نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ځانمرګي بريدونه روادي که ناروا؟
لړمون خوړينی
04.06.2007
ډېرو درنو خويندو ورونو! له تېرو څو کلونو راهيسې په هيواد کې يوه نوې لوبه دځانمرګيو بريدونو په نوم روانه ده،چې پکې ډېرو بېګناه خلک وژل شوي او لا وژل کېږي. ځینې عالمان وايي چې داکار هم دجهاد يوه برخه ده او ۱۰۰٪ رواده؛خو بيا ځينې وايي چې دا يو نارواه عمل دی چې په هيڅ کتاب کې جواز نه لري.
داسلام،افغانيت،اسلاميت او بشريت له مخې دغه عمل څنګه ګڼئ؟ هيله چې په دې اړه به ښې په زړه پورې او ګټورې ليکنې وکړئ.
جواب
پښتون زلمی
04.06.2007
محترمه وروره: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
که کولاي شۍ نو دا لاندی لینک کیکاږۍ:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2935
momtaz
04.06.2007
ګرانو دوستانو السلام علیکم
[quote:ab7dd6ed7e]ډېرو درنو خويندو ورونو! له تېرو څو کلونو راهيسې په هيواد کې يوه نوې لوبه دځانمرګيو بريدونو په نوم روانه ده،چې پکې ډېرو بېګناه خلک وژل شوي او لا وژل کېږي. ځینې عالمان وايي چې داکار هم دجهاد يوه برخه ده او ۱۰۰٪ رواده؛خو بيا ځينې وايي چې دا يو نارواه عمل دی چې په هيڅ کتاب کې جواز نه لري.
داسلام،افغانيت،اسلاميت او بشريت له مخې دغه عمل څنګه ګڼئ؟ هيله چې په دې اړه به ښې په زړه پورې او ګټورې ليکنې وکړئ.[/quote:ab7dd6ed7e]
[color=green:ab7dd6ed7e] د کعبي امام وايي په اسلام کي افراطيت او فرقه پالنه حرامه ده . [/color:ab7dd6ed7e]
د ديلي تايمز خپروني له خولي دباختر اژانس دخبر له مخي . دکعبي شريف د امام ډاکتر شيخ عبدالرحمن السديس چي د پاکستان په اسلام اباد کي د فيصل په جومات کي د جمعي د لمانځه د خطبي د وړاندي کولو په ترڅ کي وويل اسلام د زړه د يو والي ميني او زغم دين دي او هر ډول ځان وژنه او تريخوالي يي منعه کړي دي . په اسلام کي وينه تويول حرام دي موږ بايد د يوبل درناوي وکړو او له هر ډول فرقه پالني څخه ډډه وکړو . ده مسلمانان ته د فرقه پالني او افراطيت پديدو په وړاندي خبر داري ورکړ وي ويل هغه خلک چي دغو دوو پديدو تير ايستلي دي په واقعيت کي ګمراه شوي او د اسلام غلط تصوير وړاندي کوي . شيخ عبدالرحمن دغه راز وويل يو شمير مسلمانان د اسلام دين له سم تګ لوري منحرف شوي دي په فتني او فساد کي ډوب شوي د اسلامي اوامرو پرخلاف کارونه ترسره کوي او دمسلمانانو ترمنځ تفرقه اچوي .
د کعبي امام په ټينګار سره له اسلامي امت څخه وغوښتل چي د دښمنانو د لاس وسيله نه شي د اسلام دين او پيروانو ساتنه وکړي ، ده په کلکه وويل چي اسلام مقدس دين دي او د ژوندانه ډيره ښه او تکاملي لاره معرفي کوي .
والسلام
pattang
04.06.2007
[size=17:37e7ad6a8e]ګلمکۍ لاړه شه جام راوړه
........................................... که دلته نوي د ابۍ کره ور واوړه ?
وروره ممتازه هر وخت لکه د ١٥ سپوږ مۍ را ښکاره شې او بيا ورک شې .
