د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دنورو په ليکنو تبصرې :

pattang
31.05.2007

درنو وروڼو سلام عليکم !
"دنورو په ليکنو تبصرې" تر عنوان لاندي هغه ليکنې را ټوليږي چې په ټول افغان
او نورو پاڼو کې هلته د مناقشې او تبصرې ځای ونلري ٠
په دغه بر خه کې له لوستونکو نه هيله کېږي چې په هغو ليکو او مفاهمو چې ددوی
په فکري ډول : څرنګه ? ولي ? عدالت ، بي عدالتي ,...... جوړوي او په عامه توګه دپرابلم وړ وي خپلې نظرئي څرګندې کړي٠


محقق ته پښتانه انسانان نه ښکاري

pattang
31.05.2007

ن . اسماعيل خيل ليکي :
محقق ته پښتانه انسانان نه ښکاري

د يوه حديث شريف مفهوم دى چې وايي : څرنګه چې ستاسو اعمال دي همغه شان به مو عمال ( مشران وي . )
پر موږ چې اوس کوم مشران نازل شوي دي ، د ياد شوي مبارک حديث په رڼا کې ، هغه زموږ د ناوړو اعمالو پايله ده .
له دغو مشرانو څخه يو هم محمد محقق دى ، چې د خلکو د ناوړو او بدو عملونو له کبله تر مقننې قوې پورې رسېدلى دى او نن تصميمونه نيسي .
محقق چې د کورنيو جګړو پرمهال ( ٧١ – ١٣٧٥ ) د يوې خونړۍ ډلې مهم غړى و ، اوس يې هم په مغز کې هماغه کرکه او نفرت دى .
دغې ډلې چې د محقق په څېر مشران يې په سر کې ولاړ وو ، هغه کارونه وکړل چې چنګيز په خپل دور کې نه وو کړي .
محققانو په خپله دوره کې له کابل ښاريانو په ځانګړې توګه ددغه هېواد له يوه ستر توکم پښتنو سره داسې چلند وکړ چې يادول يې شرم دى .
دغې ډلې چې اوس يې حامد کرزى هلاک شوى مشر ( عبدالعلي مزاري ) ته قهرمان وايي ، صرف د پښتو په ( جرم ) له خلکو ژبې پرې کړې ، په سرونو کې يې ميخونه ټک وهل او هغه څه يې وکړل چې تاريخ به يې ترپايه هېر نه کړي .
محقق ، که څه هم اوس د( چا ) له برکته ټوپک او چاړه نه شي کارولى خو زړه يې هماغه شان ډک دى او چې معمولي چانس پيدا کړي نو خپل کارکوي .
محقق ، د سه شنبې په ورځ بيا خپله پخوانۍ کينه برسېره کړه او هغه څه يې وويل چې صرف د همده له شخصيت څخه يې تمه کېداى شي .
په ياده شوې ورځ ، د ولسي جرګې فرهنګي کميسيون د اطلاعات او کلتور وزارت مشرتابه راغوښتى و .
ټاکل شوې وه ، دغه مشرتابه د خپل وزارت د ستراتيژي په باره کې معلومات ورکړي .
دغه ستراتيژي نړيوالو سره د اړيکو له امله په انګريزي ليکل شوې وه او بيا په پښتو ژباړل شوې وه .
ترڅو د غه متن په درې ژباړل کېده ، د ولسي جرګې ياد شوي کميسيون له خوا وغوښتل شوه .
د ياد شوي وزارت مشرتابه پلاوي د ادب له مخې په سر کې وويل چې تراوسه دغه متن په درې نه دى ژباړل شوى او يواځې پښتو ژباړه يې شته .
خو محقق او څو نورو محقق ډوله وکيلانو په دې نيوکه وکړه چې ولې يواځې په پښتو ليکل شوى .
کله چې د اطلاعات او کلتور وزارت يو مهم چارواکي ورته وويل چې دا مشکل د متن نه دى ، مشکل د هغه چا ده چې په پښتو نه پوهېږئ.
خو محقق ددې په ځواب کې وويل : (( ادم وارى گپ بزن ))
محقق پښتو متن پر ميز وويشت له کوټې ووت او دغه بحث پاتې شو .
که څه هم پښتو د اساسي قانون د ١٦ مادې له مخې دهېواد رسمي ژبه ده ، خو محقق ورته حتې د انسانانو ژبه هم نه وايي .
پښتانه چې هميشه يې ټول قومونه لکه وروڼه ګڼلي دي يو ځل بيا له دغه شان لفظي بريدونو سره مخ دي .
څو مياشتې وړاندې د کابل هزاره توکم په دې موخه لارو کوڅو ته راووت چې کابل اکسپرس هندي فلم کې هزاره ګانو ته ظالمان ويل شوي وو .
دغه فلم هم ښه نه و کړي ، ځکه په دغه قوم کې هم داسې کسان شته چې نظير نه لري .
خو اوس چې دهمدغه قوم مشر پوره يو قوم باندې لفظي بريد کوي نو ، څوک هېڅ نه وايي .
همدارنګه ، ولسي جرګې څه موده وړاندې د فراه وکيله ملالۍ جويا په دې تور له ولسي جرګې وويستله چې جنګي جنايتکارانو ته يې د حيواناتو خطاب کړى و .
خو اوس محقق پوره يو قوم انسانان ونه ګڼل ، اوس به معلومه شي چې دغه د قانون ټيکه داران محقق سره څه کوي ؟

د محقق په څېر کسان په داسې حالاتو کې چې دغه پرچه شوى ملت بېرته کوشير ته اړتيا لري ، د يوه ميکروب بڼه لري .
که دغه ميکروب ژر له منځه لاړ نه شي نو کېداى شي داسې ناروغۍ رامنځ ته کړي چې بيابه يې درملنه مشکله وي .

ن . اسماعيل خيل


د ولسي جرګې فرهنګي كميسيون او د (( محقق)) منطق!

pattang
31.05.2007

رحيمه ساپۍ ليکي:

د ولسي جرګې فرهنګي كميسيون او د (( محقق)) منطق!

رحيمه ساپۍ - كابل
پرون د ولسي جرګې د فرهنګي او ديني چارو كميسيون مشر محمد محقق او غړو له دې امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت كاري او د پاليسۍ رپوټونه رد او پر مېز وويشتل، چې دده په وينا، په (( ۱۶۰۰ كلنه لرغونې او رسمي ژبه نه وو ليكل شوي)). د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواكو په وينا، د رپوټ اصل په دري او كاپۍ يې په پښتو ژبه ورلېږ ل شوې وې. د ولسي جرګې د فرهنګي كميسيون مشر سپارښتنه كړې، چې كاپۍ يې بايد دري كړاى شي، ځكه دى او دده ملګري په پښتو ژبه نه پوهيږي.
كه د تعصب له مخې عمل ونه كړو او مساله د اساسي قانون له مخې په قانوني او حقوقي لحاظ وڅيړو، د اساسي قانون د ۱۶ مې مادې پربنسټ په ټولو دولتي ادارو كې رسمي كارونه په پښتو او دري دواړو ژبو جواز لري، دواړې ژبې ورته حقونه لري او هيڅ يوه هم په قانوني ، حقوقي او ارزښتي توګه پر بلې هغې امتياز او لومړيتوب نه لري. دا،چې پښتو ژبه د افغانستان د اكثريت ژبه ده او اكثريت د نزاكت له مخې پر هر څه پټه خوله پاتې دى، دا بايد د ژبې او د ژبې د ويونكو كمزوري ونه ګڼل شي، دا يوه نزاكتي ، اخلاقي او د ټولنيز تركيب د ژونديتابه مساله ده،ګني قانون په صراحت ډ ډېرڅه اجازه ور كړې ده.
ړومبى خو د ښاغلي محقق او دده د اخور د نورو يارانو تر ټولو ستره نيمګړتيا داده، چې د يوه ستر ملت د استازو په كور كې د يوه فرهنګي كميسيون مشري او غړيتوب كوي، خو د ملت په ژبه نه پوهيږي، قانونا دغسې له فرهنګ سره نابلد اود ټوپك او كارتوسو اشنا كسان بايد ددغسې كميسيون په مشرۍ ونه ټاكل شي، داسې كسان، چې د خپل اكثريت په ژبه نه پوهيږي، پر افغانيت يې شك دى. پښتو او دري دواړې ژبې د اساسي قانون پر بنسټ، د افغانستان په ټولو رسمي – دولتي ادارو كې كارول كېداى شي، دواړې ژبې بايد په يوه كچه او انډوليز ډول وده وكړي او كه د محقق په څېر د مور او مېرې سلوك ورسره كيږي، بيا نو دا تمه بېځايه ده، چې څوك به دغه ډول تعصب(پښتو ليكل او ويل) ونه كړي. كه زموږ دغه ښاغلي له سترګو نه د تعصب عينكې لري كړي او دولتي ادارو او په خپله د ولسي جرګې كاري رپوټونو، اعلاميو، خپرونو او د چارواكو ويناوو ته ځېر شي، ايا ټكى پښتو به پيدا كړاى شي؟ نه يوازې دا، چې پښتو پكې نه ترسترګو كيږي، بلكې كه يوڅوك ګوډه ماته پښتو ليكي يا وايي هم په متعصب او ((قوم پالونكي)) رټل كيږي. ايا پخپله ژبه خبرې كول تعصب او قومپالنه ده، كه دغسې وي، بيا خو نو له پيغمبرانو رانيولې تر ما او تا ګردسره نړۍ متعصبه ده. همدا تورونه او ناحقه رټنې دي، چې نن زموږ يو وزير، يو چارواكى په پښتو وينا نشي كولاى، د خلكو دغسې وېرول به يوه(( فرهنګي ترهګري)) او استبداد نه وي؟!.
ښاغلى محقق او دده ياران د ملت له سټېج نه غږيږي. د قانون، فرهنګ او كولتور د خونديتوب او دفاع سينې ډبوي، خو چې پخپله د قانون دغه مدافع پر قانون پښه ږدي او سرغړونه ترې كوي، دې ته به نور ولس څه نوم وركړي. مدافع، كه قانون پلورونكى؟! د محقق په وينا، پښتو ۲۰۰ كلنه ژبه ده، خو دري هغه ۱۶۰۰ كاله عمر لري او بايد هرڅه په دري وليكل شي. د كوم لرغونتوب او منطق پر بنسټ؟ ايا دواړې ژبې له يوې اريايي رېښې سرچينه نه اخلي، كه تاريخ رښتيا وي، نو بيا ۲۰۰ كلن او ۱۶۰۰ كلن لرغونتوب له كومه شو. دا بېله خبره ده، چې يوه وپالل شوه او بله د استبداد ښكارشوه، خو كه د حقيقت منلو ته زړه ښه كړاى شو دواړې په همدې خاوره كې ټوكېدلې او سترې شوې دي، هيڅ يوه هم پر بلې هغې امتياز نه لري. سانسګرټ لرغونې ژبه وه، خو اوس يوازې په موزيم كې اوسيږي، اردو نوې راپيدا شوه، خو اوس د نړۍ په سترو ژبو كې شمېرل كيږي. كه دري دومره لرغونې وي بيا خو بايد دموزيم ژبه شي ، خو زما په اند دابه هم منطقي نه وي، چې له ژبو سره دغسې استبدادي چلن وشي، لكه د تاريخ په دغه ۱۶۰۰ كلن پېر كې ،چې له پښتو ژبې سره شوى او كيږي. همدغه استبداد او د پښتو ځپنې هڅې دي، چې پښتو ژبه له رسميت نه غورځوي او نه پرېږدي دغه ((ځپل شوې)) ژبه د خپل حق او قانوني صلحيت له مخې د رسميت كچې ته لوړه شي. ايا ښاغلي محقق پخپله د ولسي جرګې پر اعلاميو، اجنډاپاڼو او نورو اداري چارو كله نيوكه كړې، چې ټكى پښتو هم پكې نه برېښي. څه فكر كوئ دغه يو اړخيز نزاكت بايد همدغسې يو اړخيز پاتې شي او كه نه د نورو قربانۍ ته هم اړتيا شته. كه زموږ دغه ښاغلي همدغسې پر خپلو نا منصفانه دريځونو او تعصبونو ولاړ و اوسي او د ولسي جرګې د فرهنګي كميسيون په څېر يوه قانوني او با اعتباره اداره يې په لوړه كچه ننګه كوي، فكر نه كوم دا وړۍ شړۍ شي.
په پښتو ژبه څه ليكل جرم نه دى، د فرهنګي كميسيون چارواكي بايد د قانون د ساتونكو او مدافعانو په توګه ددغسې قانوني كار هركلى او ستاينه وكړي ، نه دا،چې د قانون پرڅوكۍ ناست د قانون ناره وهونكي پخپله قانون مات كړي او يوڅوك د ((پښتو ليكلو)) په ګناه ورټي.

