نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
جهاديان ګرده يو مخ دي
Anonymous
13.06.2007
نن مي په يوه سايت کي دا خبر ووايو چي فلسطين کي حماس او فتح د مجاهدينو ګوندونه په جګړو کي ديرش مسلمانان وژلي او جګړه توده روانه ده
د حماس او فتح ترمنځ دا جګړي له هغي وروسته راپيليژي چي دواړو خواوو د سعودي په مکه شريفه کي د جنګ نه کوو قسمونه وخوړل
که مو په ياد وي افغاني جهاديانو هم د خپلو خلګو او افغاني مسلمانانو له پراخه وژني وروسته په مکه کي د جنګ نه کولو قسمونه وخوړل او بيا يي هم د افغاني مسلمانانو په کپرو کي ويني وڅکلي
نو يوه پوشتنه راڅخه پيدا شوه چي ولي ټول جهاديان لومړي خپل وطنونه ورانوي خپل خلګ وژني او بيا چي په مکه شريفه کي د جګړي د نه کولو قسم وکړي او خپل وطن ته ستانه شي نو د يو بل ويني څکي؟
منلی
13.06.2007
سلامونه
[quote:227aa6c0dd]نن مي په يوه سايت کي دا خبر ووايو چي فلسطين کي حماس او فتح د مجاهدينو ګوندونه په جګړو کي ديرش مسلمانان وژلي او جګړه توده روانه ده
د حماس او فتح ترمنځ دا جګړي له هغي وروسته راپيليژي چي دواړو خواوو د سعودي په مکه شريفه کي د جنګ نه کوو قسمونه وخوړل
که مو په ياد وي افغاني جهاديانو هم د خپلو خلګو او افغاني مسلمانانو له پراخه وژني وروسته په مکه کي د جنګ نه کولو قسمونه وخوړل او بيا يي هم د افغاني مسلمانانو په کپرو کي ويني وڅکلي
نو يوه پوشتنه راڅخه پيدا شوه چي ولي ټول جهاديان لومړي خپل وطنونه ورانوي خپل خلګ وژني او بيا چي په مکه شريفه کي د جګړي د نه کولو قسم وکړي او خپل وطن ته ستانه شي نو د يو بل ويني څکي؟[/quote:227aa6c0dd]
ځکه چی دا فی سبیل الله جهادیان نه بلکی دقدرت اوپیسی جهادیان دی داسی خلکوته جهادیان نه فسادیان ویل کیږی
دایواځی په جهادیانوکښي نه بلکی د داسی خلکو کمی په هیڅ مذهب کښی نشته لڼد مثال یی خلقیان اوپرچمیان دی چی له فسادیانو ډیر بی شرمه وو تر دی پوری چی بی ګناه خلک خو یی څه بی کوره کړل اوڅه یی شهیدان کړل بلکی په خپل مینځو کښی لکه دګور چنچیان یوبل هم ختم کړل . همداسی داوسنی ډیموکراسی ټیکه داران له خلقیانو اوپرچمیانو یوقدم وړاندی بی شرمه دی بی ګناه خلک مړه کړی افسوس خونشته دترورست نور پری کیږدی بوش ددوه لکه عرقیانو دمرګ سبب شوو اسرائیل یی همداسی .........لڼده داچی د داسی خلکو کمی په هیڅ قانون کښي نشته
صافی
14.06.2007
[color=darkblue:465b9b4171]( جهاديان ګرده يو مخ دي)[/color:465b9b4171]
خانجان ورورته سلام :
وروره! زه داسې فکر کوم چې دا دسړی د دید اونظر پورې تړلې موضوع ده . چې د سړی د سترګو په کومه برخه کې نقصان دﺉ، درنګونو ترمنځه توپیر!!! او که دنژدې او لري لیدلو!!!
ځینې کسان داسې هم شته چې تور اوسپین یوشانتی وینې ،دحلوا اونبات، اوتبوره کاه ،اوکنجې ربات ــ ترمنځه توپیر خو پریږده.
