نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتو فلمون ته خو اوس پښتنې راغلې : لومړی ټوک
ashna
14.06.2007
[color=blue:d9f12b7868]پښتو فلمونو ته خو اوس پښتنې راغلې : لومړی ټوک[/color:d9f12b7868]
ټوله اسلامي نړۍ او په ځانګړې افغانستان د اغزو نه په ډکه لاره روان دی یهودیانو داسې یرغل کړی دی چې زمونږ داځوان کول خو څه کړې چې د دوی مېندو او پلرونو هم د دغه یرغل په وړاندې خپله وسله په ځمکه ایښودې ده.
او دغه یرغل زمونږ په تفریحي ځایو باندې شوی دی چې پکې فلم سنیما راډیو ټلویزن کنسرتونه او ټنګ ټکور ته ورته نور ځایونه راځي لنډه دا چې تفریح د انساني فطرت یو ضرورت دی چې د دغې نه بایدانسان محرومه نشي او محرومه کول هم ندي پکار ځکه چې ټوله ورځ انسان د خوارۍ غریبۍ په لټه کې وي او د دې سره سره بیا د سوچونو اوچرتونو توفانونو ورپسې اخستی وي او اعصاب یې د هغه چا خبره ټوکر ټوکر شوی وي چې د دغې ټوکر ټوکر اعصابو، دماغو، او د زړۀ د دمې لپاره تفریح اړینا ده .
او په دغه ځاینو باندې یرغل زمونږ د لوی دښمانانو د ډلې نه یهودیانو او هیندوانو کړی دی چې زمونږ دغه دښمانان زمونږ پدې فطرت پوهه شوي دي او په ډېر مهارت سره یې په مونږ کې د فحاشۍ او د جنسي خوند جراثیم پرېښې دي ځکه چې هر کس نا کس بسلمان خو فلمونه کتل غواړي او همدغه شان د دغه فلمونو اخلاق رېبلو کیسې شهورت مومي او نتایج یې زمونږ د ماشومانو د اخلاقو په تباهۍ تمامېږي او که په بل ډول یې ووایو نو دښمن په خپل مقصد کې خورا لاس ته راوړنې کړي دي او لاس ته راوړنې به ولې نه کوي چې دغه ټول ځایونه د همدغه یهودیانو سره دي چې بېلګه به یې راډیو ترې راواخلم که په هېواد کې ده او که په بهر کې ده چې مشران یې خپله یهودیان دي او خبرلوڅي یې بسلمانان دي خو پدې کې دغه خبرلوڅوته هم ګونا نشته ځکه چې دوی د خپل پادار د تګلارې سره سم ګړزیږي او د انسان په هغه صفاتو به خپرونه څرخوي چې په ټولنه کې به هېڅ اهمیت نلري خو په اورېدو یې کورنی ماحول لوړي بوړي کېږي لکه یوه راډیو دې پښتو فلمونه د برید لاندې راولي چې په هغې کې به دې خبرو ته ځای نه وي چې یوې پنجابۍ فلمي پېغلې خوشبو د پښتو فلمونو یو زلمي اربازخان سره وادۀ وکړو چې د پښتو فلمونو د منل شوي ستوري آصف خان زوي دی چې پېغله د ارباز خان سره د وادۀ نه وروسته پنجابي فلمونه پرېښودل او غواړي په پښتو فلمونو کې تور سر سپین کړي چې د پېغلې په وینا د اربازخان سره د خوشحاله ژوند تېرولو سره ځان یوه پښتنه احساسومه (افرین دغې ته اوس پښتون واي مونږ هم ورسره وادۀ کړی دی چې پښتنه خو څه کړې چې افغانه هم راله نه مني شی لاړو رانه افغانستانی شو)
خو د هیندو امتابچن وادۀ ته به یې خپرونه ځانګړې کړې وي او دغه څه کړې چې دا نوې پښتنه به بیا د هغو نجونو په کتار کې ودروي چې هېڅ فلمي نوم او حېثیت به نلري .......... نور بیا
میوند اشنا
د خپل خراب نه دفاع کوه چې ښه ته دې څوک په بده ونه ګوري
ashna
17.06.2007
