د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لیبراله ديموکراسي نا مشروع او زمونږ دکلتور سخته دښمنه ده

pattang
22.05.2007

[img:623b4c6dbb]http://benawa.com/images/uploads/زنان.jpg[/img:623b4c6dbb]

پژواک :کابل پوليسو په دغه ښار کې د ١٣ شکمنو بدلمنو ښځو ، د نيولو خبر ورکړ . د کابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مشر جنرال علي شاه وويل چې دغه کسان يې په تېره يوه شپه او ورځ کې نيولي دي . پکتياوال ، په هغه غونډه کې چې د کابل په امنيه قوماندانۍ کې جوړه شوې وه ، د جنسي ناوړه اړيکو د يوه مرکز او په هغه کې د ١٣ شکمنو بدلمنو مېرمنو د نيولو خبر هم ورکړ . د نوموړي په وينا په نيول شويو بدلمنو مېرمنو کې شپږ دچين ، څلور دترکيې اوپاتې درې افغانې مېرمنې دي . د پکتياوال په وينا، دغه مېرمنې د لسمې حوزې د پوليسو د هڅو په ترڅ کې د فتح الله کلا په يوه کور کې نيول شوي دي . د نوموړي په وينا، په بهرنيو کې داسې مېرمنې هم شته چې د تېر يوه کال په دوران کې څو ځلې له هېواده شړل شوي دي . د پکتياوال په وينا، د بدلمنۍ دغه مرکز د ګاونډيانو په مرسته کشف شوى دى


monir
22.05.2007

pattang آشنا، که زمانه منې دغه عنوان او متن سره نه جوړېږي او زما په نظر دبحث وړ هم ندﺉ، باید چې لرې یې کړې !
په درنښت


pattang
22.05.2007

ولې نه سره جوړيږي ?
دا ډېر ښه سره جوړيږي د ټولنې لمړي تغيرات د پردي سېلابي ډوله ازادي تحول
لمړۍ علامي دي چې له فاحشه خانو څخه شروع شوه او نور هم په مخ ځي٠
دا کار همدې فاحش دولت په قصد ښکاره کړی او خلکو ته ځان ښکاره کول دي
چې دوی خو دداسې فحشا بر خلا ف دي ٠ په حقيقت کې دولت خپله له فاحشه خانو
سره تړونونه لري٠
دلته دخپل کلتور او پردۍ تحميلي ازادي غيرې مساوات ليدل کيږي چې 180
درجې زاويه په خپل منځ کې سره لري٠
دا خو لا څکه يې په وزير اکبرخان کې ډلې ډلې ښځې د خارجيانو کورو ته ورځي
او يو خارجې هلک په لسګونو نجو نې لرې دا يو واقعت اودسترګو ليدلی حال دی٠
زړګيه دا خو ستاسو غوښتني دې ،خپلې ډوبي جالې وهی پردې پسې مګرزۍ ٠

لا نت د کرزي په فا حش رژيم ژوندي د وي هغوی چې ددې فاحش رژيم په مقابل
کې يې الله اکبر ويلی دی٠

[quote:c197c8777c]pattang آشنا، که زمانه منې دغه عنوان او متن سره نه جوړېږي او زما په نظر دبحث وړ هم ندﺉ، باید چې لرې یې کړې !
په درنښت[/quote:c197c8777c]


