د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دووه متضاد خبرونه

رښتینی
29.05.2007

دادواړه ليکني مي دټول افغان له لومړي مخ نه را خيستي دي

[color=darkred:3f263080c6]ګلزارعالم هم تبليغي شو[/color:3f263080c6]

[img:3f263080c6]http://www.tolafghan.com/stuff/images/news/gulzar_khan_four.jpg[/img:3f263080c6]

دپښتو خوږ ژبى سندرغاړى ګلزار عالم اورېدل کيږي چې دسندرو ددنيا سره مخ ښه کړې اوددين دتبليغ په لاره روان شوى دى .
داخبره څومره سهي ده ؟
ګلزار څه شي مجبوره کړو چې لويه پرېکړه وکړي ؟
آيا دهغه مينه وال به اوس دهغه سندرې واورېدى شي ؟
ګلزاردخپل شخصي ژوند په اړه هم د ډېرو رازونو نه پرده پورته کړې ده .
هغه څومېرمنې لري ؟
کومه يوه پرې ډېره ګرانه ده ؟
اولادونه يې څو دي ؟
کوم زوى يې سندرې وايي او کوم د تبليغ په لاره روان دى ؟
داپوښتنې دټول افغان زرپاڼې ويب لاګ ځواب کړي دي .

___________________________________________________________________________
___________________________________________________________________________

[color=red:3f263080c6]شاهنشا پاچا څنګه دنعت ويلوڅخه سندروويلوته راغى ؟[/color:3f263080c6]

[img:3f263080c6]http://www.tolafghan.com/stuff/images/news/pacha_five.jpg[/img:3f263080c6]
شاهنشا پاچا د پښتو نوموړى سندرغاړى دى چې د اواز سره يې دلر او برپښتانه بلد دي .دټول افغان د .......................... (نور په لومړي مخ)

دا ليکني خو دواړه دټول افغان په لومړي مخ کي پرتي دي خو ما دلته ځکه را يوځاي کړي
چي يوه پوښتنه لرم او هغه داچي دا پا چا صيب په نعتونو کي څومره وخت تير کړي دي ؟

ما خو زرپاڼه ونه کتله ځکه هغه دګلزار عالم خبره يي هم په نيمايي کي پري ايښي وه او دا
طريقه د لوستوالو دپيداکولو له پاره چنداني بريالي نه ده ځکه خو ما اوس پريښوده


محمد علم
29.05.2007

ښاغلئ دروند ورور حامد خان ته سلام !

الله مو بریالئ لره یاره ډېره انتیکه موضوع مو پرانستلې ده

په هم دغه ویبلاګ کښي مي بله موضوع هم پر سترګوسوه هغه د (نوئ مجنون نوې لیلا)
دمقالې په یوبرخه کښي داسي راغلي: اورېدل کيږي چې دمجاهدينو په تېر نظام کې په کندهار کې يو قوماندان د هلک سره واده کړى و چې بيا وروسته يې ملا محمد عمرپرضد راپورته شو او دطالبانو د غورځنګ بنسټ يې کېښودلو خوداهرڅه اورېدلي خبرې دي او داچې دلاهور په ښار کې شوي دادسترګوليدلې دي چې سړى حيرانوي .

[color=red:efc2751dab]حامدصاحب ددې کیسې( شان نزول) داسي دئ:[/color:efc2751dab]

په کندهارکښي دمجاهدینودبري اومتجاوزینو دقدرت ته دلاس رسي له ورځي وروسته د متجاوزو تنظیمو فعاله جګړه ماري ډلي درلودې چي له هغو څخه یود حزب اسلامي ګوندوچي د ملانقیب سره ډېر وجنګېدل ،دې ډلویودبل پرضد تبلیغات هم پرکاراچولي وه . دکابل لخوا حما یه کېدل دحزب اسلامیانوحمایه هر اړخیزه وه خو دملا نقیب یوازي پیسی وې ،ټول هیواد کښي حالات خراب وه په دې وخت کښي دیني علماء داسي فیصله صادره کړه چي له ۷ رهبرانوڅخه پکښي ددیني امورودپرځای کېدوغوښتنه سوې وه اود ښځودستر په هکله ډېرټینګارسوئ و (په هغه وخت کښي ښځي به لڅ مخ په بازارکښي ګرزېدې او په دفتروکښي به یی کارونه کول)،په دې فیصلې کښي دوی ته یو اخطارهم ورکول سوئ و چي بیابه یی علماء پر ضدپاڅون کوي .
څوعمر وروسته دطالبانو اسلامي تحریک راشروع سوکله چي طالبانوکندهارمکمل ونیوئ دنړیوالوتوجه یی ځان ته واړول،داوخت دطالبانوپه هکله پوښتني کېدې چي څوک دي؟ څه کوي؟..... بی بی سي د(مولوي)ترخیل سره په دې باره کښي مرکه وکړه هغه دخپلوجوړنګیانو په شکولوکښي دغه درواغ وویل اودغه یی دطالبانو دکندهاردنیولو دلیل وښودئ اودایی هم وویل چي ځکه نوطالبان دنوروولایتودنیولواراده شاید ونه لري ، باید ووایم چي ترخیل دحزب اسلامي له سیاستمدارانوڅخه دئ اودادرواغ یی د خپل ګوند دګټو یوسلسله ده چي په بی بی سی کښي یی هم وویل، (مولوي)ترخیل په هغه مرکه سره له طالبانوڅخه څوکاله فراري و او دطالبانو په اخروشپوکښي سپین سواوکابل ته راغئ (په کابل کښي مي یوملګري په هغه وخت کښي راته وویل چي نوموړئ اوس ډېر ضعیفه دئ).
داخوټولوته مالومه ده چي:
رهزنانویارهبرانود خپل ګوند لپاره هر څه کول
په دا اوه کاله نه ملامحمدعمراخند نه یی هم نطاقانودخپل پاڅون بنسټ دابللئ دئ

خود عامرصاحب مرام ما ته نه دئ مالوم اوزه یی نورنه پېژنم چي دی حزبئ دئ که یه ؟
ددونده کره راپورپه څنګ کښي دیوسیاسی انګېزې په تقلیدلیکل څه ضرور؟

که دی هر څه وي خوپه پاڼه یی دسیاسي تقلیدچینجئ لګېدلئ دئ
اویا دتذبذب کوټ یی په زرپاڼه ننوتلي دي

ددې داسي مثال لري لکه سړئ چي ولیکي : ډېردتعجب ځای دئ دامریکایانو 7000000
بریښنالیکونه پاک سوي دي اورېدل کیږي په افغانستان اوپاکستان کښي دیورقم لمبر په اوکې کولو سره سړی مړکیږي.


خو نوري مقالې مرکې ډېري خوندوري دي اوویبلاګ یی په ټولو کښي اول لمبر دئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more