[quote:465b9b4171]
نن مي په يوه سايت کي دا خبر ووايو چي فلسطين کي حماس او فتح د مجاهدينو ګوندونه په جګړو کي ديرش مسلمانان وژلي او جګړه توده روانه ده
د حماس او فتح ترمنځ دا جګړي له هغي وروسته راپيليژي چي دواړو خواوو د سعودي په مکه شريفه کي د جنګ نه کوو قسمونه وخوړل
که مو په ياد وي افغاني جهاديانو هم د خپلو خلګو او افغاني مسلمانانو له پراخه وژني وروسته په مکه کي د جنګ نه کولو قسمونه وخوړل او بيا يي هم د افغاني مسلمانانو په کپرو کي ويني وڅکلي
نو يوه پوشتنه راڅخه پيدا شوه چي ولي ټول جهاديان لومړي خپل وطنونه ورانوي خپل خلګ وژني او بيا چي په مکه شريفه کي د جګړي د نه کولو قسم وکړي او خپل وطن ته ستانه شي نو د يو بل ويني څکي؟
[/quote:465b9b4171]
momtaz
14.06.2007
ګرانو دوستانو السلام علیکم
خدای دې خیر کړي، لکه چې صافی ورور هم کواکې جهادي وخوت. که نه نو د خانجان په لیکنه دا ډول غبرګون؟؟؟
والسلام
pattang
14.06.2007
يو بل نه سره وينو خو زه ګمان کوم چې ککړ شوی انسان يې .
ولې ? جهاديان او جهاد کوم نقص لري ، هغوی خو له هيواد ، دين او ناموس
څخه هر وخت دفاع کړې او يو لوی اسلامي تاريخ لري٠
هر وخت يې دپرديو او اشغالګرو په مقابل کې خپل بيرغ پورته کړی دی٠
کمونستتان خو ئي بايد بد ونه وايې ، ځکه چې دوی په جهادي پروڅيس
کې دبې قيمته روبلونو په ځای د دالروخاوندان شول او د خټو کورون يې په
ماڼيوبدل شول ٠ له نور تفصيله به تېر شم .
[quote:39b0ea9042]ګرانو دوستانو السلام علیکم
خدای دې خیر کړي، لکه چې صافی ورور هم کواکې جهادي وخوت. که نه نو د خانجان په لیکنه دا ډول غبرګون؟؟؟
والسلام[/quote:39b0ea9042]
momtaz
14.06.2007
pattang خان صاحب تاسې خو ولله یو ډېر بې ادبه شخص یاست ، خو زه نه غواړم تاسو ته بالملثل ځواب درکړم![quote:b88d1bddea]جهاديان او جهاد کوم نقص لري؟[/quote:b88d1bddea]
ځان په ټګي کې مه وهۍ او موضوع په عامه توګه مه مطرح کوﺉ . تاسې ښه پوهېږﺉ چې زمونږ بحث پر بې اتفاقه فلسطینیانو او زمونږ معلوم الحاله جهادیانو چې اوس ټول هېوادوال پدې پوهېږي، چې دوی نه دخدای لپاره او نه دهېواد لپاره جهاد کړﺉ و، بلکه دوی د پیسو او د قدرت لپاره د جهاد له نامه څخه ناوړه ګټه پورته کړله. هغه ریښتیني جهادیان یا در په دره بې وزلي خواره واره ګرځي او یا دغه ستا ګواکي جهادیان هغه پاک طینته مظلومان مرګ ته وسپارل، چې اوس تر خاورې لاندې پراته دي. دا عملیه نن هم دوام لري ، خو تر یوې بلې پلمې لاندې چاودیدونکي توکي پر معصومو هلکانو تړي او دوی سیده جنت ته لېږي. د غو مظلومو ځوانانو لارښود ملایان، مولویان او امیران پخپله نه غواړي، چې جنت لاړ شي !!! دوی غواړي چې د جهاد له مېوې څخه خوند یوسي !!!