رحيمه ساپۍ


ستا به ګرېوان وي اوزمونږخوارولاسونه!!

pattang
31.05.2007

غوټۍ خور ليکي :

ستا به ګرېوان وي اوزمونږخوارولاسونه!!

غوټۍ_ کابل: دجوزجان ولايت په مرکزشبرغان کې ديوه تکړه ټوپکمارپه حمايت لاريون کېدل،زېری ورکوي،چې په هېوادکې لاواک دټوپکمارودی اولاتراوسه دخپلوګټودخوندي کولولپاره هرڅه کولای شي.

زما په فکراوس مهال دوه ډوله ټوپکماران په هېواد کې شته دي،اول هغه،چې په اوسني حکومت کې برخه لري اودوهم هغه چې داوسني حکومت مخالفين دي.

په معنوي لحاظ که سړی دواړه ډلې سره پرتله کړي،لومړۍډله، غله،رهزن، فاجر او دهېواداصلي دښمنان دي.يوورځ مجاهد وي ، بله ورځ کمونسټ او درېيمه ورځ نورې بلا!

دوهمه ډله، چې له اوسني حکومت سره په ټکر کې هم دي،بياهم له دې اولې ډلې نه ښه ښکاري.ځکه له اول نه تراوسه يې لوری معلوم دی، هويې هو ده او نه يې نه! اوددغه مفکوري دريځ له امله يې په شخصي نظر له لومړۍ ډلې نه غوره بولم.همدغسې دوی حکومت ته دومره ضررنشي رسولی،لکه څومره چې اوله ډله يادلستوڼوماران ورته اړولی شي!

خوبدبختانه زمونږاوسني واکمنان(بې له ټوپکمارو،هغه خويې هسې په کيسه کې ندي) دهېواد، دسرنوشت په اړه په پټوسترګو قضاوت کوي،اصلي دښمنان،چې په دولت کې شامل دي،هغه يې پرې ايښي اوفرعي دښمنانوپسې،يې پاينسې رابډوهلي دي.

مطلب مې دادی،چې اوسني واکمنان داسې چم کوي، لکه اوبووړی کس،چې نېزوړي ته لاس اچوي اودونې ډډ چې، دبچ کېدو،وسيله يې کېدلای شي ته لاس هم نه وروړي.

ددوستم پهلوان دانډيوالانولخوالاريون کېدل، دهغه .... قواره ښه راښکاره کوي.اوپه اثبات رسوي، چې دکرزي صيب ځينې انډيوالان غواړي،چې دپرديو په مرسته په هېوادکې سولې اوامنيت ته ګواښ پېښ کړي.خپلې اوباشۍ او پهلوانۍ ته ميدان هوراکړي. يوځل بيادکړېدليوافغانانوپه وينوکې ولامبي،اودغه نسبي سوله او امنيت هم له منځه يوسي.

ددغواوباشانولخوادجمعه خان همدرد،چې يومجاهد او پښتون قومندان دی،پرخلاف خوني لاريون کول، ملي بيرغ او ملي ارزښتونوته سپکاوی کول،دوالي دفتر باندې له وسلوسره بلواوروړل،مانا ورکوي،چې دوی دخپلې رامنځته کړې ادارې مخالفين دي اونه غواړي چې په هېوادکې سوله اوامنيت ټينګ شي!

اوهغه نظام چې ټوپک سالاري، وژل،بندي کول او نور سل فسق اوفجورپکې وي رامنځته کړي،ځکه دوی ته يواځې همدغه څه مطرح دي اوبس!

خو سوال دادی،چې کرزي صيب،نړيوالې ټولنې اوناټو ځواکونوولې ځانونه ګول اچولي،سترګې يې پټې کړي! او دغه وړخلک يې بياهم په غېږ کې نيولي دي؟ايادوی يواځې پرپښتنوباندې دالقاعده ټاپې لګولای شي،ازبکان اونورو،باندې يې زورنه رسيږي او که څه تاريې ورسره غزولی دی؟

دغه مېلمانه:ناټو،ملګري ملتونه اونوربلاوبترچې دلته راغلي،دڅه لپاره؟ څه کوي؟ وظيفه يې څه ده؟ ايا دخپلو سياسي فعاليتونو مرکزافغانستان ګرځول غواړي؟ يوه ډله حمايه کول اودبلې شاته غورځول اوخپلې ګټې خوندي کول غواړي؟او دافغانستان په تاوان؟ دوی که غواړي په افغانستان کې سوله اوامنيت راولي نودغوخلکوته ولې څه نه وايي؟افغانستان خودطالبانواوالقاعده له لاسه دومره ندی خراب شوی لکه څومره چې دغوواکمنو ټوپکمارو خراب کړيدی!

څومره خرابۍ چې دوی کړي،په څلورمه برخه يې هم طالبانو نه دي کړي! نو بياهم دوی دوستان او هغوی دښمنان! په کوم منطق او په کوم کتاب اوکه دحماقت او سرزورۍ په کتاب کې وي، خووي به کنه ،په نورو کتابونوکې خوداسې انصاف نشته!نو،نړيوالې ټولنې،ناټو!اوکرزی صيب


د ا فغا نستا ن د پا رلما ن د شکا یا تو د کمیسون محترم مقا م ته!

pattang
31.05.2007

ډ ا کټر عبد ا لرحمن ليکي :

د ا فغا نستا ن د پا رلما ن د شکا یا تو د کمیسون محترم مقا م ته!

بسم ا لله ا لرحمن ا لرحیم

د ډ ا کټر عبد ا لرحمن د عریضی پاڼه
۱۳۸۶/۰۳/۵
۲۶/۰۵/۲۰۰۷

د ا فغا نستا ن د ولسي جرګې د شکا یا تو د کمیسون محترم مقا م ته!