واقعا هم په اسلام کې ځان وژنه ګناه لري دا خو نوې خبره نده ، مونږ ټولو ته دپلار
اونيکه له جوماته مالومه خره ده٠
خو خلک ولې داسې کارونه کوي چې هم خپل ځان وژني او هم نور ?? علت يې
چېرې دی او ولي يې نړۍ وال دا علتونه نه پيداکوي او له منځه يې نه وړي ?
تاته به زه يو بله خبره وکړم :
ايا دا روا او انساني دی چې يو پيلوټ په قريو بمونه اچوي او په سلګونو انسانان پکښې له منځه وړي ??
دا بيا د ظالم او مظلوم خبره ده :
دظالم هر جنګي کلتور، روا او قا نونيت لري خو دمظلوم جنګي لارې او کلتور يې
بد ، غير انساني او غير شريعي دي٠ ?? دا ولې ? انسانان خو په دواړو کې مري ٠
زه پردې عقيده يم هغوی چې خپل مرګ ته تياردي داسې وايې :
ته راغلی يې په زور او غداري زما ملک ته :
[color=darkred:37e7ad6a8e]**[/color:37e7ad6a8e]هلکان ،ښځې اونر مې وژنې ،زه درته ګورم خو ستا غوندې اصلحه نلرم.
[color=darkred:37e7ad6a8e]**[/color:37e7ad6a8e] کورونه ښځې مې تلا شي کوې ,زه درته ګورم
خو .........................................
[color=darkred:37e7ad6a8e]**[/color:37e7ad6a8e] له لويانو سره مې په زور لواتت کوې ، زه درته ګورم خو .........................................
[color=darkred:37e7ad6a8e]**[/color:37e7ad6a8e] انساني کرامت ته مې احترام نلرې , زه درته ګورم
خو .........................................
[color=darkred:37e7ad6a8e]**[/color:37e7ad6a8e] خپل قانون چلوې ، زما قانون زما په خاوره کې نه منې ، زه درته ګورم خو .........................................
[color=darkred:37e7ad6a8e]**[/color:37e7ad6a8e]** زما کاتور له منځه وړې ،خپل مردار کلتور
راوړې , زه درته ګورم خو .........................................
[color=darkred:37e7ad6a8e]**[/color:37e7ad6a8e] دپرون ورځې ،زما د زرګونو وروڼو قاتلان دزما پر
سر مقرر کړې او حکومت کوي , زه درته ګورم خو .........................................
[color=darkred:37e7ad6a8e]**[/color:37e7ad6a8e] دمرستې په پلمه مې ريښې له منځه وړې ، زه درته
ګورم خو .........................................
نو له دې ژونه خو مرګ ښه دی نو چې خپل ځان وژنم ولې تا قرنوي ظالم هم له
ځانه سره نه وژنم٠
ممتاز خانه ، زه ګمان کوم دا خلک داسې فکر کوي او دا نوي هم ندي ، ان
په کلا سيکوجنګي کلتورو کې هم دغه کارونه شوي دي ، چې نږدې مسال يې
د چاپان کميکاڅېن دي ٠[/size:37e7ad6a8e]
Miwand Patang
04.06.2007
ممتازجانه وروره سلامونه!
دا چې تاسو د ځان وژنې په هکله د اسلام د سپیڅلو ارشاداتو په رڼا کې معلومات غوښتی دی نو په دې هکله د قرآن کریم په ګڼو آیتونو او زیاتو نبوي احادیثو کې څرګندې او پریکنده څرګندونې شته دي چې ځان وژنه په ډیرو ټینګو الفاظو کې ناروا ګڼي او په هیڅ یوه حالت کې انسان او بیا چې ځان مسلمان بولي اجازه نه ورکوي چې دغه مذموم او ناځوانمردانه عمل ته لاس اچوي چې هم په خپله هلاک سي او هم د نورو بې ګناه انسانانو د وژلو او ټپي کیدلو سبب شي. دا چې پخوا جاپانیانو او نور هر چا دا کار کړی دی هم د ځان وژونکو د ناروا ادعی لپاره هیڅ راز دلیل نه شي ګڼل کیدای. بلکي زیات اسلامي علما په دې نظر دي څوک چې ځان وژني نو نه یوازې د اسلام بلکي د انسانیت د دایرې څخه هم خارجیږي بلکي د کفر سرحد ته ور وزي ځکه چې:
۱. ځان وژونکی د ځان پخپله د هلاکت کندې ته غورزوي چې دا کبیره ګناه ده او د کبیره ګناه روا کول کفر دی
۲. ځان مرګی په دې ښه پوهیږي چې له ځان سره نور مسلمانان هم وژنی، ټپي کوي یې او تاوان ورته رسوي چې دا کار په اسلام کې ناروا دی او ځانمرګی یې د ځان لپاره روا بولي.
