د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د جمعه خان اڅک نه بيا تر جمعه خان همدرد پوري !

Anonymous
02.06.2007

د جمعه خان اڅک نه بيا تر جمعه خان همدرد پوري !
دغه لوبه دهغه وخت نه را شروع شوه چې ډاکټر نجيب الله دجمعه اڅک په نامه يو پښتون په شمال کې د يوې ملي او دولتي دندي په تر سره کولو سره و ټاکه . چون هغه يو پښتون وو نو د دوستم او روسانو او ايرانيانو لخوا ورسره غبرګون وښودل شو او نتيجه بلاخره دا شوه چې د ډاکټر نجيب الله پر ضد د کودتا بند وبست وشي او د پښتنو پر ضد «د شمال ائيتلاف» جوړ او دا را وروسته خونړی ناورين را وزېږوي. اوس هم هماغه جنايت کاره ، ملي ضد او افغاني ضد عنصر رشيد دوستم دی چې د جمعه همدرد سره نه د يوه اسلامي ګوند د غړي په توګه بلکه د يوه پښتون په حيث د روسانو او ايرانيانو دستور يې تر لاسه کړی او د هغه پر ضد يې بغاوت او ياغي ګري ته ملا تړلې ده . دوستم دا پلا هم غواړي چې د ۹۰ يمي لسيزي ماجرا خو دا پلا نه د روسانو بلکه د امريکا او ناټو تر چتر لاندي تکرار کړي او د ځان په ګټه دهغه نه کار واخلي . خو اوس اوس به شايد وامريکا ته دا ډېره ګرانه وي چې د يوه داسي سياسي فاحشې پر صداقت باندي باور وکړي او دغه لوی جنايت کاره قاتل ته دي زړه نيژدې او د روسانو په دام کې ځان ښکېل کړي . نتیجه دا چې دا پلا به دغه لوی ملي شراندازه او ملي خاين دوستم خپل سر خوري او دده نام نهاده اسلامي ملي جنبش چې نه اسلامي دی او نه ملي او نه هم افغاني بلکه يوازي د روسانو په خدمت کې دی، له مينځه ځي ! که خدای کول !
انشأالله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more