د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د قضاشوي لمانځۀ په اړه يو پوښتنه

M Tahir
12.06.2007

محترمو وروڼو
اسلام عليکم
په تاسف سره بايد ووايم چې د سهارپه لمانځه کې ډېر سست يم او هروخت راڅخه فوت کېږي خو بيايې بيرته قضايي کوم چې له بده عادته اوس مې عادت شوی که په دې اړه مې راهنمايي وکړئ منندوی به مو يم
په مينه ستاسو طائر



ع کريم حليمي
12.06.2007

محترم محمد طائر صاحب او درنو لوستونکو 
اسلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
د مړي او ويده يا بيده ترمنځ چنداني فرق نسته ، مبارک هم يواري 
داسي تر ډېره وخته بيده سوی وو چه د سهار لمنځ پور قضا سوی وو ٠ او مبارک يوه ورځ د خپلي لور کره سهار ورغلی ، نو حضرت علي او 
بي بي دواړه بيده وه ، مبارک ورته و فرمايل چه تاسو لمانځ نه کوی ؟ 
نو حضرت علي کرم الله وجهه ورته و فرمايل چه زموږ نفس مو د الله ج په 
لاس کي دې (که خدای ج راکښېنولو له خوبه) نو مبارک عليه السلام دا ايه 
ورته وويل
[color=cyan:ccdda53d36]‏وَكَانَ الْإِنْسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلًا‏[/color:ccdda53d36]

او په يو بل حديث شريف کښي راغلي څوک چه د ماخستن او سهار لمونځ 
نه کوي هغه منافق دی 

دا چه نن زنګي ساعتونه سته نو ضرور ده چه له ساعت څخه کار واخستل 
سي او لمانځه ته په راکښېنۍ ، که چيري داسي وي چه خوب مو داسي ډيپ 
او ژور وي چه په زنګي ساعت هم نه بيدارېږی نو سخته خبره نه ده ، او که 
په زنګي ساعت راکښېنستلی سۍ نو بي غوري ده ، او سخته ګناه ده 

حَدَّثَنَا عَبْد اللَّهِ، قَالَ كَتَبَ إِلَيَّ قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ كَتَبْتُ إِلَيْكَ بِخَطِّي وَخَتَمْتُ الْكِتَابَ بِخَاتَمِي يَذْكُرُ أَنَّ اللَّيْثَ بْنَ سَعْدٍ حَدَّثَهُمْ عَنْ عُقَيْلٍ عَنِ الزُّهْرِيِّ عَنْ عَلِيِّ بْنِ الْحُسَيْنِ أَنَّ الْحُسَيْنَ بْنَ عَلِيٍّ حَدَّثَهُ عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ طَرَقَهُ وَفَاطِمَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا فَقَالَ أَلَا تُصَلُّونَ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّمَا أَنْفُسُنَا بِيَدِ اللَّهِ فَإِذَا شَاءَ أَنْ يَبْعَثَنَا بَعَثَنَا وَانْصَرَفَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِينَ قُلْتُ لَهُ ذَلِكَ ثُمَّ سَمِعْتُهُ وَهُوَ مُدْبِرٌ يَضْرِبُ فَخِذَهُ وَيَقُولُ ‏{‏وَكَانَ الْإِنْسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلًا‏}‏‏.‏


خیریوسی
14.06.2007

محترم مكرم استاذ حلیمی صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
عاجزه ګنهګاره بنده هم یو سوال لری ځکه چی زه هم دسهار په جماعت کی ډیر سست یم
ما اویدلی دی وای چی څوک څملی نو شیطان دری عقدی ( غوټی) ورکړی
دغه غوټی څه شی دی دڅه لپاره او په څه سره دا غوټی خلاصیږی ؟
الله دی وتاسوته په دنیا واخیرت کی اجرونه درکړی
مینه



ع کريم حليمي
15.06.2007

قدرمن او مکرم زړه ته رانژدې وروره  ajaza صاحب او درنو لوستونکو 
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
محمدي تعليم دا نکته نده هيره کړې چه علم بلا عمل هيڅ قدر او قيمت نه لري 
د همدې خبري سره عمل بلاعلم ښه کار نه دی ګڼلی 
 
که داسي پېښه وي چه و محترم محمد طائرصاحب ته مي معقول جواب نه وو 
ليکلي ، خو علمي ضرور رامعلوميږي 

پتمن ajaza صاحب !
هو ! د درو غوټو حديث مشهور او صحيح حديث دی او د هريره رض له 
خولې روايت دي چه، مبارک فرمايلي چه:شيطان د بيده سړي وسرته درې
غوټي وکړي او د هر غوټي ورلولو سره ورته وايي شپه اوږده ده او پر چف
ئې کړي ( سا پر کښل )
،نو څوک چه راويښ سي او د الله نوم ياد کړي ،اوله غوټه خلاصه سي 
او چه اودس تازه کړي دوهمه غوټه ئې خلاصه سي ، او چه لمونځ وکړي 
درېيمه غوټه خلاصه سي ٠ 

په غربي نړۍ کښي چه څوک د شپې کار کوي او هغه خلک بيا چه پر درې 
بجې له کاره خلاصيږي ، ډيره سخته ده چه د سهار لمونځ دي پر خپل وخت 
ادا کړي ، الله ښه فرمايي چه : شپه د استراهت له پاره او ورځ د کار له
پاره د خلکو پر مذهب باندي : رسم او رواج ، د حکومت طرز او ډير نور
اختلافونه تاثير لري ، بديهي ډول ثابته ده چه د انسان پر اخلاقو د ملک 
خصوصيات تاثير لري

