نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زه ستاسونوی ملګری يم !
M Tahir
30.05.2007
د ټول افغان د وېبپاڼې درنو چلوونکو او ليکونکو
سلامونه نيکې هيلې اواحترامات
زه ستاسونوی ملګری يم !
هيله لرم چې د اجنبي په حيث و نه پيژندل شم، اجازه او حوصله راکړل شي چې د بحث د يو ګډون وال په حيث ليکنې وکړم
په مينه ستاسو طائر
صافی
30.05.2007
ښاغلی محمد طائر صاحب ! السلام علیکم..
وروره! ستړی مه شئ اوپخیر راغلئ ،دلویه خدایه درته دښکلو لیکنو توفیق او په دې پاڼه کې ښه وخت غواړم.
ورورمو صافي
رښتینی
30.05.2007
طائر صيب ستړي مه شي ! هرکله راشي
ستاد غوره او ښو ليکنو په هيله
مننه
M Tahir
31.05.2007
محترمو وروڼو اوملګرو ښاغلی صافی صاحب او ښاغلی حامد صاحب
اسلام عليکم
له ښه راغلاست اوښه نېت څخه مومننه!
که څۀ هم چې دنورو ليکوالوپه منځ کې به څه ويل زموږ لپاره لمر ته د څراغ نيول وي خوددې لپاره چې لږترلږه له خپلو هيوادوالو سره په خپلې ورکې اوبدې ورځې مو د زړونو خواله کړې وي بې ګټې به نه وي!
بياهم له تاسوڅخه ډيره مننه
په مينه ستاسو طائر
ډاکتر وطنمل
31.05.2007
ګران ميلمه ښاغلی محمد طائر صاحب ټول افغان ته ښه راغلاست او هرکله راشئ!
ستا سې ملګرتوب دې د ټول افغان لوستونکو ته د یوۀ ښه فال په توګه مبارک شي . زه تاسو ته تاوده ، په زړه پورې او له صمیمیت څخه ډک بحثونه او ګټورې لیکنې غواړم . هیلمن یم ټول افغان د خپل قلم کور ، د خپل منطق زور او د خپلې پوهې انځور او په نړۍ کې خپل خواره وره پښتون قام او ټول افغان ولس ته د خپل غږ د رسولو ارګان وګڼئ او د خپلو لوړو ملی ،ټولنیزو او بشری ارمانونو د پلی کولو په لاره کې له هغوی سره دخپلوهلو ځلو په شریکولوکې ترې په کوانده توګه ګټه پورته کړئ ! تاسې ته په دې لار ګې له لوی خدای څخه ډیر بریالیتوب غواړم و من الله التوفیق .
لرګبه
31.05.2007
ټول افغان ته مو د راتګ ښه راغلاست وايم، هيله ده په نوې ساه او نوي دم ، مو په نوېو ليدنتېاوو ونازوې ، دلته ډېر وخت دۍ زړې ببو لالې تکراريږي، او ډېر بې درکه :!: ان چې سړۍ ترې ډېر لرې لرې ګرځېدو ته اړ شي٠ پښتنو ته پکار دي، هر څه له سره، بېا وڅيړي، خپل ځان او له نورو سره د اړيکو، تاريخ او اوسمهال په هکله نوي دريځونه غوره کړي٠
طائر خانه په خېر راغلې، په درناوۍ
لرګبه
pattang
01.06.2007
لر ګيه خدی پاک دڅېړۍ کړه چې مقاومت دزيات شي ٠
راځه ته شروع وکړه که دلا ئل د منطقي او پاخه وي ستا شا ګردي به وکړو .
ته په مخ کې زه / مونږ در پسې ٠
[quote:8ca9f534a5="لرګبه"]ټول افغان ته مو د راتګ ښه راغلاست وايم، هيله ده په نوې ساه او نوي دم ، مو په نوېو ليدنتېاوو ونازوې ، دلته ډېر وخت دۍ زړې ببو لالې تکراريږي، او ډېر بې درکه :!: ان چې سړۍ ترې ډېر لرې لرې ګرځېدو ته اړ شي٠ پښتنو ته پکار دي، هر څه له سره، بېا وڅيړي، خپل ځان او له نورو سره د اړيکو، تاريخ او اوسمهال په هکله نوي دريځونه غوره کړي٠
طائر خانه په خېر راغلې، په درناوۍ
لرګبه[/quote:8ca9f534a5]