۳. ځان وژونکی هغه ناوړه کلتور په ټولنه کې دود کوي چې په هیڅ کتاب نه دی روا او د یوې ناوړه پدیدې ورا کول په اسلام کې کبیره ګناه ده چې د دې ګناه روا کول هم سړی د اسلامیت او انسانیت له دایرې څخه وباسي.
۴. د اسلام په زرین تاریخ، غزاواتو، جګړو او ډیرو سختو شرایطو کې هم مسلمانانو لاسي ځان وژنې ته زړه نه دی ښه کړی. که د اسلام په تاریخ کې له کفارو هر څومره سخته جګړه شوې نو له مسلمانانو سره د شهادت مرحلې ته له نږدې کیدو سره سره د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د ژوند هیله هم ملګرې وه او په هیڅ حالت کې یې ځان د داسې یوه هلاکت مرحلې ته دی رسولی چې دنیوي او اخروي شرم ورسره ملګری وي.
ځان وژنه یو داسې نارو عمل او ناوړه پدیده ده چې د اسلام ترهګرو دښمنانو په یو شمیر نام نهاده مسلمانانو تپلې، داسې کسان ورته روزي چې عقل ترې اخلي، د اسلام له دین څخه یې باسي، د سیاسي موخو لپاره دغه کفري وحشي عمل ته دیني صبغه ورکوي او د دې مبارک دین تر پوښښ لاندې دغه شرم آوره عمل سر ته رسوي چې د نړۍ په هیڅ کتاب او کلتور کې یې د روا والي لپاره کوم څرک نشته دی.
الله پاک دې ټولو مسلمانانو ته د نیکې لارې لارښوونه وکړي.
مننه
میوند پتنګ
Re: ځانمرګي بريدونه روادي که ناروا؟
پښتون زلمی
04.06.2007
[quote:d9601b77df="لړمون خوړينی"]ډېرو درنو خويندو ورونو! له تېرو څو کلونو راهيسې په هيواد کې يوه نوې لوبه دځانمرګيو بريدونو په نوم روانه ده،چې پکې ډېرو بېګناه خلک وژل شوي او لا وژل کېږي. ځینې عالمان وايي چې داکار هم دجهاد يوه برخه ده او ۱۰۰٪ رواده؛خو بيا ځينې وايي چې دا يو نارواه عمل دی چې په هيڅ کتاب کې جواز نه لري.
داسلام،افغانيت،اسلاميت او بشريت له مخې دغه عمل څنګه ګڼئ؟ هيله چې په دې اړه به ښې په زړه پورې او ګټورې ليکنې وکړئ.[/quote:d9601b77df]
استشهادي عملیات او که انتحاري عملیات (ځان وژنه)
ټولو وروڼو ته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوم: او بیا وایم: محترم ورور میوند، دا مسئله بحث ته وړاندی کړی وه، نو ما وغوښتل ، چی ددغه عنوان لاندی یی مستقل بحث وګرځوم:
نووایم:
استشهادي عملیات له هغو نوو عملیاتو څخه دي، چی دهغی باره کی ډیر کم څه د فقهاوو په کتابونو سترګو ته راځي، سبب یی دادی، چه دغه قسم عملیات د اوسنی مقاومتونو له نوو قسمونو څخه دی، کوم چی د چاودونکیو توکیو د پرمختګ څخه وروسته پیدا شول، او دغه استشهاد ي عملیات د ګوریلايي او عصاباتي جګړی یو جزء ګڼل کیږي، چی چټک فدایی او تیز حرکت څخه برخمند وي.