ښاغلی کوشان ستاسې دا قلم خو لیکل کوي کوي او په عربو یې د سیایي وروستی څاڅکی در سره الله په اماني وکړي چې دا نور کفار ترې نه د الله په امن کې پاتې شي دوی خو هم مونږ سومبه کړي یو او نور هم لګیادي سومبه کويم او کاش چې زه هم دعربو په شان مسلمان خو وای چې هم مې کلتور پېژندلی وای او هم مې خپله خاوره او انسانیت پېژندلی وای نو اوس چې زه ټول سنت او فرضي رکعتونه په یو قل هولله احد باندې کومه او بل سورت مبارک مې ندی زده او نه یې په مانا پوهېږم نو زه به څه په ټولنه کې د الله ج دین خپور کړم او څه به خپل ولس او ځان ته خدمت وکړم او همدغسې ځان هم درواخلئ که په هره عقیده او مذهب یاست نیمګړتیاوې درکې شته لکه په ما کې چې دي چې همدا زمونږ د ناپوهۍ دلیل دی چې د یوبل قامي هویت او مذهب پورې په نه څه خبره نښلو او پدې کار سره مو تل خپل کور کې غم دی
نو زمونږ په هغه کونړۍ اصطلاح بیا به خود همدغسې پرتې وایو لکه دا چې یې وایو او تر کومه چې زمونږ د کلتور خبرې دي دا راته يو څه سمې ښکاري ځکه چې زمونږ خو ملکې مخ ښکاره کړو او شاه مو نه يوازې سلطنت پرېښود بلکې د هېواد هم په تېښته ووت نو اوس که دا خلک همغه فطرت لري دا خو سم کار ندی ٠
تل خوشحاله وسئ اشنامو:
خاندۍ ـ خاندۍخندا تاسو سره زيب کا
کوشان پريږدۍچې کړي توی خپل د زړه وينې
اوښکې وينې چه زه ژاړم علت دادی
چه خپل قوم راته وهي نغمې غمګينې
salam
19.06.2007
ډیره د خوشحالﺉ خبره ده چې د پښتو ثقافت پښتا نهء پخپله پیش کوی اشنا صیب خواشینی کیږه مهء تر څو به پښتانهء دعربو او یا نورو نورو پهء تمعه ناست وی دا هم ډیره لویه خبره ده چې هر پښتون ته قل هو یاده ده .یو عربی ته هم پښتو نهء ده یاده نهء پری زمونږ زور شته چې یاده ﺉ کړی .بیا پهء مونږ کومه ګلﺉ راښکته شوی چې عربانو ته ځان ماما خوری کوو.
momtaz
19.06.2007
ashna ورور او نورو دوستانو السلام علیکم
[quote:ac97c9add4] کاش چې زه هم دعربو په شان مسلمان خو وای چې هم مې کلتور پېژندلی وای او هم مې خپله خاوره او انسانیت پېژندلی وای[/quote:ac97c9add4] څرګنده نده چې تاسې د کومو عربو پر ځای وای؟ وروره د شپږمې پېړۍ له خوبونو څخه ویښ شه او د نن ورځې عربو تماشې وکړه !
لبنان:
http://youtube.com/watch?v=nrJ-GHa3ufI&mode=related&search=
د خلیج هېوادونه:
http://youtube.com/watch?v=2P0dMaLiYA4&mode=related&search=
مصر:
http://youtube.com/watch?v=cqOwiTzXMZY&mode=related&search=
سوریه:
http://youtube.com/watch?v=MBUqSPEt4z8&mode=related&search=
تونس:
http://youtube.com/watch?v=S6uFEoDoQwo&mode=related&search=
http://youtube.com/watch?v=c8YB-piHPeE&mode=related&search=
آشنا وروره ښه مسلمان و اوسه خو په مجموع کې د عربو د مسلمانۍ ارمان مه کوه!
والسلام
pattang
19.06.2007
ممتاز خانه سر پورته ونيسه ،تاسو هم د اشغالګرو او کرزي له برکته کم نه ياست :
http://www.youtube.com/watch?v=uhC00kA4avY
طالبانو به وېلې : دعربو څه او څه کړي هغه کله مسلمان دي ( مطلب يې عياش
او غيرې شريعي عرب وو ) ار مان چې دحضرت رسول هلته خښ نوی.
