هنر،ادب او پښتو نحوه
پښتو څۀ ډول وليکل شي؟
hewad
22.05.2007
ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
ددپر معياري ژبه د معيار پۀ ژبه يوه څېړنه کتاب ( د مقالو ټولګه )ښاغلي معصوم هوتک خپور کړی دئ٠
زۀ څو پوښتنې لرم هيله ده چې مرسته راسره وکړئ٠
١-دا کتاب پۀ کومه معياري ژبه ليکل شوی دئ ؟ دا معيار د چا لۀ لورې غوره او منل شوی دئ ؟
٢- د دې معيار بنسټ څۀ ډول دئ ؟
٣- د (پۀ -پر ) توپير څۀ شی دئ او کارېدنګ يې څۀ ډول دئ ؟ لۀ بېلګو سره يې روښانه وليکئ٠
٤- د (د -لۀ ) توپير څۀ شی دئ او کارېدنګ يې څۀ ډول دئ؟لۀ بېلګو سره يې روښانه کړئ٠
٥- د سهيل لوېديزې څانګې دګړدود او نورو ګړدودونو تر منځ د (ې) پر کارېدنګ د اختلاف علت څۀ شی دئ ؟
هيله ده چې پر دې اړه خپل نظر وړاندې کړئ ،د بحث پۀ ترڅ کې کېدای شي پر نورو سکالوو هم خبرې وشي٠
پۀ درنښت هېواد
صافی
23.05.2007
زۀ غواړم (پښتو څنګه وليکل شي )تر سر ليک لاندې يو بحث پيل کړم هيله ده چې هېوادوال ونډه پۀکې واخلي او لۀ يو او بل نه يو څۀ زده کړو٠
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
درنو دوستانو ته سلامونه:
هیواد صاحب ! هغه پورتنۍ خبرې مو ددې عنوانه ډیرې ارزښتمنې ښکاری .
که چیرته دمعصوم هوتک کتاب تاسولوستﺉ وي ، نو لمړﺉ ستاسو دنده ده چې خپل نظر پرې ښکاره کړﺉ اوبیا دنورو نظروغواړی ، اویا ددمره لوې موضوع په اړه خو اقلآ څناڅه رڼا واچوی چې هوتک صاحب څوک دﺉ ؟ او څه یې لیکلی ؟ اوتاسو دهغوی لیکنې چیرته لوستی؟ بیا دبحث دفوروم د موجوده لیکونکو نه نظر وغواړﺉ. داسې ښکاری چې تاسو په موضوع ملا یاست! په مونږ هم باید بخل ونکړﺉ.!!! که څنګه؟
Re: پر معياري ژبه د معيار پۀ ژبه يوه څېړنه
محمد علم
23.05.2007
ښاغلئ هیواد شېرزاد او نور ولوستونکو د سلام سره مي لیکنه یو ځای د نیکوهیلو سره ومنئ !
دغه بحث تر دغه عنوان د لاندي عواملو له کبله چنداني پر ځای نه بریښي :
۱ کتاب تر ډېره حده دشخص نیوکه پر شخص ده
په دې صورت کي دایوازي دمنقود علمي او حقوقي رښته ده چي دنقاد جواب ووایي یاني منقود دونه کمزورئ نه دئ چي ټول افغان فورم کي یی دفاع وکړل سي ..
۲ منقود خپله لیکنه په علمي استدلال کړې ده
دمنقود سره چي په دې باره کښي کوم علم دئ هغه دټولـه افغان سره نسته ، تور او سپین ته علمي جواب وایی هیڅوک پر مخ نه سي ورګرزولای /ګرزیدلای او نه هم چا ورته په دې فورم کښي جواب ویلئ دئ چي څرګند مثال یی د (ول) استعمال دئ
نور بیا..
بخښنه غواړم یو څه په ټایپینک کي کرار یم یو څه راباندي ناوخته دئ
[quote:20e292ae5d="hewad"]ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
پر معياري ژبه د معيار پۀ ژبه يوه څېړنه کتاب ( د مقالو ټولګه )ښاغلي معصوم هوتک خپور کړی دئ٠
زۀ څو پوښتنې لرم هيله ده چې مرسته راسره وکړئ٠
١-دا کتاب پۀ کومه معياري ژبه ليکل شوی دئ ؟ دا معيار د چا لۀ لورې غوره او منل شوی دئ ؟
٢- د دې معيار بنسټ څۀ ډول دئ ؟
٣- د (پۀ -پر ) توپير څۀ شی دئ او کارېدنګ يې څۀ ډول دئ ؟ لۀ بېلګو سره يې روښانه وليکئ٠
٤- د (د -لۀ ) توپير څۀ شی دئ او کارېدنګ يې څۀ ډول دئ؟لۀ بېلګو سره يې روښانه کړئ٠
٥- د سهيل لوېديزې څانګې دګړدود او نورو ګړدودونو تر منځ د (ې) پر کارېدنګ د اختلاف علت څۀ شی دئ ؟
هيله ده چې پر دې اړه خپل نظر وړاندې کړئ ،د بحث پۀ ترڅ کې کېدای شي پر نورو سکالوو هم خبرې وشي٠
پۀ درنښت هېواد[/quote:20e292ae5d]
larghonay1
23.05.2007
شيرزاد صيب د سنګر جمال نوم به دې اوريدلى وي هغه يو شعر ويلى دى وايي : د جمال پر شعر داغ لګوى نه شي _ غماز خوشې زړه د ننه په ګوګل خوري.
معصوم هوتك صيب هسې زړه خوري د هغه چا پر ژبه، كار اوزيار چې دى غواړي نيوكه وكړي، هسې ځان له بامه غورځول دي.
ځكه مونږ په ټول افغانستان كې د پښتو ژبې يكي يو ډاكټر لرو او كه ووايم موجوده نسل ټول د هغه د زيار تر اغېز لاندې دى او د احسان يې پوروى دى چې له ډېرو ستونزو يې ژغورلى او ژبه يې تر ډېره د تربرو ژبو په كتار كې اودرولې ده.
تاسو يو څه بيړه وكړه ما همدا يوه ورځ مخكې د معصوم صيب كتابګوټى تر لاسه كړ او اوس څه نه ليكم تر څو چې كتاب تر پايه ولولم.
مننه
ستاسو لاروى
hewad
23.05.2007
قدرمنو هېوادوالو سلامونه !