او ددغه ډول عملیاتو اهمیت د کورنی امریکايي جنګ، نړیوال دوهم جنګ، او له هغه وروسته ډیر ښکاره شو، او دجنګی نظامونو یوه برخه شوه، چی اوس په ځینو جنګي سکولونو، او اکاډیمیو کی تدریسیږي.
او دمسلمانانو حاجت ورته له نورو زیات دی، دڅو اسبابو لپاره:
1- دمسلمانانو فطرت کی دا اخکل شوی، چی د قربانۍ، او شهادت سره محبت لري، او دذلیلی ارزانی زندګۍ څخه د عزت مرګ ورته بهتري ورکوي.
2- په ډیرو اسلامي هیودانو کی مسلمانان، دخپلو دښمنانو څخه په عذاب کی دي، او په ډیر جرآت سره یی دښمنان کوبي، ځکه چی مسلمانان په اوس حال کی د ټکنالوجۍ ، علم ، او مادي حضارت له لحاظه متخلف دي، او دښمنان یی په دی برخه کی پری باندی دي، او په همدی سبب ځینی اسلامي هیوادونه د ښکیلاګرو لپاره روا واښه ګرځیدلي دي، او دا خبره په افغانستان، فلسطین، چیچنیا، عراق، او ځینو نورو دولتونو کی د لمر غوندی ښکاره ده، .
3- او له دغو سببو څخه یو د حل لارو کموالی او تنګی دی،
ځینو فقهاوو دیته استشهادی عملیات ویلی دي، مقصود یی جواز ورکول دي، او ځینو نورو ورته بیا انتحاري عملیات ویلی دي، موخه یی دهغی حراموالی دی،
خوکه مونږ لږ شاته اسلامي تاریخ ته وګرځو نو په شرعي نصوصو کي ځینی داسی پيښی لیدلاي شو، چی داستشهادي عملیاتو پیښو ته نږدی دی، اګر که مماثلی نه دي.
1- په مصنف ابن آبی شیبه کی روایت دی، قال معاذ بن عفراء : يا رسول الله ، مايضحك الرب من عبده ؟ قال : غمسه يده في العدو حاسراً . قال : فألقى درعاً كانت عليه ، فقاتل حتى قتل .
وصححه ابن حزم في المحلى (7/294)
وذكره الطبري في تاريخه (2/33) عن عوف بن الحارث ، وهو ابن عفراء ، وهكذا في سيرة ابن هشام (3/175)
معاذ بن عفراء صحابي وفرمایل: ای د الله رسوله، څه شی الله جل جلاله خندوي دخپل بنده څخه (البته دخندا دا صفت څنګه چی دالله جل جلاله سره ښايي، مونږ یی ثابتوو خو له کیف څخه یی خبر نه یو، حتی پیغمبران هم له دی کیف نه خبر نه دي) ؟؟؟؟
نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله جل جلاله له داسی بنده له کار څخه خاندی چی لاس په دښمن کی وروټومبي، داسی حال کی چی څه پری دپاسه نه وي، راوی دحدیث وایی: نو هغه ځغره یی چی پر تن وه، ویی غورځوله او له دښمن سره یی تر هغی جنګ وکړ، تر څو چی قتل شو، دغه حدیث علامه ابن حزم صحی کړی، او طبری په خپل تاریخ کی هم ذکرکړی.
2- عن أبي إسحاق السبيعي قال : سمعت رجلاً سأل البراء بن عازب : أرأيت لو أن رجلاً حمل على الكتيبة ، وهم ألف ، ألقى بيده إلى التهلكة ؟ قال البراء : لا ، ولكن التهلكة أن يصيب الرجل الذنب فيلقي بيده ، ويقول : لا توبةلي <
قال : ولم ينكر أبوأيوب الأنصاري ، ولا أبوموسى الأشعري أن يحمل الرجل وحده على العسكر الجرار ، ويثبت حتى يقتل .
