړۍ ځوان نسل [color=blue:dceae97b5a]( چې له بده مرغه په يوه داسې بېړۍ کې سفرکوي چې غرقيدو ته يې شيبې شمېرل کېږي )[/color:dceae97b5a] دبېلارۍ وروستۍ کندې ته ورټېل وهي ،ټول تاريخ يې مسخ ،ارزښتونه او واقعيتونه تحريف او پربل مخ واړول شي!
نو ددې ستر ضرورت له مخې له محترمو عالمانواو نورو وروڼو څخه غواړم چې که څه هم د ملعون رشدي د کتاب عنوان د ټول کتاب کيسه کوي او ناقابل بيان خبرې انګيرل کيږي خوبرسيره په دې که زمونږ په ګډون لوستونکي له اصلي محتوا څخه خبر کړل شي ښايي د هغه چا له خلې تر خبريدو ګټور وي چې داپاس يې يادونه وشوه!
په همدې هيله او مينه ستاسو طائر