لومړی غواړم ووايم چې زۀ هېوادشېرزاد نۀ يم ٠
د ښاغلي معصوم هوتک کتاب www.benawa.com کې لوستلی شئ٠
ښاغلی معصوم هوتک د پښتو ژبې پياوړی شاعر او ليکوال دئ چې يو شمېر شعري او نثري کتابونه يې چاپ شوي دي٠ پوخ کاڼی کتاب يې د پټې خزانې پۀ اړه ليکلی دئ٠
زۀ د ښاغلي هوتک ددغو کتاب پۀ اړه دومره ويلای شم چې د سهيل لوېديزې څانګې پۀ ګړدود ليکل شوی دئ ٠ زۀ د کتاب د منځپانګې پۀ اړه څۀ نۀ وايم ځکه چې دا زما لۀ وسې اوچته خبره ده ،ما يواځې د دوو ټکو پۀ اړه معلومات غوښتی چې دې کتاب کې پر سترګو کېږي ،يو د مجهولې (ې)کارېدنګ دئ چې ښاغلي هوتک يې هم پۀ نوموړي کتاب کې يادونه کړېده ٠ زما پوښتنه د (ې)د کارېدنګ د خلاف د علت پۀ اړه ده٠ دوهم ټکی دا دئ چې ښاغلي ليکوال د معيار پۀ ژبه يوه څېړنه نوم غوره کړی دئ نو پوښتنه دا ده چې دا کوم معيار دئ چې ښاغلي هوتک ګټه ترې اخستې ده ؟
پاتې پوښتنې د نوموړي کتاب سره تړاو نۀ لري ٠
ژبه د ټولو ده هر څوک خپل نظر ورکولای شي خو پرېکړې صلاحيت لرونکې څانګيزه علمي مرجع کولای شي٠
ښاغلی صافي صاحب کۀ سرليک ته غواړئ بدلون ورکړئ مهرباني وکړئ زۀ ورسره مخالفت نۀ لرم ز ما يې د بدلولو چم زده نۀ دئ٠
پۀ :
١: اليت (وسيله ،ذريعه) :بېلګې :هغه يې پۀ ټوپک وويشت ٠ نادر يې پۀ څاپېړه وواهۀ٠
موږ پۀ ګاډي کې کارته ځو٠
٢ : توني کړول (قيد):پۀ غونډله کې (پۀ ) ډېرکی وخت لۀ (کې)سره کارول کېږي٠
احمد چېرې دئ؟ ځواب : احمد کابل کې دئ٠
هغه چېرې زېږېدلی دئ ؟ هغه پۀ کابل کې زېږېدلی دئ٠
٣ :مهال کړول (قيد) : د کال او مياشت لپاره (پۀ) کارول کېږي٠
انور پۀ کوم کال کې زېږېدلی دئ؟ ځواب : انور پۀ ١٣٥٠ کال کې زېږېدلی دئ ٠
هغه پۀکومه مياشت کې زېږېدلی دئ؟ ځواب :هغه د غبرګولي پۀ مياشت کې زېږېدلی دئ٠
پر :
١ :پر (UP)د پارسۍ لۀ (بالای )سره سمون لري ٠ بېلګې
کتاب پر مېز پروت دئ٠ پر احمد مې سلام وايه٠ زۀ پر بايسکل کارته ځم٠
٢ :پر (علت ) بېلګې
هغه يې پر څۀ وواهۀ ؟ (د وهلو علت څۀ ؤ؟)٠ هغه يې پر سپين سترګۍ وواهۀ٠
هغه يې پر څۀ وشړله؟ (د شړلو علت څۀ ؤ؟ )٠ هغه يې پر غلا وشړله٠
٣ -پر :مهال کړول : د ورځ ،ګړۍ او تر هغۀ لږ وخت لپاره (پر) د مهال کړول پۀ ټوګه کارول کېږي٠
زما ازموينه د پنجشنبې پر ورځ ده٠ موږ پر يوه بجه ځو٠
لۀ : د پارسۍ لۀ (از،با)سره سمون ليري ٠ چې (ه ياڅخه ، سره )ورسره کارول کېږي٠
هغه لۀ کابله (کابل څخه )راغلی دئ٠
هغه لۀ تاسره کابل ته ځي٠
هغې خپل ورور لۀ ځان سره راوستی دئ٠
د :
دا توری د ملکيت لپاره کارول کېږي٠
دا د احمد کور دئ٠ د محمود بېيه لوړه ده٠
زما پر اند دا يادشوي شيان ليکنه کې ډېر اړين دي اوبايد پر سمه ټوګه وکارول شي٠
کۀ څوک نوره رڼا پر اچولای شي مهرباني دې وکړي ٠ هيله ده چې د پۀ او پر ،لۀ او د توپير ته پاملرنه وکړئ او پر سمه ټوګه يې وکاروئ٠
پۀ درنښت هېواد
صافی
24.05.2007
زه خو شرابی یم شیخه څه راسره جنګ کړی
برخې ازلی دي کشکی مادځان [color=darkblue:4a3ba82161]په[/color:4a3ba82161] رنګ کړی
ښه وایی واعظه برکت د ستا په ژبه
ښه یې [color=blue:4a3ba82161]په[/color:4a3ba82161] ویلو ددریاب اوبه که رنګ کړی
لاړل و جنت ته چې [color=darkblue:4a3ba82161]په[/color:4a3ba82161] پوهه خبر نه وو
لاړل و دوزخ ته چې یې لافی د فرهنګ کړی
پند دمحمد دابو جهل پکار نه شه
ځوک به یې صیقل کا چې یې خدای آینې زنګ کړی
کښینی [color=darkblue:4a3ba82161]په[/color:4a3ba82161] خلوت کې شیخه سودی راته وایی
ولی [color=darkblue:4a3ba82161]په[/color:4a3ba82161] خپل ځان داهسی ارت جهان تنګ کړی
[color=#444444:4a3ba82161][/color:4a3ba82161]
هیواد صاحب! السلام علیکم :
وروره! دخوشحال بابا په پاسنی شعر کې ( په) په سمه توګه کارول شوﺉ اوکه په غلطه توګه؟ که یوڅه معلومات راکړﺉ. مننه
hewad
25.05.2007
ښاغلی صافي صاحب زما سلامونه هم ومنئ !
ما د ځان پۀ رنګ کړې ٠ دلته ځان وسيله ګرځول کېږي د بل د بدلون لپاره ،سم کارول شوی٠
پۀ ويلو د درياب اوبۀ کۀ رنګ کړې٠ دلته هم پۀ وسيله ده ٠ دڅۀ پۀ وسيله اوبۀ رنګ کړي ٠ د ويلو پۀ وسيله،دلته پۀ سم کارول شوی٠
لاړل و جنت ته چې پۀ پوهه خبر نۀ ؤ
دلته هم پۀ د وسيلې پۀ ټوګه کارول شوی خو کۀ چېرې علت وپوښتل شي نوبيا داسې کېږي چې پر پوه نۀ ؤ٠
پۀ خلوت کې٠ يعني چېرې کېنه ٠ دلته پۀ د توني کړول (قيد مکان )پۀ ټوګه کارول چې( کې )ورسره کارول شوې ده٠
ولې پۀ خپل ځان ٠ دلته د پۀ پر ځای پر سم ښکاري ځکه چې لۀ ځانه د باندې سره تړاو لري٠
پۀ ځان کې دا هم سم دی٠
هيله ده چې سم ځواب مې درکړی وي ،کۀ چېرې ځواب مې سم نۀ وي کولای شي چې بل څوک معلومات راکړي٠
پۀ درنښت
صافی
25.05.2007
ګران اومحترم ورور ښاغلی هیواد !
دزړه له کومې سلامونه او درناوی وړاندی کوم،
ستاسو خبری سمی دي ، زه ګمان کوم (پر) دفارسی(بر) سره مترادف وي،اویو دبل څخه یې رنګ اخستی وي.
اوداسی هم بریښی چې دخوشحال، اورحمان بابا اونورو پخوانیو شاعرانو په ژبه کې دې (په) د(په) او( پر) دواړو په ځای کارول شوی وي. مونږ په خپلو ورځنیو خبرو اتروکې (پر) چندان نه کاروو،اوپه ځای کې یې د(په) نه کاراخلو. که ورته ځیر شو ستاسو په قول د دواړ تر منځه لوی توپیر شته ،هغه په دې معنی چې : (په) دیوعمل اویا فعل وقوع دیوشی په داخل کې ښیی، او(پر) دیو فعل واقع کیدل دیو شی پر سر. لکه ( موږک په څا کې ولوید)
او( هلک پر آس سپور دی)
هیوادصاحب ستاسو دزیاره ،او دهوتک صاحب دکتاب دپتې څخه مو یوه نړی مننه، خبرې نورې هم ډیرې دي که خدای غوښتل سره شریکې به یې کړو. زما سره د(punctuation ) علامه ایښودلو ، لکه کامه، ټکي،ندایه،اویا دا علامې چې په پښتو کې یې نومونه هم نه پیږنم(; : _ - * / { [ ) دمناسب استعمال په اړه ډیرې پوښتنې شته که خدای کوله کوم دانشمند ورور اویا خور مو سر پرې خلاص کړی.
hewad
25.05.2007
ښاغلی صافي صاحب زما لۀ لورې د زړۀ لۀ کومې سلامونه ومنئ !
پر د (بر) سربېره دمهال کړول (قيد زمان ) او علت لپاره هم کارول کېږي٠ لۀ او پر چې د پښتو ژبې د پښويه (ګرامر ) بشپړتيا کې ستره ونډه لري ،لۀ سهيل لويديزي (کندهاري) ګړدود سره تړاو لري ځکه د نورو سيمو پښتانۀ يې لۀ کارېدنګ سره ستونزې لري٠
دا چې خوشحال بابا او رحمان بابا پۀ او پر يو ډول کاروي علت يې دا دئ چې د دوی پۀ سيمه کې( پر او لۀ )شتون نۀ درلود ٠ پۀ دا وروستيو کلونه کې د پښتو معياري ليکدود لپاره هڅې پيل شوې دي چې لاتراوسه يې ډېرې ستونزې مخې ته پرتې دي٠
تاسو ليکلي دي چې (يو د بل څخه يې رنګ اخستی وي ٠ )چې دلته (د) سم نۀ دئ بلکې (لۀ )بايد وليکل شي ٠ (يو لۀ بل څخه (بله )رنګ اخستی وي٠
بل ځای تاسو ليکلي دي چې (پۀ پښتو کې يې نومونه هم نه پيږنم٠ )
پېژندل تل پۀ (ژ) ليکل کېږي ٠ دغه ډول چې تاسو ليکلی ما هېڅکله دا ډول وينګ هم نۀ دئ اورېدلی٠ تاسو خپله د پېژندلو وينګ څۀ ډول کوئ؟
(پۀ پښتو کې يې نومونه هم نۀ پېژنم )
پۀ درنښت
صافی
26.05.2007
هیواد صاحب!
