نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان هم افغان وژني بهرنیان هم افغان وژني آخر تر څو؟
Miwand Patang
13.06.2007
زمونږ د ګران هېواد افغانستان اوسنيو ګډو وډو حالاتو، جګړو، ناامنيو، وژنو، تښتونو، پټاوونو،ځانمرګيو او نورو ناخوالو هر افغان په ډېرو عجيبو او غريبو فكرونو كې اچولى دى هېڅ نه پوهېږي چې آخېر ولې او تر څو به زموږ په برخليك لوبې كېږي، تر څو پورې به د طالب، القاعده، ټوپكي، خلقي، پرچمي، اخواني، بنسټ پال، جاسوس او حتى انجينر، ژورنالست، ډاكتر او نورو په نومونه وژل كېږو، آيا زمونږ دغه بې پايه ناورين چې زمونږ ټول ځوان نسل په همدې ناخوالو او ناورين كې رالوى شوڅه وخت پاى مومي، آيا داسې يوه ورځ به هم راشي چې مونږ په خپل هېواد كې پرته له كومې وېرې يوه او بله خوا وګرځو. د خپل هېواد هرې سيمې ته لاړ شو، د هر ټبر او هرې سيمې ستونزې، دودونه او كړنې ووينو،د هري سيمې له ښكلې هوا او خوندور چاپېريال څخه خوند واخلو. خو په اوسني وخت كې هېڅ امكان نشته چې په خپل هېواد كې ارام وګرځو، زمونږ دا لږه شمېره زدكړي كسان د مړينې له وېرې خپله زدكړه پټوي د خپل ځان د ساتلو لپاره په بېلابېلو سيمو كې د خپل ملك وګړو ته وايي: زه خټګريم،تركاڼ يم، هټىوان يم... والله كه مې هېڅ هم زده وي. آيا تر كومه پورې به دغه ناورين روان وي، آخېر افغانانو څه ګناه كړې ده. آيا دا يې ګناه ده چې غلامي نشي منلاى، پرته له دې خو افغانان بله ګناه نلري. كوم اسلام د انجينر، ډاكټر او نورو پوهانو مړينه روا بللې، خو پوښتنه دلته ده چې دغه بې منطقه طالبان او ملاصاحبان څوك دي او دوى ته دا نظريات څوك وركوي چې خپل مسجد، ښوونځى، مدرسه او روغتون ړنګ كړه. پوښتنه دلته ده چې دغه بې منطقه كسان دكوم ملك محصول دى؟ امريكا، انګرېز، پاكستان ،اېران ، هند، روسيه او كه څوك!
طالبان وايي په افغانستان كې جهاد فرض دي، طالبان نه بلكې پاكستان وايي، مولانا صاحب فضل رحمن وايي دغه ښاغلى په لويو غونډو كې وايي په افغانستان كې جهاد فرض دى ځكه چې هلته امريكايان دي اسلام تر پښو لاندې كېږي، اوپه پاكستان كې جهاد نشته ځكه چې دلته امن دى، خو د مولانا فضل رحمن په نظر د افغانستان ښوونځى، روغتون،مسجد او هره دولتي ودانۍ ړنګول جهاد دى خو (!) په پاكستان كې د مولانا صاحب په نظر: فاحشه خانه سينما، او نورې هرې نارواوې جواز لري هلته بيا جهاد نه دى روا. مولانا صاحب ته د كوم اسلام له مخې زما مسجد ړنګوې، ښوونځى او روغتون مې سوزې، پل او سړك مې د جهاد په نامه الوزوي، اما په لاهور كې د سړك په غاړه فاحشه خانې دې پرانيستې پرې اېښې، ستا د كوم اسلام له مخې زماد ښوونځى او روغتون ړنګول روا او ستا د سينما او فاحشه خانو ړنګول ناروا دي؟ آيا اسلام يو اسلام دى او كه تا د پاكستان د ګټو لپاره كوم بل اسلام پيداكړى دى. ستا د مولاناد نوم په اړه هم زه پوښتنه لرم، چې دادې له كومه كړى، انګرېزانو دركړى او كه امريكايانو؟ له همدې نامه څخه ناوړه ګټه اخلې.
