نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د هویت نوی تذکری!
Obaidullah
11.06.2007
[color=blue:ed761d6793][/color:ed761d6793][b:ed761d6793]
ګرانو هیوادوالو!
لکه څنګه چی تاسی ته هم معلومه ده د افغانستان حکومت په پام کی لری چی نوی تذکری، په نوی کامپیوټری سیستم سره سمبال جوړی کړی تر څو د هیوادوالو مشکلات حل کړی، دا یو ډیر نیک ګام دی، زه یو څو ټکیو ته اشاره کول غواړم،چی زما په اند نور هیوادول هم باید زماسره خپل غږ یو کړی، تر څو دغه تذکری په راتلونکی کی زمونږ کارونه آسانه کړی، او برعکس مشکلات خلق نه کړی.
۱.په دغه تذکرو کی باید پښتو ښی خواته ته او پاړسی چپی خوا ته ولیک شی، تر څو پښتنو وروڼو ته داسی احساس ونه شی، چی په تذکرو کی له تعصب نه کار اخیستل شوی، له بلی خوا به اساسی قانون عملی شوی وی.
۲.له دی کبله چی پاسپورتونه ، نکاح نامی او نور اسناد (شهادت نامه،دیپلوم..)
د تذکرو له مخی جوړیږی، او له دغه ټولو څخه د هیواد نه بحر هم استفاده کیږی،باید دا ټکی په نظر کی ونیول شی:
الف: نوم، د پلارنو، او تخلص، په داسی ډول ولیک شی چی تذکیره اخیستونکی ته د منلو وړ وی، مطب د انګریزی ژبی سپیلنګ پکی سم وی.
ب: په پخوانیو تذکرو کی تخلص نه وو، چی وروسته بیا بحر تلونکو ته ډیر مشکلات جوړوی، ځکه په بحر کی د پلار له نامه نه استفاده نه کیږی او یواځی نوم،تخلص او د زیږیدونیټه سره له میاشتی او ورځی مهمه ده، کله کله خو داسی کیږی، چی د پلارنوم، د تخلص په ځای کارول کیږی نو ځکه باید تخلص له پامه ونه غورځول شی .
ج:په اول ځل باید د زیږیدو نیټه د کال، میاشتی، او ورځی،په شمول په صحیح
ډول په عیسوی کال ولیک شی، تر څو د هغه مشکلاتو مخه ونیول شی، کوم چی زمونږ ډیر هیوادول ورسره بلد دی.د دی لپاره چی هجری لمریز کال سره له میاشتی او ورځی په عیسوی واړول شی، د ټول افغان په ویب سایټ کی دا کار په ډیر ساده ډول سرته رسیدلئ شی.
۳. لکه څنګه چی خبرونو کی آوریدل کیږی، په دغه تذکیرو کی د ملت(افغان)سره د قوم نوم هم لیکل کیږی، زما په نظر دا به یو بل مشکل وزیږوی، ځکه اوس مونږ کولای شو، په ساده شکل، د Nationality په مقابل کی Afghan لیکلې شو خو، ددغه نوی سیستم له کبله به Afghan Pashton یاAfghan tajik او داسی نور..که چیر د تذکیری په نمبر کی داسی کوم کوډ سیستم ورکړل شی لکه د پښتنو په سر کی ۰۱ د تاجکو په سر کی ۰۲ او داسی نور..په دی توګه به د پورتنی مشکل څخه مخنیوې وشی.
۴.لکه د انتخاباتو په کارت کی د پښتو او پارسی سره میکس ونه ولیکل شی، ځکه په هغه کارتو کی یو د نوم کلمه پښتو وه نور ټول په پاړسی لیکل شوی وو.
۴. په داسی ډول د د زیږیدو نیټه ونه لیک شی چی دو ساله ۱۳۸۰ ځکه ګومان کوم داسی سیستم به یواځی زمونږ په هیودا کی مروج دی.
