د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

محترمو ورونو: رومي لا ښه وپيژنۍ

و.افغان
21.06.2007

[color=red:09cad665cc]د رومیانو قران مثنوي (مطلب می په معنی دمقروء)[/color:09cad665cc]

محترمو ورونو: دځیني ورونو عکس العملونو دیته لا نور وهڅولم چی د جلال الدین رومي البلخي او دهغه د ملګرو څیری نوری هم بربنډی کړم،
محترمو ورونو:
مولوي طاهر چی مثنوي یی شرحه کړی دی، (ج۱/۳۹) دمثنوي باره کی وايي: (((لا یاتیه الباطل من بین یدیه ولا من خلف)))
ترجمه: یعنی نه راځي دی کتاب ته باطل، نه له مخی له خوا څخه، او نه له چپی خوا څخه.
محترمو ورونو!: تاسی پوهیږۍ چی دغه صفت د قران کریم ځانګړی صفت دی، الله جل جلاله د قران کریم باره کی فرمایی: ((لا يأتيه الباطل من بين يديه ولامن خلفه , تنزيل من حكيم حميد))

او دغه زندیق بیا دغه د قران ځانګړی صفت او خاصیت دزندقت دغه کتاب استعمالوي،

بله ولولۍ:
عبدا لغنی النابلسی وجودي ۱۱۴۳هجري، په خپل کتاب الصراط السوي علی شرح دیباجات للمثنوي کی وايي:
((دغه کتاب چی نوم یی مثنوي دی، چی اخیستل شوی دی، د الهام په وحي سره، د قوي حضرت نه،
بیا د جلال الدین د نوم په شرحه کی وايي: او د هغه نور القاب هم شته، او دغه کتاب چی مثنوي دی، الهامي وحي ده، او ډیر لوړ خدايي کلام دی، چی د الهام ملایکی نازل کړی دی، دذوا الجلال والاکرام له حضور څخه، د پیغمبري میراث په زړه باندی...
بل ځاي کی وايي: او دغه کتا ب چی مثنوي دی په الهامي وحيي نظم کړاي شوی، او ترتیب يي روحي صمداني دی ((والعیاذ بالله: ورونو صمد صفت د الله ځانګړی صفت دی، چی نور هیچ ته نه ښايي، محترمو: لکه څنګه چی ما هغه بله لیکنه وویل: درومي او دهغه د ملګرو داعقیده ده، چی دا کاینات یو واحد موجود دي، او همدغه اله دی، ځکه خو يي خپله هم د خدايي دعوی کړي، او هم یی ځآن د عبادت مستحق ګڼلی))))
دغه شارح بیا وايي: ((نو دغه کتاب چی مثنوي دی خداي ته منسوب دی، د راټولولو په طریقه کي، په تقسیماتو، او تبويباتو کي)))
نو آیا له دی بل غټ زندیقیت شته،
ګورۍ ورونو: چی دغه صفات د مثنوي د کتاب شول، نو دا لله جل جلاله کتاب ته قران کریم څه پاته شول؟؟؟؟؟

نابلسي بیا د صوفیانو او رومیانو ددغه مثنوي قران داسی صفت کوي: (( مثنوي داسی کتاب دی چی، چی وجود یی ښکلی کړ، او دغه کتاب د وجود د نعمتونو استمرار دی، او په دغه کتاب باندی عقلونه خوښ شول، ...دغه کتاب دالله وحي ده په الهام سره،...دغه کتاب مطلق له ټولو قیودو څخه راکاږي، ((((ورونو: مطلب دا چی دحلالو او حرامو هیڅ قاموس نشته))
بیا وايي: او دغه کتاب د علم بحر دۍ، ټولی کښتۍ په کی د همیشوالی طرف ته رواني دي، او دغه کتاب قران او فرقان دی د هغه چا لپاره چی الله یي پیژندلاي وي، اګر که حسد ګر پری ناخوښ دی،

بله ولولۍ ورونو: دوي دغه کتاب ته په واقعی توګه هم قران وايي،
اوس یوه قیصه ولولۍ،
د عبد الوهاب عزام کتاب ((المولویة بعد مولانا))) ص ۲۱۸: دغه مصنف وايي:
الدََّدَه ((دغه یو لقب دی چی دغه خبیثه ډله یی خپل منځ کی ځینو ته کاروي)) حسین فخر الدین چه په ۱۳۲۹هجری کی وفات دی، په خپل کتا ب مجموع کی نقلوي چی:
کله چی ملا جامي په خپل راتګ دقونیی ښار مشرف کړ، نو هلته د جلال الدین له لمسیو سره مخ شو، کله چی دلمانځه وخت شو، نو دغه لمسی جلبی حسام لمانځه ته مخکی شو، او ملا جامي ته يي جمع ورکوله نو په اول رکعت کی يي دلوي مولانا جلال الدين دا بیت ولوست:
پښتو ژباړه: آیا ته پوهیږي، چی تا زما په زخمي زړه څه کړي، آیا ته پوهیږی، خپل مخ دی راښکاره کړ، نو وګرځیدم او د اور عبادت می شروع کړ،
او بیا یی په دوهم رکعت وویل په لوړ آواز سره: هۍ کوتری، که تا دحوري دقصر له سطحی څخه د رحلت یا سفر اراده کړی وي، نو راشه، واخله هغه څه ورله ویسه، کوم چی زه د زړه په وینو لیکم..
له لمانځه وروسته یو کس له ملا جامی څخه وپوښتل: چی آیا دا لمونځ مو صحي شو؟؟؟؟

نو ملا جامي وويل: که چیری مقتدي ځما غوندی وي، او امام د جلبي حسام غوندی و ي، نو لمونځ صحیح دي، او خبره خلاصه..