یوځل بیا سلامونه وړاندې کوم :
وروره! د (پیژنم) وینګ په وزن دهینګ(( إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ ))مونږ هم په (ژ) لیکو ، خو تاسو پرحق یاست ،په حق یاست! چې ځما نه،زما نه ، له ماڅخه ،زما څخه، سهوه شوې وه. او که خدای کوله داسې ډیرې به دلته هم تکرار شي. خوخیر، دا د(توني کړول ) چې یواځی تلفظ یې د سړی ستونﺉ شکوي اوسړی اډی کوي، معنی خویې پریږده ! ! او یا دا د (کاریدنګ) او (وینګ) کلمې چې والله که خو په کې یا رنګ وي اویا خوند اویا آهنګ پرته له پورته یادشوی اهنګه ، مثلآ په ( کاریدنګ) کې ( کار) یې پاړسی( دنګ Dung ) یې انګریزی،
په دیکشنری کې یې وګورﺉ چې Dung څه معنی لري !! په دې عربی ( استعمال) څه بلا لګیدلې وه چې دا کاریدنګ مو ترې جوړ کړ؟ په انګریزی کې Dung یعنی [color=red:9ed4f97d90]خوشایی [/color:9ed4f97d90]. نو دا کاریدنګ په يښتو کې له کومه شو؟
خلاصه داچې که دپښتو ژبې ته[color=darkblue:9ed4f97d90] چوپړ [/color:9ed4f97d90]!!! ( چې د سکانو اوهندوانو چوب بازی را یادوي ) خدمت په همدې توګه روان وي پښتو مونږ په څپل لا س وژنو.
hewad
26.05.2007
ښاغلی صافي صاحب سلامونه مې ومنئ٠
ګړېدنګ ،ډبېدنګ ،کارېدنګ،ځورېدنګ او داسې نور وييونه د پښتو ژبې پخواني جوړښتونه دي٠ دا زما لۀ لورې نۀ دي جوړشوي٠ تاسو کولای شئ پۀ پښتو-فارسي قاموس کې چې د پښتو ټولنې لۀ خوا ډېرپخوا خپور شوی دی دا ډول وييونه ومومئ٠
دا چې دنګ (DUNG ) څۀ ته وايي دا لۀ انګرېزۍ سره تړاو لري٠ پۀ هالندي ژبه کې (KEER )ځل ،دفعه ته وايي چې د پارسۍ لۀ تناسلي الې سره يې وينګ يو ډول دئ ،خوی (عادت)روسي ژبه کې تناسلي اله ته وايي٠ ځکه کۀ دنګ پۀ انګرېزۍ کې خوشايو ته ووايي دا د دې معنی نلري چې دنګ دې لۀ پښتونه لرې کړل شي٠
ستاينوم (صفت )،نومځري (ضمير)،سربل (پيشوند)،کړول(قيد)،توني کړول (قيدمکان )،مهال کړول (قيد زمان )،کړ(فعل)،غونډله (جمله)اره غونډله (اصلي جمله)،اړونده(څرمه)غونډله (فرعي جمله)،شمېرنوم (عدد)،ليکنښې ،وراشې(idioom) او داسې نور ګرامري جوړښتونه ، زما اختراع نۀ ده بلکې د پښتو ژبې پياوړي ژبپوه ښاغلي زيار جوړ کړي دي ٠
هيله ده چې قناعت مو حاصل شوی وي٠
پۀ درنښت
صافی
28.05.2007
محترم ورور هیواد صاحب ، اودرنو لوستونکو! سلام اواحترام وړاندی کوم:
ښاغلی هیواد! چې خوا بدی نشی زما هدف تاسو نه یاست چې خدای مکړه په خپل سر په پښتو کې نوی لغات جوروﺉ ،نه زماهدف ځینې هغه ناقراره ،او په روحی رنځ ککړ کسان دي چې خپلی پرتی هم دنوو لغاتو په نوم په پښتو ژبه کې منډی . په دې اړه ، ستاسو له خوا په ورکړل شوې پته ما دښاغلی معصوم هوتک په رساله
کې ډیر په زړه پوری حقایق اوښکلی مطالب ولوستل ،چې یوه لنډه برخه یې دا ده.
ښاغلی محمدمعصوم هوتک لیکي:
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=11802
په خوله کږلې تصفيه په زړه منلی سوچه توب ( پر معياري ژبه . . . )
دپيوريزم په باب تاسي په تيروپاڼوکي ښه پوره تفصيلي بيان ولووست اودهغه دنه عملي توب اوتاواني توب په باب موهم نظرونه ترنظر تېر کړل چي اتفاق ته په نزدې اکثريت ټولوپوهانوورسره خپل مخالفت څرګندکړی دئ . خوپه عمل کي دپيوريزم له کږني سره سره د پښتوژبي دسوچه تابه بازار ښه توددئ . ددې مسئلې دښه څرګندتياله پاره به زه يوڅه شاته ولاړسم اودژبي له پاره به دنوووجوړونوپرسابقه يوواربيامروروکړم .
علامه محمودطرزي چي دافغاني ژبو(فارسي اوپښتو) دسوچه تابه له لومړيوپلويانوڅخه و ، په دې برخه کي ليکي : ٌ ... به فکرعاجزانۀ خود ما، يګانه وظيفه انجمن عالی معارف بايداصلاح وترقی وتعليم زبان وطنی وملتی افغانی باشد، ازارباب علم ودانش اين زبان يک ګروپ مخصوص تشکيل يافته کتابهای تعليمه ضروری لازمی آموختن آنرا تدوين وحاضر بايدکرد. حتی برای تطبيق دادن کلمات فنی وصنعتی واختراعات جديده يی که نامهای آن درزبان افغانی غير معروف است ، کلمات مناسب ونامهای متناسب به زبان افغانی پيدا بايدکردو هر قدراصلاح وترقی که لازم است درآنباب اجراء بايدکرد ٌ . (١) محمود طرزي د( فني اوصنعتي کلماتو اونوواختراعاتو) له پاره دمناسبواو متناسبو کلمودپيداکولوسپارښتنه کوي . په (پيداکولو) کي دکلماتو پلټنه اوجوړونه دواړه راتلای سي . خودی داکلمات مشخص کوي اود نوولغاتودپيداکولواړتيايوازي په (فني ،صنعتي او داختراعاتو) په برخه کي رامحدودوي .
علامه عبدالحی حبيبي هم، چي په طلوع افغان کي ( دپښتودعلمي اصطلاحاتويانوولغاتووضع ) ترسرليک لاندي ددغه کاراصول بيان کړي دي ،په هغوکي يې ٌ دپښتوسوچه لغاتوپلټنه اودلغاتووضع ٌ دجلامادوپه توګه ټاکلي دي . دنوولغاتووضع کول يې يوازي په تخنيکي ، صنعتي اوعلمي برخه کي سرته رسولي دي لکه ټيلګراف (ليرليک) ، فوټوګراف (بشرليک) ، فونوګراف (ږغ ليک) اونور،چي ښې ډېري نمونې يې په ژبپالنه ٧٠ ، ٧١مخونوکي دطلوع افغان اخبار په حواله رانقل سوي دي . ګويا دعلامه حبيبي سپارښتنه هم پرفني او تخنيکي نومونوباندي تکيه درلوده . لروپښتنوهم خپلي جوړوني ساينسي څانګي ته متوجه کړي دي .
ښاغلي رفيع هم په شاعرانه ژبه باندي دساينسي علومود اصطلاحاتوله پاره دنومونوټاکل لازم ګڼلي دي . دی ليکي : ٌ دساينس اوتخنيک له پرمختګ سره دنړۍ په وړاندي تللوهيوادوکي هره ورځ نوی ــ نوی ساينسی زېږېدنی کيږی اوپه هره زيږيدنه دهمهغه هيواد دژبی يونوم ايښودل کيږی اوبيادعلم نوی پيغله له خپل نامه سره بل هيوادته وديږی اوهلته ميشتيږی . که وروسته پاتی هيوادوژبی پټه خوله پاتی شی اوپه دی نوی ناوی نوم کينږدی نوددی ناويانوسلسله خواوږده ده اوکله چي ددی هيوادخلک سترګی غړوی ګوری به چی ددوی دژبی ټول انګړ به دپرمختلليوهيوادونوراغليوساينسی ، تخنيکی اونوومنځ ته راغلوناويونيولی وی اواصلی ژبی ته به يوازی چوکاټ اوچارديوالی ورپاتی وی .... ٌ (۲)
دښاغلي رفيع له بيانه هم دا خبره واضح څرګنديږي چي ساينسي او تخنيکي ٌ ناويانو ٌ ته بايد نومونه کښېښوول سي .