له ټول هغه وروڼو څخه کوم چی په دغه هکله نور څه لیکئ شی هیله کوم، تر څو ناوقته نه کړی، که نه نو لکه په غزنی ولایت کی به د لوحو په شکل چی د پښتو له خوا بندی شوی، او یا وغورځول شوی، د تذکرو سره هم داسی معامله وشی.
په درنښت
عبیدلله وردګ، هالند
د:[/b:ed761d6793]
د هویت نوی تذکری!
shawali khairkhail
11.06.2007
سلامونه!!!
داکتر صاحب عبيدالله ډيره مننه .ډير شه چه ستا اولونۍليکنه مونګه ته ددې باعث شوه چه زۀ د کرزي صاحب سره دبحث مورد وګرځوم.
او دولت بايد ستا اند عملي کا;
او زه به هم دکرزي صاحب سره په راتلونکي هفته کي په دغه موضوع هتمي خبري وکړم.
نوې تذکرې زېری
ashna
12.06.2007
په هېواد کې د مېشت بهرینو هېوادونو په مالي او ځاني مرسته د ګران هېواد لپاره اوس نوې پېژند پاڼې (تذکرې) د همدغه بهرنیو مېشتو هېوادونو د وګړو د عصري علومو په رڼا کې جوړېږي چې دا به د هېواد د وګړو زړو علومو ته د پاې ټکی کېږدي .
او دا به داسې پاکې روښانه او رڼې تذکرې وي چې د هر وګړي کوپړۍ به پکې ښه روښانه معلومېږي چې دا کوپړۍ دې هېواد ته کله راغلې د کومې راغلې او څه وخت راغلې ده . او د سر شمېرنې هغه ستونزه به هم د تل لپاره دفن کړي چې وېل کېږي د اوسني ولسمشر عزتمآب خان عبدلحمید خان کرزي صېب په کور کې ماشومان زیات دي چې په راتلونکو څو اونیو کې به عزتمآت کرزی صېب خپله دااعلان وکړي چې په کور کې یو ماشوم لرم او په هغه ولایتونو کې چې مې عقرابا پرته ده د هغوی امنیتي وضعه ښه نده
نه زه د هغوی کورونو ته تلی شم او نه هغوی زما کور ته راتلی شي چې زه داخپل زوي د هغوی ماشومانو سره ودرومه او تاسې بیا وشمېرئ نو ښه به دا وي چې د راتلونکو شلو ۲۰ کالو پورې دې یوازې زما هم دا یو زوي وشمېرل شي او که بیا الله تعالی (ج) نوراولاد راکړو نو شل کاله وروسته خو به مې هسې هم په کور کې د داخلیانو نه خارجیان زیات وي چې دم ګړۍ مې په هېواد کې الله تعالی (ج) رحم کړی دی او تر کومه پورې چې یې د مورنۍ ژبې خبره ده نو په نوې تذکره کې خو به یې په مورنۍ ژبه ماله راکښل کېږي خو زه به یې مور د اوسه نه پوهه کړم چې سر د ننه دې ورسره په بله ژبه خبرې شروع کړي که
پرهدۍ ژبه زدکول کمال دی
خو خپله هېرول د دې نه هم لوی کمال دی
میوند اشنا
pattang
12.06.2007
پر دې کې به حرامي توب شروع کيږي :
وي به په خټه پښتون خو ځان به يې له ډاره تا جک اچولي وي او همدغه تذکري
به بيا د ايتنيکي شمار بنسټ جوړوي٠ په هغو ځايو کې چې پښتانه اقليت دي
ټول به له ډاره ځان تازي معرفي کوي ٠
که څوک افغانستان غواړي نو ځان بايد ( افغان وليکي ) پښتون افغان ، تاجو افغان
، چنګېز افغان د يوه ملي هويت اساس نشي کېدي ٠ داټول حراميتوت په طاقت د څلورو دی او بلڅه نه٠