د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا گلونه وژغورئ ای خلکه !!

ashna
06.06.2007

[size=24:febf9dccd2]دا گلونه وژغورئ ای خلکه !!
داسې ژوند به څوک څه کړي چې د خپلو سترگو وړاندې یې دنیا لوټيږي حیا یې لوټيږي کور یې لوټيږي هېواد یې لوپيږي بمونه پرې غرځیږي خویندې يې ژړیږي بې پته کیږي
او دا هرڅه د هغه چا د لاسه کېږي څوک چې نن سبا د دې غیور ولس د مشرۍ دعوې کوي او تنخوا د پیرنگیانو نه اخلي نو ظاهره خبره ده چې گټه به يې هم پیرنگیانو ته رسیږي
لعنت پدې دنیا شه
چې دنیا زما لوټېږي
د قیامت نه مخکې قیامت دی
د سترگو وړاندې حیا زما لوټېږي

[color=blue:febf9dccd2]يا به راجگ پسې دا لوی واړۀ قامونه کړم
یا په کورو به یې ورسم نور سېلابونه کړم

یا به الوزي راالوزي ازادې دا مرغۍ
یا به ترې چاپېر زه نور دامونه کړم[/color:febf9dccd2]
_______
مخې ته راغلې یو څو ښځې لکه ستورې
ما په احترام یوې ته غږ کړو چې ترورې

دې ویل ترور به دې هغه نیا وي
زما ځواني او حسن نه وینې شمکورې

ما ژر ترینه وغوښته بخښنه
دې ویل هیله کوم زما خو ورورې

ما ویل خبره داسې ده بي بي
دا تاسې روان یاست په کوم لورې ؟

دې ویل مونږ روان یو محکمې ته
راښکاره یې کړو يو لیک پرې وې يو څو تورې

ما په ځغاسته نظر ولوست دغه لیک
خدای شته دی کیسې وې پکې نورې

پدې کې دغه نورې هم راتاو شوې
چې په ځوانۍ باندې راغلې وې سمسورې

ما بیا ترینه وکړه پوښتنه چې بي بي
د لیک نه معلومېږي د چا مورې ؟

دې ویل هو د همدغې یوې مور یم
دا په ځیر ځیر چې چا ته گورې

ما خبره بېرته په پوښتنه واړوله
لیک کې لیکل شوې دي لور دې په چا پلورې ؟

دې ويل هۍ خولۀ دې ډکه شه په زهرو
دا مې طلاق اخستی د خاوند ځینې په شورې

اوس یې وړم زه محکمې ته
باید دا لور مې راسره وي یو څو نورې

دا چل و راښودلی د جرگې ښځینه غړو ( 1)
هۀ! دا یې لاس لیک هم یې گوتې شنې او تورې

ما بیا یو نظر ولوست دغه لیک
چې په پاړسي و لیکل شوی چطورې

د خاوند نوم سره یې داسې و لکلي
مخکې له وادۀ نه یې په ما کړې وې کوډې

که نه نو زه عاشق وم د مماڼې
خو ډولۍ کې راته ناستې وې گورگورې

د ښځې نوم سره و لیکل شوي
زه او مماڼه دواړه خوېندې

په کور لرم دوه ښایسته ښکلې لوڼه
د شپاړسو او د شلو لکه حورې
پدې کې یوې جنۍ په ژړغونې ادا وویل
دا خو د شبنم او د نرگس کیسه ده مورې

خواکې ملگرې هم په خبرو راغله ویل بلې مریم جان
چې انکاري شوې بیا پولیسو ووژلې

ښځې ویل قسم مې دې په الله وي زویه
دا کار راباندې کړی دغه ښځو دی په زورې

او په ټول ولایت کې اوازه ده خپره کړې
چی ښځې د سړو نه په هیڅ ندي کمزورې

نړۍ وال او کلیوال ټول دوی سره دي
یوازی غږ دې پورته کاندي که خاوند پرې زورورې

دا چې ته وای دا لور دې په چا پلورې
گوندې دا کیسه ده ټوله دې غریبې پورې

یو څه موده مخکې هم شوې دا کانې وې
بیا اوازه شوه ویل قاضي سره وې جوړې

ښځې خپله لور راټینگه کړه په غیږ کې
په ژړا شوه ویل خاوند نه وینم درې شپې شوې څلورې

او دا لوڼه هم به رانه بوځي دا شیخان
په سر نه لري د پلار سایه او سیورې

وطن ميوند

(1) د جرګې ښځينه غړو نه مراد هغه ښځې دي چې په بېلا بېلو پلمو د خلکو دروازې ډبوي او په هغه کور کې چې نجون د پېغلتوب په درشل کې وي په نښه کېږي چې مشري يې د جرګې ښځينه غړو په لاس کې ده چې نوم يې د ښځو د حقوقو کميسيون دی او يا ( دښځو نه د کميسونو استلو ډله ) چې نېلګی يې د هېواد په شمال کې ايښودل شوی دی او ډېر ژر به يې څانګې په ټول هېواد را زرغونې شي[/size:febf9dccd2]
[img:febf9dccd2]http://www.psywarrior.com/afghan01f.jpg[/img:febf9dccd2]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more