اودپوهانددوکتورزيارصاحب هغه نظربه بياراوړم ، چي وړاندي مي هم رانقل کړی و . دی ليکي :
ٌ نوي جوړونه بايدپه علمی ، تخنيکی ، مدنی ، اداری اوداسی نورو مفاهيمو پوری تړلی وی چی زموږفکري اوکلتوری زيږنده نه وي ، لکه ژبپوهنه ( لينګويستيک) ، ټولنپوهنه(سوسيولوجی) ، پوهنتون (يونيورستی)،څارندوی (سکوټ او پوليس) ،توغندي دراکټ او وړکتون دکودکستان لپاره .مګرکه سوکړک ياسوړسک ته د جوارو ډوډۍ نوم وټاکو، يوه بې ځايه ټاکنه به وي . ٌ (۳)بل ځای وايي چي ساده وييونه په مصنوعي توګه جوړول غيراصولي کاردئ .(۴)
خوپه عمل کي چي ګوروخبره بالکل له جلوه وتلې ده . حتی دکتاب ، قلم ، دېوان ، شعر ، شاعر اوپه سوونوروپه ژبه کي دودسوي لغتوته لګيادي ، نومونه جوړيږي . دپنسل له پاره يې دپښتومرکې (وچکښی ، وچکښ ) بيرته ژوندی کړ . په ژبه کي رنځوراوناروغ سته اوعام دئ خو دوی (رنځمن) ورته راوايست، سراښ ( دحريص په معنا) په لهجوکي پروت دئ خودوی(اسويلاند) ورته اختراع کړ، په ژبه کي تلاښ سته اوعام دئ خودوی ورته (ډډون ) جوړکړ، په ژبه کي طبيعت ددخيل لغت په توګه دوولس پېړۍ ژوندکړی دئ خودوی ورته (پنځون) وموند، په ژبه کي بلبل له زروکلوراهيسي سندري وايي خــودوی ورته ( ډانګ لکۍ ) پيداکړ اوڅه موده وروسته يې بياهمدغه ډانګ لکۍ د (ډاينازاروس ) له پاروټاکه (۵). نه پوهېږم چي دبلبل اودغه ماقبل التاريخ حيوان ترمنځ کوم ورته والی سته ؟ په ژبه کي ښکلی ، ښايسته سته خونه پوهېږم دوی ورته (بڼاو)له کومه کړ، په ژبه کي نياودعدل اوانصاف په معنا رواج موندلی دئ خودوی ورته (سماو) راوايست ، په ژبه کي خېټو، خېټورسته خودوی ورته( شڼازګېډی ) توليدکړ، په ژبه کي پاسپورټ سته اوعام دئ خودوی ورته (لارليک) وزېږاوه ، په ژبه کي (کرښپل ) سته خودوی ورته (پښه خاپونه ، پښوخاپونه) وضع کړ (۶)، (غوڼی) په ژبه کي ژوندی لغت دئ خودوی ورته (بنګن) راوايست (۷)، (کتابتون )جوړسوی دئ خو دوهم وارورته (کتاب خونه) جوړسواوهغه هم دپاړسۍ ټکي په ټکي ترجمه (۸)، (بدلون )پخوا جوړسوی و،نو(ونجون) ته څه اړتياوه ؟، د(بېکسۍ) پرځای ټکي په ټکي ترجمې (بېڅوکتيا) ته څه ضرورت و؟ .
ځينو ډېروبې خوندو اوپټخو ترجمه سوو لغاتوته خوزه بيخي حيران پاته يم ، چي ددې ضرورت څه و . لکه ( اوسپنکښ ) د ( آهن ربا) له پاره ، (کوډلوبی) د(جادوګر) ، (کوډګر) له پاره ، (ړنده مږه ) د (کورموش) له پاره ، (پلغټ ) د(چابک ) له پاره (۹). ددې وروستي لغت له پاره خوپه ژبه کي (چټک) لغت سته ، نه پوهېږم چي هغه ته يې ولي چته اوښتې ده . [color=darkblue:46908bee41]موږدږغ دبلي اوشرنګ سوټي له پېغوره لاخلاص سوي نه يو چي دابل سرباری هم پرولوېداوداواردمعيارپه نامه ! [/color:46908bee41] پوهاند دوکتور زيارصاحب وايي چي ٌ نړېوېزونه يانړيوال وييونه (انټرنېشنلزمونه) لکه راډيو، تلويزيون،تيلګراف ياتېلګرام ، تېلي فوتو، تيلي ټايپ، تېلېفون ، اکسرې يالايزر(وړانګې) کمپيوټر ، ډاکټر، اکسيجن ، هايدروجن ، نايتروجن ، الکترون ، نايترون، پوزيترون ... ياځانګړي جغرافيايي نومونه اوياپه زرګونو کېمياوي او درملي نومونه ... دنړۍ په زياتروعلمي ژبوکې له يوڅه جوليز(شکلي) اډاپټېشن (راخپلوني) سره يورازدودلري ، په نيولو جيزم کې راګډول بياهم دپيوريزم په مانااخيستل کېږي ....ٌ (۱۰)يعني نوي لغاتونه ورته مه جوړوئ . خوتردغه سپارښتني دوې کرښي وروسته بيا وايي چي که څه هم په عربي ، تورکي ، پارسۍ ، هندي کي نن سباډېر انټرنېشنلېزمونه راژباړل شوي دي يعني که موچم ورته جوړسو، ژباړئ يې . داچي تراوسه دغو نړيړالونومونوته نوي کلمات جوړسوي نه دي ، دچاخبره په چم يې نه پوهېږي چي څرنګه لارورته ومومي . دمثال په توګه اکسيجن ته به څه رازنوم جوړکړي ؟ پارسي ژبي وايي ٌ ترک عادت موجب مرض است ٌ په ژبه کي اوبتل سته اوعام سوی دئ خوددوی زړه په سوړسوی نه دئ او(اوبډوب ) يې هم ورته جوړکړ، په ژبه ، ادب اوفولکلورکي زرګرسته خودوی ورته ( زرپښ) وزېږاوه ، په ژبه کي ترينګلی د(عبوس ، پيشانی ترش) له پاره سته اوقاموسوهم اخيستی دئ خودوی ورته ( اريړه اوربوز) وزېږاوه . يوځای وايوچي بين المللي تخنيکي نومونه به پرخپل حال پرېږدوخوبيرته خپله خبره اخلواوتيلفون ته ( غږون) ، تلويزيون ته ( لروينون) اوتيلګراف ته (لرليګون) پېشنهادوو(۱۱). دمروجولغاتودوژلوپه کارکي هم سيالي ښه په زورروانه ده . دپېړيوپېړيومروج لغات دمعيارپه فتواله رواجه لوېږي . ماپه يوه بله ليکنه کي ددغولغاتويوه ډېره کوچنوټې برخه داسي بيان کړې ده : ٌ زما دمشاهدې له مخي موږ په تېرو دوو درولسيزوکي ( بډای ) او (موړ) لغات په ( شتمن) باندي تري تم کړل ، (يرغل) موپه (بريد) له منځه يووړ ، (ايلچي) موپه (استازي) ورک کړ ، (جنګ) موپه (جګړه) وواهه ، (وطن) موپه (هيواد)نېستي کړ، (غولی) موپه(انګړ) پايمال کړ ، (تاداو) موپه(بنسټ) له بېخه وکيښ ، (ربړه) موپه (ستونزه) پسي واخيستله ، (ليکه) موپه (کرښه) پاکه کړه ، (کوچنيواله ) موپه (وړکتوب) ووژله ، (جنګيالی) موپه (جګړه مار) ښخ کړ ، ( اخته) (بوخت) او(مشغول) مو په (لګيا) اليش کړل ، (تلاښ) موپه (هڅه) نفی کړ، (کږنه) موپه (غندنه) محوه کړه ، (نجلۍ) موپه (جنۍ) ترپښولاندي کړه ،( کرار) مو په ( ورو) وخوړ، (په) مود(پر) په فتوامسخه کړ اولالګيايو دمسخه کولو او محوه کولودابهېرپسي پالو اوپه ځان نه پوهېږو چي دخپلي ژبي لغوي زېرمه مو د چونګښو د هغه منګوټي په شان ګرزولې ده چي ( يوه وراچوو ، دوې بيرته ځني غورځي) ٌ . داليست که پسي راواخلم ، خبره بل کتاب ته رسيږي .زه پوښتنه کوم چي تصفيه اوسوچه توب( purism) لکۍ لري ، ښکرلري ، څه لري ؟ دغه جريان چي اوس روان دئ ، تاسي چي هرڅه نوم پرايږدئ ،خوداکټ مټ اوپه مطلق ډول تصفيه ده . او تر ټولوبيادخواشينۍ خبره داده چي که چاپه ليکنه کي دغه جريان تعقيب نه کړ ، ليکنه يې ناکره ، لهجوي ، سيمه ييزه اونوراونوربلله کيږي .