راځو اوس خپله د جلال الدين رومي خبرو ته، هغه د خپل کتاب په ۱۲ مه صفحه کی وايي: دا کتاب مثنوي، ددين داصولو داصولو اصول دی ((تکرار دکلمی رومی کړی))، دغه کتاب کی دیقین او د وصول دپټو خزانو څخه یوه خزانه ده، او دغه کتاب دخداي لویه فقهه ده ((!!!!!!!!!!!!!!!ولولۍ ))))
او دالله ځلیدونکی شرعه ده، او دالله کامیاب او غالبه دلیل دی، ددغه کتاب درڼايۍ مثال داسی دی، لکه تاخچه کی چی څراغ و ي، او داسی رڼا او ځلا تولیدوي، چی د صباح د رڼا څخه زیاته وي، او دغه کتاب دحنان باغونه دي، چی ډيری سترګی او ډیری څانګی لري، چی ددغی لاری ځامنو په نیز ورته سلسبیل ویل کیږي((محترمو: سلسبیل د جنت له چینو څخه یوه چینه ده)))) او دی دغه کتاب د کراماتو او مقاماتو د خاندانو لپاره یو ډیر ښکلی مقام، او ډیر ښکلی خبری، ((( محترموا دا صفت الله جنت ته ورکړی، البته زه دا مقدمه چی ژباړم، دا خپله رومي په عربی ژبه لیکلی، عربی کی هغه داسی ویلي دي، : وعند أصحاب المقامات والكرامات خير مقاماً وأحسن مقيلاً ، الأبرار فيه يأكلون ويشربون ،؟؟؟؟ محترمو ورونو: دغه صفات ټول د جنت دي، الله جل جلاله فرمايي: أصحاب الجنة يومئذ خير مقاما وأحسن مقيلا)) او الله فرمايي: ((إن الأبرار يشربون من كأس كان مزاجها كافورا))
محترمو ورونو: دغه زندیق بیا دخپل کتاب باره کی وايي: دغه کتاب د فرعون په اولاده او کافرو باندی باندی یو لوي حسرت دی، عربي یی داسی ده: يضل به كثيراً ويهدي به كثيراً ، وأنه شفاء الصدور؟؟؟؟؟ محترمو ورونو: دغه صفات الله جل جلاله د قران لپاره غوره کړي، الله جل جلاله فرمايي: ((یضل به کثیرا ویهدي به کثیرا))
او بل ځای الله جل جلاله فرمايي: ((وشفاء لما فی الصدور وهدی ورحمة للمؤمنین)))
اوس نو لوستونکو تاسی فیصله وکړۍ، چی دغه جلال الدین رومي زندیق دۍ او که نه؟؟؟؟؟
بیا جلال الدین رومي وايي: زما دغه کتاب د قران لپاره کشف کوونکی دی، د رزقونو پراخی ده، اخلاق پری ښه کیږي (؟؟؟؟؟ څنګه به ښه شي، چی ددوي په قاموس کی حرام او حلال نشته، ځکه دوي هر دین ته صحیح وايي،))) وايی: دغه زما کتاب دهغو ملایکو په لاس کی دی چی سفرة کرام او بررة بلل کیږي ((((محترمو ورونو: دغه صفت د الله جل جلاله د لوح محفوظ دی، الله فرمايي، سورة عبس: : بایدي سفرة ، کرام بررة))))) بیا رومي وايي: دغه ملایکی خلک منع کوي، چی دغه کتاب له پاکانو بغیر بل څوک مسه نه کړي، (((محترمو ورونو: دغه د قران او دلوح محفوظ صفت دی، الله فرمايي: فی کتاب مکنون، لا یمسه الا المطهرون)))))
بیا وايي: دغه کتاب ته باطل له مخی له طرفه او د شا له طرفه نشي راتلاي، خداي دا کتاب ساتي، او هغه ښه ساتونکۍ دی،
محترمو ورونو: دغه صفت چی ده خپل دزندقت کتاب ته وربخښلي، دا صفت الله جل جلاله د قران کریم لپاره ځانګړی کړی، الله جل جلاله فرمايي:
((لا یاتیه الباطل من بین یدیه ولامن خلفه، تنزیل من حکیم حمید))))
محترمو ورونو: وروسته له دغه زندقته آیا هم رومي او دهغه همډلي داحترام وړ دي، دغه ټول زنادقه دي،
محترمو ورونو: تاسی کولاي شۍ خپله مثنوي ته رجوع وکړۍ، او دغه نور مصادر چی ما ذکر کړ، هغی ته مراجعه وکړۍ، او بیا فیصله وکړۍ، وبه ګورۍ چی دغی ګمراه ډلی اسلام ته څومره ضربه رسولی، رومي او رومي ډوله خلک مجوسي خاصیت لري، کله چی دوي د اسلامي لښکرو په وړاندی، د جنګ په میدان کی ماته وخوړه، او متیقن شول چی دوي نور اسلام ته په زور کوم ضرر نشي رسولاي، نو دغه د زندقت لاره يي خپله کړه، ددوي مشران مجوسي هرمزان، او یهودي عبدا لله بن سبا دي، دوي کوشش وکړ، چی اسلام له داخل څخه ونړوي، او دتاریخ په اوږدو دغو خبیثانو دشعر او ادب له لیاری کوشش کړۍ دی، چی خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي، زه ددوي دغه ډیر کارونه دماسونیانو له رموزو سره مشابه کوم.
اوس که تاسی وګورۍ، هر چیرته دماسونیت، زندیقیت ، سیکلریزم، الحاد، او دبی قیده ژوند تیرولو دعوت د ادب او فن وسیله خوریږي،
همدا سبب دی چی الله جل جلاله فرمایي: والشعراء یتبعهم الغاوون،
ترجمه: او دشاعرانو تابعداري او پیروي ګمراهان کوي،
خو بیا الله جل جلاله په وروستنی آیت له دغو شاعرانو څخه مسلمان شاعران مستثناء کړي، چی فرمايي:
،إلا الذي آمنوا وعملوا الصالحات وذكروا الله كثيرا وانتصروا من بعد ما ظلموا.
شعر,او ادب, كه د يوه قوم دفرهڼ او ادب پیاوړی کیدو او دهویت پاتی کیدو لپاره استعمال شي، نو ډیر ښه شي دی، خو که دزندقت لپاره استعمال شي، نو بیا تری بد بل څه نشته.
او ټولو محترمو ورونو: پام وکړۍ، پام، چی د ځینی ګمراهانو په خبره ونه غولیږۍ، چی وايي: ددی خبرو په ظاهر یوه معنی ده، او په باطنه یی بله معنی ده، زه وایم: ورونو! چی ظاهر يي خبیث وي، باطن يي تر هغه زیات خبیث وي،
ددغی ډلی سره دوه قسمه خلک ملګري وي، یا خودا چی ددغی عقیدی له بنسټ څخه خبر وي، په رموزو يي پوهيږي، او دا رنګ خلک کم دي، چی دغه خلک زندیقیان دي، او بل رنګ خلک داسی وي چی له جهل څخه هغوي سره ملګري شوي وي، دهغوي له حقیقته خبر نه وي، دومره ده چی دذکر حلقاتو کی ورسره شراکت کوي، علمی سویه یي کمه و ي، د هغو ي له رموزو خبر نه وي، ځکه خو دوي په خپله عقیده او فکر کی ډیر درجی لري، آخرنۍ درجی ته چی انسان رسیږي، نو هغه له هر قسم قیوداتو څخه خلاص وي، هغه ته بیا حرام او حلال یو شي وي، عبادت او نه عبادت یو شاي وي، ځکه ددغو خلکو مشران دپردیو ښځو سره زناوی کوي، هلکان ساتي، او له هلکانو سره هم بد عملي کوي، یو له دوي څخه د باړی پیر سیف الرحمن دی، چی دپاکستان اکثریت علماوو پری د زندیقیت فتوی ورکړی، هغه باندی څو څو کرته زنا ثبوته شوي، له هر قسم فسق او فجور څخه ډک انسان،......دی.
فی الحال فکر کوم، چی دغه خبری کفایت کوي.


و.افغان
22.06.2007

محترمو وروڼو!!
ما دومره پراخه تفصیلاتو ته زړه نه وو، خو ځینو عکس العملونو دغه تفصیلاتو ته وهڅولم، په ځانګړي توګه یو ورور چه ځمونږ ددين پر ټولو علماوو يي په ډیر ظلم سره د بیځايه تهمت لګولو کوشش وکړ، هغه دی اوس راشي دا لیکنه دی ولولي، بیا دی ووايي: چی ددغه تهمتونو او تورونو ځاي ځمونږ په علماوو کی دۍ، او که په رومي او روميډلو خلکو کی دی، نو راشۍ او ولولۍ، او قضاوت وکړۍ.
وروڼو: زه له خپلی هری خبری سره حواله ورکوم، که څوک ځما په خبره اعتراض کوي، نو باید موثقه خبره وکړي له دلیل او حوالی سره، او که نه دخلکو وخت دی نه ضایع کوي، زه تاسی ته خبری او دخبرو اسناد او موثق منابع او مصادر په ګوتو کوم، بیا نور کار ستاسی دی
نو ولولۍ:
دمناقب العارفین فی اخبار جلال الدین مؤلف شمس الدین احمد الافلاکی، چی یو لوي صوفي او دمولوي له غټو مشرانو څخه شمیرل شوۍ، هغه وايي: یوه ورځ د جلال الدین رومي لمسي مولانا عارف جلبي ته ((چی هغه هم د خپل نیکه پشانته فاسق او فاجر دی)))) یوه درویشه پوهه د زړونو والا ښځه راغله، او له ځانه سره يي ډیری تحفی ، هدایا، او جامي راوړی وي، پس له یوی اوږدی ناستی او خبرو څخه يي د عارف جلبی څخه وپوښتل: اۍ مولانا، ځمونږ غوندی د فقیرو او مسکینو ښځو حالت به د قیامت په ورځ څه وي؟؟؟ ځمونږ انجام به هغی دنیا کی څه وي؟؟؟
نو هغه يي په جواب کی د جنت نعمتونه ورشمیر کړل، او غلۍ شو، بیا ښځي وپوښتل: چی بیا به څه وي، نو عارف جلبي به له هری پوښتنی په جواب کی ورته یو نعمت ښوده، آخر ښځي وویل: چی تردی ټولو وروسته به بیا څه وي، نو حضرت عارف وویل: اخرنۍ نعمت به په علییین((اوچته درجه جنت کی))) لوي غینونه ((وبخښۍ ورونو!! زه حرفی ترجمه کوم))) وي، چی له قدرته به پیدا شوی وي، او یو یو غین اوږدوالی به مناری ته رسیږي، او دغه څیزونه به ستاسو غوندی د مسکینو، کنډو، نازکو، نازولو، ښځه شهوت در مړوي، بیايي دا ایت ولوسته: ولدینا مزید، او ويي ویل: چی ښځي ته به پدی کار سره پوره راحت ورسیږي، نو آیا تری نور څه خواږه شته؟؟؟
نو کله چی
ښځي دغه خبره واوریدله، ژر یي سجده وکړه، او خپلی جامي یي هدیه کړي، او ډیره خوشحاله پر شا وګرځیده،
مرجع: مناقب العارفین الافلاکی ج۲ص۵۵۸ .