نوکه خدای پاک دوی ته بری ورکړ ،نو انډيواله قسم په خدای چې ستاسو خولې
به هم در وچې کړي٠
momtaz
20.06.2007
ګرانو دوستانو السلام علیکم
[quote:8b58f33a4b]نوکه خدای پاک دوی ته بری ورکړ ،نو انډيواله قسم په خدای چې ستاسو خولې به هم در وچې کړي٠[/quote:8b58f33a4b]
خبره مو بیخي سمه ده، ځکه د افغانستان خلکو د دغو تورو ذهنیتونو د واکمنۍکارنامې تجربه کړي دي. دا جاهل لښکر نه یواځې خولې ستا په خبره وچې کړې وو، بلکه دخلکو لاسونه، پښې او سرونه هم غوڅ کړي او دهغو ذهنیتونه وژلي وو. زه به د پرې شوییو سرونو، لاسونو او پښو د تصویرونو د را نقلولو څخه تېر شم.
pattang خانه ، ښه شو چې تا هم د خپله توره بڼستپاله څېره بر بنډه کړه .
والسلام
pattang
20.06.2007
انډيواله چې راڅخه ازار نشې ، تا خو دوکانداري را سره شروع کړې ده ، زه يو شی
منځ ته راوړم اوته بل شی را مخته کوې او راباندې خرڅوې يې ، داسې نکيږي٠
[quote:ce420f2812]خبره مو بیخي سمه ده، ځکه د افغانستان خلکو د دغو تورو ذهنیتونو د
واکمنۍکارنامې تجربه کړي دي. [/quote:ce420f2812]
تور ذهنيت ? اوس کوم ذهنيت لرې ? هلته پټ وو اوس لوڅ شول ، هلته غلا ، زنا
فاحشه ګيري منع وه او درنه جزايې لرله اوس هر څه ازاد دي ،نه قانون شته نه جزا
نن د يوه سبا دبل ? هلته مدرسې او ديني علوم وو، اوس مکتبونه چې په څنګ
کښ يې هره فاحشه ګيري شروع ده اودښځو د حقوقو په نامه په وزير اکبر خان کې
د سيکس اوګله ئيزې فاحشه ګيري امتحاني ترانينګونه روان دي ٠
اوس پخپله فکر وکړه چې کوم يويې زمونږ کلتور ته نږدې اوکوم يو يې زمونږ له
دين او کلتوره څخه لرې اوپردی دی ?
[quote:ce420f2812]دا جاهل لښکر نه یواځې خولې ستا په خبره وچې کړې وو، بلکه دخلکو
لاسونه، پښې او سرونه هم غوڅ کړي او دهغو ذهنیتونه وژلي وو. زه به د پرې شوییو سرونو، لاسونو او پښو د تصویرونو د را نقلولو څخه تېر شم. [/quote:ce420f2812]
اوس خو به يې څه زدکړي وي زه ګمان نکوم چې دوی د هغه پخوانۍ نظر يې ولري ?
پښې ، لاسونه اوسرونه ،خو له پخوا څخه اشغالګراوس ډېر پرې کوي ، يوازې نوم
يې بدل دی او يوه بل ډول مېديايې پروپاګنده ورته کيږي ، تيره او نۍ اشغالګرو د
٧ کوچنيانو ژوند په پکتيا کې لنډ کړ٠ هغه دوه درې تصويره د پنجيانو له پاڼو
څخه يو داسې شی دي لکه څاڅکی په درياب کې ، ته ولې د مزار ، دشتې ليلې ,
شبرغان ، د هغو شخصي بنديخانوعکسونه چې دکابل د شار په منځ کې و ې ,
ولې نه راوړې ? ته د هغو بمباريو عکسونه ولې نه راوړې چې په زرګونوبېګناه
پښتانه يې له تيغه تېر کړل ، ته د اشغالګرو د قتل عام عکسونه ولې نه راوړې چې
زړه يې وشې داسې مرګ کوي لکه څوک چې چرګان وژني , چې نه مل پريږدي نه بل ٠
[quote:ce420f2812]pattang خانه ، ښه شو چې تا هم د خپله توره بڼستپاله څېره بر بنډه کړه . [/quote:ce420f2812]
دغه ټيټل خو تا ماته مخ کې هم را کړی وو? ، لدې سره زه عادت شوی يم ٠ پتنګ له
هيچا څخه نه ډارېږي ، ځکه چې په هغه خپل پښتون قوم او کلتور يې ډېر ګران دي.
اشغالګر ګوره چې له 20000 زره کيلومتره لرې ځايه ځخه راځي ،مونږ په مختلفو
نومونو توره وي ،په دالرو مو اخلي او خپل مردار کلتور او سيستم په زور را پکښې
رواجوي نو ولې پتنګ د خپل قوم لپاره هرې قرباني ته تيار نوي.?
مرګ د وي په افغان نالت ګوند او دکرزي په ګوډاګي دولت٠