اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
islam كامل دين دى?
khalid afghan
24.05.2007
يو بل سوال چې كوشان صاحب كړى دى:
ايا تاسي د همدې خبرې د ثبوتوولو د پاره يو څو دلايل وړاندې کوولی شئ ؟؟
په کوم دليل تاسي د دې ادعا کوئ چې اسلام يو کامل دين دی ؟؟
زما موخه دا ده چې، څه شی تاسي په دې ډاډمنوي چې په دې اندوواند اوسئ ؟؟
دا خو سمه ده چې په قران کې داسې ايت شته چې پکې راغلي چې اسلام يو کامل دين دی .نو د همدې خبرې د ثبوت د پاره تاسي کوم دليل وړاندې کوولی شئ ؟؟
هيله كوم چې كوشان صاحب به دا پوښتنې د " وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَى قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِنْ قَالَ بَلَى وَلَكِنْ لِيَطْمَئِنَّ قَلبِي" په مصداق کړي وي.
زما په نظر،اسلام کامل دين دې خو په كوم شكل چې يې تاسې غواړۍ چې بايد ټول فروع يې په ګوته كړي وي اسلام داسې كامل نه دى.
اسلام مونږ ته هغه اصول ښودلي دي چې بايد ترې مونږ اينده فروع رامالوم كړو. كه چيرې اسلام ټول فروع په ګوته كړي واي نو تر قيامته پورې چې كومې نوى لانجې راپيدا كيداي د هغوي حل به مونږ سره نه ؤ، ځكه نو اسلام اساسي اصول او بنسټيز احكام مالوم كړل، بيا رسول الله وويل چې زما صحابه چې څه وايي بايد تاسو يي ومنۍ. لدى وروسته يې وويل د حضرت معاذ په واسطه مونږ ته وښودل چې اجتهاد كوۍ، اجماع كوۍ: لا تجتمع امتى على الضلالة، لا تجتمع امتي على خطاء، سالت الله الا تجتمع امتي على الضلالة فاعطانيها، يد الله مع الجماعة، ما راه المسلمون حسنا فهو عند الله حسن< قياس، استحسان، استصحاب الحال، شرع من قبلنا ... ټول د اسلامي دين مصادر دي چې بايد مونږ پرې نوي مسائل حل او فصل كړو.
نو د دين كامليدل مانا دا چې اصول مو پوره دي، نور فروع ترې د اجماع، قياس او اجتهاد له ليارې راوباسۍ.
نن كه مونږ معاصر قوانين وګورو، په هغوي كې هم د قاضي يا ثالث د خوښې لپاره (صوابديد) ځنې ځايونو پريښودل شوي وي تر څو قانون كې سختي او مشكلات پيدا نه شي. (Discretion of a judge to create flexibility in the law and prevent upcoming rigidity therein). ځكه نو اسلام هم د دى حقيقت سره سم فروع مونږ ته پريښي چې مونږ يې د خپلو حالاتو او رواجونو سره سم عملي كړو.
د پوهې په اړه ځنې خلك وايي چې د خياطۍ، تركاڼۍ او اهنګرۍ اصول په قران كې شته، ځكه الله تعالې فرمايي ((فاسئلوا اهل الذكر ان كنتم لا تعلمون)) د پوهه خلكو څخه وپوښتۍ كه چيرې تاسې په كومه مسئله باندې نه پوهيدۍ. له دې سربيره د طب د علم په اړه وايي چې ((كلوا و اشربوا و لا تسرفوا)) خوراك او څښاك كوۍ خو اسراف مه كوۍ. مانا دا كه څوك د قران او سنت په احكامو عمل وكړي نو هيڅ قسم ناروغتيا به ورته پيدا نشي.
په قران كې الله تعالې مونږ ته د ذهن استعمالولو او عقل كارولو امر كوي، نو ځكه بايد مونږ هيڅكله ډاډه نه شو چې نور زمونږ كار ته ضرورت نشته. رسول الله صلى الله فرمايي الحكمة ضالة المؤمن اينما وجدها فهو احق بها، ښه خبره او د حكمت كار د يو مومن وركه ده (د هغه څخه ورك شوې څيز دى) په هر ځاي كې يې چې مومي د هغه حق دى. نو بايد ښه خبره او ښه كار د مسلمان او غير مسلمان څخه يو شان لاس ته راوړو او د خپل دين خدمت وكړو.