د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

يوه مهمه خبره

حمزة
11.06.2007

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترمو وروڼو زموژ ډير ملګري په خپلو ليکنو کي د (ان شاء الله) په ځاي داسي ليکي (انشاءالله ) او له دي سره معنی بدليړي نو هيله ده له داسي ليکني څخه ډډه وسي ٠ په درنښت


M Tahir
12.06.2007

وروره ښه خبره ده چې د الفاظو له تحريف څخه دې ډډه وشي خو تاسې ويلي نه دي چې څرنګه يې مانا بدلېږي او ددې دواړو په ماناکې کوم فرق راځي؟
په مينه ستاسو طائر


رښتینی
12.06.2007

(انشا ء ) يوه كلمه ده چي د خلقت او پيدايښ په معني ده [color=cyan:642efc0860](( إنا أنشأنهن إنشاء )) آية 35 من سورة الواقعة [/color:642efc0860]
او (ان شاء) دوه كلمي دي چي يو (ان) او بل شاء ده

ان دشرط توري دي او معني يي كه چيرته ....

او د شاء معنى ده خوښه او رضا

شايد خبره به روشانه شوي وي



ع کريم حليمي
12.06.2007

درنو ملګرو ته سلامونه او احترامات په عرض رسوم !
او په خاص ډول بيا و محترم قاري صاحب (حامد )ته ،او مننه ترې کوم !
چه موضع ئې روښانه کړه 
نه چه د ټول افغان ليکونکو دا خطا کوله بلکي په عربي سايټونو کښي هم دا 
خطا وي تکرار سوي وې 
الله دي ټولو هغو خلکو ته اجرونه ورکړي چه زموږ ئې و املايي خطا ته   
متوجه کړه لو ٠ 


رښتینی
10.07.2007

محترم حليمي صيب ستاسو له لطف نه زياته مننه كوم

داتيروتنه ما په خپله كوله سره له دي چي په معني يي هم پوهيدم

خو ورته متوجه نه وم او يوه ورځ يوه نيك ملګري ورته متوجه

كړم الله دي خوشاله لري

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more