نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دشهاب الدين دليکنې ځواب
ډاکټرقانع
25.06.2007
بايد وليکم چې دښاغلي ارين زي ليکنه مې نده لوستې مګردليکنې دموضوع په اړه يې بشپړمعلومات لرم.رښتيا خبره داده چې يوراډيويې يا ټلويزيوني پروګرام دپروګرام د سرټکويا کليپونوداوريدلويا ليدلو له مخې اوريدل کيږي اوليدل کيږي اويا هم خلک چينل بدلوي.دغه رازهره لوستنه هم دسرليک يا دليډ اويا هم دلومړي پراګراف له لوستلووروسته خلک يا لولي اويا ترې مخ اړوي.دازمون دکتاب په اړه هم خبره همداشان ده.ددې کتاب پيل داسې شوي لکه يوه نامعلوم ځاي(دشهاب الدين په وينا چې ډيرڅه لري) ته چې دتشناب يا کناراب له لارې تيريږې.هغه څوک چې نه غواړي دتشناب په مرداريوککړشي کيداي شي وړاندې ولاړنشي مګرهغه څوک چې فکرکوي دتشناب ددغومرداريواومتيازوپه برکت به وړاندې ګلان راټوکيدلي وي هغوي وړاندې ځي. کيداي شي ځينوته له مرداريوسره لوبې کول هم په زړه پورې وي،اوځينې کيداي شي ناکامې تجربې څوځله تکرارکړي لکه په هيوادکې دټلوالورامنځ ته کيدل اوپه ټولووسيلوسره دکرکې اوتعصب نه ډکې ليکنې اونور.هغه وخت هم داليکنه ديوې ځانګړې موخې لپاره ترسره شوې وه،اوپدې هغه څوک پوهيږي چې ازمون غوندې خلک پيژني.هغه په هيڅ ډول دټولنې انځورنشي کښلاي،ځکه هغه پدې نه پوهيږي چې په ليکنه کې کوم اصول ښايي په پام کې ونيول شي.هغه څوک چې دخپلې ليکنې لپاره غوره اوسپيڅلي هدف ونلري اوپه ليکنه کې واقعيتونه اوحقايق راوانخلي اوتعادل اوتوازن پکې ونه ساتي هغه په حقيقت کې نه يوازې له ادب اوفرهنګ سره مرسته نه کوي بلکه دقومونواوټولنوترمنځ اودټولنواوچارواکوترمنځ واټن رامنځ ته کوي اودايوملي خيانت اوجنايت دي.
البته شهاب الدين جانه معلومات دې پدې ډول پوره کړه چې له سيمې څخه ډول ډول تعبيرونه کيداي شي زمونږله سيمې څخه زمونږکلي ،ولس،ولسوالي،ولايت،ګاونډي ولايتونه،هيواد،ګاونډي هيوادونه اوداسيالويه وچه مرادکيداي شي.زه فکرکوم که تاسې هرڅوهڅه وکړي چې ارين زي پدې برخه کې منفي معرفي کړي ،مګرواقعيت خودادي چې هغه دمرحوم رشاد (رحمه الله) په ژوند ترډيروکلک ملګري اومرستندوي و.دمرحوم دکتابونودشميرپه اړه هغوي کومه تحقيقاتي خبره نده کړې مګررښتيا داده چې دمرحوم کتابونه اوس هم لږدي.ځکه دهغه هره ورځ يوکتاب کيداي شواي،مګرهڅه يې داوه چې په هغه برخه کې ليکنه وکړي چې بل چا نشواي کولاي اويا يې اړتيا محسوسيدله. ارين زي ځکه ځوريږي چې ډيرداسې کتابونه کيداي شي چاپ شوي وي چې اړتيا يې نه ليدله کيږي.پدې کې شک نشته چې له موټروان څخه دمعلوماتوترلاسه کول پرځاي کارندي.له يوې خواډيري موټروانان نالوستي دي ،له بلې خواډيري يې سخت ستړي وي اوتمرکزنشي کولاي ،همدارنګه ډيريې بيا په سورندي برابر،اوله دې چې ورتيرشوبيا نوديون اړتيا ترپوښتنې لاندې راځي اوورسره دليکوال په اړه شک رامخې ته کيږي چې هغه ولې بيلابيل منابع ندي لټولي؟ ښه به داواي چې يويوځاي يې دسيمه ايزومشرانوسره خبرې کړې واي اودخلکورښتيني دودونه يې ليدلي اوموندلي واي.