زيارصاحب هم وايي چي هرڅوک بايدلغات جوړنه کړي . ډاکټرپالوال هم دغه کارپه صلاحيت پوري تړي زماچيغي هم دهمدې بابته دي چي اوس په دې ژبني سرطان ( cancer)هرڅوک اخته دي دصلاحيت والاو جوړوني اودبې صلاحيتوداسره بېلېږي نه . دنيولوګيزم دنده که افرادو ته پاته سوه ، که صلاحيت والاوه ، که بې صلاحيته ، خبره انارشيزم ته رسيږي اورسېدلې هم ده .
څه موده وړاندي مي په يوه مجله کي ديوه متوفی مشرحقدارله خولې داسي ولوستل چي که دوزيرصاحب محمدګل خان وس رسېدلی دټول افغانستان دخلکونومونه يې هم پښتوکول ( ۱۲١) دليکني له خونداو شخوندڅخه څوک پوهېدلای سوای چي دژبي دتصفيې اشتهالا تر اوسه هم ښه پوره موجوده ده اوهمداذهنيت اوس هم دالفاظوترپردې لاندي دکره ليکنۍپښتوپه نامه پالل کېږي . په دغه شان روحيه باندي يوې ژبي ته انکشاف ورکول ديوويشتمي پېړۍ له انکشافاتوسره جدي تناقض لري ځکه په دغه پېړۍ کي دنړۍ ژبي تربل هر وخت زياتي يوه په بله ننوتلي دي .
موږته زياتره ويل کېږي چي دنړيوالوعلمي اوفني اوسياسي ټرمينالوجۍ سيلاب ته که لاس ترزنه کښېنو، ژبه راڅخه لاندي کوي . داحقيقت زه هم منم . خودنوولغاتواوپه ژبه کي داخښل سوواو مروجو لغتوبريدبايدوټاکل سي .که دا کارونه سي ، نوچي بياپرديارلس ليکي (۱۳)لاس راسره کښېږدئ ، بيا هم ددغي اوسنۍ چاري نوم ترتصفيې په هاخوابل څه نه سي کېدلای اوله دې منحرف جريان سره به دمخالفت آوازدسور تر شپېلۍ پوري روان وي . که هرڅومره ددې اوسنۍ ژبنۍ بخولي مخالفين ځانساتي، لنډاندي، مرتجعين وبلل سي اوحتی ښکنځل (کنځاوي ) ورته وسي بيابه هم هغوی دګاليله په شان پر مځکه باندي د توبې ايستلوپروخت لاهم ووايي چي په دغه ژبه د افهام او تفهيم عمليه سرته نسي رسېدلای. له دغه راز نشراتو څخه لوستونکي سمه استفاده نسي کولای . داپښتوپسې عامېږي اوخلک ځني خوا توري کيږي . ددې چاره په کارده اوهمدانن يې په کارده. د پېريانانودې ژبي په پښتنوکي درزونه واچول ، ددې کارله پاره فکر کول په کاردي ، دا درزپراخېږي او چاره يې په دې نه کېږي چي ووايو :
ٌ کاروان به تيريږي اوسپي به غپيږي ٌ (۱۴) . دپښتو ژوند د پښتانه له ژوندسره تړلی دئ ، نه له نيولوګيزمونوسره . که خدای مه کړه پښتون مړسو، پښتو او نيولوګيزمونه دواړه ورسره مري . په نيولوګيزمونو باندي دپښتوژوند نه راګرزي . ديوې شېبې له پاره يې فرض کړئ چي په پښتوژبه کي يولغت لاهم پردی نسته مګرکه پښتون همداسي شپون اوعسکروي اوروزي يې دشپنيتوب اوځان وژني له لاري مقرره وي ، دغه خالصه ژبه به يې کوم درد ور دواکړي ؟ ښاغلی پوهاندحسن کاکړدخپلوتاريخي څېړنوپه پای کي دې نتيجې ته رسېدلی دئ ، چي : ٌ پښتوچي بيرته پاتی ده اوعلمی شوی نده دژبی دڅنګه والی له امله نده ، بيرته پاتی توب يی دپښتنوله لاسه دی . ددوی بيرته پاتی توب د پښتوبيرته پاتی توب شوی دی ٌ (۱۵) نو پرپښتو اوپښتنوبايدزړه وسوځل سي . دشهرت ، دنامه ، دعقدو له پاره بايد ژبه قرباني نه سي . دغه اندېښني دي، چي په مايې دا کتابګوټی وکيښ .
اوس په ځينو ليکنو او مرکوکي د نيو لوګيز مونوپر٪ ٢٥ باندي ټينګارکيږي . زه تاسي ټولو درنولوستونکوته واک درکوم چي که مو هروخت دغه فيصدي په عمل کي تطبيق وموندله ، زماداکتاب په هماغه ورځ په اورکي وسوځئ چي نوريې څوک ونه لولي . ځکه زما ارمان به ختلی وي اونوربه د پښتوژبي له بابته د اندېښنو ځای راته پاته نه وي .
دکره ليکنۍ پښتوله نني بهېرڅخه داسي نخښي اونښانې ليدلي کېږي چي دا خوځښت په نهايت کي په يوې لهجې باندي دنورودنفی کولوله پاره دئ . زه به ډېرخوښ سم چي که دپښتويوه لهجه دژبني انکشاف هغه حالت ته ورسېږي چي ټول پښتانه يې هم وليکي اوهم يې ووايي . داکه زمالهجه وي، که دبل ،که دهابل، ماته مهمه نه ده . مګردا کاردپېړيودئ اوبايدپه طبيعي توګه لکه په فارسي اونوروژبو کي چي راغلی دئ ، عملي سي . نه داوسنيوژبنيوماجراجوييوله لاري .(١) ژبپالنه ـــ ٦٣،٦٤مخونه دمقالات محمودطرزی د٧٧٤ مخ اوسراج الاخبارپه حواله
(۲) ژبپالنه ـــ ٧٥مخ
(۳) ويي پوهنه ـــ ٢٤،٢٥ مخونه . نقل قول کټ مټ رانقل سو
(۴) پښتوــ پښتانه ٣١٢مخ
(۵) زيارــ دپښتوژبې دودې اړتيااولارې چارې ـــ ٩٧مخ
(۶) زيار، پښتوپښتانه ٢٠٧مخ
(۷) ويي پوهنه ١٢١مخ
(۸) ويي پوهنه ٤مخ
(۹) وګ : ويي پوهنه ٢٨٨ ـــ ٢٩٠ مخونه
(۱۰) دپښتوژبې دودې لارې او چارې ـــ ٩٩مخ
(۱۱) ويي پوهنه ـــ ٦٠ مخ
(۱۲) ورځ مجله ــ شپږم کال ، ٣ـــ٤ګڼه ـــ ١٠مخ ١٣٨٤ ش
(۱۳) په کندهارکي دديارلس ليکي اصطلاح دقرآن عظيم له پاره کاريږي . په نوروسيموکي به هم رواج لري .