momtaz
23.05.2007

درنو دوستانو السلام علیکم
[quote:277b20cdbd]دلته دخپل کلتور او پردۍ تحميلي ازادي غيرې مساوات ليدل کيږي چې 180 درجې زاويه په خپل منځ کې سره لري٠[/quote:277b20cdbd]
ګرانه پتنګه وروره، اندېښنه مو دومره موجه نه برېښي، زما په نظر زمونږ د بحث وړ کلتوری برخه داسې آسانه هم له منځه نه ځي !
دوه اونۍ د مخه زه د کابل په شېوه کي کې یوه واده ته تللی وم. واده والا د دغه جشن لپاره په یوه باغ کې ځای برابر کړﺉ او ډېر خلک یې خبر کړي وو. په دغه واده کې مسته موسیقی هم غږول کیدله او دوه یا درې ډلې ( بچه بازان) په وار سره دخپل سینګار کړي هلکان یې د ښځو په جامو کې نڅا ته ګډول چې د نارینه و ساعت تېر شی. د افغانی کلتور سره سم ښځې په مجلس کې نه وې او دشپې په تیارو کې کله نا کله ځینې ښځې د شاو خوا بامونو پر سر ښکاریدې او د خپلو په جامو کې یې د ( بچه بازانو) د هلکانو د نڅا تماشې یې کولې . پتنګه وروره، کله چې ما بحث ته ستاسو وړاندې شوې موضوع ولوستله، نو ما سوچ وکړ چې د خپل د سترګې لید کیسې سره به ستاسو اندېښنه لیرې کړم.

والسلام


صافی
23.05.2007

درنوورنو! سلام:

ممتاز صاحب! دسفره په خیر راغلاست ، اوخدای دې وکړی چې دشیوکیو دواده بغیر دنورو ناخوالو کیسې هم مونږ سره شریکې کړی! زمونږ دټولنې دځینو متعفنه اوبویناکه دودونو لا تر اوسه شتون دتعجب وړ نه بریښی ،
ولی دهغو بدلول په غربی فحشا هم د افعانی ټولنې ځواب ندﺉ. مونږ باید خپلې چټلې په خپله پاکې کړوړ ، نه داچې ټولنه په بلې چټلې رودې کړوو. که حکو مت د اخلاقی فساد مخه نیسی ښه کار کوي ، خو دا قاعده دې په خپلو نورو کړووړو کې هم عملی کړي.


Anonymous
23.05.2007

بدلمني او دمکراسي خو کوم تړاو نه سره لري دمکراسي زما پر نظر د خلګو واکمني ته ويل کيژي او دا خو په اسلام کي هم شته - ايا پتنګه ستا نظر دا دي چي اسلام دموکرات ندي او دکتاتوري ده! زه خو داسي نظر نلرم اما دا چي دموکراسي اوس په غرب کي په ډير يو شه صورت کي موجوده ده نو دا څه بد کار ندي چي موږ دغه خپله کړو - بدلمني خو د طالبانو د واک پر مهال هم وه چي کارونه نه وه او د کوڅه په کوڅه شهيدانو کونډو له مجبوريته دغه کار ته لاس واچو


صافی
23.05.2007

[quote:a0edf209cf="khan jan"]بدلمني او دمکراسي خو کوم تړاو نه سره لري دمکراسي زما پر نظر د خلګو واکمني ته ويل کيژي او دا خو په اسلام کي هم شته - ايا پتنګه ستا نظر دا دي چي اسلام دموکرات ندي او دکتاتوري ده! زه خو داسي نظر نلرم اما دا چي دموکراسي اوس په غرب کي په ډير يو شه صورت کي موجوده ده نو دا څه بد کار ندي چي موږ دغه خپله کړو - بدلمني خو د طالبانو د واک پر مهال هم وه چي کارونه نه وه او د کوڅه په کوڅه شهيدانو کونډو له مجبوريته دغه کار ته لاس واچو[/quote:a0edf209cf]
خانجانه وروره! دپتنګ په خبرو نه یې پوه! او نه دا خپله د بدلمنۍ تیوری په طالبانو تپلای شئ.
ښه به داوي چې ووایئ چې زه دولسواکۍ په مفهوم نپوهیږم.
کومه دیمکراسی ښیﺉ ؟ ( رید لایټ دسترکټ؟ اوکه بنک اوف امیرکا؟)


