د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يوښۀ سوچ، خوکه پۀ عمل کې پياده شي!

M Tahir
12.06.2007

ولسمشرښاغلي کرزي تېره اوونۍ د کابل د پولي تخنيک د محصلينواو محصلاتوله يوې ډلې سره د جمهوري رياست په مقرکې وکتل اود محصلينوله ستونزويې ځان خبر کړ،ښاغلي ولسمشر په خپلو خبروکې دهيواد ټولو سياسي ډلو او سازمانانوڅخه پۀ ژورې همدردۍ او لوړ احساس وغوښتل چې د هيواد د ځوان نسل د زده کړو مرکزونه او انسټي ټيوټونه بايد د خپلو سياسي اهدافو قرباني نه کړي ځکه چې د زده کوونکواو محصلينو د يوې شېبې لپاره هم په سياست کې داخليدل هغوئ يو کال په خپلو زده کړو کې پرشابيايي! نوموړي د تل په څېر د محصلينو له راغلي پلاوي څخه هم وغوښتل چې دخپل ځان هيواد او ملت د راتلونکي پۀ خاطر د سياست له ډګره ليرې و اوسي !
عزت ماب ښاغلی کرزی دهيواد د يو خوږمن او ځيرک ولسمشرپه حيث پردې پوهېږي چې د هرملت او ټولنې راتلونکی د هغه ټولنې د ځوان نسل په سالمې او بشپړ روزنې پورې تړلی ځکه خويې هرځای هڅه کړې چې لږترلږه د هيواد ځوان نسل خپل راتلونکي ته متوجه کړي او پرې نه ږدي چې د هيواد او ملت دښمنان يې له تنکيو احساساتوناوړه او ککړه ګټه واخلي!

په هيواد کې يې د پانګه اچونې د هغه کنفرانس [color=white:34bea9bebd](چې په هند کې جوړشوی او ښاغلي کرزي ته د ګاندهي د امن نړيواله جايزه هم ورکړل شوه )[/color:34bea9bebd] پۀ پای کې ښاغلي ولسمشرپه هندکې د ميشت افغان محصلينويوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې دهيواد او ملت راتلونکی ستاسوپه لاس کې دی ،دهيواد کنډوالې تاسوته سترګې پرلاردي چې د خپومټوپۀ قوت او زده کړو په برکت يې ودانې کړئ ، تاسو بايد داو نه واياست چې نن په افغانستان کې کرزی پاچا دی او يا بل څوک! لومړی بايد خپلې ده کړې بشپړ کړئ بيا افغانستان ته راشئ زموږ غېږې درته خلاصې دي!
دغه راز د هيواد کندهارلايت ته يې په خپل وروستي سفر کې د احمدشاه باباپه ليسه کې د زده کوونکويوې پراخه غونډې ته پۀ خپله وينا کې وويل چې د هيواد دپټ مخوکورنيو ښمنانانوله ګواښونو ونه ډارشئ که نن په شبناموکې ښونځيوته له تګ څخه منع شئ سبالاهم په ډېرې زړورتياسره ښوونځيوته ولاړشئ ، دزده کړې او پوهې پۀ لارکې خپل ځان قربانول دتاوان سودا نه ده !چې د هيواد هربچی يې بايدد خپل ځان او ملت د راتلونکي لپاره وکړي!
راځئ چې دا لوړ اور رزښتمن فکرپه عمل کې پياده کړو او پرې نه ږدو چې څوک په يو او بل نامه زموږ له راتلونکی سره لوبې وکړي په تيره بياد هيواد ځوان نسل چې خونديتوب يې د هيواد او ټولنې راتلونکی خوندي کوي د سياست له ډګره ليرې واوسي خپل افکار او احساسات پاک اوسپېڅلي وساتي ! ډېر امکان لري چې په روان بهيرکې له سياسي ګوندونو پرته د ښځودحقوقوپه نوم د جوړ شوو سازمانانو او مدني ټولنوله خوا هم دځوانانو احساسات په خپله ګټه وپارول شي ! خوزموږ ځوان نسل بايد دخپلې ځوانۍ استقلال له لاسه ورنه کړي او ټولو ته ووايي چې موږ خپل کار ته پرېږدئ او موږ مه تنګوئ :oops:
ځکه چې :
شېخ دې لمونځ روژه کړي زۀ به ډکې پيالې اخلمه
هرسړی پيدا دی خپل، خپل کار لره کنه!
په مينه ستاسو طائر


خیریوسی
12.06.2007

محترم وروره محمد طائر صاحب
خدای دی ښه راوله په خیر راشی
وروره که ښونکی دسیاست په ناروغی ککړ وی دهغه به څه درمل وی لکه په ترو وختو کی

مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more