همدارنګه افلاکي لیکی، :
یوه ورځ حضرت عارف جلبی دیر الحکیم نومی ځاي ته راغلو، مونږ يي خبر کړو، نو مونږ هم دغی دیری ته پنځه څلویښت کسه راغلو، نو عارف جلبي دری ورځي او دری شپي، تیری کړي، او په هغی کي يي، له رهبانو سره ((دنصاری وو علما)) شراب وڅښل، نو ځما زړه کی دا راوګرځيد، چی دغه شرابو باندی مشغولیدل تر نن ورځي چی دذی الحجی د مبارکی میاشیتی لسمه ده، او بیا په ځانګړی توګه د رهبانو سره ناسته او خبری، دا خو ډیر عجیب غوندی کار دی، نو عارف ځما پر زړه پوه شو، او سمدستي يي غږ وکړ، او ويي ویل:
ته له رب سره په تصرفاتو کی شراکت مه کوه، او ته دهغه په لار يي، د خلکو په عیبونو سترګی مه پرانیځه، ځکه خداي دبندګانو دزړنو په پټه خبر دی، خپل ځان درټینګ کړه، او چرچر مه کوه، او بیا يي له خپل مبارک لاس څخه دشرابو ډک جام لیری ګوذار کړ په مرمري تیږو باندي، په داسی زور سره، چی مونږ له هیبته بی هوښه شو، نو د شرابو جام بیرته راوګرځيد، او هماغسی ډک وو تر څنډو پوری، او دعارف جلبی مخی ته ودرید، نه مات شو، او نه څه تری توي شول، !!!!!
بیا عارف وویل: که دغه جام مات شوي واي، او څه لږ شراب تری توي شوي واي، نو ده به هیڅکله شراب نه وو څښلي.
بیا وايي: خدای دغه ورځي په دغسی خلکو برکتي کړی وي، او که دغسی خلک نه وي، نو دنیا او اخرت به هیڅ ونه پړقیږي، او جومات او کعبه به هم خپل قیمت او رڼايي له لاسه ورکړي،
راوي دقیصی وايي: نو بخښنه می تری په پوره اخلاص وغوښته، او ځان می دهغه بنده وګرځاوه،

وګورۍ: الآفلاکی ج۲ ص۵۰۰

دا بله قیصه ورونو ولولۍ چی خپله د رومي فسق هم نور څرګند شي،
افلاکي د جلال الدین رومي باره کی وايي:
مولانا جلال الدین به دماښام له لمانځه وروسته تنها ښځو ته ورته، بیا به دهغوي په منځ کی کښیناسته، او هغوي به له هغه څخه ګرد چاپير کښیناستلی، دګلانو پاڼي به يي پری وشیندلی، تر څو چی به مولانا په ګلانو کی ډوب شو، بیا به يي دغه ګلان راټولول، او دغه کار به يي یو ښه پال ګاڼه، بیا به مولانا رومي هغوي ته نصیحت کاوه، تر نیمی شپی پوری ((؟؟؟!!))) او له هغی وروسته به بیا انجونو په چمبی یا دریا وهلو شروع وکړه، او په سورنو کی به يي پوکی وکړ، او مولانا رومي به دټنګ ټکور داوریدو لپاره ودرید، نو ښځي به داسی حالت ته ورسیدی، چی دخپلو سرونو او پښو توپیر به يي نه شو کولاي، بیا به يي دمولانا بوټان له سرو زو او جوهرونو څخه ډک کړل، خو مولانا به هیڅ ورته نه کتل، بیا به يي له هغوي سره دسهار لمونځ وکړ، بیا به لاړ،
بیا افلاکي وايي: او دغه رنګ عادت دیوه پیغمبر او ولي وخت کی ندی شوی، مګر دپیغمبر صلی الله علیه وسلم په وخت کی شوی دی، هغه ته به هم ښځي راتلی، چه له پیغبر څخه شریعت زده کړي، نو ځکه دغه کار حلال دی، او دغه کار ځمونږ دمولانا رومی له خصوصیاتو او یا ځانګړیو څخه وو.
وګورۍ : مناقب العارفین، الافلاکي: ج۲ ص۳۸۰.

بیا افلاکی وايي: دغو ښځو سره چی به ځمونږ مولانا کښیناسته، ددغو ښځو مړونه به له کوره بهر ولاړ وو، یو له بل سره به يي خبری کولی، او انتظار به يي ویسته، داسی حال کی چی ډیر په ډار او په ویره کی به وو، له دی څخه چی په دغو ناشنا اسرارو خبر نشي.
الإفلاكي ج1 ص 723 - 724

نو ورونو اوس تاسی وویاست: آیا ځمونږ نبی کریم ښځو په ګلانو کی ډوب کړۍ، او يايی هغوي سره تر سهاره شپه تیره کړی؟؟؟، او هغوي ورته ګډا او ډول او سورنۍ غږولۍ؟؟!!! عائشه رضی الله عنها وايي: قسم می دی په خداي وي، دپیغمبر صلی الله علیه وسلم لاس دیوی پردۍ ښځي په لاس هم نه دی لګیدلۍ:
بل وګورۍ، ددغه فاسق او فاجر کار، هغه شپه چی انسان يي که ویښه تیروي، نو په عبادت يا یو بل څه مفید څیز تیره کړي، او دغه خبیث يي تر سهاره په ډول، سورني، او ګډا تیروي.

محترمو ورونو: د جلال الدین رومي دعشق قصه واورۍ، چی پر یوه سړي عاشق شوي، وو، هغه سړی شمس تبریزي وو، چی په ۱۲۴۷ کال کي یي له هغه سره ملاقات وشو، له هغه سره يي دومره مینه شروع کړه، چي څلویښت ورځي ددوي منځ له هيڅوک نه ورتلل بغیر له یوه مرید څخه، او دغه څلويښت ورځي دواړو عاشقانو په خلوت کی تیری کړی، آخر د جلال الدین رومي مریدان په قهر شول، او هغه يی تهدید کړ، نو تبریزي وتښتیده، نو جلال الدین رومي ورپسی ډیری اوښکی وتویولی، او یو دیوان یي دهغه په نوم ولیکلو چه مشهور دیوان دی، دیوه شعر ژباړه یي داده چی د تبریزي باره کي ویلی دی:
کله چی ځما په سینه د محبت اورونه بل شول، نو دغو لمبو ځما په زړه کی هر څه وسوزول، نو عقل،مدرسی او کتاب ته می په سپکه وکتل، او دشعر جوړولو کار می شروع کړ.
دغه شمس تبریزي په خلکو کی هم په ډیر ناوړه تعامل مشهور وو، بد به يي ویل، ښکنځل به يي کول خلکو ته په عامو ځایونو کی، بد کارونه به يي تر سره کول، شراب يي څښل ، لمونځ یی نه کاوه، خو مریدانو به يي ویل، دا کار دهغه ظاهر دی، او باطن يي بل رنګه دۍ،او دغه رنګ کارونه به د ملاماتیة ډلی ترسره کول چی تبریزي یي غړی ګڼل کیږي.
افلاکی په مناقب العارفین کی وايي: یوه ورځ شمس تبریزي له مولانا رومي څخه یوښکلی هلک وغوښته چی دهغه خدمت وکړي، نو مولانا ورته خپل ښځه وړاندی کړه، لیکن شمس تبریزي انکار وکړ، او ويي ویل: دا خو زما دروح ملګری ده، دا صحی نه ده، زه دخپل خدمت لپاره یو ښکلی هلک غواړم، نو رومي ورته سمدلاسه خپل ځوي سلطان په تحفه کی ورکړ، او دغه هلک یوسف یوسفان وو((((ورونو: مطلب دا چی یوسف علیه السلام خو ډیر ښایسته تیر شوی، دغه هلک د یوسفانو یوسف وو، یعنی ډیر ښایسته وو)))) او مولانا رومي تبریزي ته وویل: ((هیله کوم، یا ارزو لرم، چی دغه هلک ستا بنده وي، ستا چپلی په یوه او بل مخ کوي، او ستا خدمت وکړي،
نو دغه وخت شمس تبریزي ورته وویل: دا ځما هغه ځوي دی، چی ځما زړه پری تړل شوی دی، زه اوس له تا څخه شراب غواړم چی داوبو په بدل کی يي وڅښم، نشم کولاي چی له شرابو ځان صبر کړم، نو فورا مولانا رومي دیهودو له کلی څخه یو چاینک له شرابو را ډک کړ، او راغلو، او دتبریزی مخ ته يي کیښوده، کله چی شمس تبریزي دا شراب ولیدل، نو یوه چیغه يي وکړه، خپلی جامی يي وشکولی، او دمولانا په پښو پریوتو، او ډیره خوشحالی او حیرانتیا يي دمولانا رومي په اطاعت ښکاره کړ.
بیا يی په صفت کی مولانا رومي ته وویل: ما دا کار ددی لپاره وکړ چی ستا حوصله معلومه کړم، بیشکه چی ستا داخلي نړۍ دومره پراخه ده، چی روایت او خبری یی له وصفولو راتنګیږي.
وګورۍ: مناقب العارفین، الافلاکی ج۲ص ۱۹۷