(۱۴) وګ : استادزياردپښتني فرهنګ يوځلاندستوری ـــ ١٥٥مخ ــ ١٣٧٢ ش
(۱۵) آئينۀ افغانستان مجله ـــ ١٠٤ مسلسله ګڼه ـــ ٥٤مخ ـــ ميزان ١٣٥٨ ، اکتوبر٢٠٠٦
محمد معصوم هوتک
پوره لیکنه په دې لینک لوستلای شﺉ .
http://benawa.com/kandahar.php?id=11741
hewad
28.05.2007
ښاغلی صافي صاحب سلامونه مې ومنئ ،هيله ده چې روغ رمټ اوسئ٠
بحث کولو کې خوابدۍ ته ځای نشته ځکه پر بحث کولونۀ خوابدی کېږم ٠
١-پۀ ژبه کې نيولوجيزم او نور اصلاحات اړين دي او زما پر اند دا دې يوې صلاحيت لرونکې علمي - مسلکي مرجع دنده او صلاحيت دئ٠
٢- کله چې پۀ پښتو کې موږ خپل و ييونه (لغتونه ) ولرو، د بلې ژبې لۀ وييونو نه کاراخستل سم نۀ برېښي٠
٣ - کارېدنګ او داسې نور جوړښتونه لۀ پخوا پښتو ژبه کې شتون لري او دا دنوي
نيولوجيزم سره تړاو نلري٠ کېدای شي چې پۀ يوه سيمه کې پۀ دا بڼه وي او پۀ بله سيمه کې پۀ بله بڼه٠ بېلګې (مېشتېدنه - مېشتېدنګ ، غورځېدنه - غورځېدنګ او داسې نور)او يوۀ شي ته دڅلورو ډولونو جوړښتونه دا دي ٠ بېلګې (چاغوالی -چاغتوب -چاغتيا-چاغښت، لنګوالی -لنګتوب -لنګتيا -لنګښت ،جوړوالی -جوړتوب -جوړتيا - جوړښت او داسې نور )٠
٤ - د يوۀ کره ګړدود جوړول اوسنيو شرايطو کې ستونزمن او ناشونی دي اما ديوۀ کره ليکدود لپاره ځينې پرېکړې شوې دي چې هغه بايد عملي شي او لۀ سيميزې تنګ نظرۍ څخه کار وانخستل شي ٠ کۀ چېرې هرڅوک پۀ خپل سيميز ګړدود ليکنې وکړي تاسو څۀ فکر کوئ چې دا بۀ د پښتو ستونزې لږ کړي او کۀ ډېرې ٠
٥ - ښاغلي هوتک صاحب د ځينو وييونو د وينګ ستونزو ته اشاره کړېده چې دوې بېلګې بۀ يې زۀ دلته رانقل کړم ٠ له (له هغه نه مې کتاب واخست )،له (هغه له کتاب ورکړه )، خواله (لوري ته )،خواله (دزړۀ حال )٠
کۀ چېرې پورتنيو بېلګو کې لومړنی (له ) د (لۀ ) پۀ بڼه ، دوهم (له ) د (له) پۀ بڼه او خواله (لوري ته ) ،خوالۀ (د زړۀ حال ) وليکو ،د (ه ،ۀ)پر کارولوسره مو لږترلږه دا ستونزه حل کېدای شي او پۀ دې هکله پرېکړه هم شوې ده٠
٦ - املا ته نۀ پاملرنه بله ستونزه ده چې ډېره زياته تر سترګو کېږي٠ بېلګۍ
پۀ ټول افغان کې يوه لنډۍ دا ډول ليکل شوې ده :
کګې وګې لنډۍ دې څۀ شوې (دالۀ سيميز وينګ سره سمه ليکل شوېده)
سمه بڼه يې دا ده (کږې وږې لنډۍ دې څۀ شوې
هغه بله ورځ مې د ښاغلي روستار ترۀ کي يوه مرکه د بېنوا وېبپاڼه کې ولوستله چې يوه برخه کې يې ليکل شوي ؤ: د ناټو د لنګېدو مخه يې ونيوله ٠ اما د ليکوال موخه د ناتو د ړنګېدو مخه يې ونيوله، ده ٠ تاسو خپله وګورئ د يوۀ توري ناسم ليکل د غونډلې ټول مفهوم ته بدلون ورکړی دئ٠ همدا ډول (خندل،ښندل،شندل ) کۀ سم ونۀ ليکل شي مفهوم بدلون مومي٠ د ځينو سيمو اوسيدونکي( ښ د خ) پۀ څېر وايي نو څرګنده خبره ده چې هغوی ښندل ته خندل وايي اما ليکنه يې بايد سمه وکړي٠
پۀ درنښت
صافی
28.05.2007
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته:
هیوادصاحب! ژوندی وسﺉ اوهمداشان زما درناوﺉ اونیکې هیلې هم ومنﺉ.
تاسوډیر ښکولې لیکلي:
[quote:d75fa3ba8a]١-پۀ ژبه کې نيولوجيزم او نور اصلاحات اړين دي او زما پر اند دا دې يوې صلاحيت لرونکې علمي - مسلکي مرجع دنده او صلاحيت دئ٠
[/quote:d75fa3ba8a]
سل په سله مو دې پورتنﺉ وینا سره موافق یم کلآ هم داسې ده.
مګر: ( زما په نظر، زما په [color=darkblue:d75fa3ba8a]اند[/color:d75fa3ba8a]) ( به = په او ته )پر= بر اوبالا)نو دا[color=darkblue:d75fa3ba8a]اند[/color:d75fa3ba8a]یې له کومه شو؟ ګورﺉ چې په فردی توګه ځیګول شوې کلمې په یوه ژبه کې څومره جنجال پیداکولای شي !
[quote:d75fa3ba8a]- کله چې پۀ پښتو کې موږ خپل و ييونه (لغتونه ) ولرو، د بلې ژبې لۀ وييونو نه کاراخستل سم نۀ برېښي٠
[/quote:d75fa3ba8a]
په دې اړه به دښاغلی هوتک د لاندې لیکنې په لوستلو يوځل بیا تاسو ته تکلیف درکړم ،که خدای کوله ګټوره واقع شي.
ښاغلی هوتک لیکي:
[color=darkblue:d75fa3ba8a]پښتونيولوګيزم ژبنۍ اړتياده که سياسي تقليد؟ ( پر معياري ژبه . . . )
په يوه ژبه کي چي دنړيوالوپرمختياوواوساينسي وتخنيکي انکشافاتواواختراعاتوله اسيته دنوولغاتودجوړوني اړتيامنځ ته راسي اودې کارته نيوګلوبيزمونه استخدام سي ،معنايې داده چي دا ژبه اوس هغوحوادثوته ځان تياروي چي ٌ پرنوروتېرسوې اوپردې اوس راغلي دينه ٌ ددې پرڅنګ هره ژبه چي دخپل انکشاف په بهېرکي داسي ځای ته ورسېږي چي نورنوورته دنيولوګيزمونواړتيامحسوسه سي ،معنا يې داده چي دې ژبي دانکشاف نورپړاوونه وهلي دي او ويونکي يې هم دفرهنګي سطح په يوه داسي مرحله کي واقع دي چي نورټول کارونه سرته رسېدلي دي ، اوس نودژبي دسره کېدو وار رسېدلی دئ . په دغه وخت کي که دمعياريت اوکره ژبي خبره رامنځ ته سي ، څرنګه چي له حالاتوسره موافق شعاردئ ، نه به پرچا بدولګېږي اونه به مخالفت ورسره وکړي . خوکه دمعياريت هڅه دسياسي سياليو زېږنده وي ، دانودژبنۍ اړتياله مخي نه بلکي دنوروانګېزوپربنارامنځ ته سوی تلاښ دئ اوهغه څوک چي نه غواړي په دغه انګېزوباندي خپله ژبه ولړي ، يادغه سياسي سيالۍ ورته دسياست دمداريانو سرکسونه ثابت سوي وي ، نوطبيعي ده چي لومړی خوله دې لوبي سره څوڼي نه غورځوي اوکه ډېره درنه پرتمامه سوه نويې بياپه مخالفت کي درېږي .
ماچي به دپښتوژبي دکره توب له پاره دهڅوتاريخي سوابق او اوسنۍ هڅې له ځانه سره څېړلې ، نودچاخبره شپږم حس به راته ويل چي په دې هلوځلوکي ترژبنۍ اړتيانورمسايل ډېردخيل دي . ددې نورو مسايلوپريوه برخه باندي زه د(سوچه توب) په بحث کي ږغېدلی يم . پوهاندزيارصاحب اوس پخپله يوه مرکه کي زماپردغه ګومان باندي د يقين ټاپه ووهله چي زموږنوي جوړوني له پارسي سره دسيالۍ اود هغې په تقليدراپيل سوي دي . دی وايي : ٌ پارسي چي زموږورسره يوه رغنده سيالي روانه ده ، هيڅوک په نظرکي نه نيسي ، که پارسيوان زموږسره منفي سيالي کوي ، موږورسره رغنده سيالي کوو.
تاسودپارسي پخواني اواوسنی متن وګورئ چي هرڅومره يې پارسي قوي وي ، تاسوبه ووينئ چي څومره مخته تللې ده ، په پارسي کي څومره نوي ټکي راغلي دي ؟ نودانيوکه يوازي پرپښتوده ؟ ٌ (١)ماته د حيرانۍ ځای دادئ چي استادله ټول ژبني اکاډ ميت سره څرنګه د دغي سياسي لوبي په دام کي کښېوتلی دئ اونوروته يې لاتوصيه هم کوي . ددغي سيالۍ دسالميت ذمه څوک ترپايه پوري وهلای سي . څرنګه امکان لري چي پارسيوان دي ددوی په وينا ، منفي سيالۍ کوي او پښتون دي بياورسره سالمه سيالي وکړي . داسيالي له لويه سره پر منفي تمايلاتوراپيل سوې ده اويوه کرغېړنه لوبه ده چي دوخت غير ملي حکومتوپښتون اوپارسيوان دواړه پکښې سټ کړي دي .