آیا ستاسو همدغو جهادیانو په مکه معظمې کې قسم و نه خوړ، چې جګړې بس کړي او تاسې خو پوهېږﺉ چې هغو بیا څه وکړل او لا کوي یې؟
pattang
14.06.2007
چې نه پوهيږي غوږدې ونيسي ګناه يې نشته خو چې پوهيږي او ځانونه تېره وي
دهغوی ګناه نه بخښل کېږي٠
وروره ته هم داسې شوې لکه جنرال جرعت چې په سپينو ستر ګو يې لوی څارنوال
وډباوه ،کرزي خيلو ته ئي په مخ څا پېړ ه هم ورکړه او په اخير کې يې ملا مت هم
لوی څارنوال وباله ٠
داڅه شی دی :
[quote:c3d3a145d6][size=24:c3d3a145d6]...لکه چې صافی ورور هم کواکې جهادي وخوت.....[/size:c3d3a145d6][/quote:c3d3a145d6]
صافی
14.06.2007
ممتازه! پر تاهم لکه چې د عقلی بصیرت سترګی پټی وي! تاهم لکه چې داعنوان نه دﺉ لیدلای،[color=darkblue:1efd665135](جهاديان ګرده يو مخ دي)[/color:1efd665135] ددې څخه داسی قیاسیږی چې ته میرویس نیکه اوګرګین، غازی ایوب خان او انګریز،اکبرخان او مکناټن،دوستم او اودهغه په مقابل کې دحق دلاری سپیڅلی مجاهیدین اوشهیدان ، روسان او افغانان ټول یوشانتی وینی . داخبرې ټولی په دې معنی دي : لکه یو وړوند ته څوک یوه لویه جارو په لاس کې ورکړی چې کور را ته جاروکړه. که داسی وی نوبیا تاسره خبری اصلاً ندی به کار. که د دغه سپیڅلی جهاد برکت او مجاهیدینو ایثار اوقربانی نه وﺉ ستا نوم به اوس ممتازاوف وﺉ په هر صورت: دجهاد مفهوم ډیر براخه جوانب لری چې که خیر وو یازه اویا نور ورونه به یی درته بل وخت پوره تشریح کړوو.
[quote:1efd665135]
ګرانو دوستانو السلام علیکم
خدای دې خیر کړي، لکه چې صافی ورور هم کواکې جهادي وخوت. که نه نو د خانجان په لیکنه دا ډول غبرګون؟؟؟
والسلام
[/quote:1efd665135]
momtaz
14.06.2007
صافی صاحب سلام،[quote:90c39329d6]پر تاهم لکه چې د عقلی بصیرت سترګی پټی وي! تاهم لکه چې داعنوان نه دﺉ لیدلای،(جهاديان ګرده يو مخ دي) ددې څخه داسی قیاسیږی چې ته میرویس نیکه اوګرګین، غازی ایوب خان او انګریز،اکبرخان او مکناټن،دوستم او اودهغه په مقابل کې دحق دلاری سپیڅلی مجاهیدین اوشهیدان ، روسان او افغانان ټول یوشانتی وینی[/quote:90c39329d6]
محترمه، مخکې لدې چې د خپلې کیسې وکړﺉ ، ښه به دا وي چې د بحث موضوع د عنوان بر سېره د هغه محتوا هم ولولﺉ! د بحث موضوع په محتوا کې واضح راغلي، چې مقصد له کومو جهادیانو څخه دﺉ:[quote:90c39329d6][color=blue:90c39329d6] حماس او فتح ترمنځ دا جګړي له هغي وروسته راپيليژي چي دواړو خواوو د سعودي په مکه شريفه کي د جنګ نه کوو قسمونه وخوړل
که مو په ياد وي افغاني جهاديانو هم د خپلو خلګو او افغاني مسلمانانو له پراخه وژني وروسته په مکه کي د جنګ نه کولو قسمونه وخوړل او بيا يي هم د افغاني مسلمانانو په کپرو کي ويني وڅکلي ، نو يوه پوشتنه راڅخه پيدا شوه چي ولي ټول جهاديان لومړي خپل وطنونه ورانوي خپل خلګ وژني او بيا چي په مکه شريفه کي د جګړي د نه کولو قسم وکړي او خپل وطن ته ستانه شي نو د يو بل ويني څکي؟[/color:90c39329d6][/quote:90c39329d6]
نن شپه به مو په نړیوالو خبرونو کې دقسم خوړلي فلسطینیو کارنامې لیدلې وي چې دخپل فلسطینی محبوس ورونه نیږدې لوڅ لغړ نندارې ته وړاندې کړي وو . دا شو جهاد!!
پتنګ لیکی[quote:90c39329d6]وروره ته هم داسې شوې لکه جنرال جرعت چې په سپينو ستر ګو يې لوی څارنوال وډباوه[/quote:90c39329d6]
دا دین محمد جرأت هم خو ستاسو د جهادیانو له ډلې څخه دﺉ !