محترمو ورونو: تاسی اوس ددغی پراخی نړۍ باره فیصله وکړۍ، چی خپله ښځه بل چاته تقدیموي، او یا خپل ځوي چی یوسف یوسفان دی.

افلاکي وايي: یوه ورځ مولانا رومي له سیربانوس رومي څخه وپوښتل، چی دنصاری وو علما د عیسی په حقیقت کی څه وايي: نو هغه وویل: عیسی عین الله دی،
نو مولانا رومي وویل: وروسته له دی ورته ووایه: ځمونږ محمد دالله نه ډیر لوي خداي دی،
دغه خبره يي دری کرته تکرار کړه، عربي يي داسی ده: فقال مولانا: بعد الآن قل لهم: محمدنا آلَهُ من الله (أو أعظم ألوهية من الله) قالها ثلاثاً.

وګورۍ مناقب العارفین: الافلاکی، ج۱/۴۷۱.

افلاکي وايي: سیریانوس به مولانا رومي باندی دخداي او د(رب) اطلاق کاوه، نو ځینو فقهاوو قاضی سراج الدین ارموي ته شکایت وکړ، نو قاضي تری وپوښتل، آیا ته هماغه کس يي چی وايي: مولانا ځما خداي دي؟؟؟ ...دقیصی آخر کی وايي: نو سیریانوس داقیصه او دقاضی ما جرا مولانا رومي ته وکړه، نو مولانا رومي وویل: ((قاضی ته ووایه، هلاک دی وي تا لره، که ته هم خداي جوړ نشي،
مناقب العارفین ج۱ص۴۷۱.
محترمو ورونو: مقصد يي دوحدة الوجود عقیده ده، مطلب چی زه هم اله یم، او ته هم اله يي، خبره پوره واضحه ده، تآویلاتو ته ضرورت نه لیدل کیږي.

افلاکي وايي: یوه ورځ له سیریانوس څخه پوښتنه وشوه، چی ته ولی مولانا رومي ته خداي وايي؛ نو هغه وويل: چی تر دی می بله لويه کلمه پیدا نکړه، د خدا ي له کلمی لویه وي، او که دخداي له کلمی بله لویه کلمه پیدا کړم نو پر هغه به يي اطلاق کړم)))
بیا افلاکي زیاتوي: هو، څومره چی مخلص مرید، دخپل پیر باره کی څه ووايي، نو دغه کار جایز دی، او انتقاد پری نه نیول کیږي

مناقب العارفین الافلاکی ج۱ص۴۷۳.
بیا افلاکی دیو شاعر مؤید الدین چی په ۶۹۹هجري کی وفات شوی دی، دهغه مدحه رانقلوي، کومه چی د جلال الدین رومي باره کی کړی:
هغه وايي: که چیرته په خدایتوب کی صورت وي..نو هغه ته يي، نه زه کنایه استعمالوم، او نه تردد او شک کوم.
مناقب العارفین ج۱ص۵۷۳.

بل ځاي کی افلاکی وايي: یوه ورځ دسماع په مجلس کی ((ټنګ ټکور مجلس)) کی مولانا رومي ناست وو، بالکل پوره يي ځان د ټنګ ټکور سره برابر کړی وو، (((مطلب له هری نغمی سره يي هماغسی حرکت کولو))) نو دهغه له هیبتي ښایست څخه مونږ وویریدلو چی پورته اسمان د اوښ غوندی ګډا پیل نه کړي، چی په ځمکه راونه غورځیږي.
پدی حال کی چی دۍ تاویده، او رقص يي کولو، په مجلس کی یو سړۍ چی سید شرف الدین نومیده، په یوه کونج کی ناست وو، او د مولانا رومي دموسوسینو ((وسوسه ناکو)) مریدان سره په مولانا رومي انتقاد کاوه، چی ناڅاپه مولانا جلا ل الدین هغه وکتل، او ورته ويي ويل: اۍ د زناکاری وروره: آیا تا نه دی اوریدلی چی الله فرمايي: آیا خوښ ګنۍ تاسی چی وخورۍ دخپل ورور غوښی داسی حال کی چی هغه مړ وي.؟؟؟ نو هغه سړۍ وتښتیده او دخپل کور سره پیوستون يي غوره کړ.

الافلاکي ج۱ص۴۰۲.

افلاکي وايي: یوه ورځ مولانا رومي دفرید الدین عطار کلام لوسته، نو یوه بی ادبه وویل: دا دفریدالعطار کلام دی؟؟؟
نو مولانا رومي وویل: اۍ د زناکاری وروره: نو زه څوک یم،
محترمو ورونو مطلب یي دادی چی ټول سره یو یو، دلته هم دۍ د وحدة الوجود عقیده ثابتوي.
الافلاکی ج۱ص۶۷۸.

بل ځاي افلاکي وايي: معین الدین براونة دصدر الدین القونوي په زاویه کی دټنګ ټکور یو مجلس برابر یا تیار کړ، داسی حال کی چی مولانا رومي دټنګ ټکور په اوریدو بوخت وو، او ډیر ګرم شوی وو، ناڅاپه د محفل مشر کمال الدين دبروانة سره نږدي کښيناست، او بیا دواړو د مولانا رومي او دهغه مریدانو پسی راوخیسته او سره ويي ویل: عجیبه خبره ده دمولانا رومي په مریدانو کي، ټول يي دټيټي طبقی خلک دي، کاریګر، او دحرفو والا دي، دقوم دلوړ پوړو څخه په کوم یو نه لیدل کیږي، نه به وينی ته یو خیاط، یا بقال مګر چی مولانا رومي به يي په مریدیت قبلوي.
ناڅاپه سلطان مولانا ته دا خبره وکړه، نو یوه کریغه يي وکاږله، چی ټول خلک يي بی هوښه کړل، او بیا يي وویل: آيا ځمونږ حلاج جولا نه وو، آیا آبو بکر البخاري تکه باف نه وو؟؟ مګر هغوي دواړه کامل وو،
محترمو! تاسی ته معلومه وي چی حلاج هم دوحدة الوجود قایل وو، او هغه په خپل قاموس کی حرام او حلال نه پیژندل، چی بیا امیر دوخت دزندقیت په تور وواژه.
الافلاکی: ج۱ص۳۲۸

بل ځاي افلاکي وايي: مولانا رومي چی به په چا غوصه شو، او ددغه کس عناد به له حده واوښت، نو مولانا به ورته وویل: غر خواهر، ((په فارسی ژبه)) یعنی اۍ دزناکاری وروره، بیا به يي دغه کس ښه وشرموو، او دغه کنځل دخراسانیانو کنځل ده.
الافلاکی ج۱ص۳۲۹.

