د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خالد ابدالي څوک ؤ ؟

hewad
13.06.2007

قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
پۀ يوه سندره کې چې ښاغلي خيال محمد بللې ،ما دا لاندينی شعر اورېدلی دئ٠

خالد ابدالي غوندې تېر شوي ستا نيکونه
چې مېړانه باندې يې فخر کاندي تاريخونه
١ - خالد ابدالي څوک ؤ او څۀ مېړانه يې کړېده؟

٢ - لوی احمدشاه بابا خپل يوۀ شعر کې داسې وايي !
د فريد او حميد دور بۀ بيا شي
چې پښتانۀ پر هر لوري کاندي تاختونه

فريد خان د شېرشاه سوري نوم دئ ٠ حميد څوک ؤ ؟

د ازادخان او لوی احمد شاه بابا تر منځ اختلاف ؤ ٠

٣ - ازاد خان څوک ؤ ؟
٤ - د ازاد خان او لوی احمد شاه بابا اختلاف پر څۀ ؤ؟

هيله ده چې ګران هېوادوال معلومات راکړي٠
پۀ درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more