نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
توبه، توبه او توبه
Anonymous
24.06.2007
ګرانو لیکوالو!
:twisted: زه هغه پتنګ یم چې تر دې لحظې پورې مې ټوله لیکنه له ښکنځلو او چټلو څیزونو ډکه وه، د هیواد په ضد به خبرې لیکلې، د هیواد ملي ګټو ته مې زیان رساوه او د طالبانو، ترهګرو او القایدې د ناوړه اعمالو طرفداري به مې کوله خو اوس پوه شوم او هره خبره به مې د خپل هیواد په ګټه وي او د خونخوارو طالبانو د ملاتړ څخه مې لاس واخیست.
ګرانو زه ستاسو ټولو په وړاندې د لوی خدای (ج) دربار ته توبه وباسم چې بیا زما قول او عمل د داسې شومو کړنو څخه خلاص کړي لکه تر دې مهاله مې چې کولې.
ګرانو زه وروسته له دې هره لیکنه د خپل هیواد د سرلوړۍ او ټولو میشتو وګړو د یووالي او ترهګرو د ناوړه اعمالو غندلو ته وقف کوم. یو وار بیا د لوی خدای (ج) دربار ته د توبې لاس اوږدوم او توبه باسم تاسو ټول ماته دعا وکړی چې ما د خپلو تیرو ناوړه لیکنو له کبله وبخښي.
وسلام
ستاسوپتنګ
جرمني
Anonymous
24.06.2007
پتنګ جانه وروره!
مبارک شه. دغسې وي د نر زوی، آفرین چې سړی شوې او د حقیقت لاره دې و پیژندله.
خدای دی توبه قبوله کړه او موژ په راتلونکي کې د خوږو لیکنو امید درته لرو. د شکر ځای دی چې په حقیقت پوه سوی، د طالبانو، تروریستانو او د پاکستان د مزدورانو د ملاتړ څخه پښیمانه سوې. ډیر ښه کار دې وکړ. د ټولو لیکوالو څخه هیله کوم چې د ښاغلي پتنګ دغه نیک اقدام وستایي که یې رښتیا توبه ویستلې وي.
آباد اوسې
ویښ
Anonymous
24.06.2007
دغه د پتنګ په نامه ليکنه ماته د بل چا شکاري ځکه پتنګ زه پيژنم چي تل پر ثبت شوي نامه ليکني کيي او دغه ليکنه د هغه پر ثبت شوي نامه نده
زه به يي نو هله ومنم چي هغه يي پر خپل ثبت شوي نامه وليکي
اما که رختيا ((مسلمان)) شوي وي نو بيا و موژ ته دا يو لوي زيري دي
pattang
24.06.2007
خانجانه کور دې ودان ځيرکې د کړې ده زه خوګرم نيم له داسې خلکو سره مو سر
او کاردی چې تور سپينه و ي او بر عکس ، داانسانان نه پو هيږي چې دوی
څه کوی او څه غواړي .
پتنګ پښتون او مسلمان دی خپله عقيده له لا سه نه ورکي اودهغه مدنيت
پر ضد به هيڅکله نوي چې عکس يې په پښتنولي او اسلام کې ليدل کيږي ٠
خانجانه وروره !
زه شکر له اجدادو مسلمان وم او مسلمان يم خو که ته او يا نور له ما څخه
داشغالګرو عبادتونه غواړي نو هغه پتنګ نشي قبله ولی ٠
مجلس مو تازه
!
pattang
24.06.2007
انډيواله ستا له پېر زوينې څخه ډېره مننه !
يو څو اتريبوته دې غلط را پسې تپلي دي خوحزبيان داسې خلک دي سړی څه
ورسره وکړي ?? اما يو شی زه درته وايم طالبي د هر چاکار ندی او نه يې هر
څوک کولی شي ، چې يووارې [color=red:1c8d126000]پښتون[/color:1c8d126000] طالب شوې بيا
ولا که دمرګ تر ورځې پورې لا س ترې واخلې .
له نصيحت څخه دې ډېره مننه ، زه له خپلې لارې ډېر خوشاله يم٠
[color=red:1c8d126000]غلا جزا لري خو ما بخښلی يې ! [/color:1c8d126000]
[code:1:1c8d126000]ګرانو لیکوالو!
زه هغه پتنګ یم چې تر دې لحظې پورې مې ټوله لیکنه له ښکنځلو او چټلو څیزونو ډکه وه، د هیواد په ضد به خبرې لیکلې، د هیواد ملي ګټو ته مې زیان رساوه او د طالبانو، ترهګرو او القایدې د ناوړه اعمالو طرفداري به مې کوله خو اوس پوه شوم او هره خبره به مې د خپل هیواد په ګټه وي او د خونخوارو طالبانو د ملاتړ څخه مې لاس واخیست.
ګرانو زه ستاسو ټولو په وړاندې د لوی خدای (ج) دربار ته توبه وباسم چې بیا زما قول او عمل د داسې شومو کړنو څخه خلاص کړي لکه تر دې مهاله مې چې کولې.
ګرانو زه وروسته له دې هره لیکنه د خپل هیواد د سرلوړۍ او ټولو میشتو وګړو د یووالي او ترهګرو د ناوړه اعمالو غندلو ته وقف کوم. یو وار بیا د لوی خدای (ج) دربار ته د توبې لاس اوږدوم او توبه باسم تاسو ټول ماته دعا وکړی چې ما د خپلو تیرو ناوړه لیکنو له کبله وبخښي.
وسلام
ستاسوپتنګ
جرمني[/code:1:1c8d126000]