pattang
23.05.2007

ممتاز خانه او صافی صيب سلام عليکم !
له صافي صيب نه منه کوم چې زما په ليکنه يې په زړه پورې رڼا اچولې ده ٠
ممتازه وروره په خير راغلې خدای د هر وخت را وله ډېر مه ورکېږه چې ستا خوګو
خبرو ته مونږ ضرورت لرو ٠
وروره زه چې وړوکی وم ، پلار مې ميده ساز او دغې مردارې هلک ګډونې ته چې
دښځو کالي ور واغوندي نه پرېښودم خو اتڼ ته به تلم ٠ دغه عمل يو ډېر بربريت دی ،
زه يقيني او تاريخي درته وايم چې دا د پښتنو کلتور ندی او نه وو او همدغسي
د ا چادري (برکه ) هم پښتني کلتور ندی دا مرضونه مونږ ته له بل چا راغلي دي ٠
طالبانو دکوچيانو مخ لوڅو ښڅو ته چې تور غټ ټيکری به يې په سر وو هيڅ هم
نه وېلې ٠ مقصد مې دلته کلتور دی او نه سياسي پيچکاري .
ښه اوس به له نورو خبروتېر شم ، زما زړه بل شي ته ډوبۍ وهي:

[color=brown:ba49aae402]ممتازه وروره که دخپلو سترګو ليدلي سياسي حالت او کلتوري
بدلون په هيوادکې مونږ ته دلته وليکې نو ډېره مهرباني به دې وي .[/color:ba49aae402]:


pattang
23.05.2007

کوشانه ! وخت مې ضايع کوې او نور څه نه :

[quote:c3b86e43c4]که زمونږ د کلتور نه دې موخه ، افغاني کلتور وي او که چېرې ته مسلمان يې . بيا نو اسلام خو تر پښتني کلتوره لوړ ، کامل او جامع دی . نو دغه سرليک دې ريښتيا هم تخريبانه دی . خو تر هغه ځايه چې زه تا پېژنم ته سر ورکوې خو سنګر نه [/quote:c3b86e43c4].
زه پښتون يم مسلمان يم ،خو مقصد دې څه دی زه د نه منطق وينم نه تحليل خوشې لګيا يې٠ دا څه ليکې ??

[quote:c3b86e43c4]نو تحميلي دمکراسي خو د هيچا خوښه نده ، خو د يو څو ښځو په بدو کارونو سړی ټولې ښځې بدې نشي معريفي کولی .[/quote:c3b86e43c4]

دلته بيا د اعصابو په مرض ککړ يې ،چا ټولې ښځې ښودلي دي ?

[quote:c3b86e43c4]نو فحشا خو په عربستان کې هم شته ، سره له دې چې د مسلمانانو مقدس ښارونه هم هماغلته دي .[/quote:c3b86e43c4]

دلته بيا خپله يهودي څېره ښکاره کوې ، ددې خبرې له عربستان سره څه ? په عربستان کې که څوک په بدلمنۍګيرشي شريعي قانون پرې تطبيقه وي ,
البته پټ تور ټکي هر چېرته شته٠

[quote:c3b86e43c4]نو د افغانستان دولت خو دغو ښځو ته يې وويل چې له دې ځايه ووځئ ،[/quote:c3b86e43c4]
دوتلو او نه وتلومو ضع خو چا ندی مطرح کړې ، ستا مقصد څه شی دی کومې خواته روان يې ??

[quote:c3b86e43c4]خو په عربستان کې يا سنګساروي يې او يا به کوم بل شی ورباندې کوي .[/quote:c3b86e43c4]
هغوی خو خپل شريعي قانون لري او ګوره چې ټول غربيان يې ملګري هم دي زه نه پوهيږم چې ته ولې بنيادي کينه له عربستان سره لرې٠??