ا سلام علیکم ورحمه ا لله وبرکا ته

محترمو! د ا پریل د میا شتی په ۲۷ تا ریخ ما عبد ا لرحمن د طوطی زوی د کا ر او ا جتما عی امورو په وزا رت کی د یو د ا سی وظیفی لپا ره د ۲۰۰۷- April په ۲۸تاریخ د پنجشنبی په ورځ امتحا ن ورکړچه له ما نه وړا ندی هغی وظیفی ته دو ه ځله ا متحا ن ا خيستل شوی وء خو څوک په کی کا میا ب شوی نه وو. د وظیفی نو م project formulation /design manger وء . د ا پوست په یو نوی جوړشوی یونټ کی دی چه د GMU په نوم یا دیږی، .ددې یونټ مسول د سلطا نی په نوم شهرت لری- زه دی پوست ته کا میا ب شوم او ما ته سلطا نی صا حب د ا پریل په ۳۰ تا ریخ تلیفون وکړ چه زه د امتحا ن د کمیټی لخوا د بره ذکرشوی پوست لپا زه کا میا ب شوی یم. ما د امتحا ن په وخت کی د امتحا ن کمیټی ته ویلی ول چه ره به په ا فغا نی لبا س کی وظیفی ته را ځم – د ا ځکه چه زه په د ی لبا س کی ځا ن ښه ا حسا سوم ا و ښه کا ر کولی شم. د امتحا ن کمیټی دا خبره منلی وه – خو وروسته د نوموړی وزا رت یو معین صا حب چه محمد غوث بشری نو میږی ما ته یو شرط مخا مخ په مجلس کی وړا ندی کړ او هغه د ا چه زه با ید پتلون ا و نکټا یی وا غوند م خو کله چه ما د ا شرط و نه ما نه نو زه یی د ا زا د رقا بت په
ا سا س د ګټل شوی وظیفی نه چې معا ش یی ۱۷۰۰ امریکا ی ډ ا لرومحروم کړم .
نو ددی امله چې نه په ا سا سی قانون او نه هم په بل قوم قا نو ن کی د ا ذکر شوی چه رسمی لبا س څه شی دی – زه خپل شکا یت ستا سی حضور ته رسوم هیله د ه چه په د ی هکله غور وکړی ترڅو زما په څیر د زرګونو ا فغا نا نو هغه مشکلات چې د بعضی متعصبو له خوا ورسره مخ دی حل شی. ښه به لا دا وی که د لبا س په موضوع په پا رلما ن کی بحث ته وړاندې شي ا و په ا سا سی
قا نون کی رسمی لبا س تعین شی نود ډ یروبی وسه اوبی سفارشه ا فغا نانومشکلا ت به حل شی . البته ما هڅه وکړه چې دا پاڼه د ولسي جرګې د شکاياتو د کميسون يو غړي ته هم ورکړم خو له بده مرغه چې هغه يې له اخيستو څخه انکار وکړ.

ستا سی د ا فغانی ا قد ا م په هیله

ډ ا کټر عبد ا لرحمن
MD, EMBA, MPH, MA Islamiat
Phone 0799428579
E mail: doctorrehman_pms@yahoo.com

ډ ا کټر عبد ا لرحمن


صافی
02.06.2007

په المان کې دډاکترکبیر ستوري د لومړي تلين ياد غونډه

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP) دمشرانو جرګه
درنو هيوادوالو ، پوهانو ، اديبانو ، ليکوالانو ، شاعرانو ، ادبي، ولسي او ملي [color=red:aaf45e233e]سړيتوبونو ( شخصيتونو )[/color:aaf45e233e]ته په درنښت بلنه ورکوي چې پر پښتو پښتونولۍ مين ، ملي مبارز او د پښتنوټولنيز ولسوليز ګوند PSDPمشر او بنسټ ايښودونکي ارواښادډاکترکبیر ستوري د لومړي تلين پوهنيزې (علمي) ياد غونډې او ازادې مشاعرې کې ګډون وکړي .
دپښتون قامي وحدت ستر لارښود، نامتو ليکوال او دعوامي نیشنل ګوند مشر ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا) دغونډې مشر میلمه دی.
هيله ده چې خپلې ليکنې او شعرونه د غونډې په ورځ د ځان سره راوړئ او په خپل ګډون سره د ار واښاد ستوري روح خوشحاله کړئ .
نیټه: 2007 ع کال د جون د مياشتې اتمه د جمعې ورځ
وخت: دمازيګر شپږ بجې
د غونډې د ځای
Event Palast
Max–Planck-Strasse 9a
50354 Hürth
Germany
د لارې د پيداکولو لپاره د هال ويب پاڼه وګورئ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ورونو! ما ته خو دغه لیکنه هم دمتن په لحاظ دتبصرې وړ ښکاره شوه ،تاسو
څه فکر کوﺉ؟


pattang
02.06.2007

صافی صيب سلام عليکم !
خدا بخښلي ستوري ښه کلک پښتني خواص د باندي او په کور کې لرل او په پښتو او پښتنو تر اوله نه او تر اخره کلک ولاړ وو٠ سياسي او حزبي کارونه په کوز او برو پښتنو کې دهيچا هم مخ ته ندي تللي٠ ستوری يو وخت د خپل ملګري د شيطاني په اساس ( پښتون پاکستانی اجنټ ) يو وار په پا کستان کې درې مياشتې بندي هم شه٠
په پښتني مينه پتنګ


صافی
03.06.2007

دروند ورور پتنګ صاحب ! السلام علیکم
بښنه غواړم زما مطلب لکه څنګه چې ماورته یوه لنډ اشاره هم کړې وه ـ بلنه ـ اودبلنې محتوی نه ده . باید ما خپل مطلب نور هم روښانه کړی وﺉ.
بیاهم ستاسو له خوا دخدای بښلی ستوری دښو صفا تو د یادولو څخه ډیره مننه . زما مقصد دلته په ـ بلنه ـ کې هغه کلمه ده چې پرې دسترګو په لګیدودسړې دڅټ ویښتان جګ شي او دسړي فکر ورته په ټپه ودریږي،چې دا مونږ د دیقیانوس دوختوشوو! اوهمدا نوې پښتوده! اوکه دا مطلقه بې سوادی ده ! ولی هسی هم نه ښکاری ځکه نه مونږ ددمره زاړه یو ،اونه دا پښتو ده ، اونه هم د بلنلیک پاتی پښتو دبې سواد کس ده . یواځینی منطقی دلیل یې ښایی داوي چې
دلیکونکي نه پرته، بل چا د (سړیتوبونو) دهیولا په اضافت په بلن لیک ملنډې وهلی وي.


pattang
22.06.2007

دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2007-06-20 م خپرندوی : (دبېنوا ويبپاڼي اداره) چا پي بڼه

چــا ته فـــــــريـــاد وکـــړو ؟! ( دډاکټرخوشال روهي ليکنه )
بسم الله الرحمن الرحيم

له ناورين د پاسه ناورين ، له تورتم د پاسه تورتم او د غم له پاسه غم !!! دلته خو په رښتيا ، چې غم هېڅ له غمه نه شرميږي او هغه کور او کلي ته ورروان وي ، چې لا دمخه په وير اخته وي .
نه پوهېږم ، چې ولې زموږ په کاله کې هيلې ګلان نه راوړي ؟ نه پوهېږم ولې دلته هيله لا سمه غوټۍ نه وي ، چې بيا د غم او ناهيلۍ سېلۍ پرې نازله شي او تر سپړېدو د مخه يې وچه کړي ؟ نه پوهېږم دا د چا شامت دی او د چا قصور ؟
هره ورځ بې شماره هيلې دي ، چې خاورې کيږي او هره ورځ بې شمېره سرونه دي ، چې بې درېغه قلم کيږي . له يوې خوا اورو ، چې نن مو دومره طالبان ووژل ا و له بلې خوا اورو ، چې دومره مو پوليس او دومره هم ملي اردو ووژل . خو دا چې طالب څوک دی او پوليس څوک ؟ او دا چې د دوی کونډې او يتيمان بيا د چا تر غاړې دي ؟ د دې خو څوک نه فکر کوي او نه هم تپوس .
که د حالاتو له هغو مجبوريتونو او لاملونو څخه ، چې دوی يې پوليس کېدو او طالب کېدو ته اړايستلي تېر شو ، نووبه وايو ، چې دوی پخپله د جګړې لار ټاکلې هم بل وژني او هم ځان وژنې ورته ورکوي . خو دهغو انسانانو څه ګناه ده ، چې نه يوازې جګړه نه کوي بلکې تر ې کرکه کوي او ترې په تېښته دي ؟ د خدای ( ج ) د شنه اسمان تر چتر لاندې دومره ځای نشته ، چې دوی پناه وروړي ، نه خو يې د اسلامي ورورولۍ مدعي ګاونډیان مني ، نه خو يې د الله (ج ) د لارې طالبان اونه هم د بشري حقونو او دموکراسۍ ټېکه داران پخپلو جونګړو کې په کرار پرېږدي . هو ! جونګړې يې ورته ورانې کړي ، ښځې ، پلرونه ، ميندې او ماشومان يې ورته ووژني ؛ بيانو يوې خوا ته د الله د لارې هغه طالبان ، چې د همدوی پرکورونو ورننوتي او د دوی له جونګړو يې مورچې جوړې کړي وايي ، چې ملکي خلک دې له پوځي ځايونو او کاروانونو څخه لرې اوسي ! او د دموکراسۍ ټېکه داران وايي ، چې که څه هم په جګړه کې حلوا نه وېشل کيږي ، خو بيا به هم موږ د پېښې په اړه پلټنه وکړو او که چېرې ډېره خواخوږي يې درلوده ، نو بيا پخپلو کې سره وايي ، چې بايد د ملکي خلکو د تلفاتو مخنيوی وشي ، هغه هم پدې دليل نه ، چې دوی د ژوند حق لري بلکې پدې دليل ، چې دا به د طالبانو ليکې نورې هم پياوړې کړي . دملي ( !؟) دفاع وزارت هم ، چې ډېره باتوري وکړي نود وژنو د مخنيوي لپاره طرحه وړاندې کړي او بس .
خو همدا چې دوی د ملکي خلکو له ژوند سره د پام ساتنې ژمنه وکړي پر سبا يې د هغې دوه چنده بياووژني . همدا څو ورځې د مخه ناټو په بروکسل کې پرېکړه وکړه ، چې هماغه د پورتني لحاظ له مخې به د ملکي خلکو له ژوند سره پام ساتي او دفاع وزارت هم خپله طرحه ورته ورکړه ، خو دادی لا يې اوونۍ پوره نه ده ، چې په پکتيکا کې يې تنکي ماشومان او د ارزګان د چوره په ولسوالۍ کې په لسګونو بې ګناه انسانان له خاورو سره خاورې کړل .
نه پوهېږو ، چې موږ چاته مخ ورواړوو او چاته استغاثه وکړو ؟ هغه حکومت ته ، چې يوازې د څېړنې هيأتونه ټاکي ، هغه ولسي جرګې ته چې يوازې د خپلو معاشونو د زياتوب په فکرکې دي او يا هم ګوري ، چې پر چا خپله رايه وپلوري او يا هغه ملي ګوندونو ته ، چې نوم يې شته خو نښې يې نه ! که نه آيا دغه په سلګونو انسانان ، د دې ارزښت نه لري چې له امله يې د دفاع وزير ، د داخلې وزيراو يا هم د ولايت والي استعفا وکړي او يا لږ ترلږه د استعفا ګواښ وکړي . ايا دهمدې بېګناه افغانانو وينه د دې ارزښت نه لري ، چې وکيلان د پارلمان له غونډو سره تر هغوپرېکون ( بايکاټ ) وکړي ، مګر داچې :
۱ ـ د وژنوعامل ځواکونه رسماً بخښنه وغواړي .
۲ ـ عاملينو ته د نړيوالو قوانينو له مخې سزا ورکړل شي .
۳ ـ دقربانيانوکورنيو ته د نړيوالو معيارونو له مخې تاوان ورکړل شي ( نه دا چې د دوی دقرباني بيه به دوه مليونه وي او زموږ د قرباني بيه به پنځوس ډالره ) .
۴ ـ رسماً ژمنه وکړي ، چې دا ډول بې پروايي به بيا نه تکراريږي .
نو بيا کېدای شي ووايو ،چې زموږ پارلمان ملي او غړي يې په رښتيا د ولس استازي دي . خو له بده مرغه دا ټول د کنګل پر مخ د هيلو کښل دي . له بده مرغه په موږ کې هم دومره تومنه نشته ، چې خپل غمونه په ګډه وژاړو او خپل فريادونه سره شريک او همغږي کړو .
نو، اې لويه خدا يه ! موږ نه پوهېږو ، چې ستا له درباره پرته چاوته فريادکړو؟