والسلام
صافی
14.06.2007
ممتاز صاحب!زه هم سلامونه وړاندی کوم
وروره! مجاهد ، مجاهدین اوجهاد ټول د – سیاف، ربانی، مسعود،حضرت ،پیر،اود نورو، پر نومونو شرمیږی. دغه کسان په مجاهدینو کې شمیرل دجهاد اصلی مفهوم ته سپکاوی دﺉ. هرې ډلې ته مجاهدین ویل او یا هر جنګ ته جهاد ویل په اصل کې داسلامی نړۍ خسیی کول دي، چې یواځی دغربیانو او اسرایلو دګټو خوندی کول ترې هدف دﺉ.
دا هغه پروپاګند دﺉ چې په لړ کې یې معاصره استعماری ځواک ،اونورې غربې او اسرایلی بنسټپاله ډلې غواړی دښکیلاګرو په مقابل کې دمقاومت دود اوکلتور د منځه یوسی. اویوشمیر ساده ګان هسې په پټو سترګو دعین مفاهیمو دکارولو تقلید کوي . داراز زهری تبلیغ که دبهرنی دښمن له خوا کیږی ګیله تری نشته ، ولې که مونږ په خپل لاس خپل ملت دخپلو تاریخی ویاړونو،اوکلتوری تاریخ څخه تصفیه کوو منتهی ذلت دﺉ چې مرګ ترې بهتردﺉ.
ممتاز صاحب! واړه مفاهیم لوې معناوي لری اوموضوع باید په دومره سادګۍ ونه نیول شي. داعنوان یو ډیر غلط عنوان دﺉ(جهاديان ګرده يو مخ دي)
[quote:d8bde5d5e0]
دا دین محمد جرأت هم خو ستاسو د جهادیانو له ډلې څخه دﺉ !
[/quote:d8bde5d5e0]
Anonymous
15.06.2007
[quote="صافی"]وروره! مجاهد ، مجاهدین اوجهاد ټول د – سیاف، ربانی، مسعود،حضرت ،پیر،اود نورو، پر نومونو شرمیږی. دغه کسان په مجاهدینو کې شمیرل دجهاد اصلی مفهوم ته سپکاوی دﺉ. [quote]
نو ايا دوى چي د امريکا پر ملاتړ په افغانستان کي کوم جهاد کاوه هغه يي افغان ملت ته سپکاوي کړي دي؟ ته اوس دا خبره راسره مني؟ ايا دوي اسلام شرمولي دي؟
صافي کاکو که القاعده - طالبان - رباني - حکمتيار - ايي ايس ايي - الفتح - حماس جهاديان ندي نو بيا جهاديان څوک دي او نخشه يي څه ده؟
صافی
15.06.2007
[quote:a182eb1f3d]
نو ايا دوى چي د امريکا پر ملاتړ په افغانستان کي کوم جهاد کاوه هغه يي افغان ملت ته سپکاوي کړي دي؟ ته اوس دا خبره راسره مني؟ ايا دوي اسلام شرمولي دي؟
صافي کاکو که القاعده - طالبان - رباني - حکمتيار - ايي ايس ايي - الفتح - حماس جهاديان ندي نو بيا جهاديان څوک دي او نخشه يي څه ده؟
[/quote:a182eb1f3d]
خانجان [color=darkblue:a182eb1f3d]وراره![/color:a182eb1f3d]
دذکر شوو کسانو په اړه زما ځواب هو، اوبلی دﺉ. اوعلت یې هم یوڅنا څه ستاسو داحساس څخه (ولوکه دمقابل لوری هم ښکاری )څرګند دﺉ. نوموړو کسانو دډیرو با شهامتومیړنو اوسرلوړو افغانانو پر پاکو وینو اوبرحقه جهاد دهیڅ راز معاملو سرفه ونه کره،اودمجا هدینولاسته راوړنې اوویاړونه ،او هرڅه یې دخپلو شخصې ګټو نه جار کړل.نوموړو کسانو جهاد نه دﺉ کړﺉ .جهاد هغو غازیانو کړﺉ چې محض یادونه یې ریا ګڼی اویا هم دحق په لار کې په شهادت رسیدلی.
که زمادالیکنه په ځواب منﺉ ،ښه اوکنه : دجهاد دمفهوم په باره کې زما اقتراح او توصیه درته دا ده چې دکوم مخلص استاد څخه څه معلومات ترلاسه کړﺉ .
په مخه مو رڼا