[quote:c3b86e43c4] نو که ته هم همدا شی غواړې ، دا خو نو بيا زمونږ په کلتور کې نشته[/quote:c3b86e43c4] .
هغه به په شاړيو کې نو ي ، پښتانه خپل قوانين لري چې ته ترې خبر نه ئي ٠

[quote:c3b86e43c4]نو که دمکراسي د اسلام دښمنه ده ، هغه بېله موضوع ده[/quote:c3b86e43c4] .
نه دديموکراسي ريښې په اسلام کې شته دښمنه يې نده، خو نه فحشا او اخلا قي
مرضونه ٠ ستا له خبرو داسې ما لوميږي چې له يوې خوا کوږ او له بلې خوا اوس په
دانه را ځې ٠

[quote:c3b86e43c4] خو د دمکراسي ريښې په پښتونوالي کې شته .نو زما په اند د دې موضوع سرليک ....[/quote:c3b86e43c4]
هو بلې ،خو دفاحشه ګيري او شراب خوړلو ريښې په پښتنولي کې نښته٠

[quote:c3b86e43c4]نو که زما منې ، خير دی د ليکنې سرليک دې مه تغييره وه ځکه چې ګرده او ځګر يې ورته نلرې . خو بې انصافي مکوه ٠[/quote:c3b86e43c4]

ښه په تورو سترګو ،خدای پاک د وبخښه خدای پاک د اخلاقي مونوتوني درکړي.


momtaz
30.05.2007

درنو دوستانو السلام علیکم
ګرانو ورونو صافی صاحب او پتنګ صاحب، بښنه غواړم چې د زیاتو مصروفیتونو له کبله ستاسو د پوښتنو په ځواب کې یو څه ځنډ راغﺉ.[quote:65eaa9648e]وخدای دې وکړی چې دشیوکیو دواده بغیر دنورو ناخوالو کیسې هم مونږ سره شریکې کړی[/quote:65eaa9648e]
صافی صاحب ستاسو د څرګندونې څخه زما اخیستنه دا ده چې زما لیکنه ستاسو خوښه نه شوه، چې ستاسو حق دﺉ. د نورو ناخوالیو له کیسو څخه به تېر شم او د پتنګ ورور د پوښتنو په هکله به یو څه ولیکم:[quote:65eaa9648e]ممتازه وروره که دخپلو سترګو ليدلي سياسي حالت او کلتوري بدلون په هيوادکې مونږ ته دلته وليکې نو ډېره مهرباني به دې وي .[/quote:65eaa9648e]
دا سوالونه نسبی سوالونه دي، ځکه تاسو په هېواد کې د بدلونونو پوښتنې کړې دي، خو څرګنده نده چې بدلونونه د کوم وخت په پر تله؟ ځکه زه لږ تر لږه په کال یو ځل افغانستان ته ځم. په هر حال زه به د خپلو سترګو لید ولیکم:
په کابل کې د ښار له توانه وتلي زیات وګړي را ټول ښوي دي او ډېر متضاد ژوند لری. ځینې خلک ډېر ښه ژوند لري خو اکثره خلک بې وزله دي او ځینې یې په فقر کې ژوند کوي، په ښار کې د وګړو زیاتوالﺉ د خدماتی له لحاظه ډېرې ستونزې
را منځته کړې دي، په دې معنی چې برښنا یا هېڅ نشته او یا د یوې لنډې مودې لپاره خوشې کېږي او بیا بندېږي. همداشان د څښاک اوبه !
ښار ډېر کثیف دﺉ لکه چې ښاروالۍ هم د کثافاتو په لیرې کولو کې پاتې راغلې ده.
د ښار کوڅې او سړکونه په اساسی توګه بیا رغول شوي ندي ، داسې آوازې وې چې سړکونه بالآخره اساسی جوړېږي او قیر به شي. خدای ته معلوم ! د ودانېو له لحاظه باید وویل شی، چې د کابل ښار بې پلانه پړسیدلﺉ دي، ډېرې سترې شخصی ودانۍ تر سترګو کېږی،چې د ښار څېرې ته یې مثبت بدلون ورکړﺉ دﺉ. خاوندان یې خو ټولو ته معلوم دي!
دټولنیزو رسنیو په برخه کې ستر بدلونونه راغلي دي، ډېرې خصوصی ورځپاڼې او مجلې چاپېږي.خصوصی تلویزیونونه او رادیوګانې هم د خپلې خپرونې لری.پدې معنی چې د مطبوعاتو آزادی په څرګنده توګه احساسېږی.
نور نو دا ځل مزار شریف ته هم تللی وم. د لارو په اوږدو کې ډېرې ښایستې منظرې تر سترګو کېږي، ځکه په پسرلي کې ټوله سیمه شنه اوښایسته ده. له کابل څخه تر مزاره پورې سړ ک ډېر اساسی جوړ شوﺉ دﺉ، یواځې په سالنګونو او ایبکو ته نژدې کې ځینې ساختمانی فعالیتونه لیدل کیدل. په مزار کې ډېرې آباتۍ شوې دي، خو د ښار د ستونزو په هکله معلومات نلرم. بس همدومره نو !