تا خو د پاكستان له ګټو ټول اسلام ځار كړ. آيا طالبانو دومره ځواك له كومه كړ دوى خو په غرو كې هېڅ هم نلري. دوى څوك اكمالوي، دانظريه څوك وركوي چې اجمل نقشبندي ووژنه خو فرانسوى خوشې كړه، افغان بې وسه ډرېور ووژنه او ايټالوى خوشې كړه؟
زما په فكر به هېڅ افغان او هيڅ مسلمان په دې نه وي خوښ چې زمونږ په پاكه خاوره كې بهرني سرتېري وګرځي، خلك دې ووژني، كورونه دې تالاشي كړي، او زمونږ افغاني غيرت دې تر پښو لاندې كړي! په دې نن هر افغان پوهېږي كه هغه زدكړه كړې وي كه نه، چې بهرنيان ددې ملك د جوړولو لپاره نه دي راغلي خو دا چې ټول پردې پوهېږي نو د حل لاره بايد ولټول شي . كومه لاره چې طالب نيولې زه فكر نه كوم دا يې د حل لاره وي.
طالب خو چې د چا پر جېب كې كاغذ او قلم هم پيداكړي پرې وژني يې! زما ګرانه طالبه،زما افغانه، زما د كور غړى يې كه ته د اسلام د ساتلو په خاطر انجينر، ډاكټر او ژورنالست وژنې! آيا كه ته بهرنيان وباسې! او د حكومت چارې په خپل لاس كې واخلې هغه وخت به ستا حكومت انجينر، ډاكټر او ژورنالست ته اړتيا لرې او كه نه؟ ته بايد پوه شې چې دا نظريه چا دركړې؟ په دې بايد فكر وكړې چې آيا دغه نظريه د اسلام او ستا د ملك په ګټه ده كه نه؟
ته چې نن ورځ پوهنتون، ښوونځي، او ساينسي زدكړوته په بده سترګه ګورې آياته چې جهاد كوې وسلې ته اړتيا لرې كه نه؟ آيا جهاد پرته له وسلې څخه امكان لري؟ څو پورې به د روسانو او نورو بهرنيانو په پاتې شونو وسلو مخته روان وې ته چې حكومت خپله جوړوې،ددې وطن د ساتنې لپاره وسلې ته اړتيا لرې، ته بايد په دې پوه شې چې ته نشې كولاى چې پرته له وسلې وطن او مسلمانان وساتې. ستاملك فوځ او پوليسو ته اړتيا لري، ستا ملك ټانګ او سټېنګر ته اړتيا لري،ستا ملك ساتلو ته اړتيا لري.
ته نن قلم ته په بده سترګه ګورې خو لوى څښتن په مبارك كتاب قرآن عظيم الشان كې (والقلم وما يسطرون) ويلى، او د قلم ستاينه يې كړې ده. ته نن ورځ ساينسي علومو ته په بده سترګه ګورې خو خداى(ج) په قرآن عظيم الشان كې وايي چې: (ما اوسپنه پيداكړې ستاسې د ګټې لپاره) څو ته د دښمن لپاره وسله ورنه جوړه كړې څو ته د خپل ژوند د پرمخ بېولو لپاره د ژوند نور توكي ورنه جوړ كړې. دا چې ته پوهنتون او ښوونځى په تيږو ولې ته به څه ډول له اوسپنې ګټه واخلې. ته خو حكومت ددې لپاره نيسې چې دمسلمانانو خدمت وكړې، د مسلمانانو ژوند آرام كړې دا چې ته انجينر وژنې معدنيات څه ډول راوباسې له غاز او تېلو څه ډول ګټه اخلې؟
خپله فكر وكړه چې پرته له زدكړې كولاى شې خپلې ورځنۍ ستونزې اوارې كړې؟ پرته له زدكړې نشي كېداى چې د خلكو ستونزې اوارې شي يو عادي بلنليك به نشې لوستى په بل چا پسې به منډې وهې چې دغه پاڼه راته ولوله دا يې هغه ډېره كوچنۍ ستونزه ده.
