د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ايا دا يوه قانوني پرېكړه ده؟

larghonay1
21.05.2007

د افغانستان ولسي جرګې پرېكړه وكړه چې ملالۍ جويا به د دې تقنيني دورې تر پايه پورې په ولسي جرګه كې نه وي. ځكه چې جويا په خپله كومه مركه كې ولسي جرګې ته د تبيلې نسبت كړى دى.
دا سمه ده چې ملالۍ جويا دا خبره يو څه تونده او بې چوكاټه كړې خو ايا ولسي جرګه دا حق لري چې دخلكو انتخابي وكيله له شورا يا ولسي جرګې وباسي؟
ځكه چې اوس خو ولسي جرګه په ملي جبهې اوښتې ده نو كه دالړۍ همداسې وغځېږي نو ملي جبهه به د هغه چا د ويستلو پرېكړې كوي چې د دوى له ډلې څخه نه وي.
تر ټولو بده يې لا دا ده چې د افغانستان د ولسي جرګې دارالانشاء د طلوع ټلويزيون د زنګ خطر پروګرام دى. ځكه چې دوى په يوه خبره دښې او بدې حكم كوي او ولسي جرګه بيا همغه فيصله كوي.


pattang
21.05.2007

لرغونيه بيا ستړی مشې !
وروره ملالۍ جويا خو رښتيا وائي دا خره غوايې خو ددالرو لپاره راغونډ شوي دي .
ددوی دغه فيصله بيا ښکاره کوي چې دوی د سپارې خلک دي اوڅومره ټيټه
سياسي او پو هنيز ه سويه لري٠ دخلکو د استازي رټل او له وظيفې ځخه يې منعه
کول ددوی کار ندی ، پدې پرېکړه دوی هغه اولس چې ملالۍ يې خپله استازې
غوره کړې ده له طبعي انتخابي حقوقو باسي ٠ پدي هکله بايد بنسټيز قانون خپله
خوله وازه کړي چې څه ترې راوزي اوڅه پکښې ليکل شوي دي .
له هغې ورځې راپه ديخوا چې پښتو يې له ملي ژبې څخه ايستلې ده ،مائي نور
يوټکې هم ندي لوستلی ، پردی راته مالوميږي خدای دې بېرته ړنګ کړي .
لرغونيه خره او غوايې خو دي ،ټوله ورځ دګوره زامن بيده وي او چې را ويښ شي
نوبيا په پيسته خوړلو شروع وکړي٠

ژوندي او څيرک دې وي روڼ اندي ،
مرګ په جنګي جنايتکارواو دکرزي په فاسد دولت٠

[quote:c2869ba155]د افغانستان ولسي جرګې پرېكړه وكړه چې ملالۍ جويا به د دې تقنيني دورې تر پايه پورې په ولسي جرګه كې نه وي. ځكه چې جويا په خپله كومه مركه كې ولسي جرګې ته د تبيلې نسبت كړى دى.
دا سمه ده چې ملالۍ جويا دا خبره يو څه تونده او بې چوكاټه كړې خو ايا ولسي جرګه دا حق لري چې دخلكو انتخابي وكيله له شورا يا ولسي جرګې وباسي؟
ځكه چې اوس خو ولسي جرګه په ملي جبهې اوښتې ده نو كه دالړۍ همداسې وغځېږي نو ملي جبهه به د هغه چا د ويستلو پرېكړې كوي چې د دوى له ډلې څخه نه وي. تر ټولو بده يې لا دا ده چې د افغانستان د ولسي جرګې دارالانشاء د طلوع ټلويزيون د زنګ خطر پروګرام دى. ځكه چې دوى په يوه خبره دښې او بدې حكم كوي او ولسي جرګه بيا همغه فيصله كوي. [/quote:c2869ba155]


روان
22.05.2007

درنو ښاغلو!
کرزی دافغانانو يو تر ټولو زیات بې کفايته جمهور رئیس دی . افغانان په داسي يوکس چې د خپل قانوني واک څخه د ملت په ګټه کار نشي اخيستلای شرميږي . څوک نه پو هيږي چې يونس قانوني دا دبوده ګانو مشر بیطار دافغانستان جمهور رئیس دی او که حامد کرزی . کرزی پخپله داشاني بې کفايتی سره هم دافغانانو بې عزتي کوي او هم ځانته لوی شرم پرېږدي . دافغانان پر بې عزتي او اهانت باندي د يو جمهور ریس تله تيرول کبیره ګناه ده چې نه بخښل کيږي . کرزی که دا فغانانو پت او عزت نشی ساتلای نو دا سنګړه دي مچ کړي او بیرته دي و ملت ته وسپاري.
هر چې بادا باد !
په دې هکله بايد ليکني وشي .
په مینه


صافی
23.05.2007

ملالۍجویا په خپلې تشبیه کې ، پارلمان دژوبڼ او غوجل سره دحق لری نده، او دافغانی واکمنې ادارې ددوو نورو قوولوړپوړی غړی هم په همدې چوکاټ کې راتلﺉ شی. ولې دا دې هم باید په پام کې وي چې اغلې جویا هم ددې تشبیه مستثنا نده. اوټول دبوسو او کونجاړې په ځای په ډالرو شخوند وهي. نوشجان ! خو کله ناکله یې د ټندیدو اوپه ستونی اوڅلورمې هاضمې کې د نښتلوو امکان هم وي.
دهغې ورځې دراتلو په تمه.


جواب

و.افغان
23.05.2007

[quote:02c59942c5="صافی"]ملالۍجویا په خپلې تشبیه کې ، پارلمان دژوبڼ او غوجل سره دحق لری نده، او دافغانی واکمنې ادارې ددوو نورو قوولوړپوړی غړی هم په همدې چوکاټ کې راتلﺉ شی. ولې دا دې هم باید په پام کې وي چې اغلې جویا هم ددې تشبیه مستثنا نده. اوټول دبوسو او کونجاړې په ځای په ډالرو شخوند وهي. نوشجان ! خو کله ناکله یې د ټندیدو اوپه ستونی اوڅلورمې هاضمې کې د نښتلوو امکان هم وي.
دهغې ورځې دراتلو په تمه.[/quote:02c59942c5]
ټولو ورونو ته د زړه له کومي سلامونه وړاندی کوم.
صافی صاحب: په خوله دی برکت شه، دڅه وخت غیاب وروسته لکه لمر وځلیدي، او کله بريښنا وبریښیدي، الله دی موفق لره،
جویا رښتیا هم ډیره ښه خبر کړی.....


Miwand Patang
23.05.2007

د دې موضوع په هکله لاندې لینک هم وګوری:
http://www.talafghan.com/socialpolitics/malalaejoyamalamataka=rzirak.html

مننه
میوند پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more