ترجمه: ابن حزم په محلی کی د آبو اسحاق سبیعی نه روایت کړی دی، چی یوه سړی څخه یی واریدل چی دبراء بن عازب صحابی څخه یی پوښتنه کوله، ویی ویل: آیا که یو کس په زرکسیزه ټولي باندی حمله وروړي، نو ده خپل ځان هلاکت ته وغورځاوه؟؟؟؟ نو صحابی براء بن عازب وفرمایل: نه ، دغه هلاکت ته ځان غورځول نه دي، هلاکت ته ځان غورځول هغه دي چی یو انسان ګناه وکړي، ووایی: زه توبه نه لرم، او بیا ځان هلاک کړي، دغه هلاکت ته ځان غورځول دي.بیا یی وویل: آبو ایوب انصاری رضی الله عنه او ابوموسی الاشعری رضی الله عنه ددی له جواز څخه انکار نه کاوه، چی یو سړی په یو سر په یو جرار لوي لښکر باندی حمله وکړي، او دننه په کښی ورننوځي تر څو ووژل شي، اګر که دده قتل په دغه وخت کی حتمي وي.
3- دابو ایوب رضی الله عنه قیصه د قسطنطین په جګړه کی ډیره مشهوره ده، او په دغه قیصه کی داسی دي چی یوه سړي له مسلمانانو څخه د رومیانو کافرو پر صف حمله وکړه، تر څو چی ښه ورننوت په هغوي کي، نو خلکو چغی کړي، او ویی ویل: الله لره پاکی ده، دغه سړی خپل ځان هلاکت ته وغورځاوه، نو ابو ایوب الانصاری پاڅیده او ویی ویل: اۍ خلکو!! تاسی ددغه آیت داسی تفسیر کوۍ(ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکة) دغه آیت په مونږ انصارو کی را نازل شوی دي، کله چی الله جل جلاله خپل دین عزتمند کړ، او کومککوونکی یی ډیر شول، نو ځینو ځمونږ ځینو نورو ته په پټه وویل: بیشکه ځمونږ مالونه ضایع شول، او الله جل جلاله خپل دین قوي کړ، او کومککوونکی یی ډیر شول، نو که مونږ خپلو مالونو ته شروع وکړو او ښه تربیه ورکړو، نو دا به ښه وي، نو الله جل جلاله دا آیت نازل کړ( ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکه) معنی دا: چی تاسی چی ټوله توجه مالونه ته ګرځوۍ او جهاد پریږدۍ نو دغه کار هلاکت ته ځان غورځول دي.
دغه حدیث په سنن ترمذی کی او هغه ورته حسن صحیح غریب ویلي دي، او همدارنګه په ابو داود کی هم دی.
4- دسیرت کتابونو والا ، او عبد الله بن المبارک رحمه الله په کتاب الجهاد کی د براء بن مالک قصه ذکر کړی، چی هغه ځان دبنی حنیفة قوم د مرتدینو لښکر ته ځان وغورځاوه، او ځینی قصو کی راځی چی هغه صحابه وو ته وویل: چی دۍ د نیزو په څوکو جیګ کړي، او د مرتدینو کلا ته یی غوځار کړي، هغوي همداسی کار وکړ، بیا ده په هغوي هجوم وروړ، او سخته جګړه یی وکړه، تر څو یی د قلا دروازه خلاصه کړه، او په دغه ورځ دده په بدن کی څو آتیا زخمونه جوړ شول، او خالد بن ولید رضی الله عنه خپله دهغه تداوي کوله. دا روایت صحیح دی او په ثقات ابن حبان ۲مجلد ۱۷۵ کی راغلی دی،
5- بل په صحیح مسلم کی روایت دی، او دغه روایت ډیر مشهور دی، زه یی اختصاروم، دا دهغه غلام روایت دی چی مسلمان شوی وه، ا وکافر پادشاه په هره وسیله کوشش وکړ، چی هغه قتل کړي، بیا یی هم په وسع پوره نه وه، آخر دغه هلک پادشاه ته دهغه د قتل لاره وښودله، او هغه داوه، چی پادشاه کافر وو، نو که پادشاه دالله جل جلاله په نوم قسم وکړي، نو هغه به وکولاي شي چی دغه هلک مړ کړي، همدغسی شوه، پادشاه په دغه طریقه د هلک څخه ځان خلاص کړ، او هغه یی وواژه، خو څه وشول، ټول مشرک خلکو په الله ایمان راوړه، او دغه کار ددغه هلک موخه وه، اګر که ده خپل ځان قربانی کړ، کله یی چی پاچا ته دغه طریقه وروښودله. حدیث په دی نمبر مسند الامام احمد کی دی.(22805)
6- بل د ابو سعید الخدری رضی الله عنه حدیث دی، چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه خلک چی دصف په اول کی جنګ کوي، او شاته نه ګوري، تر څو مړه شي، دوي به د جنت په هغه اوچتو کوټو کی وي، او الله جل جلاله به ورته خاندی، او بیشکه ستا رب چی چاته وخاندي، نو په هغوی حساب نشته.
