نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دخرو ګنج !
اختر
22.05.2007
[color=darkred]دخرو ګنج ![/color]
زموږ په وطن کې خو خره ډېر مظلوم بوده ګان دي چې په هره سخته ورځ کې د ولس په خدمت کې راغلي دي .دغه خره نه شپه پېژني نه ورځ ، بس همدغه بې زبانه بوده ګان دي چې هر څه په کوې نه وائي چې نې . د جهاد په دوران کې يې و هغه ځای ته چې موټر، سايکل او طياره نه تله نو همدادوی وه چې راکټونه به یې بار کړي او مزله ته به یې رسول . کله چې دچور وخت او دوهمه سقاوي شوه نو بیا هم همدا دوی خره وه چې د چور واکانو په موږي به یې دولس هست ونېست بار کړه او تر مزله به یې رسوله کله چې د امريکا په مرسته د فساد مافیایی اداره په کابل کې نصب شوه نو بیا هم همدا جهادي خره او غله وه چې پر فایده منو چوکيو يې خپل د غولو ډکه خېټه واچوله او هغه یې د خپل پلار ميراث و ګاڼه . خو کله چې بیا د شورا او جرګې خبره را پورته شوه نو همدا په پښه تړلي بوده ګان او خره د امريکایانو په ډالري معاشو د ټوپک په زور په دې طويله خانه کې ځانونه سره را غونډ کړه او ملي ضد او افغاني ضد فتنې او دسيسې يې جوړي او خپل جنایت کاره قاتل غله یې سره را ټول او هغه یې بیا د ایران او روسیې په مزدوری کې را کښې ایسته . دغه نامتو او په پښه تړلي خره خو بیا هم دومره هوښيار دي چې اوس هم د امریکایانو څخه معاش اخلي، هم د ایراني اخوندانو څخه معاش اخلي او دهغوی پر نخشه کار کوي ، هم یې د روسیې څخه معاش اخلي د هغوی و شبکو ته خدمت کوي او هم د آی ایس آی څخه معاش اخلي فتنې جوړوي . دغه جهادي مردار خوره خره او غله اوس نیکټایی والا خره شوه او د افغانستان ولسي جرګه يې د خرو په ګنج بدل کړی دی .
ملي شورا او د خرو ګنج څه ښه مناسبت سره پیدا کړی دی !
ددې فارمولا پر تطبیق باندي بوش په میلیارډو ډالره ولګول او ټولي نړۍ ته یې د امریکایی ډيموکراسۍ ارزشونه و بلل خو زموږ ولس وهغه ته اوس د [color=red]خرو ګنج [/color]وایي !
pattang
22.05.2007
ياره اختره په قلم او په پويو دې برکت شه زمری يې خدای دې نورهم د نه ستړې کېدونکي مبارزې قدرت در کړي٠