زماپه فکرخوهره ژبه دانکشاف اوپرمختګ په لارکي خپل موقعيتونه اوخپلي درجې لري . دنوروژبوپه پرتله يې دانکشاف سرعت هم توپيرلري ، ژبنۍ اړتياوي يې هم ځله بيلي وي . پښتوله بده مرغه اوس لاهم دخوشحال خان خټک خبره ٌ بکره پرته ده ٌ . ددغه واقعيت په ليدلو، کتلواومنلوباندي بايدهيڅ پښتون نه دحقارت احساس وکړي اونه هم دخپلي ژبي دنيمګړتيا. دارواښادنوميالي خبره ٌ پښتودژبي په حيث نه ترچاپاته ده اونه ترچازياته ده . ٌ (٢)لکه په انسانانوکي چي زوړ او ووړ سته ، په ژبوکي هم سته . دسيالۍ په وجه په ژبه کي بدلونونه راوستل ترګټه تاوان ډېرپېښوي . داسيالي هغه ناوړه دودودستورته ورته ده لکه ځيني کسان چي له خپلوتربروسره دسيالۍ په انګېزه خپل نابالغ زوی ته واده وروکړي اودخپل ماشوم زوی ژوندله خوراډېرودنګلوسره مخامخ کړي . وايي ٌ شرمښکۍ له ماره سره غزېده ، پرمنځ دوه ځايه سوه ٌ . داراز سيالۍ ته ځوان مغزونه دخپل طبيعي جوش وخروش او احساساتي جذبوله امله خورازيات آماده دي اوډېرژرپه دغه رازدامونوکي لوېږي . دسړې سينې درلوونکي مسن پوهان هيڅکله بايدځوانان دغه راز بازاري لوبوته تشويق نه کړي .
پارسي ژبه په دې پرمخ نه ده تللې چي نوي لغاتونه يې جوړکړي دي . پارسي په دې وړاندي ده چي دضرورت ژبه ده ، ددربارژبه وه اوده ، د علم ژبه ده ، ويونکي يې پخپله دتعليم اوسياست پرميدان تر پښتنو وړاندي دي . پېړۍ پېړۍ ورته دهند، ايران ، ماوراء النهر اوافغانستان پاچهانواودرباروکارکړی دئ . دې ژبي چي نيولوګيزم ته مخه لاکړې نه وه ، هم پرمختللې ژبه وه . ترعربي ژبي وروسته دمنطقې دعلم، د سياست ، دادب اوتجارت ژبه وه . دپارسي دپرمختګ دلايل بايدد هغې په ويونکوکي ولټول سي نه په لغاتوکي . له بلي خوا دپارسي ژبي خپل پوهان بيا په دې عقيده دي چي ددې ژبي دبرياليتوب يوعلت دادئ چي دډېروژبولغات يې پخپل ځان کي هضم کړي دي اودژبي دروازه يې دنوروژبوپرمخ تړلې نه ده . ارواښادپوهاند دوکتور عبدالاحمدجاويد په دې برخه کي وايي چي په فارسي ژبه کي ددخيلو کلماتودښووني له پاره به تاسي صبحانه (سباناري) ته دعوت کړم . ميزپرتګالۍ کلمه ده (۳)، چاينک چينايي ، قاشق تورکي ، صندلی عربي ، نعلبکی عربي ده . اوپه پای کي په ظريفه لهجه وايي ٌ ما مي مانيم ونان خشک ٌ . مراديې دادئ چي يوازي (نان) فارسي کلمه ده نور يې ټولي دخيلي دي اوله نوروژبوڅخه اخيستل سوي دي . (۴) ارواښاد دې کلماتوته په کرکه نه ګوري بلکي داد پارسي ژبي په کمالونوکي راوړي چي څرنګه يې دنوروژبولغات پخپل ځان کي حل کړي اوخپلي ژبي ته يې دافادې وسايل پرېمانه کړي دي .زموږپوهان بياتراوبودمخه ګاولي کاږي اووايي ، موږلغتونه ځکه جوړوو،چي ٌ که سباددهقان لمسی او کړوسی تعليم کوي د هغه لپاره (به) اسانه وي ٌ . ته دبزګرزوی ته دتعليم زمينه برابره کړه ، بيا دپښتوتعليم زمينه ورته مساعده کړه ، ژبه يې خير دئ سوچه دي نه وي ؟ دسبادبزګر دزوی غم به خورو خپل اوسني زامن موله خپلي ژبي څخه خواتوري کړل . موريې چي کومه ژبه ورزده کړې ده اوده ته ترهرڅه ګرانه ده ، هغه اوس په کتاب کي نسي موندلای . دکتاب ژبه ده ته د يوې خارجي ژبي دزده کولوپه شان ستونزي لري . طبيعي ده چي وخت تردې په بلي قوي ژبي (انګرېزي ، اردو، فارسي اونورو) مصرفوي ځکه په هغه ژبويې هم اړتيارفع کيږي اوهم يې په زده کړه کي تردغي نوي پښتومشکلات لږدي . له يوچاسره مي په دې برخه کي بحث کاوه ، را ته وې ويل : ژبه متخصصينوته پرېږده ، چي هغه يې سمباله کړي . په جواب کي مي ورته وويل : ماخو په هغو نامرادوباندي ډېري هديرې ډکي ليدلي دي ،چي دمتخصصو ډاکټرانو په نسخويې زني ورتړلي سوي وې . دمتخصص سهوه دمرګي ګولۍ ده اوبس .
(١) ښکلامجله ـــ ٤کال، ٣ګڼه ٥١مخ
(٢) دپښتنودټولنيزتاريخ مبادي ـــ ١٠٩مخ
(۳) دده په نظرپه فارسي کي ( ميز ) دمېلمه په معنا دئ اوپه مثال کي يې ( ميزبان ) راوړی دئ .
(۴) که زماحافظې غلطي نه وي کړې ،دامقاله په اميدجريده کي نشرسوې وه . ما يې يادونه په يوه بله مقاله کي پخواهم کړې وه اوتاسي به يې په ضميمه کي ولولئ . له تکراره يې بخښنه غواړم .
محمد معصوم هوتک[/color:d75fa3ba8a]
ښاغلی هیواد تاسو لیکﺉ :
[quote:d75fa3ba8a]
- کارېدنګ او داسې نور جوړښتونه لۀ پخوا پښتو ژبه کې شتون لري او دا دنوي
نيولوجيزم سره تړاو نلري٠ کېدای شي چې پۀ يوه سيمه کې پۀ دا بڼه وي او پۀ بله سيمه کې پۀ بله بڼه٠ بېلګې (مېشتېدنه - مېشتېدنګ ، غورځېدنه - غورځېدنګ او داسې نور)او يوۀ شي ته دڅلورو ډولونو جوړښتونه دا دي ٠ بېلګې (چاغوالی -چاغتوب -چاغتيا-چاغښت، لنګوالی -لنګتوب -لنګتيا -لنګښت ،جوړوالی -جوړتوب -جوړتيا - جوړښت او داسې نور )[/quote:d75fa3ba8a]
( [color=darkblue:d75fa3ba8a]کاریدنګ[/color:d75fa3ba8a] ،مېشتېدنه - مېشتېدنګ ، غورځېدنه - غورځېدنګ او داسې نور)ددغه راز سیمه ایزه لهجوی کلمو مصادر، مصدرونه ، په پښتو ګرامر کې لا دډیره پخوا په ( کاریدل ، کارول ،میشته کیدل،او غورځیدل لنګلیدل ،چاغیدل، جوړول) اصلاح شوی دي، او دډیره راپه دې خوایې دلیکنې بڼه په (ول، دل) منل شوی ده.
د(چاغوالی -چاغتوب -چاغتيا-چاغښت، لنګوالی -لنګتوب -لنګتيا -لنګښت ،جوړوالی -جوړتوب -جوړتيا - جوړښت) کلمې دپښتوژبې دبډایې مثالونه دي چې د مناسب استعمال په برکت به یې پښتوژبه تل ژوندی وي .
hewad
31.05.2007
ښاغلی صافي صاحب سلامونه مې ومنئ !
