نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امن او اسلامي نړئ
Anonymous
01.06.2007
[quote:500c9262bd="pattang"]لر ګيه خدی پاک دڅېړۍ کړه چې مقاومت دزيات شي ٠
راځه ته شروع وکړه که دلا ئل د منطقي او پاخه وي ستا شا ګردي به وکړو .
ته په مخ کې زه / مونږ در پسې ٠
[quoteلرګبه[/quote:500c9262bd][/quote]
نو ما ويل که خداي کا راځۍ په دي نوي خبر يو څه د خولي (د کمپيوټر؟) شخوند بدل کو چې دا په نړئ کي د امنيت لرونکو هيوادو په اړه کومه خبره نشر سوي څنګه ده:
وايي چي تر ټولو زياته امن په ناروئ کي دي، او بل دا چي تر ټولو زيات امن لرونکي پنځويشتو هيوادو کي يو هم اسلامي نسته او بله دا چي په تر ټوله پاتي او بي امنيته پنځويشتو هيوادو کي اته اسلامي دي ؛ آیاپر دي خبره چا غور کړي چي ولي؟
01.06.2007
۱ ـ تر ټولو زیات شمیر تیل صادرونکی هیوادونه اسلامي او له دې کبله د امریکا د نړیخور امپریالیزم تر ګواښ یانیواک لاندې دي .
۲ـ ددې له پاره امریکا د اسلامی هیوادونو په وړاندې چې تیل یا د تیل لرونکو هیوادونو تر منځ ستراتیژیکی موقعیت لری، دهغه زمری په څېر د برید پلمې لټوي ، چې که څه هم هغوی ترې د ګیدړو په څیرکښته او به څښي، بیاهم غړمبیږی چې : [color=white:4760426c44]ولې دې اوبه راباندې خړې کړې ؟[/color:4760426c44]
۳ـ اسلامی هیوادونه له ټولنیز نیاو اوعدالت څخه برخـَمن نه دي، په دیکتاتورۍ ډډه لګوي او ولسواکی نه پیژني ، نو په دې توګه خپلې ورپیښې ستونزې هم نشی حلولی .
۴ـ په ې ډول تندلاري خوځښتونه ، بنسټپالي، ترهګري او دالقاعدې مرکزونه په کې رامنځته کیږی چې اریکا او لویدیځوالو ته ښه چانس او پلمه په لاس ورکوي ، څو دغه هیوادونه تر خپل کنترول لاندې رالي.
۵ ـ د ملی ولسواک رژیم د نشتوالی له امله دیکتاتوررژيمونه د ملی آزادۍ او خپلواکۍ په ارزښت نه پوهیږی او نه یی غواړي، بلکې برعکس دخپلې دیکتاتورۍ دساتنې له پاره په لوی لاس په یوه یابل بهرنی قدرت تکیه لګوي
او د تل له پاره د خپل لس سره د نا آرامۍ، کړکیچ او باروتو پر غونډۍ ناست وي .
په درنښت .
رښتینی
12.06.2007
او په كومو هيوادونو كي چي مذهب له سياست
نه بيل دي او يا بيخي مذهب شتون نه لري نو هوري
نيا په مكمله توګه موجود دي ؟؟؟