افلاکي وايي: یوه ورځ ورته یو یهودي حاخام ((دیهودو دعلماوو لقب دی)) راغي، نو مولانا ته يي وویل: ستاسی دین ښه دی، او که ځمونږ؟؟ نو مولانا ورته وویل: بلکه ستاسی دین،
افلاکي وايي: دغه یهودي فورا مسلمان شو.
مناقب العارفین ج۱ص۷۱۶.

افلاکي وايي: یو نصراني راهب وغوښتل چی دمولانا زیارت وکړي، نو دواړه په لاره کی سره مخ شول، نو نصراني راهب مولانا ته دری سجدی ولګولی، کله یي چی سره جګ کړ، نو مولانا رومي يي ولید، چی هغه ورته هم سجدی وکړی، بلکه سجدي يي تکرار کړي، تر څو دریدیرش سجدو ته حساب ورسید، نو نصراني راهب حیران شو، او مولوي تری جوړ شو،
الافلاکي ج۱ص۵۷۴.
محترمو ورونو: دغه دوحدة الوجود عقیده ده، یعنی فرق نشته که راهب مولانا رومي ته سجده وکړي، او که مولانا رومي يي راهب ته وکړي.

افلاکي بل ځاي کي وايي چه: یو فقیه عالم وویل: نه ده پکار چالره چی یوه مخلوق ته سجده وکړي، او دغه فقیه دمولويي طریقی صاحبانو ته بدو وویل، کومو چی به مولانا رومي ته سجدی کولی، نو مولانا رومي وویل: اۍ د زنا کار وروره: ولی زه سجده ونه کړم، او خپل نفس فدا نکړم دهغه چا لپاره چی زه يي د شیطان له چلونو څخه ژغورلی یم، او نوی ژوند يي رابښلی دی.
محترمو ورونو: دوحدة الوجود عقیده له ورایه ښکاري، مولانا رومي خپل ځان ته خطاب کوي، چون چی دهغه په عقیده دهغه ځان اله دی، نو وايي: چی څنګه زه خپل ځان دغه اله ته قرباني نه کړم، البته شیطان هغه ته یو موهوم څیز دی، او یا خو پدی خبره خپل محبوب او معشوق شمس تبریزي یادوي، ځکه چی هغه ته به مولانا رومي سجدی لګولی، او هغه به هم ده ته لګولی.
الافلاکی ، مناقب العارفین ج۱ص۷۵.

بله عجیبه ولولۍ:
افلاکي مونږ د جلال الدین رومی دځوي سلطان محاوره رانقلوي، کومه چی د هغه پلار سره ترسه شوی، هغه وایی: یو وخت ځینو دوستانو مولانا رومي ته شکایت وکړ، چی ته څنګه خپل مثنوي ته قرآن وايي؟؟ نو ما وويل ((درومي ځوي)): ځکه ورته قران ویل کیږي، چی د قران تفسیر دی.
نو دی وخت کی ځما پلار جلال الدین رومي لږ غلۍ شو، بیا يي ورغبرګه کړه، چی: اۍ سپیه، ولی به دا مثنوي قران نه وي؟؟؟ اۍ خره، ولی به دا مثنوي قران نه وي، اۍ دزناکاری وروره: ولی به دا مثنوي قران نه وي؟؟!نه دی دمثنوي کتاب مګر دحق پټ اسرار.
مناقب العارفین ج۱/ص۴۹۰.

افلاکي وايي: یوه ورځ ځینو مریدانو وویل: مونږ ګناهګار مسکینان یو، نشو کولاي چی راشو، او دمولاناخدمت وکړو،.
نو مولانا وویل: تاسی باید راشۍ، او خدمت وکړۍ، ځکه چی تاسی ګناهګار او محتاج یاست، بیا يي وویل: ستاسی څخه کوم چی مثنوي واوري او عمل پری ونکړي، نو هغه ددی آیت لاندی راځي: ((سمعنا وعصینا))، او ددی آیت لاندی نه راځي ((سمعنا و اطعنا))).
مناقب العارفین ج۱/ص۵۱۴.

افلاکي وايي: هغه چا روایت کړی دی، چی دالله صریح ولي دی،او مثنوی خوان هم دی، سراج الدین له جلبي حسام الدین څخه: چی اخرني نوموړي یوه ورځ یو مرید ته قسم ورکاوه، چی د شریعت مخالف کار به نه کوي، نو ددی کار لپاره يي دسنائي شاعر دیوان(الهی نامه) په پوخ کی کیښودله، او بیا يي مرید ته وړاندی کړه چی قسم پری وکړي، ناڅاپه دی وخت جلال الدین رومي راننوت، او پوښتنه يي وکړه، دا په څه شي قسم ورکوۍ، نو حسام الدین الجلبي وویل: وویریدم چی خپله ژمنه ماته نه کړي، نو په قران کریم می قسم ورنه کړ، بلکه د (الهی نامه) دیوان می په پوخ کی تاو کړ، او اراده می وکړه، چی په دغه دیوان قسم ورکړم، نو دی وخت کی مولانا رومي وویل: قسم کول په (الهي نامه) ډیر قوي، او ډیر زبردست دی، له قسم کولو په قران باندی، ځکه قرآن دشیدو مثال لري، اما دشاعر سنائي معناګانی د کوچو، او دقیماغو معنی لري،
محترمو ورونو: تاسی فیصله وکړۍ، تر دی بل غټ زندقت شته.
الافلاکي ج۱ص۴۱۱.

محترمو ورونو: فی الحال همدومره بس ده، په دی لیکنه می ټوله شپه بی خوبه تیره کړه، او لا نور هم په زړه کی څه شته چی ويي لیکم.


خاټول
28.06.2007

ګرانه وروره وهاج صاحب!
داچي اسلامي امت دتاريخ له يو بد پړاو نه تيريږي اودبدبختي،انتشار او تفرق کرغيړن مارغه خپلي وزري پلني کړي زما په اند به دامهال دا ډول ليکني داسلام اومسلمانانو په ګټه نه وي هيلمنه يم چي خپل استعداد په دا ډول ليکنو ضايع نکړې٠ 
مسلمانه خورمو خاټول


جواب

و.افغان
28.06.2007

[quote:0bf4022afd="خاټول"]ګرانه وروره وهاج صاحب!
داچي اسلامي امت دتاريخ له يو بد پړاو نه تيريږي اودبدبختي،انتشار او تفرق کرغيړن مارغه خپلي وزري پلني کړي زما په اند به دامهال دا ډول ليکني داسلام اومسلمانانو په ګټه نه وي هيلمنه يم چي خپل استعداد په دا ډول ليکنو ضايع نکړې٠ 
مسلمانه خورمو خاټول[/quote:0bf4022afd]

محترمی، او دقدر وړ، درنی خوری، خاټول،
ستاسی خبره بیخي په ځاي ده، خو څنګه چی تاسی ته معلومه ده، چی دتاریخ په اوږدو کی ځمونږ په دین کی غیر مستقیم ډیر داسی خلک راننوتي دي، چی دین يي له ددننه تباهۍ سره مخ کړۍ، او دغسی خلک اوس هم اتباع لري، نو دهغوي له مخونو څخه نقاب لری کول یو ضروري کار بلل کیږي، او هیڅکله په دی اتفاق منځ ته نه راځي چی په هغو لويو غلطیو چی ځینو اشخاصو ددین په نوم کړي دي، سترګي پټي کړو، پدی رقم سره کیداي شي چی دین په پوره ډول خپله معنا له لاسه ورکړي، ځکه چی هر وخت به یو یو کس راځي، او ددین په نوم به دین کي نوری نوری عقیدي پیدا کوي، او اسلام ته به يي منسوبوي، او پدغه ترتیب سره به ضرور اسلام خپل ټول اصلي رنګ سراسر بدل کړي، یو نوم به يي اسلام پاتي شي، او ددی غټ دلیل اوسني شیعه ګان دي، شروع يي له څه نه وشوه، او آخر يي په څه تمام شو،
داوسني شیعه ګانو دين په نوم اسلام دي، خو په داخل کی داسلام هیڅ پته په کی نه لګیږي.
که تاسی ځما رارواني لیکنی مطالعه کړۍ، نو تاسی ته به معلومه شي، چی دغه سړۍ، د څومره خطرناکو نظریو خاوند وو، چی ددغه نظریو سره هیڅ امکان نشته، چی ځمونږ ددین جوهر پاتي شي، بلکه دمسیحي دین، یهودي دین، او نورو ټولو ادیانو جوهرونه هم له منځه ځي، دغه سړي ته ځانته مسلمانان نه، بلکه غربي نړۍ ډیر پوهان دیوه شک، او تنقید په سترګه ګوري، چی یو له هغوي څخه نیلکسون او جولدزیهر دي، چی ځما راتلونکو لیکنو کي به واضح شي.