دا حدیث ابن ابی شیبة ۴/569، او همدارنګه طبرانی، ابویعلی او ابن المبارک په کتاب الجهاد ، او ابو نعیم په حلیه کی روایت کړی دی. امام منذري ویلی دي :رجال یی ټول ثقات دي.
7- ابن ابی شیبة د مدرک بن عوف الاحمسی څخه روایت کړی، چی مونږ د عمر رضی الله عنه سره وو، ...اۍ امیر المؤمنینه، او هغه سړي چی ځان قرباني کړی وي، نو ما وویل: دغه کس خو والله زما ماما وو، خلکو ګمان وکړ ، چه هغه ځان هلاکت ته وغوځاوه، نو عمر رضی الله عنه وویل : دغو خلکو دروغ ویلی دی، بلکه ستا ماما له هغو خلکو دۍ چی په دنیا یی اخرت لاس ته راوړ.
8- امام محمد بن الحسن الشیبانی په خپل کتاب السیر ۱/163 کی فرمایلی دي: هغه انسان چی په یوه سر په دښمن حمله وکړي، نو دهغه ددین د عزت لپاره کوښښ کوي، او خپل ځان شهادت ته تسلیموي، چی په دغه شهادت دۍ ابدي ژوند ګټي، نو څنګه ده ته مونږ هلاکت ته ځآن غورځوونکی ووایو؟؟؟ بیا وایی: پروا نکوي که څوک په دښمن باندی په یو سره حمله وکړي، ولو که دده غالب ګمان وي چی دۍ وژل کیږي، خو هغه وخت چی دۍ ووینی چی دده په دغه کار سره څه نتیجه د مسلمانانو په فایده لاس ته راځي.
خو که کله هغه معلومه شي، چی دده په دغه کار سره څه نه تر لاسه کیږي، نو دده لپاره جایز نه دي چی دغسی کارته اقدام وکړي، ځکه دده پر دغه حمله اسلام ته کوم اعزاز نه حاصلیږي، یواځي خبره داده چی دۍ په قتل رسیږي.
9- علامه ابن حجر رحمه الله په دی مسئله کی فرمایی: که کله یو انسان دغسی کار دزیات شجاعت له مخی ددښمن دویرونی لپاره وکړي، او ګمان وکړي، چی ددښمن صف په دی کمزوری کیږي، نو دجمهورو علماوو یعنی داکثرو علماوو دانظر دی چی دغه کار جایز دی.
او که هرکله دغه کار یو مجردی تهور وي، نو دا کار ښه نه دی، ممنوع دی، په خاصه توګه که د مسلمانانو په ضرر تمام شي. (سبل السلام 2/473 (
10- ددسوقي حاشیه کی یی ورته بیا دوه شرطه ذکر کړی،
لومړۍ شرط: چی باید دهغه قصد اعلاء کلمة الله وي.
دوهم شرط: چی دۍ ددی ګمان وکړي، چی ددښمن صف کی دغه کار یو تاثیر غورځوي.