بلې:دارين زي خبره سمه ده،کتاب غيرتي ځوانانووسوزاوه اوټاکل شوې وه چې ازمون به له وردګونه بښنه غواړي،مګردهغه کرکې اوکينې له امله چې د ځيرکو،په وطن اويووالي مينووردګوسره يې درلوده ،دې کارته حاضرنشو،اووتښتيد.هماغه ووچې دپوهنتون د محصلينوپه غوښتنه له پوهنتون څخه منفک شو،چې داکاردهيوادعلمي ډګراودراتلونکي نسل سالمې روزنې ته يولوي خدمت بولم.ځکه داملت چې نن ټوټې ټوټې دي علت يې دادي چې زمونږيونسل مکمل پدې روحيه وروزل شو چې بايد دبل قوم يا ډلې دپرمختګ په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.
ارين زي رښتيا ويلي په هغه کتاب کې له سروبي نه ترميدان ښاره پورې هرڅه سم تشريح شوي مګرکله چې پورته تللي نوبيا په ډيره چټکۍ اوپه منفي نظرله سيمې تيرشويدي.رښتيا خوداده چې دې ډول يون ليک ته هيڅ اړتيا نشته،ځکه څوک چې لږقدرې عقل اوفکرهم ولري د هيواددټولوحالاتوڅخه به خبروي اوکه څوک خبرنه وي داکتاب يې نشي خبرولاي.
زه عقيده لرم چې ارين زي به حتما دې ته فکرکړي وي چې داليکنه ولې کوي،ځکه غيرتي اوميړني انسانان هروخت له موقع نه ګټه اخلي اودښمن نه پريږدي چې وارته ځان تيارکړي.له خپل غروراوهويت څخه دفاع يوازې هغه څوک کولاي شي چې غروراوهويت ولري اوداغروراوهويت ورته مقدس اوارزښتمن وي.داډيرپه ځاي کاردي ځکه ډيرداسې کسان شته چې لااوس هم پدې مفاهيمونه پوهيږي.
دارين زي ليکنه په هرترتيب له ګټې خالي نده،ځکه دايوه تاريخي تيروتنه وه اوداسې تيروتنې بيا بيا يادول ددې سبب کيږي چې له يوې خواتيري کوونکي تيروتنې اوتيري ونکړي اوله بلې خواددفاع مورچلې لاپياوړې اواړين تدبيرونه ونيول شي.
داسمه خبره ده چې بايد يوبل ته سره لاس ورکړومګرمفهوم يې دادي چې نيک کاربه تاييدوواوله بدوڅخه به خلک راګرځوو.که ستا هدف داوي چې دټلوالې اوازمون غوندې کسانوسره دې لاس يوشي اودکلتوراوعنعناتودساتلولپاره دې کاروشي ،نوداهغه لاره ده چې د کعبې پرځاي به دې هندوستان ته ورسوي،ځکه څوک چې دتخريب مفکوره لري،خپلې ګټې دنوروپه زيان کې ويني اوخپل عزت دنوروپه بې عزتۍ کې لټوي ،هغه هيڅکله هم خدمت نشي کولاي.په پاي کې بايد داهم درته ووايم چې دوردګوقوم به دداسې سپکو خلکو په بزدلانه هڅوهيڅکله هم دهيواد ديوروڼ اندي اوپه وطن اوملي وحدت مين قوم په توګه خپل موقف دلاسه ورنکړي.
ژوندي دي دي افغانستان
تل دي وي ملي وحدت