بله خبره داده، یواځينۍ څیز چی مونږ یو ځاي کولاي شي، هغه داسلام دین دي، کوم اسلام؟؟ هغه اسلام چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم مونږ دالله جل جلاله له طرفه رارسولۍ، او مونږ دقرآن حدیث (اصلي مصادر) ، اجماع،قیاس (تبعي مصادر) له لیاري شرحه شوۍ، کومه شرحه؟؟ هغه شرحه چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم کړیده، او له هغه څخه وروسته صحابه کرامو، او تابعینو، او تبع تابعینو، چي پر څلورو مشهور امامانو مشتمل دي (امام ابو حنیفه، امام مالک، امام شافعي، امام احمد بن حنبل رحمة الله علیهم اجمعین)، شرحه کړي، وروسته له دغو مبارکو خلکو څخه قسم قسم نظريي په دین کی راوویستلی، چی سبب يي دیوناني فلسفي او منطق ترجمه وه عربي ژبی ته، دغه فلسفه او منطق په ځينو څیزونو کی جانب پر حق وه، او ډیرو نورو څیزونو کي جانب پر باطل وه، دغی فلسفي مسلمانانو ته ډیره لویه ضربه ورسوله، او ډیر اسلامي مفاهیم یي بدل کړل، آن تردي چی ډیر خطرناکي عقیدوي نظريي منځ ته راوستلي، چی یو له دغو نظریو څخه دوحدة الوجود نظریه وه، چی زه به يي ډیر په تفصیل سره ان شاء الله شرحه کړم، دغه نظریه په مجمل ډول سره، دحرامو او حلالو قاموس بیخي له مینځه وړي، دالله او دبنده له وجود څخه یو وجود جوړوي، ټولو دیني مذهبونه ته صحي وايي، که څوک درب عبادت کوي، او که دسپي، او که خنزیر، او یا دبت، دغه ټول سره ددغي نظريي په اساس فرق نه کوي، ځکه ټول یو الله ته سجده ده، چی دغه وجود همدغه الله دی، والعیاذ بالله من ذلک، ځکه دغه ټولو یو بل ته سجدی لګولی، ........تفصیلات ډير دي،
له لوستلو څخه وروسته تاسی فکر وکړۍ، او بیا ووایۍ، چی ځما دغه موضوع دحق بیانولو لپاره ده، او که موخه يي بل څه ده؟؟؟


ghafar
28.06.2007

درنې او محترمې خور ې خاټول السلام علیکم
[quote:b696231af0]داچي اسلامي امت دتاريخ له يو بد پړاو نه تيريږي اودبدبختي،انتشار او تفرق کرغيړن مارغه خپلي وزري پلني کړي زما په اند به دامهال دا ډول ليکني داسلام اومسلمانانو په ګټه نه وي هيلمنه يم چي خپل استعداد په دا ډول ليکنو ضايع نکړې[/quote:b696231af0]
ستاسو خبره سمه ده، خو پدې باندې هم باید چې اعتراف وکړوو، چې د مونږ د مظلوم ملت برخلیک همداسې دﺉ، چې یا له سواد څخه محرومه وو او یو او یا که سواد او پوهه هم لروو زمونږ پوهه په اوس وخت کې د افغانستان د مظلوم خلکو په درد نخوري. په ځای د ده چې محترم وهاج صاحب د خپلې پوهې څخه په افغانستان کې د ناپوهۍ د لرې کولو په لار کې وکاروي، د ژبني او مذهبی تعصب په خاطر د مولانا جلال الدین بلخی بحث یې پرانیستﺉ دﺉ، چې د نوموړي څرګندونو په اساس نه دﺉ په فارس ژبې دومره تسلط لري او نه پخپله مولانا پېژندونکﺉ دﺉ او نه تر اوسه کوم بل معتبر مولانا پېژندونکﺉ په دې بحث کې ګډون کړﺉ دﺉ. که محترم ورور وهاج خوابدﺉ نښي ، د مولانا جلال الدین بلخی دغه د افغانستان د ادبی، فلسفی او تاریخي ویاړ شخصیت تخریبول، د بامیانو د تاریخي بوداګانو تخریب را پیاد کړ. د وهاج صاحب دغه عمل که یې نه غوښتل هم، مطلق د ایران په ګټه ډه، ځکه هغوی لدی څخه انکار کوی، چې جلال الدین بلخی دﺉ، دا ځکه چې بلخ نن ورځ په افغانستان کې پروت دﺉ. د دې موضوع په هکله مې یو کیسه مې را پیاد شوه، چې د تېرې عیسوي پېړۍ د اویایمو کلونو په نیمایي د خدای بښلي محمد داؤد خان د واکمنۍ په وخت کې په کابل کې د رادیو افغانستان په لوی تالار کې د مولانا پېژندونکو یو نړیوال کنفرانس جوړ شوﺉ و. په دغه کنفرانس کې د ګڼ شمېر نړیوالو مولاناپېژندونکو تر څنګ په کابل کې د ایران سفارت ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو د ایران سفارت به دې کنفرانس کې په دې پلمه ګډون ونکړ، چې دوی مولانا جلال الدین [color=blue:b696231af0] بلخی [/color:b696231af0] په رسمیت نه پېژني. دوی هغه ته مولاناجلال الدین رومی وایي ! نو پدې توګه وهاج صاحب ایرانیانو ته لو خدمت کوی.

والسلام


جواب

و.افغان
29.06.2007

[quote:e6fc53dc0f="ghafar"]درنې او محترمې خور ې خاټول السلام علیکم
[quote:e6fc53dc0f]داچي اسلامي امت دتاريخ له يو بد پړاو نه تيريږي اودبدبختي،انتشار او تفرق کرغيړن مارغه خپلي وزري پلني کړي زما په اند به دامهال دا ډول ليکني داسلام اومسلمانانو په ګټه نه وي هيلمنه يم چي خپل استعداد په دا ډول ليکنو ضايع نکړې[/quote:e6fc53dc0f]
ستاسو خبره سمه ده، خو پدې باندې هم باید چې اعتراف وکړوو، چې د مونږ د مظلوم ملت برخلیک همداسې دﺉ، چې یا له سواد څخه محرومه وو او یو او یا که سواد او پوهه هم لروو زمونږ پوهه په اوس وخت کې د افغانستان د مظلوم خلکو په درد نخوري. په ځای د ده چې محترم وهاج صاحب د خپلې پوهې څخه په افغانستان کې د ناپوهۍ د لرې کولو په لار کې وکاروي، د ژبني او مذهبی تعصب په خاطر د مولانا جلال الدین بلخی بحث یې پرانیستﺉ دﺉ، چې د نوموړي څرګندونو په اساس نه دﺉ په فارس ژبې دومره تسلط لري او نه پخپله مولانا پېژندونکﺉ دﺉ او نه تر اوسه کوم بل معتبر مولانا پېژندونکﺉ په دې بحث کې ګډون کړﺉ دﺉ. که محترم ورور وهاج خوابدﺉ نښي ، د مولانا جلال الدین بلخی دغه د افغانستان د ادبی، فلسفی او تاریخي ویاړ شخصیت تخریبول، د بامیانو د تاریخي بوداګانو تخریب را پیاد کړ. د وهاج صاحب دغه عمل که یې نه غوښتل هم، مطلق د ایران په ګټه ډه، ځکه هغوی لدی څخه انکار کوی، چې جلال الدین بلخی دﺉ، دا ځکه چې بلخ نن ورځ په افغانستان کې پروت دﺉ. د دې موضوع په هکله مې یو کیسه مې را پیاد شوه، چې د تېرې عیسوي پېړۍ د اویایمو کلونو په نیمایي د خدای بښلي محمد داؤد خان د واکمنۍ په وخت کې په کابل کې د رادیو افغانستان په لوی تالار کې د مولانا پېژندونکو یو نړیوال کنفرانس جوړ شوﺉ و. په دغه کنفرانس کې د ګڼ شمېر نړیوالو مولاناپېژندونکو تر څنګ په کابل کې د ایران سفارت ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو د ایران سفارت به دې کنفرانس کې په دې پلمه ګډون ونکړ، چې دوی مولانا جلال الدین [color=blue:e6fc53dc0f] بلخی [/color:e6fc53dc0f] په رسمیت نه پېژني. دوی هغه ته مولاناجلال الدین رومی وایي ! نو پدې توګه وهاج صاحب ایرانیانو ته لو خدمت کوی.