11- علامه ابن تیمیة ویلی دي: مستحب ده چی انسان په یوه سر ددښمن په صف کی ورننوځي د مسلمانانو د مصلحت لپاره، او که داسی نه وي نو دا کار ممنوع دی.
او ددغو روایتونو په مجموع کی څوک فکر وکړي، نو داسی تری ښکاري چی استشهادي عملیات جایز دي د هغه شرطونو سره چی فقهاوو دیته ورته مسئله کی ذکر کړي، .
اول شرط: هدف باید اعلاء کلمة الله وي.
دوهم شرط: باید د ځان وژونکي په ګمان دا غالبه شي، او یا یقین شي چی په دغه کار سره دۍ دښمن ته ضرر رسولاي شي، کولاي شي چی هغوي ووژني، او یا شکست ورپه برخه کړي.
او یا دهغوي جنګی روحیه ضعیفه کړي. چی هغوي داسی فکر وکړي، چی دهغوي یوه سړي دومره ماتی ورپه برخه کړه، نو دهغوي ټولګی به لا څه کوي.
خو دغه اندازه لګول باید دباتجربی ، په عسکري او سیاسي پوهوخلکو له خوا وي، نه چی هر انسان په خپل سر فکر وکړي، او نتایج وسنجوي ، او استشهادي عملیه تر سره کړي.
دریم: دغه استشهادي عملیات باید دهغه کافرو په ضد وي، چی پر مسلمانانو یی د جنګ اعلان کړی وي، او کافر څو قسمه دي، جنګیان، مسالمین، مستامنین، ذمیین، او معاهدین، خو ددغی عملیاتو هدف باید جنګی کافر وي، یعنی هغه کافرو چی دجنګ اعلان کړی، او جنګیږي.
ځکه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی: که څوک یو معاهد ووژنی نو دۍ به دجنت خوشبويي هم بوي نکړي، او دجنت خوشبويي دڅلويښتو کالو دمزل په فاصله کی بوي کیږي.
څلورم شرط: دغه استشهادی عملیات باید دمسلمانانو په هغه دولت کي وي، چی کافر ورننوتی وي، او هغه یی ښکیلاګ کړی وي، او مسلمانان دهغوي په وړاندی د مقاومت لار غوره کړي وي، لکه افغانستان، فلسطین، چیچنیا او داسی نور.
پینځم شرط: بایددغه جهاد دمور او پلار په اجازه وي، دا هغه وخت چی جهاد فرض کفایه وي، او که فرض عین شي، نو بیا دمور او پلار اجازی ته ضرورت نه لیدل کیږي.
نو که څوک دغه عملیات تر سره کوي سره ددغه شرطونو نو انشاء الله دۍ به دالله په نیز شهید وي، هر کله چی دده نیت خالص وي، ځکه عملونه ټول نیت پوری تړلی دي.
او روا ده، چی په دی عملیاتو باندی د بیت المال څخه خرچه وشي، او یا دزکاة دمالونو څخه، ځکه دغه عملیات د الله جل جلاله په لار کی دي، او یا څوک ددغه کار لپاره خپل مال صدقه کړي.
دیته مو هم فکر وي، چی دغه عملیات باید داسی ضرر رامنځه ته نه کړي چی ټول مسلمانان داسی جګړی ته کش کړي، چی دمسلمانانو زور پری نه رسیږي، نو دغسی کارونه باید د هر اړخیزه پوهو سیاسی عسکري خلکو په مشوره او نظارت لاندی وشي. موخه می داده: چی هر ځوان دا حق نلري ،چی په خپل سر سوچ وکړي، او حمله وکړي، دا کار یوه ګډوډی رامنځ ته کوي.
