د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د چنګاښ څلورمه

Anonymous
25.06.2007

دټول افغان له لومړی مخ څخه

د چنګاښ څلورمه
نرۍ نرۍ د سباوون رڼا پيداشوې وه او ځلېدونکيو ستورو د مخه ښې اشارې کولې ، يونيم ځاى د سپيو او چرګانو نارې هم اورېدل کېدې او دکلي په خوا کې د بهېدونکي خوړ د اوبو شرهار بيا دې سباوون ته يو بل ډول خوند ورکړى و .
لږ شېبه وروسته رڼا زياته شوه او شپې توره لمن ټولوله ، ښه سهار شو، په پټيو کې د کروندګرو د يوم غږ اورېدل کېده او په شاو خواغونډيو کې د مېږو او وريو رمباړې او د ګړينجانيو شرنګهار بيا په کلي کې د هر چا تر غوږو رسېده .
يو څه وخت تېر شو، د لمر سترګې د غره له څوکې لږ سترګه راپورته کړې وه او هر چا ته يې بېلابېل پيغامونه درلودل ، د لمر وړانګې د شاوخوا په ځينو خټينو کورونولګېدلې وې .
د کلي کلاګانې، چې له سلو کلونو مخکې په ښه نقش او نګار سره جوړې شوې وې ، د وخت ناخوالو يې د ځينو برجونو او پخڅو سرونه شړولي و او په ځينو ديوالونو کې يې د تېرو جګړو دګوليو او چرو سوري له ورايه ښکارېدل .
د کلي په منځ کې د شګې يو جومات و ، چې دغه جومات په زياتو ونو پوښلى و، د جومات په خوا کې د اوبو يوه وياله بهېده او په بله خواکې يې د اوبو سرپټى حوض هم وو ، چې دلرګي پخوانۍ نقش لروونکې وړه کاسه د اوبو څښلو لپاره په کې پرته وه .
د شګې په جومات کې د کلي نږدې شپېته تنه ماشو مان، چې نجونې او هلکان په کې و د کلي ملا ته د سپارې ويلو لپاره حلقه ناست وو، ملاصاحب به لويو هلکانو ته قران شريف وايه او دغو هلکانو به بيا کوچينو ته سپارې ويلې ، دوى د سهار له چاى څښلوڅخه مخکې دغه درس وايه ، دشګې په جومات کې د ماشومانو د سپارو ويلو غږونو دومره شور او ځوګ جوړ کړى و ، چې د ونو پاڼې يې رپولې .
ملاصاحب اوږده د مخ کاسه ، ژيړ بخونه نرۍ تارتار ږيره ، جګ قد درلود او په پټو سترګو يې هلکانو ته د قران کريم اياتونه تکرارول او نورو وړو ماشومانو ته يې اوږده لښته ښوروله .
سپاره په لاس کې ماشومانو هم د ملاصاحب پېښې کولې ، سترګې يې پټې نيولې وې او د الله هو په څېر يې سرونه ښورول او سپارې يې ويلې .
په دې وخت کې د لمر سترګه پوره د غره له څوکې راپورته شوې وه او وړانګې يې هم د جومات د ونو په څانګو لګېدلې وې . د ماشومانو د رخصتۍ وخت ته يواځې اوه اته دقيقې پاتې وې ، چې يو ناڅاپه ددوه الوتکو کړس شو او له کړس سره يو ځاى ملاصاحب او ماشومانو هڅه کوله، چې پورته د الوتکو پر لور وګوري ، چې درز شو ، چې له دې سره د شګې له جومات څخه خړې او تورې لوخړې راپورته شوې ، بم د ماشومانو غوښې او د سپارو ټوټې د ونو په څانګو ونښلولې او د ماشومانو پر ځاى د ونو غوڅې شوې څانګې ، چې لمبې اودود وهلې وې راپرېوتې، له کورونو څخه سرلوڅو او پېښبله ميندو په کوکو او نارو سره د شګې جومات پر لوري منډې وهلې او هر چا د خپل ماشوم د ليدو هڅه کوله .
لږ شېبه وروسته نورې چورلکې راغلې د شګې جومات په خوا کې يې ژر ژر په لسګونو دريشي کړي ژيړ سري او شين سترګي بهرنيان را خوشې کړل ، د شګې جومات خواته يې د خلکو د تګ مخه ونيوله او د خپلو وږيو ټوپکو خولې يې دکلي د خلکو پر لور نيولې وې . ټوله ورځ يې دشګې د جومات شاوخوا سيمه کلا بند کړې وه او د وژل شويو کسانو په اړه يې پلټنې کولې چې دا ترهګر دي که نه ؟ خو د کلي په کورونو کې ښځو او نارينه وو خپل وېښتان شکول او زړه بوږنونکې ژړاوې يې کولې .
مازيګر مهال ناوخته شين سترګو بهرنيانو د ماشومانو يو څو غټ غټ اندامونه د پلټنو په موخه را ټول کړي وو او ديوې ونې ډډ ته يې لکه دقربانۍ غوښه ټوټه ټوټه اچولي وو ، چې د ماښام د تيارې په راتلو سره يې له کلي پيښې سپکې کړې او کلى يې ژړاګانو ، کوکو او ويرونو ته پرېښود .
دغو ځواکونو دهېواد د ټولو رسنيو دفترونو ته خبرپاڼې ولېږل او خبر يې ورکړ، چې ددوى ځواکونو په هوايي بمبار سره په يو پټنځاى کې د شپيتو په شاوخوا کې ترهګر ووژل شول ، د رسنيو چلوونکيو او کارکوونکيو هم دتازه خبر په نامه پرته له کومې څېړنې د خبرپاڼې دغه خبر په دې موخه چې تر نورو يې ژر خپور کړى وي، په بېړه، اژانسونو، تلويزيونونو، راډيو ګانو او ورځپاڼو کې په پټو سترګو خپور کړ .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more