والسلام


صافی
30.05.2007

ممتاز ورور ته سلامونه وړاندی کوم، اویوځل بیا شکر دﺉ چې دسفره او دې ځای ته بیرته پخیر راغلی چې خپلې دعوې سره ووهو. ټوکه!
وروره ! دخپل کور په ودانۍ مونږ اوتاسو ټول خوشحالیږو،اودټولو امید اوارزوهم همدا ده. ولې ستاسو دلیکنې څخه خو داسې نه ښکاری چې واقعیت دې داسی وي. نورې کیسې به ورسته سره وکړو.[quote:d485fcb220]صافی صاحب ستاسو د څرګندونې څخه زما اخیستنه دا ده چې زما لیکنه ستاسو خوښه نه شوه، چې ستاسو حق دﺉ. د نورو ناخوالیو له کیسو څخه به تېر شم او د پتنګ ورور د پوښتنو په هکله به یو څه ولیکم: [/quote:d485fcb220]


pattang
30.05.2007

ممتازه وروره !
منظرې خو په يوروپ کې هم ډېرې دي اونور هم ٠٠٠٠٠
زما مطلب خو دافغانستان سياسي وضعيت او دخلکو سياسي شعور وو چې
 داشغالګرو په کارونو او شته والي کې څه فکر کوي ?
- امنيت څرنګه وو ، قانون تطبيق کېده او که نه ?
- ايا خلک د ترياکو، قاچاقواو بډو په باغونو کې مېلې او اتڼڼونه کوي او که د
(Wertschöpfung ، creation of value ) مفکوره هم ليدل کېده ?
- ايا هغه پښتانه چې له شماله شړل شوي دي بيرته خپلو ځايوته تللي او که اوس
هم په رېګيستان کې پراته دي?
- ايا دا سرک کابل - مزار پلن شوی هم دی او که هه د روسانو سرک بېرته قير شوی ?
- پښتانه په دولت کې زيات شوې که اوس هم د اپارتايد رژيم دی ، داڅکه چې
غربيان دا حقيقت پټوي او دخپلو ملګرو( شمالي ټلوالو) پرده کوي٠
- طالب جنګيالي څرنګه وو ، ستا په نظر قوي شوي او که ضعيفه شوي ?
- دکرزي د خوسا اوګنده رژيم ريښې به نور څومره مقاومت وکړي ?

دمطبعاتو ازادي اولوړ تعميرونه د هيواد دخلکو د توليدي اخلاقو ،روزني
اويوه ارامه ژوند علا مې ندي تر څو چې يو نورم شوی سيستم دعملي قانون
تر سوري لاندې جوړ نشي ٠
- که اجازه راکوې :
افغانستان ته هر کال ځانګړی ځې او که دولتي وظيفه لرې ?

خبرې ډېرې دي اوس ستا نو بت دی !


momtaz
30.05.2007

پتنګ خانه السلام علیکم
که د کوم چا لیکنه ستاسو په زړه وي، بیا د هغه له ( ...) نه زارېږﺉ او که لیکنه ستا په خوښه نه وي بیا سلام هم نه ورکوﺉ!!
د تحریری آزموینې سوالونو لست مو ډېر اوږد دﺉ او د سوالونو د لهجې څخه څرګندېږي چې د خپلې خوښې ځوابونو انتظار لرې. په هر صورت بې ځوابه مو خو نه پرېږدم، چر رانه خپه نشﺉ.
پوښتنه: زما مطلب خو دافغانستان سياسي وضعيت او دخلکو سياسي شعور وو چې داشغالګرو په کارونو او شته والي کې څه فکر کوي ?