علم ښوول کيږي علم چاته ورکول کيږي ، اما معلم تقوا خپل شاګرد ته نسي 
ورکولی ، نو الله د موږ او تاسو ته تقوا راکړي 

زه ئې له تاسو زده کوم او ممکن  يعضي وخت يوه خاشه لما زده کړی 
تقوا به له الله تعالی څه غواړو 
 

په درنښت


M Tahir
26.06.2007

محترم حليمي صاحب
اسلام عليکم
ستاسو له معلوماتويوه نړۍ مننه
له دې سره يوه دوه پوښتنې نورې هم راپه ياد شوې!
لومړۍ داچې که د ورځې لومنځونه راڅخه قضاشي د بېرته کولو يعني په اصطلاح د راګرځولو سم وخت يې کوم يو دی!؟

دويم داچې ځينې خلک وايي چې د ماخستن لمونځ د شپې له دولسو بجو وروسته نه کيږي او که يې بيا څوک کوي يوازې څلور فرض او درې واجب بايد وکړي ځکه چې د ماخستن د لمانځۀ وخت پرې تير شوی وي !
په مينه ستاسو طائر



ع کريم حليمي
02.07.2007

ډير قدرمن او مکرم ورور محمد طائر جانه ، درنو لوستوونکو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
اول به له تاسو بخښنه و غواړم چه پسله ډير ځنډه ستاسو سوال ته جواب وايم تخنيکي مشکلات مي درلوده ، خدای دي وکړي چه معذرت مي ومنۍ !
     
 پوښتنه [quote:0c46ec54b2]لومړۍ داچې که د ورځې لومنځونه راڅخه قضاشي د بېرته کولو يعني په اصطلاح د راګرځولو سم وخت يې کوم يو دی!؟ [/quote:0c46ec54b2]
جواب 
ټول فقها په دې موافق دي که د چا لمونځ له ياده وتلی او يا د لمانځه پر وخت 
ويده وو ، إِلْزامِيّ , جَبْريّ , حَتْمِيّ ده چه قضايي به ئې ادا کوي 
او هيڅ  تَقْصِير نسته که  د چا څخه په هيره يا په خوب لمونځ قضا سوو 

نوچه له خوبه راکښيني دستي دي لمونځ ادا کړي او هر کله چه ورپياد سي نو 
لمنځ دي ادا کړي 
 مثلا ! د ماښام لمنځ ئې قضا شي ، نو د ماخستن تر لمانځه کولو دمخه لازمه   ده چه اول به د ماښام لمونځ راګرځوي نو بيا به د ماخستن لمونځ کوي 

او که څوک په مرض سره بېهوښه يعني لاشعوره سي ، قضا ئې نسته ، او که 
 هښ ،  فهم ئې راغلی او د اودس د تازه کېدو وخت لاهم  وو نوبيا ضرور ده 
چه لمونځ ادا کړي !

دوهمه پوښتنه [quote:0c46ec54b2]دويم داچې ځينې خلک وايي چې د ماخستن لمونځ د شپې له دولسو بجو وروسته نه کيږي او که يې بيا څوک کوي يوازې څلور فرض او درې واجب بايد وکړي ځکه چې د ماخستن د لمانځۀ وخت پرې تير شوی وي ![/quote:0c46ec54b2]

بسمه تعالی - ٠٠٠٠إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَاباً مَّوْقُوتاً (نسا ١٠٣ )
بيشکه چه لمونځ دی پر مؤمنانو باندي فرض کړی شوی په معلومو اوقاتو کښي 
هو ! که فرض لمونځ پر خپل خپل وخت وه نشي نه قبليږي لازمه ده چه 
فرض لمونځ پر خپل وخت ادا کړو 
و الْعِشَاءِ يا ماخستن شروع له عَتَمَة ( په توره شپه ) روا کيږي بيا د شپې تر نيمايي  پوري او ،يا تر دريمي پوري د شپې (الْعِشَاءِ إِلَى ثُلُثِ اللَّيْلِ‏.‏ ثُمَّ قَالَ إِلَى شَطْرِ اللَّيْلِ‏ )

  

په يوه حديث کښي راغلي چه د يوه لمانځه وخت تر هغه وخته دي چه د بل 
لمانځه وخت لانوي داخل سوي  
 
 په درنښت 


M Tahir
02.07.2007

محترم مولاښاغلی حليمي صاحب
وعليکم السلام ورحمتۀ الله وبرکاته!
ستاسو له لارښوونې څخه يوه دنيا مننه!
الله رب العزت دې يې اجر درکړي!

[quote:119fac57af]نوچه له خوبه راکښيني دستي دي لمونځ ادا کړي او هر کله چه ورپياد سي نو
لمنځ دي ادا کړي[/quote:119fac57af]
ياني له مکروه مهالونو ( لمر خاته ، لمر لويده او د ورځې دولسو بجو ) پرته هروخت کولای شي چې خپل لمونځ تر په مخکې لمانځه وړومبی راوګرځوي!

بياهم يوه دنيا مننه
په مينه ستاسو طائر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more