pattang
22.06.2007

قدرمند ډاکتر صيب خبرې د ډېرې ښې دي ، زه يې سل په سلو کې درسره منم،
خو له زاريو او فرياد نه څخه څه نه جوړېږي ، نه کرزی ، نه هيواد مل،٠٠٠
خپلې استعفاوې ورکوي اونه بلڅوک نو لاس په توره الله اکبر٠


جواب

پښتون زلمی
22.06.2007

محترم ورورپتنګ، صافی، او ټول ورونه خپل احترامات وړاندی کوم،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

خبره داده، چی ضرور نه ده، چی مسئله په جګړه حل شي، من حیث الاصل خو مونږ ته د ښکیلاګرو مقابل کی د مقاومت حق شته، اسلامي شرعه کی، نړیوال قانون کی، د ملل متحد په منشور کي، دغو ټولو مونږ دمقاومت حق راکړی،
خبره داده: که افغانان ټول اخلاص وکړي، او سره یو شي، اخلاص وښودي، له یو څو ډالرو تیر شي، ملت ته ځان نږدي کړي، ولس سره لاس یو کړي، د طالب او القاعدی په نوم دافغان مرګ ته جواز ورنکړي، دافغان په مرګ خوشحالی څرګنده نه کړي، په یوه آواز امریکا ته ووايي، مونږ ترهګر او دهشت ګر نه لرو، تاسی مهرباني وکړۍ، مونږ خپل وطن خپله ودانووو، که ښه مو له لاسه کیږي، مالي مرسته وکړۍ، په دی وخت کی امریکا ته دپاته کیدو فرصت نه لیدل کیږي.
خبره داده، چی کرزی صاحب باټي وولي، چی طالبان نور ګواښ نشي جوړیدی، او دغه اوسنۍ جګړه لنډمهاله ده، ژر به ختمه شي،
په دغی خبری کرزی هسی ځان غولوي، او خیال پلوونه خوري، حقیقت ټولو ته اوس څرګند دی، چی هغه طالبان یو څو افراد نه دي، بلکه ملت ورسره ولاړ دی، ولس يي تایید کوي، اوښکیلاګرو شرمخو د ناروا کړنوپه وجه ورځ په ورځ يي تعداد په زیاتيدو دی، دومره ده، چی شهیدان به ورکړي، خو دغه کرزۍ او امریکا دغه ولس نشي ختمولی،
داخو یو نړیوال پلان دی، چی دغه پښتون غیرتمند، پتمند، او زمری قام له مینځه یوسي، اول يي دډیورنډ کرغیړنه کرښه را منځ ته کړه، پښتون يي په مینځ نیم کړ، د پښتون په زړه يي دغه کرغیړنه کرښه راکش کړه، خو په دی کار يي هم زړه یخ نشو، اوس یي له افغانستانیانو ایرانستانیانو خبیثانو لنډغرانو سره لاسونه یو کړ، چی دغه ټوټه ملک نور هم ټوټه کړي.
محترمو: امریکا دانګلستان لور اوس غواړي، چی دخپلی مور پاتی ارمانونه پوره کړي، او پلانونه يي سرته ورسوي.
یو څیز دی چی پر هغه مونږ راغونډیداي شو، هغه اسلام دی، او بس، خو ريښتيني اسلام، افراطي نه، تفریطي نه، دلته په دی هم اقرار کولی شم، چی دطالبانو دوری داسلام څخه یو څو ګوتی پورته زیات تشدد کاوه، او سبب يي دا وه، چی ځمونږ وطن کی اسلام تر ډیره ځمونږ پر پښتني غیرتي او قومي خواصو اغیزمن شوي،
لنډ مثال تاسی داسی وړاندی کوم:
مثلا: د زنا حد اسلام کی 100 دوري دی، خو زنا څنګه ثبوتیږي، هغه وخت ثبوتیږي، چه څلور عقلمند بالغ عادل مسلمانان دا شاهدي ورکړي، چی فلانی او فلانۍ مو داسی ولیدله لکه ډولچه چی په کوهي کی وي، دغه رنګ ثبوت ډیر سخت دۍ، ځکه داسلام دمهمو مقاصدو او موخو څخه یوه موخه په مسلمان پرده اچول دي، که چیری دری کسان يي دغسی ووينی، نو چوپ دی پاته شي، او که تهمت ولګاوه، قاضي باید هغوي ۸۰ دوري حد القذف ورکړي، خو که څلور کسان يي په دغه مذکور حالت کي وویني، نو معنا داده: چی دغه دواړه د فحش او بی حیایۍ وروستي سرحد ته رسیدلي، نو دغه وخت ددغه حد خاوندان کیږي، او خاوند په دغو ټولو حالاتو کی هیڅ حق نه لري، چی خپله ښځه ووژني، که ګمان يا یقین يي راشي چی ښځه يي زناکاره ده، نو حق لري چی طلاقه يي کړي، یا لعان ورسره وکړي، بلکه اسلام هغه کس ته دیوث ویلی، کوم چی د خپلی ښځی په زناکارۍ خبریږي، او نه يي طلاقوي،

را به شو خپلی پښتنی ټولنی ته، پښتانه دلته په وړوکی شک او حرکت خپله ښځه وژني، تر دی حده چی د ځینو خلکو یوه سړي ته قهر راشي، غواړي چی مړ يي کړي، نو په خپله ښځه يي بدنام کړي، او دواړه ووژني، هیڅوک ورته نه وايي: ولی، ځکه چی خپله ښځه يي ورسره ووژله، داسی هم شوی چی د خپلی ښځی په جیب کی دعطرو شیشه او یا هینداره پیدا کړي، نو په هغي يي وژلی، ..