آيا يوه ټولنه كولاى شي چې پرته له ډاكټر څخه ژوند وكړي؟ هېڅ امكان نلري ته نارينه ډاكټران وژنې، ښځې خو پر ځاى پرېږده هغوى ته خو هېڅ اجازه نه وركوې، البته دا اجازه ته نه وركوې اما اسلام اجازه وركړې، زمونږ ګران پيغمبر اجازه وركړې خپله بي بي عايشې (رض) له ګران پيغمبر نه احاديث روايت كړي، اسلام د ښځې لپاره پرده(حجاب) فرمايلى، خو ته اړ يې د تداوۍ لپاره يې نارينه ډاكټر ته بوځې چې هلته خو مخ او لاسونه پرېږده چې هېڅ ډول ستر هم نشي كېداى. اوس خپله پرېكړه وكړه دا د اسلام لپاره ګټه شوه كه تاوان؟
زما د سترګو توره! لږ نورې نړۍ ته هم سترګې ور واړوه ستا ګاونډيانو ستا پر غوښو اتوم جوړ كړى خو ته خپل مټ وژنې ته خپله علمي پانګه له لاسه وركوې ته خپله علمي پانګه د پرديو د خوښۍ لپاره وژنې تباه كوې يې، خپل كور ړنګوې، خپل اولس ته اور وركوې، هېڅ افغان غلامي نه خوښوي او نه هم مني چې هره ورځ دې بهرنيان ملكي خلك ووژني خو بايد د حل لاره پيداشي نه دا چې طالب هم افغان وژني، بهرنيان هم افغان وژني، پاكستان هم افغان وژني د نننۍ ستونزې د اواري لار دا نه ده، چې له هرې خوا دې افغانان ووژل شي، كه دولت دى او كه طالب بايد ددې ستونزې لپاره د اواري لاره ولټوي.
حبيب وقار
pattang
13.06.2007
وروره دا پړ پړې دې په درد نخوري ، سترګې لوڅې کړه ٠
لنډ :
غربيان نغواړي چې جنګي جنايتکاران محاکمه کړي بيا خو دا ډرامه ختميږي
لاس په توره ( طالب اوس شه دی )، قلم ، مظاهرې، کانفرانسونه ، ترڅو چې خلک
يو شي او داشغالګرو د ملکونو د اولسي وګړوغوږو نو ته کوم چې ماليه ور کوي اوددوی پېسي پر نا حقه بې ګټې په جنګ ، اداري اولوګستيګ عملياتوکې
مصرفيږي ،ورسيږي او زمونږ واقعي اواز واوري
او په خپلو دولتونو فشار را وړي ٠
monir
13.06.2007
درنو دوستانو سلامونه
[color=white:e257005b96]په لوګرولایت کې دنجونوپریوه ښوونځي ترهګریزبریدله امله دوه نجونې وژل شوې اوشپږنورې ټپیانې دي. زموږخبریال رپوټ راکړی: پوهنې وزیرمحمدحنیف اتمر،کابل کې دیوې خبري غونډې پرمهال وویل: ترهګرونن غرمه دلوګر ولایت مرکزپل علم ښارشمال شپږکیلومترۍ کې پروت سیدانو کلانجونوپرښوونځي داسې مهال ډزې وکړې چې زده کوونکي له ښوونځیوڅخه کورونوته روانې وې./[/color:e257005b96]
پتنګه خانه وروره بیخی د شرم ځای دﺉ چې له هغسو ځناورو دفاع کوﺉ، چې پر ماشومانو هم رحم نه کوي.
Miwand Patang
14.06.2007
پتنګ خانه،
ستا کړتې او ناروا څرګندونې په درد خوري او دغه خبرې په درد نه خوري چې د هر افغان د زړه آواز دی. که رښتیا وایې نو جرمني ته دې پښې سپکې کړې خپله آرام یې او د دې مظلوم هیواد د خلکو له حال څخه خبر نه یې چې په څه ډول د قسماقسم غلیمانو له لاسه ژوند تیروي. له خدایه وویریږه د طالب په نامه خونخوارو جنګیالیو او بهرنیو یرغلګرو ډیرې وینې تویې کړې، ډیر افغانان مو په وینو و لمبول نور بس دي ماړه به وی. په دې پوه شه چې ستا هیڅ یوه خبره معقولیت نه لري نور له دې ناروا څرګندونو لاس واخله. که ریښتنی افغان او مسلمان وې نو هغه څه وایه چې دغه لمبو ته خاتمه ورکړي چې زموږ په خاوره کې د پاکستان تالي څټو، عربو القایدې، امریکایانو او نورو بل کړی دی. لا تر څو به دا ملت وژل کیږي، ټکول کیږي، ترهول کیږي، د پوهې او پرمختګ له کاروان خڅه به وروسته پاتې کیږي؟