والسلام[/quote:e6fc53dc0f]

غفار جانه وروره!! هیله کوم، چی له اخوا دیخوا خبرو تیر شي، او موضوعي څيړني او بحث ته راودانګي، تاسی څخه زه یوه پوښتنه کوم، او هغه داچي رومي ولي په غرب ډیر تقدیریږي، ددی سبب څه دۍ؟؟؟
بل په دی پوه شه، چی جلال الدین هم په بلخي مشهور دۍ، هم په رومي، او شهرت يي په رومي ډیر ځکه دۍ، چی ټول عمر يي دقونيي په ښار کی تیر کړۍ، او هلته ښخ دۍ، بلکه ځیني اشعار يي په ترکي ژبه ویلي، او همدارنګه ځوي يي دترکۍ ژبي شاعر وو، خبره دژبی نه ده، که خبره دژبی شي، خو بیا هغه هم ځمونږ لپاره افتخار نه دۍ، او که افتخار پری کوي په ثقافي مجال کي، نو اول يي ایرانیان پری کوي، په اوسني حدودو پخوانۍ افغانستان نه وو، بلکه دغه پورته شمالي منطقی ته خراسان ویل کیده، چی دا یو تاریخي حقیقت دۍ، له دی څوک نشي انکار کولاي، البته په هغه وخت کی ایران هم په اوسني حدود نه وو موجود، بلکه هغه هم په خراسان کي راته، نو که ایرانیان په هغه افتخار کوي، نو دژبي د لحاظه يي کوي، همدارنګه هغوي په حافظ شیرازي دشیراز دښار دۍ، او له رومي څخه په فارسی ادب کی کم نه دۍ، هم ایرانیان پری افتخار کوي، او هم پر سعدي يي کوي، خو چی کله بیا دعقیدي مجال راشي، نو بیا شیعه دغه یو هم مسلمان نه بولي، ښکنځل او لعنت پری وايي، ما ته یو ایراني په مدینه منوره کي وویل: چی حافظ سعدي له قبر سره ددوي یو امام که دیوه امام ځوي ښخ دۍ، قبر يي ډير ښه جوړ دۍ، او ښه قبه پری وهل شوي، او دحافظ سعدي قبر هسی یو عادي قبر دۍ، نو شیعه ګان چی کله دخپل امام زیارت او سلام ته راځي نو دهغوي په عقیده فی سبیل الله دحافظ سعدي پر قبر لاړي توکي، او یو څو لعنته پری وايي، خو که بیا دایرانیانو کتابونه ، اخبار، او مجلی ګوری نو ادبی برخه به يي حافظ سعدي نیولي وي.
ځما دا عقیده او نظر دۍ، چی حق تر هغه چا لوړ دۍ، عقیده تر هرچا او چته ده، او ددی مانع کیږم هم نه، چی دځینو ګمراهانو له ادبي کتابونو څخه ادبي استفاده وشي.

او دا هم واوره: شیعه ګان چی دایران دولس اکثریت، او په حکومت کي په کامله توګه برلاسی دي، هغوي پر ضد دوسعي تر بریده می ډیر کار کړیدی، او لا کوم يي، ځکه دغه ځمونږ هر اړخیزه دښمنان دي، او زه به هیڅکله داسی کار ونکړم، چی په جزئیي دهغوي لپاره چوپړ وي، دهغوي بامبړان می هم په نټ، او هم په مستقیمو خبرو کي پړ کړي، او دهغوي په عقیده کی کافي مطالعه لرم، زړه می ډیر څه غواړي ، خو وخت می کم دۍ، که نه زه دوسعی تر بریده له دغو ایرانیانو څخه تور نقابونه پورته کړم، چی حقیقت يي لا نور هم واضح شي، اګر چی اکثر افغانان ددوي خبث، عداوت، دښمني، حسد، او نفرت پيژني.
فی الحال دومره کافی ده.

ستاسی ورور


larghonay1
11.07.2007

وهاج صيب څېړنه همدې ته وايي ورځنۍ خبرې خو يو خبر دى او هرڅوك ترې خبرېږي كه داسې نه وي نو د بلخي تر مرګ وروسته كلونه تېر شوي دي ولې پر سمينارونه جوړوي او د ده په اړه څېړنې كوي؟
بله اړينه خبره دا ده چې اوس هم زموږ پښتنو په پاكو جوماتونو كې د جلال الدين بلخي صفتونه كوي نو بايد ملايان پر دې پوه شي او دا ورته ډېره اړينه ده.
وروستۍ خبره دا ده چې د ژوند تر پايه كه څوك په يوه بدۍ پوه شي او ترې راوګرځي دا يوه نېكمرغي ده او وهاج صيب په دې نېكمرغې كې شريك دى.
كه تر اوسه زمونږ پر طالبانو مثنوي جبري وه نو تر دې وروسته خو به ترې خلاص شي. د ثواب په نيت خو به يې څوك نه لولي كه د شوق او مطالعې زياتوالي په خاطر يې څوك لولي هغه د هر چا خپل كار دى خو تر اوسه په اكثرو مدرسو كې رسمي ده.
تر ټولو زه دې ته حيران يم چې د بلخي صيب دا كيسه هم په جوماتونو او مدرسو كې طالبان لولي چې (( ... را ديدي كدو را نديدي....). :lol:


pattang
11.07.2007

[quote:19b33cfddd]ستاسو خبره سمه ده، خو پدې باندې هم باید چې اعتراف وکړوو، چې د
مونږ د مظلوم ملت برخلیک همداسې دﺉ، چې یا له سواد څخه محرومه وو او یو او
یا که سواد او پوهه هم لروو زمونږ پوهه په اوس وخت کې د افغانستان د مظلوم
خلکو په درد نخوري.[/quote:19b33cfddd]

دمظلوم ملت په درد خو ته نخوړل کيږي ، داشغالګرو او لاسپوڅي رژيم لپاره کار
کوې ، نوکه د کار استعداد لرې او خپلې ډلې ته وفادار يې نو دلته په المان کې ولې
لکه ګيدړ خيرات ته پروت يې، خوورشه هلته خپلو ملګرو ته د کار وکړه ٠
غفاره!
ته پخوا هم دخپلو ګټو اخند وې ، ملا له تا څخه نشي جوړېدی٠

[quote:19b33cfddd]په ځای د ده چې محترم وهاج صاحب د خپلې پوهې څخه په افغانستان کې
د ناپوهۍ د لرې کولو په لار کې وکاروي، د ژبني او مذهبی تعصب په خاطر د
مولانا جلال الدین بلخی بحث یې پرانیستﺉ دﺉ، چې د نوموړي څرګندونو په
اساس نه دﺉ په فارس ژبې دومره تسلط لري او نه پخپله مولانا پېژندونکﺉ دﺉ او
نه تر اوسه کوم بل معتبر مولانا پېژندونکﺉ په دې بحث کې ګډون کړﺉ دﺉ. که
محترم ورور وهاج خوابدﺉ نښي ، د مولانا جلال الدین بلخی دغه د افغانستان د
ادبی، فلسفی او تاریخي ویاړ شخصیت تخریبول، د بامیانو د تاریخي بوداګانو
تخریب را پیاد کړ. د وهاج صاحب دغه عمل که یې نه غوښتل هم، مطلق د ایران په
ګټه ډه، ځکه هغوی لدی څخه انکار کوی، چې جلال الدین بلخی دﺉ، دا ځکه چې
بلخ نن ورځ په افغانستان کې پروت دﺉ.[/quote:19b33cfddd]