دغه یو لنډ مثال وو، چی مونږ پښتانه د اسلام یو څو ګوتی پورته یو، خو دا حقیقت کی پورته والی نه دی، بلکه داسلام دعادل مبارک دین څخه لری والی دی.
همدارنګه والله که په اسلام کی په ګیره په دورو وهل وي، یا په مجردی مخ ښکاره کولو باندی قمچینی وهل وي، حجاب شرعي شته، خو مجرد مخ ښکاره کول دغه مسئله اختلافي ده، ډیر علما پر دی دي، چی مخ ښکاره کول جایز دي دښځي لپاره، او پر دغه فتوا په ډیرو اسلامي هیوادونو کی عمل کیږي، اګر زه شخصا دا وایم په دلایلو: چی مخ هم باید پټ شي، خو مقصدي خبره داده، چی طالبانو به ښځي په مخ ښکاره کولو سره په قمچینه او لرګو وهلي، دا یو غیر اسلامي کار وو.
البته په بی حجابۍ باید تهدید شي، ځکه دالله امر دۍ، چی ښځه باید خپل زینت له پردیو سړیو پټ کړي، .......خبری ډیر دي، خو ځمونږ ټول مصیبت د افراط او تفریط نه دی.


momtaz
23.06.2007

د بحث ګډونکونکو ګرانو دوستانو السلام علیکم
[quote:9c5177e589]خبره داده، چی ضرور نه ده، چی مسئله په جګړه حل شي، من حیث الاصل خو مونږ ته د ښکیلاګرو مقابل کی د مقاومت حق شته، اسلامي شرعه کی، نړیوال قانون کی، د ملل متحد په منشور کي، دغو ټولو مونږ دمقاومت حق راکړی[/quote:9c5177e589]
افغان پښتونه وروره خبره دې سمه ده، چې وایې ضرور نه ده، چی مسئله په جګړه حل شي !!! ځکه جنګ د حل لار نده. ستونزې باید چې د خبرو اترو له لارې حل شي.
تاسو پورته د ملګرو ملتونو له منشور څخه خبرې کړي دي، خو د یادونې وړ ده چې دغه بهرني ځواکونه د ملګرو ملتونو دامنیت شورا د پرېکړې له مخې افغانستان ته راغلي دي. زمونږ په ګټه به وي که مونږ له جګړې څخه لاس واخلو او خپله اردو او څارندوی پیاوړﺉ کړوو، تر څو مونږ پخپله د هېواد امنیت تضمین کړوو، بیا په هغه حالت کې به نړیوالو ځواکونو ته اړتیا نه وي.
خو واقعیت دا دﺉ چې مونږ پښتانه بې ځایه مغروره، بې اتفاقه او پخپله د خپل دښمنان یوو، چې نورې طایفې داسې ندي ! نورې طایفې په حکومت او پارلمان کې د خپل استازو څخه که ، بې سواده، غله او جنګی جنایتکاران هم دي، ملا تړ کوي او د هغو په مرسته د خپلې سیمې آبادوي. خو مونږ پښتانه بیا داسې نه یوو، کله چې زمونږ استازي زمونږ په خوښه، (چې هر یو بل شﺉ غواړوو) کار ونکړي بې لدې چې موضوع وڅېړو، چې ولې دوی زمونږ په خوښه کار نکوي، دوی تخریبوو او دهغو لیرې کیدل غواړوو. ځینې پښتانه ، چې طالبانو سره یې اړیکې درلودلې له هماغه پیله څخه یې د حکومت تخریبول پیل کړل. په ځانګړيتوګه د حکومت پښتانه غړي یې تخریبول، ځکه له هغوی څخه یې لویې تمې درلودلې، چې د هغو دغوښتنو عملی کول، د پښتنو د چارواکو له لاسه پوره نه وې. د پوښتنو د نه ملا تړ او ځینو نورو عواملو نتیجه دا شوه چې ښاغلو اشرف غنی او جلالی له حکومت څخه لیرې شول او مونږ پوهېږوو، چې د هغو پر ځایونو څوک مقرر شول. د ځینو پښتنو پروپاګندونه د پاتېو پښتنو چارواکو پسې روان دي تر څو دوی هم لرې ښي. مونږ پښتانه د دې توان نلرو چې ځانونه نظام سره ګډ کړوو او د نظام له دننه څخه د خپلې خوښې اصلاحات راولوو. مونږ یواځې جنګ ته تیار یو، لکه چې تاریخ اثبات کړې بې لدې چې وپوهېږوو، که جنګ مو وګاټه بیا نو څه کوو!! مونږ وینو چې د هېواد په نورو سیمو کې پلونه ، سړکونه، روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه او ټولګټې تاسیسات جوړېږي ، خو د پښتنو په سیمو کې د اسلام ټیکه دار غیرتي پښتانه جګړې کوي، امامان، مخور سپینږیري، ډاکټران او ښونکي وژني، ښوونځي او نور دولتی تاسیسات له منځه وري.
وایي چې د پښتنو لپاره د دوزخ د دیګي په سر د عذاب ملایکو ته اړتیا نشته، ځکه که کوم څوک هڅه وکړي له دېګي څخه ووځي نو نور پښتانه یې له پښو څخه نیسي او بېرته یې دېګي ته کشوي ! مونږ د اعتراف توان نلروو، خو دغه واقعیت دﺉ !

ژوند که زمونږ کم، د محبت لپاره هم دﺉ
حیران یم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه

والسلام


pattang
23.06.2007

[quote:e4ec455fc3]تاسو پورته د ملګرو ملتونو له منشور څخه خبرې کړي دي، خو د یادونې وړ ده چې دغه بهرني ځواکونه د ملګرو ملتونو دامنیت شورا د پرېکړې له مخې افغانستان ته راغلي دي. زمونږ په ګټه به وي که مونږ له جګړې څخه لاس واخلو او خپله اردو او څارندوی پیاوړﺉ کړوو، تر څو مونږ پخپله د هېواد امنیت تضمین کړوو، بیا په هغه حالت کې به نړیوالو ځواکونو ته اړتیا نه وي. [/quote:e4ec455fc3]

ممتاز خانه !
که نه پو هېږې ځان ملا کړه ، دروغ ويل خو له پښتانه سره ډېر بدښکارېږي٠
دطالبانو درژيم د ړنګولو پلا ن په ملګرو ملتو کې نه بلکې لمړی ځل په برلين کې
دانګليس ، امريکا استازي د جرمني دخارجې وزارت او دپاکستان د جنرالو په
موافقه طرحه شه اودا لار چې اوس روانه ده هلته طرحه شوې وه ٠

- ولې دملل متحد په پرېکړه نن پردۍ قواوې راغلې ? ولې هلته نه راتلې چې
په کابل کې د مختلفو ګروپونه له خوا ښځې بي عزته شوې 60000 کابليان قتل
شول او د ښار نه کنډواله جوړه شوه ٠
- ايا ملګري ملتونه يوه عادلانه بيطرفه اجرائي ټولنه ده ? او که د CIA او د
اشغالګرو دلښکرواوګټو يوه پټه خزانه ده ?
- دبن په مواقه کې خو ملل متحد او نورو فيصله وکړه چې NA غداران او
فاشستان به کابل ته نه ننوځي ولې ننوتل او ملل متحد پټه خوله پاته شه ?
دا څکه چې CIA داسې غوښتل٠
- څو فيصلې (م م) دفلسطين په برخه کې وکړې خو cia د توتو اهميت هم ور نکړ ٠
== > (م م) د CIA تور دفتر . ( دا وې د (م م ) کارنامې او شته والی )

[quote:e4ec455fc3]خو واقعیت دا دﺉ چې مونږ پښتانه بې ځایه مغروره، بې اتفاقه او پخپله د خپل دښمنان یوو، [/quote:e4ec455fc3]
داځکه چې مونږ پښتانه داسې خلک لکه: کرزی ، هيوادغل او نور لري، اول بايد دوی له منځه لري شي بيا به د اتفاق خبرې کوو ٠
[quote:e4ec455fc3]چې نورې طایفې داسې ندي ! نورې طایفې په حکومت او پارلمان کې د خپل استازو څخه که ، بې سواده، غله او جنګی جنایتکاران هم دي، ملا تړ کوي او د هغو په مرسته د خپلې سیمې آبادوي[/quote:e4ec455fc3].
دا کار دهغوی غلط دی ، دا وړۍ نه شړۍ کيږي ،د جنګي جنايتکارانو ځای محکمه
دی اونه پار لمان ، که يې کوي هغه د هغوی خپل کار دی خو مونږ داسې بد نکوو ٠

[quote:e4ec455fc3]خو مونږ پښتانه بیا داسې نه یوو، کله چې زمونږ استازي زمونږ په خوښه، (چې هر یو بل شﺉ غواړوو) کار ونکړي بې لدې چې موضوع وڅېړو، چې ولې دوی زمونږ په خوښه کار نکوي، دوی تخریبوو او دهغو لیرې کیدل غواړوو[/quote:e4ec455fc3].

داڅکه چې هغه دپښتنو لپاره لکه شاه شجاع پېغور پاته کيږي او هغه خرڅ شوي
پښتانه دي٠ ( ډارن، دروغجن، خپل جيبونه ډکوي او مذدوران دي )

[quote:e4ec455fc3]ځینې پښتانه ، چې طالبانو سره یې اړیکې درلودلې له هماغه پیله څخه یې د حکومت تخریبول پیل کړل. په ځانګړيتوګه د حکومت پښتانه غړي یې تخریبول، ځکه له هغوی څخه یې لویې تمې درلودلې، چې د هغو دغوښتنو عملی کول، د پښتنو د چارواکو له لاسه پوره نه وې.[/quote:e4ec455fc3]
ددروغجن دې مختور شي ، کوم حکومت ? هغه حکومت چې دپرديو له خوا يې
بنسټ کېښودل شوی او که خپل ازاد حکومت ? کوم پښتانه هغه چې په غرب کې
بېکاره ګرزيدل او د cia , BNDاوبه يې څښلې وې او که هېواد پالونکي
پاک مسلکي پښتانه ٠??

[quote:e4ec455fc3]د پوښتنو د نه ملا تړ او ځینو نورو عواملو نتیجه دا شوه چې ښاغلو اشرف غنی او جلالی له حکومت څخه لیرې شول او مونږ پوهېږوو، چې د هغو پر ځایونو څوک مقرر شول. د ځینو پښتنو پروپاګندونه د پاتېو پښتنو چارواکو پسې روان دي تر څو دوی هم لرې ښي. مونږ پښتانه د دې توان نلرو چې ځانونه نظام سره ګډ کړوو او د نظام له دننه څخه د خپلې خوښې اصلاحات راولوو[/quote:e4ec455fc3].