ځواب: که خلک د ژوند په ډېرو برخو کې ستونزې هم لري، خو په اوس وخت کې خلک د بهرنیو ځواکونو ښته والﺉ حتمی بولي او هیله لري چې د بیا ودانولو مرستې زیاتې شی.

پوښتنه: امنيت څرنګه وو ، قانون تطبيق کېده او که نه ?

ځواب : په هغو ځایونو کې چې زه وم امنیت ښه و، ما دا ځل یو وار په شخصی موټر او بل وار په سروېس( بس) کې مزار ته تګ راتګ وکړ ، ما ولید چې د لارې امنیت ښه و.

پوښتنه : ايا خلک د ترياکو، قاچاقواو بډو په باغونو کې مېلې او اتڼڼونه کوي او که د (Wertschöpfung ، creation of value ) مفکوره هم ليدل کېده ?

ځواب : خلک دا کارونه علنی نه کوی، نو ځکه نوم یې قاچاق دﺉ !

پوښتنه : - ايا هغه پښتانه چې له شماله شړل شوي دي بيرته خپلو ځايوته تللي او که اوس هم په رېګيستان کې پراته دي?

ځواب : دا چې کډه شوي خلک چېرې پراته دي ما ندي لیدلي، خو خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي نه دي . د جوزجان والی ښاغلي همدرد پر دفتر باندې د وروستیو بلواګانو یو دلیل هم همدا دﺉ.

پوښتنه : - ايا دا سرک کابل - مزار پلن شوی هم دی او که هه د روسانو سرک بېرته قير شوی ?
ځواب : ما مخکې دا سرک ګز کړﺉ نه و چې سور یې څومره و، خو دومره ویلای شم چې د ډاکټر نجیب الله حکومت له نسکوریدو وروسته په ټولییزه توګه سړکونه چا ترمیم نکړل او بیخي وران ویجاړ وو، خو اوس د کابل مزار سړک په اساسی ډول جوړ شوﺉ دﺉ. پدې سړک باندې ډېرې درندې بار وړونکي لارۍ، بسونه او نور نقلیه وسایط تګ راتګ کوی.

پوښتنه : پښتانه په دولت کې زيات شوې که اوس هم د اپارتايد رژيم دی ، داڅکه چې غربيان دا حقيقت پټوي او دخپلو ملګرو( شمالي ټلوالو) پرده کوي٠

ځواب : په دولت کې کوم بدلون ندﺉ راغلﺉ. پدې ورورستیو وختونو کې آوازې وې چې کابینې کې به بدلو راشی. الغیب عندالله !

پوښتنه : طالب جنګيالي څرنګه وو ، ستا په نظر قوي شوي او که ضعيفه شوي ?

ځواب : خدای خو دوی بیخی شرمولي دي. پاکستان له چاودیدونکو موادو په وسیله توغندي فضا ته لېږي او هندوستان سره سیالي کوي او زمونږ لېوني یې پر ځان تړي، هم ځان وژني هم نور بې ګناه خلک. خلکو د طالبانو د واکمنۍ وحشت یې هېر کړي ندي !

پوښتنه : دکرزي د خوسا اوګنده رژيم ريښې به نور څومره مقاومت وکړي ?

ځواب : داسې نښې نښانې نه تر سترګو کېږي، چې د کرزي حکومت د سقوط دلالت وکړي.
پوښتنه : افغانستان ته هر کال ځانګړی ځې او که دولتي وظيفه لرې ?

ځواب : نه زه دولتی وظیفه نلرم، زه شخصی تګ راتګ کوم، زما نږدې ټوله کورنۍ په افغانستان کې ده.

والسلام


pattang
30.05.2007

ممتازه وروره کور د اباد ،په درب رانه تېر شوې خو په راتلونکي کې د غوړې غوړې
ليکنې په ټول افغان کې غواړم٠
په مينه پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more