نو ستا په نظر به څوک مولانا پېژندونکی وي ? ايا حقيقت وېل بد کار دی ?
دا شيان چې ساپي صيب ليکلي دي ، ما مخ کې دستميانو په پاڼو کې هم لوستلي
چې هلته نورو خلکو دا بحث را منځ ته کړی وو٠
دا موضع خود فارسي ژبې له پوهې پورې دومره اړه نلري ، داخوتاريخي مسائل دي
په هره ژبه ليکل شوي دي٠
يو بل منا فقت دې دادی چې دباميانو بت له دې موضع سره څه اړه لري?
داخو دکلتوري اسارو يوه سابته مړه پاته شوې ماده په نني افغانستان کې وه او ده
نو ساتنه يې په دولت او افغانانو حتمي او ضروري وه اوده لکه په نوره نړۍ کې ،
چې دولتونه ميراثي پاته شوي کلتورونه ساتي ٠

دشرم ځای خو دلته دی چې ته په خبر هم نه پوهيږي :
څرنګه احمد شاه مسعود به هم ستا لپاره د افغانستان داسې لوی شخصيت وي
لکه homosexuell مو لا نا ? چې په خراسان کې پيدا ا و په ترکيه کې مړ شوی دی٠

[quote:19b33cfddd] د دې موضوع په هکله مې یو کیسه مې را پیاد شوه، چې د تېرې عیسوي
پېړۍ د اویایمو کلونو په نیمایي د خدای بښلي محمد داؤد خان د واکمنۍ په وخت
کې په کابل کې د رادیو افغانستان په لوی تالار کې د مولانا پېژندونکو یو نړیوال
کنفرانس جوړ شوﺉ و. په دغه کنفرانس کې د ګڼ شمېر نړیوالو مولاناپېژندونکو تر
څنګ په کابل کې د ایران سفارت ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو د ایران سفارت به
دې کنفرانس کې په دې پلمه ګډون ونکړ، چې دوی مولانا جلال الدین بلخی په
رسمیت نه پېژني. دوی هغه ته مولاناجلال الدین رومی وایي ! نو پدې توګه وهاج
صاحب ایرانیانو ته لو خدمت کوی.[/quote:19b33cfddd]
داسې قصې د ظاهر شاه په وخت کې هم وې ، خو داؤد ستا لږ ملګری وو ?
ايا روم په ايران کې دی ? ايا پارس يا ايران کوم وخت روم نوميده چې په ايرانيانو
دبلخي نوم بد لګيده او لګيږي ? مولانا خپله ځان بلخی بولي او که رومی ?
نود ا خو د افغانستان د دولت خپله لودګي وه اوده چې پردي زامن خپل بولي او
ديوه تاجکي اقليت پښې ور څټي او يو عتيقه هويت ورته پيدا کوي٠
غفاره !
په پردويو برسونو خپل غاښونه او خپله خوله مه پاکوه ،چې له يوې خوا بي کلتوري
دی او له بلي خوا سړۍ  مرض اخلي ،خو تا دومره برسونه استعمال کړي دي چې
جوړېده دې نور امکان نلري ٠


ghafar
11.07.2007

[quote:d1524b00f5]کيلو متره !
ستا ايمان سست دی هر چاته دخپل ځان ګمان مکوه ، پتنګ پردويو دالرو ته ضرورت نلري هغه خپل پاک دالر لري٠

اقتباس:
ياره داکرزی دی خدای خوارکیدا پتن، وبخښی پتنګ، ته دی يوڅوډالر ورکړی چی چوپ سی٠
پتنګه!!!!!!!!!
که ته يی په غلا کښی شريک کړی اولږ څه برخۀ درکړه، په ولا چی دطالب او اسلام اوپښتونولی نوم به بيا وانخلی٠ ستاټول مشکل همدا دۍ٠
k.m

_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ[/quote:d1524b00f5]
پتنګه لکه چې [color=green:d1524b00f5]پاک ډالر !!![/color:d1524b00f5] دې خلاص شوي دي، چې بیا هرې خوا ته خوله اچوې ! عجبه خبره ، په آلمان کې ډآلر؟؟؟ ډېر مه په غوصه کېږه ، مشرف به دلال مسجد له پیسو څخه خپلو وفا دارو اجنتانو یو څو پاک ډالر ولېږي ! هسې خپل کار ته دوام ورکړه!


pattang
11.07.2007

[quote:c67b772c86]پتنګه لکه چې پاک ډالر !!! دې خلاص شوي دي، چې بیا هرې خوا ته
خوله اچوې ! عجبه خبره ، په آلمان کې ډآلر؟؟؟ ډېر مه په غوصه کېږه ، مشرف به دلال
مسجد له پیسو څخه خپلو وفا دارو اجنتانو یو څو پاک ډالر ولېږي ! هسې خپل کار
ته دوام ورکړه![/quote:c67b772c86]

غفاره انډيواله ! ( لکۍ د ما در لنډه کړه )
اول خو دې دا لکۍ لږ لنډه کړه ، دليکلو لکۍ ددومره اوږ ده ده چې په لوستلو کې
ټوله په يوه مخ کې نه ځايېږي . کله د چې کړکۍ په تورو او کلمو ډکه شوه ، نو د
( انټر) تڼۍ زور کوه او يا يوټکی ږده چې لکۍ داسانه ولوستل شي ٠

زمادالرنه خلاصيږي ، هرورځ يې په خپل کار ګټم .
بي منطقه ايرو € خو له دالره جګ دی ،چې هر بانک ته ورشم د( ايرو) په ځای دالر
راکوي.
غفاره ! حقيقت ولې پټه وې ?
د سره چومات په قتل کې خو مشرف ، ستا ملګري چې افغانستان يې اشغال ګری
دی خوشاله کړل ، پتنګ ستا د اشغالګروملګرو دالرو ته مستقيم او ياغير
مستقيم کوم ضرورت نلري او نه له هغوخلکوڅخه دی چې خپل کور يې په کابل کې
اشغالګو ته په دومره جګه کرايه ور کړې وي، چې ساری يې په برلين او نيويار کې
هم نه ليدل کيږي او پخپله دا بيغيرته دلته د المان خيرات ته پروت وي اولدې کبله د
اشغالګروشته والي ته په افغانستان کې هر کلی وايې، ترڅو چې خپلې کرائي نورې
هم ټولې کړي ٠
تپ لانت دې پر داسې غيرت شي ٠


shokoor
11.07.2007

ګرانو دوستانو اسلام علیکم.
دغه مولانا جلال الدین که بلخی، رومی او یا په هر بل نوم یې یادوۍ په همدې
موجودو شرایطو کې د افغان ولس ته یې که تاجک دﺉ یا پښتون او یا د کوم بل قام
دﺉ څه زیان رسولﺉ دﺉ، چې د هغه ټغر یم هوار کړﺉ او په نوبت سره ورته سپکې
سپورې وایۍ. زه فکر نکوم که مولانا جلال الدین پښتنو ته او یا زمونږ هېواد کوم
بل قام ته بد ویلي وي، چې اوس د احمد شاه مسعود انتقام د هغه له همژبي څخه
اخلۍ. مونږ خو یو وار له ځانه وپوښتو چې آیا زمونږ ټوله کړنه د موجودو منلو شویو
اخلاقی نورمونو او ستاندرد سره سمون لري؟؟؟
مونږ وینو چې په همدې فاروم کې بې لدې چې د بحث نور ګډون کوونکي و پېژنو او
یا کوم نور مستند اسناد ولروو پر هغو ډول ډول بی مسؤلیته تورونه لګوو او نور
څه څه ندي چې ورته نه وایوو او په بد حالت کې ورته کنځاوې هم کوو او له بلې خوا
بیا ځانته دا جرأت ورکوو او د مولانا جلال الدین بر اخلاق تبصرې کوو!!!

پاک الله دې مونږ ته سمه لارښوونه وکړي! آمین یا رب العالمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more