داسې راته مالومېږي لکه دپخوا وختو حزبي چې د حزب له پاره به يې هر څه کول :
جلالي څکه لاړ چې دقاچاقبرانو اونورو فاجعودمخ نيوي لپاره يې واک نلاره او
کرزي يې هيڅ خبره نه منله او د کرزې خوټې د فهيم په تار کلکې تړلې دي، نو څکه
دا مداري خاين خپل ځای پرېښود او اولس ته يې ونه ويل چې ولې ده جلالي خپل وزارت پرېښود ٠ دغه بل د اعصابو په مرض ککړ دې ستميانو لرې که
چې کرزي هيڅ قدرت نلاره ٠

[quote:e4ec455fc3]مونږ یواځې جنګ ته تیار یو، لکه چې تاریخ اثبات کړې بې لدې چې وپوهېږوو، که جنګ مو وګاټه بیا نو څه کوو!! [/quote:e4ec455fc3]
چې د جنګ زور د تازيانو ته مالوم نوي اوورته کمزوری شوې او د طالب زور هم
نوي ولا د تا جک په نوم به په ټولو پښتنوته په زور نوې تذکرې ورکړل کيږي ٠

[quote:e4ec455fc3]مونږ وینو چې د هېواد په نورو سیمو کې پلونه ، سړکونه، روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه او ټولګټې تاسیسات جوړېږي ، خو د پښتنو په سیمو کې د اسلام ټیکه دار غیرتي پښتانه جګړې کوي، امامان، مخور سپینږیري، ډاکټران او ښونکي وژني، ښوونځي او نور دولتی تاسیسات له منځه وري. [/quote:e4ec455fc3]

وروره مکتبونه ، سرکونه،٠٠٠ ، کالونيل بادارانو هم په خپلو کالونيو کې ( هند،٠٠٠ )
جوړول، خو د اشغال شوي اولس لپاره تر ټو لو اول ازادي او خپلواکي مهمې وې ٠

[quote:e4ec455fc3]وایي چې د پښتنو لپاره د دوزخ د دیګي په سر د عذاب ملایکو ته اړتیا نشته، ځکه که کوم څوک هڅه وکړي له دېګي څخه ووځي نو نور پښتانه یې له پښو څخه نیسي او بېرته یې دېګي ته کشوي ! مونږ د اعتراف توان نلروو، خو دغه واقعیت دﺉ ! [/quote:e4ec455fc3]
دغه مسال د ښه دی خو اول يې پر خپل ځان عملي کړه او دپردې شاته
خوبونه مه وينه ٠


نيواک او پاڅون دواړه ملت ځپي

و.افغان
30.06.2007

تاسی په کی څه وایۍ، زه خو وایم، دطالب جان خواخوږ ی لیکنه بیخي پر ځاي ده، او وایم: که دامریکا او ددولت په ضد مقاومت کوونکي ځواکونه دغه لاندینۍ ټکي مخی ته ونه نیسي، نو کولاي شي چی یو لوي زیان ځانته، وطن ته، ولس ته، او هم اسلام ته په برخه کړي، دکومو څیزونو لپاره چی هغوي دقربانۍ دعوی لري، او هره هغه اسلامي نقشه چی له اسلام برباده رهبري کیږي، هغه به په ضروري ډول، ځمونږ وطن ته، ځمونږ ولس ته، او زمونږ دین ته له ځانه سره بربادۍ او تباهۍ راوړي، که دغه مقاومت کوونکي، دځینو دولتونو څخه کومک اخلي، او ددغه دولتونو کومک ته اړتیا لري، نو کولاي شي، چی دهغوي له نقشي څخه پرته، دقید او شرط څخه بغیر له هغوي څخه کومک واخلي، ځکه په مجموع کي دغه ګاونډي هیوادونه هم له امریکي خطر حس کوي، او خپل دښمن يي بولي، نو دوي ضرورا دخپلو مفاداتو لپاره مقاومت کوونکو سره کومک کولاي شي، خو مقاومت والا ته پکار ده، چی دهغوي لپاره له اضافي خدمت څخه لاس واخلي، او که دغه اضافي مجاني خدمتونه هغوي دغه دولتونه ته تقدیم کړي، نو په پاي کی به هم خپل ځان ، او خپل وطن برباد کړي،
او حقیقت دادۍ، چی سی آي ای، تر آی اس آی ډیر شرف لري، ځکه دلومړۍ دحیوانیت درجه تر دوهمي ډيره کمه ده، او ددوهمي حیوانیت خو فکر کوم چی ټولو ته معلوم دۍ، او په خصوص ډول سره يي چی په پاکستان کي وخت تیر کړی وي،
نو رابه شو دطالب جان خوا خوږی خوږی لیکنی ته::

[color=white:a11633e221]نيواک او پاڅون دواړه ملت ځپي[/color:a11633e221]

