د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دمداري او سادو وينا ته ګورۍ

pattang
22.06.2007

کرزى : د طالبانو او القا.عده مشران راپرځول شوي
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=12617
افغان ولسمشر حامد کرزى وايي ياغي طالبان افغانستان ته اوږدمهالى گواښ نه دى . نړيوالو خبري رسنيو نن له بي بي سي نه په نکل خبر ورکړ چی له بي بي سي سره په يوه مرکه کې، ولسمشر کرزي د وسله والو طالبانو هغه گواښنې بې ارزښته وبللې چې وايي په پام کې لري پر کابل خپل بريدونه زيات کړي. له دې مخكي ، د طالب ويره اچونکو يوۀ وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و چې دوى د خپلو جگړه ييزو تکتيکونو د بدلولو په حال کې دي او دا چې پر کابل به خپل بريدونه زيات کړي. خو ولسمشر کرزى ادعا کوی چی د طالبانو او القاعده مشران راپرځول شوي او پس له دی نشي کولای افغانستان ته کوم ستر گواښ مخامخ کړي. هغۀ وويل: هغوي بمي چاودنې كوي، او دوى په واقعيت کې د دې جوگه نه دي چې له موږ سره مخامخ شي. نو دا د افغانستان، حکومت او د راتلونکو موخو د پايښت لپاره گواښ نه شو بللاي.


جواب

پښتون زلمی
22.06.2007

دپښتونولۍ په مینی پتنګه!!
سلامونه او نیکی هیلی می ومنه: السلام علیکم
وروریه: کرزی چی دا خبره ونکړي، نو څه به ووايي، که داسی خبری ونکړي، نو بیا خو يي دغه لنډ ټغر لا نور ژر غونډیږي، ددغه پښتون دښمنه په پادشاهۍ کی د پښتنو دومره سپکاوۍ وشو، چی حد يي نشته، دافغانستان په تاریخ کي د پښتنو دومره سپکاوۍ نه وو شوی، حتی دعدو الدین رباني وخت کی هم دومره سپکاوۍ نه وو شوی، خو پښتانه درانه خلک دي، سپي به غاپي خو کاروان به روان وي، او زه ګمان کوم، بل یقین لرم، چی دغه د اوړي توره وریځ به ډیره ژر په مخه شي، او رڼايي به راشي.


pattang
22.06.2007

افغان پښتونه زماخوږه وروه سلامونه مې ومنه !
ستا خبره سل په سلو کې درسته ده خو دا مداري په دې هم سترګې پټه وي که فرضا
ازادي غو ښتونکی غور څنګ ناکام هم شي بيا هم دده په شورا کې هغه خره او غوائي خرڅ شوي اجنټان ناست دي چې د بي اتفاقي او خرڅلاو پلا نونه په خپلو جيبوو کې لري او باداران يې هره ورڅ نوي نوي درسونه ورکوي ٠
دی پردې هم سترګې پټوي چې باداران يې له زره وي وسلي نه نيولې تر لا يزر وسلو
پورې ترغاشو ډک سمبال دي او هغوی چې خپله ازادي اود دښتې ليلې ، مزار ، دکابل د قاتلينواود خارجي اجنټانو سزا او محکمه غواړي په زړو وسلو خپله قراني ور کوي او په اشغالګو يې ډوډۍ زهر کړې ده نو څرنګ به هغوی د کرزي دبادارانو
سره مخامخ جبهه ئي جنګ کولی شي ?
د پښتنو ددښمنانو د تبا يې او محاکمې په هيله
ورور مو پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more