د مصدر او فعل (کړ) تر منځ څۀ توپير شته او کنه ؟ يو څۀ مفصل معلومات راکړئ٠
پۀ درناوي
صافی
31.05.2007
دروند ورور هیواد صاحب ته دزړه له کومې سلامونه او احترام وړاندی کوم:
ستاسو دپوښتنې په اړه چې دمصدر او فعل ترمنڅه توپیر څه دﺉ ؟ دښاغلی مرحوم صدیق الله ریشتین د(پښتو ګرامر) دلمړی جز دڅلورم باب څخه دا لاندی لیکنه را نقلوم ، ګوندی یوڅه ترې زده کړو.
داکتاب په دری لیکل شوی دﺉ.
اقسام اسم به اعتبار فعلیت وعدم فعلیت
اسم به اعتبار نام بودن فعل وعدم آن به دو ګونه است: فعلی وغیرفعلی .
۱ـ غیرفعلی آنست که نام فعل وکار نباشد مانند : لرګی، سړی وغیره وتمام انواع اسم که در سابق ذکر ګر دیده درآن داخل است.
۲ـ اسم فعلی آنست که نام فعل وکار بوده ومعنی خود را بدون تعین زمان اظهار نماید مانند: وهل، کتل وغیره- از اسم فعلی یکعده کلمات دیګر قا نونآ استخراج وصادر میګردد بنا بر آن اسم فعلی ،مصدر مشتقات فعلی بوده وبآن اصطلاحآ زیژنده( مصدر Infinitive )ګویند.
فصل اول
اقسام مصدر پشتو باعتبار ساختمان وانجام
مصادر پشتو باعتبار ساختمان وانجام به پنج دسته تقسیم میشوند:
۱- مصادر لام والا ۲ـ مصادر ول والا ۳- مصادر یدل والا۴- مصادر کول والا ۵- مصادرکیدل والا.
۱- مصادر لام والا آنست که تنها به (ل) منتهی بوده یعنی علامت مصدر در آن (ل) باشد وآن بر دوګونه است، الف ـ دواجزایی (۱) آن که ازدوجز تشکیل یافته واجزای آن قابل تجریه باشد – ب- غیر دواجزایی : آنکه در اصل وذات خود مصادر قرار داده شده واجزای قابل تجزیه نداشته باشد امثله آن قرار ذیل است:
----------------الف ـ دواجزایی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پ ـ غیر دواجزایی
پوری وتل ـــــــــــــــ- از پوری ووتل ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ وهل
پرېوتل ــــــــــــــــــــ از پرې ووتل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ تلل
څملاستل ــــــــــــــــــ از څم و لاستل ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پالل
بوتلل ـــــــــــــــــــــــ از بوو تلل ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ غوښتل
پریښودل ـــــــــــــــــ از پرې و ښودل ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ موندل
۲ ـ مصادر( ول) والا آنست که به ( ول ) منتهی بوده وعلامت مصدر در آن (ول) باشد وبر دوګونه اند :
الف : آنکه جز اول آن یعنی کلمه متصله با (ول) یک لفظ بی معنی وغیر مستعمل باشد مانند : ګرزول ـ که جز اول آن( ګرز) یک لفظ بی معنی وغیر مستعمل است.
ب : آنکه جز اول آن یک لفظ با معنی بوده خواه اسم باشد خواه صفت ، مانند ( تورول)که جز اول آن (تور) کلمه یست معنی دار وصفت ذاتی ومانند( جنګول ) که جز اول آن (جنګ) یک کلمه با معنی و اسم است.
قسم اول مصادر (ول) والا دارای صورت مصادر اصلی وقسم دوم دارای صورت ترکیبی میباشد . امثله ذیل ملاحظه شود:
الف: قسم اول --------------- ب : قسم دوم --------------- جز اول
تښتول ( ګوریختاندن) ---- -سپینول( سفید کردن)--------- سپین
غورځول (انداختن) -------- مړول (سیر نمودن)------------ موړ
ګرزول( ګشتاندن) ---------جګول (خیستاندن) ----------- جګ
خندول ( خندانیدن) -------- ماتول( شکستاندن) ---------- مات
ژړول(ګریاندن)------------ ځغلول( دواندن) --------------ځغل
۳- مصادر یدل ولا آنست که به(یدل) مختوم بوده یعنی علامت مصدر درآن (یدل) باشد ونیز بر دوګونه اند.
الف: آنکه جز اول آن یعنی کلمه متصله با (یدل) یک لفظ بی معنی وغیر مستعمل باشد چون: ګرزیدل.
ب : آنکه جز اول آن یک لفظ با معنی بوده خواه اسم باشد خواه صفت ، چون توریدل وجنګیدل.
درمصادر یدل والا نیز قسم اول دارای صورت مصادر اصلی، وقسم دوم دارای صورت ترکیبی میباشد ، امثله آن قرار ذیل است :
الف: قسم اول------------------------------ ب: قسم دوم
تښتیدل(ګریختن)--------------------------سپینیدل( سفیدشدن)
غورځیدل( افتیدن) ----------------------- مړیدل(سیرشدن)
خندیدل(خندیدن) ------------------------- جګیدل( خیستن)
ګرزیدل( ګشتن) ------------------------- ماتیدل (شکستن)
۴- مصادر کول والا: آنکه توسط اتصال (کول) دراخر یک کلمه دیګر ساخته شود بر دوګونه است:
اګر جز اول آن مفهوماً با کول متحد و بمنزله یک فعل ګشته باشد ومفعول علیحده را تقاضا نماید قسم اول است چون: پورته کول که (پورته) با (کول) تماماً بمنزله فعل وا حد ګردیده ومقتضی مفعول دیګر است مانند (سر پورته کول) .
واګر جز اول آن مفهوماً با کول متحد و بمنزله فعل واحد نګشته باشد وخودش مفعول (کول) واقع شود قسم دوم است چون : کر کول، غوبل کول که دراین امثله ( کر، غوبل) جز (کول) نبوده بلکه مفعول آن میباشد.
این ګونه مصادر تما ماً مصادر ترکیبی بوده وجز اول آن عموماً کلمه با معنی ومستعمل میباشد مثلاً:
قسم اول ---------------------------------------------قسم دوم
پخلا کول ---------پرې کول ---------------- کر کول---- زیا تی کول
پورته کول ------- پوری کول--------------- واښه کول ---- ظلم کول
۵- مصادر کیدل والا : آنست که بواسطه اتصال (کیدل) در آخر یک کلمه دیګر تشکیل شود ونیز بر دوقسم است .
اګر در تمام مصادر کول والا عوض (کول) (کیدل) آورده شود از قسم اول کیدل والا، واز قسم دوم آن قسم دوم کیدل والا بدست میاید . مصادر کیدل والا نیز تماماً مصادر ترکیبی میباشند امثله قرار آتی است:
قسم اول ------------------------------------------- قسم دوم
پخلا کیدل---- پوری کیدل ------------------------ کر کیدل-------- زیاتی کیدل
پرې کیدل ---- باندې کیدل ----------------------- واښه کیدل ----- ټیل کیدل
hewad
01.06.2007
ښاغلی صافي صاحب سلامونه مې ومنئ !
داسې ښکاري چې دې سکالو سره يوازې زۀ او تاسو لېوالتيا لرو٠
(خوړلی،تړلی،شړلی،څښلی،ژوبل شوی،کړېدلی، لۀ منځه تللی،نړېدلی ٠٠٠ او داسې نور ) دې ډول جوړښت ته پۀ پښتو کې څۀ وايي او څۀ ډول کارول کېږي؟
پۀ درناوي
03.06.2007
درنو ورونو صافی او هیواد ته سلام !
[quote:ad562d6392](خوړلی،تړلی،شړلی،څښلی،ژوبل شوی،کړېدلی، لۀ منځه تللی،نړېدلی ٠٠٠ او داسې نور ) دې ډول جوړښت ته پۀ پښتو کې څۀ وايي او څۀ ډول کارول کېږي؟ [/quote:ad562d6392]
۱ ـ څښلي : احمد فانتا داړه بوتلونه څښلي دي .
څښلی : احمد دفانتا یو بوتل څښلی دی .
دادواړه جملې له (دی) پرته هم لیکل کیدی شي. په دغه مثال کې څښلی او څښلی مفرده اوجمع ماضي ده ( د مفعول له پلوه).
۲ـ خو که خوړلی ، تړلی، تللی داسې وکارول شی لکه له منځه تللی قانون، ملاتړلی ټوپکوال یاسرخوړلی خاین ، نو دلته دغه کلمې د قید په شکل کارول شوې بریښي. خو له منځه ، ملا او سر پرته د فعل د ماضي شکلونه دی چې یاد فاعل او یا مفعول سرهتړاو لري او بس !