د افغانستان په اوسني سیاست کې پر شته وو پېچلتیاوو سربېره ځینې ټکي داسې هم دي چې خپل او پردي، دوستان او دښمنان، او کورني او بهرنیان سره پرې یو خوله دي. یو له دغسې واقعیتونو څخه د امریکا له لوري د افغانستان د اشغال خبره ده.
دغه اشغال له ډېره پیله لوڅ او بربنډ و او له ځینو افغاني مجبوریتونو، او بهرنیو مکاریو پرته نور هیڅه داسې پرده نه وه چې د دې اشغال پر مخ را غوړېدلې اوسېدلې وای.
دا چې په رڼا ورځ د یوه ازاد هېواد تر پولو د یوه بل هېواد پوځونه تېرېږي، او هلته په وژلو لاس پوري کوي، په پردي هېواد کې خپلې بندیخانې او د ربړونې ځایونه جوړوي، او بیا له هیچا سره له مشورو پرته هغو بندیخانو ته خلک سوق کوي، د هغه هېواد د وګړو هر ډول تعقیب خپل صلاحیت بولي، او په دې اړه په هیچا کې آن د سلامشورې صلاحیت هم نه ګوري، له اشغال پرته بل څه کېدای شي؟
آن د امریکا خپلې رسنۍ هم د افغانستان قضیې ته د امریکې "Occupation" يا اشغال وايي.
خو له بل پلوه، دغه اشغال د حرمینو له هېواد، لومړۍ او دوهمې قبلې او عربو له جزیرې رانیولې د مسلمانانو پر ټوله خاوره موجود دی، او په لږ څه نوعي او کمي بدلون پر ډېریو اسلامي هېوادونو کې راج چلوي.
امریکایان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر قراردادونو لاندې اوسېږي، او ملګري ملتونه هغه پیمان دی چې د نړۍ هیڅ هېواد ورڅه سرغړونه نشي کولای. امریکایان خپل غلیمان په افغانستان کې په هغه مؤثریت نشي تعقیبولای لکه چې په ځینو نورو هېوادونو، لکه پاکستان، سعودي، کویت، بحرین، او نورو کې یې چې تعقیبولای شي. د دې خبرې یو جوت دلیل دادی چې هغوی تر ټولو لوی شمېر مخالف عربان تر دې دمه د پاکستان په خاوره نیولي، او باید دا وویلای او تسلیم کړای شي چې د امریکایانو اشغال تر افغانستان په پاکستان کې غښتلی دی.
همدغه خبره ده چې افغانان په خپل هېواد کې د پاکستانیانو او نورو د جهاد مخالف دي، او طبېعي او د عدالت تقاضا به هم دا وای هر مسلمان په خپل کور کې جهاد کولای، نه دا چې خپل کور یې د اور له لمبو سپمولای، او زامن یې نورو هېوادونو ته جهاد ته استولای، او پردي کورونه یې ورانولای.
په هغه صورت کې به د جهاد مؤثریت هم زیات وای، او په ريښتینې توګه به یې د مسلمانانو د ارادې او یو والي تمثیل کولای.
د دې ټکي تر څنګ یو بل تریخ واقعیت دا موجود دی چې د دې اشغال په مقابل کې موجود نظامي مقاومت ټول اړخونه د بې کفایتۍ، ابهام، ګوډاګیتوب، ظلم، تشدد، افراط او لېونتوب څلي دي چې هم په ایډیالوژیک لحاظ ملت ته د یوې خوارې وسيلې په سترګه ګوري، او د ابراهیم علیه السلام د قربانۍ ترهغه پسه ورته زیات اهمیت نه ورکوي چې هغه یې پر سر ځان خدای ته نیږدې کاوه او هم په عملي او سیاسي لحاظ کورکورانه د نړیوال استکبار د پخواني ایلچي، او وفادار غلام او تجربه شوي اسلام دښمن آی ایس آی له لمنې څخه د افغانستان نوي دولت ته ننګونې کوي. هغوی چې د هغوی په قول د یوه نوي او مجبوره امریکایی غلام په خلاف جنګېږي، د بل داسې امریکایي غلام په لمن کې پراته دي او غولانځې یې رووي چې په کراتو یې خپل بادار ته د صداقت او امانتدارۍ بېلګې ورکړي او هیڅ داسې بېلګه نه ترسترګو کېږي چې له دومره وفاداریو وروسته دې دې زاړه او ريښتیني غلام په خپله مرۍ کې د غلامۍ کړۍ ارته کړې وي.
سره له دې چې هر سترګور د پاکستاني استخباراتو لخوا د مخالفینو د روزنې له چارې خبر دي امریکا پاکستان ته ساده نغوته هم نه کوي، خو د څو ایران-جوړو ماینونو په موندنه امریکا ایران ته سیده او ډانګ پېیلی ګواښ کوي. دا له دې پرته چې امریکایان له پاکستان څخه ډاډه دي، د څه خبرې دلیل کېدای شي.
له نظریاتي پلوه هغوی له دین څخه په خپلې ناقصې پوهې او درک ځانونه د ملت د ارواوو، ارادو، عقیدو، مالونو او کورونو مالکان بولي، او فکر کوي د دې ملت له هر کوره خونړی سنګر، له هر انسانه مهار عسکر جوړول د دوی خدایي حق دی.
د دولت نظامي مخالفینو ولس یرغمال کړی، او هر دم یې په خامه بهانه پر مرۍ چاړه راښکلو ته چمتو دي. هغوی په کلیو او سیمو د ترور او وېرې خپسه واکمنه کړې، او د ړندو فتواګانو په مټ یې د خلکو ایمانونه او ګروهې داسې ګرو کړي هره ګړۍ د یو چا پر ایمان چاړه را کشولای، د یو چا جنازه تحریمولای، او مړی یې له هدیرې منع کولای او تکفیرولای شي.
د دولت مخالفین د ملت د راتلونکي لپاره هیڅ ډول پلان نه لري، او نه په خپل ځان کې هغه ډول تجانس لري چې د یوه مشترک پلان د عملي کولو صلاحیت دې ولرلای شي.
د نظامي مخالفینو کردار د هغوی له شعار سره منځ پر منځ قطع کوي، او ورسره په تضاد کې دی؛ هغوی له یوه پلو په دې دلیل چې اسلام پولي او سرحدات نه پېژني، په خپلو کورونو کې پنجابیان، عرب او د نورې نړۍ وګړي ساتي او افغانان پرې وژني، او له بل پلوه طالبان پخپله عملي توګه د ډېورنډ کرغېړنه کرښه ټینګه مراعاتوي، او د دې کرغېړنې کرښې په هغه لوري یې هم امریکایانو، او هم د هغوی ملګرو ته امان ورکړی او هم د هغوی په امان کې اوسېږي، له هغوی سره سوله کوي، پروتوکولونه ورسره لاسلیکوي او چې کله د پولې هغې غاړې ته له امریکایانو یا د هغوی له غلامانو سره آن د دوی د خپلو ملګریو جګړه پېښېږي، نو بیا منځګړیتوب ته ور دانګي، خو چې دې غاړي ته جګړه پېښېږي، نو ورته د غزا او جهاد نوم ورکوي.
نظامي مخالفین د اسلام د بدنامولو لپاره غربي رسنیو ته توښه برابروي، هغوی ته بېلګې په لاس ورکوي، او خپل شرموونکي اعمال د اسلام پاک او سپېڅلي دین ته منسوبوي، او په دې توګه په نړیواله کچه د اسلامي تحریکونو او دعوتونو د پرمختګ مخه ډب کوي او خلک د خدای له دین څخه زړه توري کوي او د پیغمبر علیه السلام د هغې فرمودې مخالفت کوي چې وایي: یسروا و لا تعسروا، بشروا و لا تنفروا....
بې محکمې، او په نه بهانه د ملکي وګړیو سرونه پرې کول، د هغوی بې رحمانه وژنه، پراخ ترورونه، د ژورنالیستانو، ډاکټرانو او ملکي کارکوونکیو وژنه، د ښوونځیو سوځول، د عامه ملکیتونو له منځه وړل، د خلکو د ژوند وسيلو له منځه وړل، د فقر او لوږې د شرایطو برابرول، د مشرانو بې عزتي او سپکاوی، د ښوونځیو د ماشومانو وژنه، د افغاني روڼ اندو او لوستو وګړیو تعقیب، ترور، وژنې او اختطاف، د عامه خدماتو، لکه روغتیایي خدماتو او نورو مخه ډب کول، د یرغمالیانو په سر د پیسو غوښتنه، د کوکنارو د کرهنې حمایه او ملاتړ، په عامه محضرونو کې چاودنې، په عامه لارو د ماینونو خښول، له جوماتونو، زیارتونو، او د هستوګنې له ځایونو څخه نظامي استفاده او سلګونه داسې نور جنایات د نظامي مخالفینو لخوا ترسره کېږي چې هیڅ مذهب او سلوک یې اجازه نه ورکوي، او پایله یې یواځې او یواځې د امریکایانو د منطق تقویه او د هغوی په دام کې د لا زیاتو انسانانو غورځول او د اسلام د پاک دین بدنامي او له هغه څخه د خلکو متنفرول کېدای شي.
په دې سربېره، نظامي مخالفین تر وسه وسه له امریکايي او بهرنیو پوځونو سره له ټکر څخه ډډه کوي، او هڅه کوي چې تر وسه وسه افغاني وګړي هدف وګرځوي، چې دا کار یې له داعیې او شعار سره سکوټ تضاد لري، او له بهرنیو افغان دښمنه حلقو سره د هغوی تړاو څرګندوي.
نظامي مخالفین له پاکستان سره پر بې شانه نږدېوالي لومړی د مجاهدینو او بیا د ملاعمر د طالبانو ناکامه تجربه بیا تکراروي، او په دې کار د خدای د پیغمبر د هغې فرمودې مخالفت کوي چې وایي مسلمان له یوې سوړې څخه دوه ځله نه چیچل کېږي.
نظامي مخالفین په دې کار سره د پاکستان مهم جنایتونه له پامه غورځوي، او د هغو سلګونو زرو شهیدانو له روح سره خیانت کوي چې پاکستاني دسیسو یې پر ارمانونو خاورې واړولې. هغوی پاکستان ته د طالبانو د خپل امارت په پرځولو کې د ظالمې او جنایتکارې امریکې د مرستې جرم ور بښي، او دغه راز د مجاهدینو په لاس د اسلامي نظام د قایمېدلو په مخنیوي کې د پاکستان شیطاني رول تاییدوي.
نظامي مخالفین د مسلمانانو ترمنځ د پولو په مراعاتولو، او هغوی ته په توپیر قایلېدلو سره د مسلمانانو ترمنځ اختلاف ته لمن وهي، او د مسلمانانو سرتاسري یو والي ته سخته صدمه رسوي.
هغوی د کرزي د ملي اردو او د مشرف د پاک پوځ د سپاهیانو ترمنځ، چې لومړی یې له زړو مجاهدینو او دوهم یې د برېطانیا له زړو ګوډاګیانو جوړ دی، د دښمن او بادار پر توپیر په قایلېدلو سره د مسلمانانو ترمنځ توپیر او تبعیض کوي، او بې عدالتي رامنځته کوي.
د واڼه په پېښه کې د کمزورو اوزبکو او عربو جنګیالیو په مقابل کې د پاکستان له حکومت سره په ودرېدلو سره طالبانو دا ثابته کړه چې هغوی د پاکستان د حکومت پاخه ګوډاګیان دي، او د هغه خاین حکومت لپاره آن پر خپلو ملګریو هم ور بلوسېدلای او هغوی ته صدمه رسولای شي. د دې خبرې عمده دلیل د مولوي نذیر په نامه د ګوډاګي ملا هغه عملیات دي چې جلاوطنو اوزبکو طالبانو په خلاف یې د پاکستاني چورلکو او ټانکونو په ننګه ترسره کړل.