Anonymous
14.06.2007
[quote:01ce6aa1f7="khaishkai"]پتنګه خانه وروره بیخی د شرم ځای دﺉ چې له هغسو ځناورو دفاع کوﺉ، چې پر ماشومانو هم رحم نه کوي.[/quote:01ce6aa1f7]
ماشومان چي د علم او پوهي زده کړه کيي د دوي اصلي دښمنان دي ځکه چي پاکستان او ايران تل غواړي چي افغانان لکه د خرو بي پوهي او بي علمه ژوند وکا او د خپلو اجنټانو چي کله ورته طالبان او کله جهاديان وايي دوى زموژ داکتران، ژورنالستان، شوونکي، زده کوونکي، پوهان، مشران راوژني همدغه خلګ زموژ د وطن جوړونکي دي چي دوي وژني وطن نه جوړيژي او نه جوړيدل يي د پنجابيانو او ايرانيانو ستر ارمان دي
pattang
14.06.2007
هلکانو! ( مقصد مې دا درې واړه پورته ګلونه دي )
تاسو چې دطالبانو په مقابل کې يوه ناروا پوبي ( Phobia ) لرۍ داښه کار ندی او خپل کوږ عمل ? مو ښکاره کوي٠ د کوچنيانو وژنه خو ډېر بد او ناروا کار
دی ٠ زه ګمان نکوم او پردې عقيده لرم چې دا به د طالبانو کار وي څکه چې دا خو غېر اسلامي کار دی ٠ زه پر دې عقيده يم چې دغسې کارونه دافغانستان دامنيت ملي (چې اوس پنجيان پکښې ناست دي ) د CIA اود ړومبني خاد ( چې اتمر يې هم غړی وو ) کار دی چې طالبان په اولس کې بدرنګه کړي ٠
يو سوال زه منځ ته راوړم :
که طالبان خرڅ شوي خلک وي نو ولې يې دافغانستان دولت د cia په ګډون نه اخلي ?? چې isi يې افغانستان ته را ليږ ي نو cia خو له isi ځخه سل واره شيطانه اواو فساد ګره ده نو ولې دطالب مخ د پاکستان په لوري نه ور اړوي ??
...................................................... ?........................................................
په هغه ځای کې چې اشغالګر د افغانانو کلي بمباره وي او په سلګونو انسانان پکښې وژل کيږي تا سو چېر ې ياست ? ولې مو کونې نه سوځي ? لکه چې cia
مخصوص يخی در کړی وی ، ايا هغه پوليس چې څو ورځې مخ کې د خوګياڼيو
په علاقه کې اشغالګروټوټه ټوټه کړل تاسو چېرې وۍ او ولې مو خپل اواز پورته
نکړ ? ځنګه لکه چې امريکايې يخ مزه در کړې وي ?
[color=red:4c056c77a0]خيشکيه ته ليکې : [/color:4c056c77a0]
[quote:4c056c77a0]زموږخبریال رپوټ راکړی: پوهنې وزیرمحمدحنیف اتمر،کابل کې دیوې خبري غونډې پرمهال وویل: ترهګرونن غرمه دلوګر ولایت مرکزپل علم ښارشمال شپږکیلومترۍ کې پروت سیدانو [/quote:4c056c77a0]
ته هم په ( زموږ خبريال.....) پورې تړلی يې ، زما سلام اتمر ته وايه او ورته
وايه چې ستا د خاد د دورې په وخت کې ډېرې ښځې کونډې شوې نو که انسانيت
کوې ستا د cia له دالري سهم څخه لږ هغو کنډو ته هم ور کړه .......
هلکانو !