په درنښت: ستاسی ورور : افغان پښتون
pattang
04.06.2007
[quote:642b13928e]د اسلام په زرین تاریخ، غزاواتو، جګړو او ډیرو سختو شرایطو کې هم مسلمانانو لاسي ځان وژنې ته زړه نه دی ښه کړی. که د اسلام په تاریخ کې له کفارو هر څومره سخته جګړه شوې نو له مسلمانانو سره د شهادت مرحلې ته له نږدې کیدو سره سره د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د ژوند هیله هم ملګرې وه او په هیڅ حالت کې یې ځان د داسې یوه هلاکت مرحلې ته دی رسولی چې دنیوي او اخروي شرم ورسره ملګری وي.[/quote:642b13928e]
هلته خو جنګي الات نږدې يو رنګ وو او س تفاوت دومره زيات دی چې يوه
خوا ساده ټوپک لري او هغه بله خوا اتومي ، کمياوې ، بکترولوجي وسلې
او د ساينسفکشن غوندې عسکر لرې چې د لا زر (laser )په وړانګوسمبال دي
او زه يې دلته نورې څېړنې ته عاجز يم٠
خو يو شی دی :
د جنګ قانون هر وخت قوي او ظالم ږدي او حق هم هر وخت دقوي او ظالم
په لوري وي.
خپل ترور روا بولي خو داولس له ګيلې ، نا امېدۍ او دزړه له وينو ډک
جنګ اواوازونه دخپلواکي لپاره ترور او ناروا بولي٠
دايوه غټه سپينسترګې او حرامزادګي نده ?
د خپلواکي بيرغ دهر وخت جګ وي ، مرګ په اشغالګرو او لا سپو څيو٠
momtaz
04.06.2007
ګرانو دوستانو السلام علیکم
[quote:9d1a8609fb]وروره ممتازه هر وخت لکه د ١٥ سپوږ مۍ را ښکاره شې او بيا ورک شې . [/quote:9d1a8609fb]
پتنګ خانه وروره کورې دې ودان، که څه هم سپوږمۍ دومره رڼا نلري، خو سره لدې هم ښایي دا په ټپه تیاره روان کاروان ته یو لږ څه لاره روښانه کړي. را به شو اصل مطلب ته :
ګران ورور لړمون خوړينی پوښتلي دي:[quote:9d1a8609fb]له تېرو څو کلونو راهيسې په هيواد کې يوه نوې لوبه دځانمرګيو بريدونو په نوم روانه ده،چې پکې ډېرو بېګناه خلک وژل شوي او لا وژل کېږي. ځینې عالمان وايي چې داکار هم دجهاد يوه برخه ده او ۱۰۰٪ رواده؛خو بيا ځينې وايي چې دا يو نارواه عمل دی چې په هيڅ کتاب کې جواز نه لري. [/quote:9d1a8609fb]
ستاسو د لیکنې په یوې برخې کې راغلي[quote:9d1a8609fb]واقعا هم په اسلام کې ځان وژنه ګناه لري دا خو نوې خبره نده ، مونږ ټولو ته دپلار اونيکه له جوماته مالومه خره ده[/quote:9d1a8609fb]، چې د سوال په ځواب کې بیخی کفایت کوي ! نو د دلیلونو په وړاندې کولو سره لومړﺉ خو دخپله پورتنۍ خبره بې اعتباره کوﺉ او دوهم دا چې هڅه کوﺉ، چې ځانمرګي ته مشروعیت ورکړﺉ !
په دې بحث کې د کوم بل ښي پوښتنه چا نده کړې !!!
والسلام
ځانمرګي بريدونه روادي که ناروا؟
shawali khairkhail
05.06.2007
سلامونه!!!!
لړمون خوړلۍ وروره :
دا عملیات دامریکا یانو په مقابل کی لوبه نه ده .بلکه; ............................
ديته لوبه مه وايه ٠
pattang
30.06.2007
[quote:2f2db90427]
د هيواد ، ټاټوبی او يا وطن د پاره ځان قربانوول ډيره لويه خبره ده ، خو هغه څوګ چې ځان سره يوځای بېګناه خلګ هم قربانوي ، د هغه په رګونو کې د بن لادن ميتيازې جاري دي .[/quote:2f2db90427]
هغه خلک چې پردي هيوادونه اشغالوي او بي ګنا ه مسلمانان وژني دهغوی په
شرائنو کې د صليبيانو او يهودانو ميتازې جاري دي او x-muslems يې درېمه
پښه جوړوي٠