د پاکستان د حکومت او د طالبانو د اوزبکو ملګریو ترمنځ د جګړې پر مهال د خدای ته ورغلي ملا دادالله د سولي او منځګړیتوب وړاندیز دا خبره جوته کړه چې طالبان د پاکستان لجام شوي مزدوران او غلامان دي، کنه د پاکستان حکومت خو هغه عملیات د تروریستانو (!) پر خلاف ترسره کول چې ملادادالله خپله هم یو تروریست ګڼل کېده.
هغوی افغانان په خپل دولت کې د امریکا د غلامۍ په بهانه له رغوونکي کار څخه منع کوي، خو په خپله بیا د امریکا د بل غلام هېواد لپاره خلک وژني، او استخباراتي ماموریتونه ورته ترسره کوي.
نظامي مخالفین، د یو بل خلاف په بیانونو ورکولو سره خپله بې کفایتي، او نا اهل توب ملت او نړیوالو ته افشا کوي، او د هغه قوي نفاق څرګندونه کوي چې د دوی په زړونو کې موجود دی او هر وخت د دې ملت لپاره د خونړۍ راتلونکي زېری او خبر راکوي.
مخالفین په افغانستان کې د پښتنو په سیمو پورې په محدودېدلو سره پښتانه په بین الافغاني سیالۍ کې پاتې راولي، او نورو توکمونو، په ځانګړې توګه آغاخانیانو، شیعه متعصبو ډلو او متعصبو لږکیو ته د پرمختګ او برلاسي زمینه برابروي او د ملک اقتصاد، تعلیم او دولت په لوی لاس د لږکیو لمنې ته ور ټېل وهي.
نظامي مخالفین د دوو سترو کبیره ګناهونو په عادي او ساده ګرځولو سره د اباحیت یوه کرغېړنه بېلګه وړاندې کوي، چې دا دوه ګناهونه له مسلمان وژنې او تکفیر یا مسلمان ته کافر خطاب ورکونې څخه عبارت دي.
هغوی خپلو اهدافو ته د رسېدلو په لاره کې د مسلمان وژنه او بربادي روا او سم کار بولي، او په دې توګه د اسلام د هغه اصل مخالفت کوي چې وایي هیڅ غایه وسيله نه تبرئه کوي، یعنې دا چې د سم هدف لپاره ناسمه وسيله استعمالول د اسلام نه بلکې د یهودیت اصل دی چې مخالفین یې په خپلو کرغېړنو اعمالو کې تمثیلوي.
مسلح مخالفین د مسلمانانو د جماعت التزام نه کوي، چې دا کار یې د اسلام له مهم اصل یعنې د جماعت له لزوم څخه سرغړاوی دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان د امت اجماع په دې ده چې د سولې، روزنې، تربیې، او ځان سمبالولو کم ضرره لاره غوره کړي، هغوی نه یواځې دا چې د امت د ارادې ملاتړ نه کوي، بلکې ملت ګمراه، متخلف، او بزدل بولي، او خپل لېوني افکار د ملت پر ذهنونو ور تپي.
زما د دې خبرې دلیل د کرزي په انتخاب، او بیا د پارلمان او شوراګانو په انتخاباتو کې د ملت ونډه وه چې له وېرې سره سره یې په پراخ مټ پکې ګډون وکړ چې دې خبرې هرو مرو څه معنا درلوده.
نظامي مخالفین خپل ټول توان په جګړه کې مصروفوي، چې دا کار یې د پیغمبر علیه السلام له طریقې سره منافي دی. هغوی له هیچا سره خبرو ته نه کښېني، هیڅ ډول تربیوي، او تعلیمي پروګرامونه نه لري، د افرادو ترمنځ یې هیڅ ډول تکافل او تنسیق نشته، د راتلونکي کونډې، یتیم، بورې او ورارې هیڅ فکر نه کوي، په داسې حال کې چې حضرت عمر رضی الله عنه د خپلې پاچهۍ په یوه لري سر کې له یوه پله څخه د وزې د لوېدلو او د هغې د پښې ماتېدلو په اړه هم خدای ته ځان مسؤول بولي، خو تش په نامه پیروان یې بیا د یوه بشپړ ملت د راتلونکي په اړه هیڅ ډول مسؤولیت نه احساسوي.
نظامي مخالفین مسلمانان او اسلام دوه بېل شیان ګڼي، او د اسلام تقویه د مسلمانانو په کمزورولو کې لټوي چې دا خبره یې هم د خندا او هم د ژړا ده. هغوی په داسې حال کې چې د مسلمانانو ژوند ور ګډوډوي، د اسلام د تقویې په لټه کې دي(!) چې معلومه ده، له اسلام څخه یې مقصد خپلې ګټې دي، او بس. که داسې نه وي نو اسلام له اصله غښتلی او قوي دی، او ټوله ستونزه خو په دې کې ده چې مسلمان کمزوری دی. که هغوی بیا هم مسلمان کمزوری کوي، نو معلومه ده چې له اسلام سره خیانت کوي.
نظامي مخالفینو پر خپل ناروا وجود سره د مسلمانانو سیاسي زور تجزیه کړی، او ددغه زور یوه زیاته برخه یې په غیرو مؤثرو لارو تمرکزه کړې ده، چې دا خپله مسلمانانو ته د نن ورځې تر ټولو ضررناکه ښکاره (پدیده) ګڼل کېدای شي.
د نظامي مخالفینو شتون لکه چې د امریکایانو د راتګ بهانه یې برابره کړه، امریکایانو ته په افغانستان کې د پاتې کېدلو او ښایي نورو سیمو ته د هغوی د خپرېدا بهانه برابره کړي. د ډېریو سترګورو شننونکیو په نظر داسې برېښي چې د هغوی نیم ژواندې ساتنه پاکستان د امریکایانو په خوښه ترسره کوي، چې په پاکستان کې د مخالفینو پر پراخ شتون د امریکا سترګې پټول د دې خبرې ښکاره او غښتلی دلیل بللای شو.
له هر ډول پلان پرته، او د آی ایس آی او نورو کرغېړنو په تکیه جګړې ته په دوام ورکولو سره طالبان د دین مهمه فریضه، یعنې جهاد بدناموي او داسې یې تعبیروي، چې ګنې جهاد یواځې وژلو، سوځولو، لوټلو او ورانولو ته وایي، او هیڅ ډول هدف لرل ورته اړین او ضروري نه دي. کنه آیا د آی ایس آی په تکیه د جهاد اهدافو ته رسېدل ممکن دي؟؟ او آیا یو بشپړ بې سواده او له لاسو پښو لوېدلی ملت کولای شي د سبا د مثالي اسلامي خلافت اساس رامنځته کړي؟
د داسې واقعیتونو د ژور درک لپاره اړینه ده چې د مجاهدینو له بري راوروسته تر ننه پورې وضعیت مسلسل او یو پر بل ولاړ وڅېړل شي، او په دې ترڅ کې رامنځته شوي بدلونونه هم د یوې واحدې پروژې فعالیتونه وګڼل شي، او که داسې وشي نو بیا خو د طالبانو منځته راتګ، پرمختګ، د هغوی په وسيله د ملت بې وسلې کول، د مجاهدینو، په ځانګړې توګه د پښتنو هغو له صحنې ویستل، د مشهورو قوماندانانو او مشرانو مرموز ترور، د هغوی په وسيله د امریکا د راتګ د بهانو برابرول، او بیا تر دې دمه د طالبانو ژوندي ساتل ، دا ټولې د هغې امریکایي او یهودي پروژې تسلسل دی چې لا هم هدف ته نه ده رسېدلې او نه ده بشپړه شوې، او ښایي هدف ته رسول یې زیات شمېر نورو دادالله ګانو، دوستمیانو، مسعودیانو، حکمتیارانو، عبدالحقانو، سیافانو، ربانیانو او ګوډاګیانو ته اړتیا ولري.
په داسې حال کې چې ملت د استکبار تر خوني لتاړ لاندې دی، له بده مرغه زموږ ملت بیا هم هومره سیاسي درایت نه لري، چې د دغې پروژې له قرباني کېدلو څخه پرې ځان وساتلای شي.
له امریکې او بهرنیانو څخه د افغانانو کرکه افغانان د طالبانو کرښو ته ور ټېل وهي، او له ولس سره د بهرنیانو په ظالمانه او وحشیانه چلند، بمباریو، بندیخانو، بې عزتیو دغه اور لا تازه کېږي، او د افغانستان دولت ته ورځ تر ورځه نوي ستونزي راپیدا کېږي.
که د افغانستان د دولت لپاره د ټیکاو او سولې راوستلو لاره موجوده نه وي، نو لږ تر لږه د سبا ورځې د تاریخ له شرمنده ګي څخه د نجات یوه غوره لاره داده چې نړیوالو ته د امریکې د دوه مخي رول او جګړه ییزو اهدافو په اړه ووایي، او امریکا په دې خبره نړۍ ته مختورنه او شرمنده کړي چې په افغانستان کې دوه مخې لوبه لوبوي او له پاکستان سره د افغانستان په خلاف شریکې توطیې طرح کوي.
د افغانستان دولت باید له دغسې مکارو بهرنیو ملګریو سره محتاطانه او په عین وخت کې قاطع چلند وکړي، او نور د ملت او بهرنیانو ترمنځ په پېښېدونکیو خونړیو صحنو کې د درېیمګړي او تماشاچي رول ترسره نه کړي.
دولت باید تر دې زیات د امریکا او پاکستان د ګډي دسیسې په نتیجه کې د خپلو سرتېرو او هم د مخالفینو په لیکو کې د پاک-احساسه ځوانانو د پاکې وینې د تویېدنې تماشه ونکړي، او که داسې ونکړي نو نه یواځې دا چې سیاسي لوبه به یې په ګټه نه وي، بلګې خپل ټول تاریخ ته به مختورن او شرمنده وي.
د افغانستان نوی دولت باید د بهرنیانو په غوړو وعدو تېر نه وزي، او د نجیب، حکمتیار، طالبانو او نورو ګوډاګیانو له سرنوشت څخه عبرت واخلي. ښاغلی کرزی باید له ځانه وپوښتي چې روسانو ولې د حفيظ الله امین پر ځای ببرک کارمل راووست او امین یې د جهنم کندې ته واستاوه؟ ولې یې د ډاکټر نجیب پر ځای د رباني او شمال ایتلاف په راوستلو کې هیڅ ډول تردد ونکړ؟ او کمونیست نجیب یې په اخواني رباني ځایناستی کړ؟ پاکستانیانو ولې د حکمتیار پر ځای د طالبانو په رامخې ته کولو کې هیڅ ډول وفادارۍ ته ونه کتل؟
دا ټول ځکه چې هغوی ته یواځې او یواځې خپلې ګټې مهمې وې. امریکایان پر خپل کرغېړن کردار دا ثابتوي چې د هغوی اصلي وېره له طالبانو نه، بلکې له یوه پر خپلو پښو ولاړ پښتون او افغان ولس څخه ده. هغوی له القاعده نه، بلکې له یوه متحد، مستعد، معتدل، او قوي مسلمان څخه وېرېږي. هغوی به هیڅکله د پښتنو او مسلمانانو سوکالۍ ته زړه ښه نه کړي، او تل به د دې هڅه کوي چې دې ولس ته ننګونې او ستونزې وزېږوي، ځکه چې د هغوی د اوږدې مودې ګټه په همدې کې ده.
باید په یاد ولرو هغه څوک چې په یوویشتمه پېړۍ کې د خپلو زامنو ښوونځيو ته اور اچوي، خپل استاد، انجنیر، ډاکټر او مسلمان ورور وژني، امریکایان له هغه څخه هیڅ ډول خطر نه محسوسوي، او نه یې هم باید محسوس کړي، بلکې تاریخ ثابته کړې چې استعمار دغه ډول دښمنانو ته اړتیا لري او لرلې یې ده.

طالب جان خواخوږی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more