دادی ما خو خپل وړانديز کړی ( په جنګ کې سوله ) نوکه تاسو کومه بله دحل لاره لرۍ را مخ ته يې کړۍ ٠
نالت دخدای دې وي د پښتنو په دښمنانو٠
Anonymous
15.06.2007
[quote:7400782074="pattang"] زه ګمان نکوم او پردې عقيده لرم چې دا به د طالبانو کار وي څکه چې دا خو غېر اسلامي کار دی ٠ [/quote:7400782074]
موژ هم وايو چي دا غير اسلامي او غير انساني کار دي خو طالبان يي کيي ځکه چي نه مسلمانان دي نه انسانان هغه يي پړه پر غاړه اخي او ته هسي د تور خره پر کته سپور يي اوتي وايي
[quote:7400782074]زه پر دې عقيده يم چې دغسې کارونه دافغانستان دامنيت ملي [/quote:7400782074]
ستا عقيده ړنده ده علاج يي نسي کيداي
[quote:7400782074]يو سوال زه منځ ته راوړم :
که طالبان خرڅ شوي خلک وي نو ولې يې دافغانستان دولت د cia په ګډون نه اخلي ?? چې isi يې افغانستان ته را ليږ ي نو cia خو له isi ځخه سل واره شيطانه اواو فساد ګره ده نو ولې دطالب مخ د پاکستان په لوري نه ور اړوي ??[/quote:7400782074]
له isi ستر شيطان پر دي نړئ چا ندي ليدلي هغه يو داسي شي دي چي نه عقيده مني نه دين - نه يي مور شته نه پلار - نه زړه لري نه نه ضمير - هغه په ډالر کونه ورکيي ډالر امريکا ورکيي امريکا القاعده او طالبان غواړي نو isi مجبور ده چي اول القاعده او طالبان پيدا کاندي بيا يي پر امريکا وپلوري - څوک چي په مارکيت کي شيان پلوري نو هغه شيان اول په فابريکه کي جوړوي - isi د طالبانو فابريکه جوړه کړي طالبان اول جوړوي افغانان پر وژني او بيا يي پر امريکا او اروپا پلوري او دوه ګټي کيي يو دا چي ډالر ګټي بل دا چي افغانستان ورانيژي
طالبه دوه ګټي دي وکړي (پنجابيه دوه ګټي دي وکړي)
[quote:7400782074] په هغه ځای کې چې اشغالګر د افغانانو کلي بمباره وي او په سلګونو انسانان پکښې وژل کيږي تا سو چېر ې ياست ? ولې مو کونې نه سوځي ? [/quote:7400782074]
د ناپوهئ پر خره سپوره ددغي ليکني سرليک خو وګوره چي څه وايي - يواځي طالبان نه يادوي بهرنيان هم يادوي خو زه درته يو خبره وکم
طالبان او بهرنيان دواړه ظلم کړي خو بهرنيان يو څه انسانان دي او طالبان بيخي وحشي او ليوني سپي دي
ته وا څنګه-
زه وايم داسي-
کله چي بهرنيان ظلم وکا موژ په خپل اصلي نامه د هغه ظلم غندنه کړو او بد پر وايو ځکه چي بهرنيان نيوکه مني تر څو چي وسله نه پسي اخلي څه نه درته وايي
طالبان چي ظلم وکا موژ يي پر مستعار نامه هم نشو غندلاي ځکه چي هغو دي د ليوني سپي په څير ماتوي هغو نيوکه او اعتراض نه مني او د وحشيانو په څير حمله درباندي کړي
بهرنيان د خپل ظلم بخشنه غواړي طالبان يي هيڅکله نه غواړي
بهرنيان د بيا رغاوني او خيرخيګڼي کارونه هم کړي طالبان يواځي وراني کړي
بهرنيان دي پر تنقيد نه وژني طالبان دي پري د څټ له مخي حلالوي
بهرنيان بمباري د مذهب يا دين په نامه نه کوي طالبان ظلم او وحشت د اسلام پر نامه کوي او بي ګناه خلګ چي وژني وايي دا اسلام دي
بهرنيان افغانستان ته که زيان راوړي نو په بدل کي ګټه هم ورکيي
طالبان زيان افغانستان ته راوړي ګټه پاکستان او پنجاب ته وړي
pattang
15.06.2007
ستا سره يواځې وخت ضايع کيږي که سړی ستا ليکنو ته ښه غور وکړي او ستا
حالات ارزيابي کړي٠
له بلې خو څخه د طالبانو د وخت له کلدارو څخه اوس امريکايې دالر ډېر
جګ دي .
[quote:68086cb645]بهرنيان افغانستان ته که زيان راوړي نو په بدل کي ګټه هم ورکيي
طالبان زيان افغانستان ته راوړي ګټه پاکستان او پنجاب ته وړي[/quote:68086cb645]
Anonymous
16.06.2007
[quote:cd977aff9e="pattang"]ستا سره يواځې وخت ضايع کيږي که سړی ستا ليکنو ته ښه غور وکړي او ستا
حالات ارزيابي کړي٠
له بلې خو څخه د طالبانو د وخت له کلدارو څخه اوس امريکايې دالر ډېر
جګ دي .
[/quote:cd977aff9e][/quote]
کله چي د کرکي او تعصب استازي او د هيواد و ملت دښمنان د منطق او دليل پر وړاندي بي ځوابه شي نو بيا همدا ډول اپلتي وايي