د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دپښتو له خزانو نه

مازدیګر
20.05.2007

سلامونه

دپښتو لمن له جواهرو ښه ډکه ده
اړتیادی ته ده چه له دی نه مستفید شو او هم زیار وباسو
هغه خوېندې وروڼه چه پښتو کتاب ته درسيدو امکان نلری
يا يي کم لری هم دخپلي خوږی مورنی ژبي
له خوږو برخمن شی
يوه سلسله شروع کوو چه هر څوک به پکی دمختلفو شاعرانو
هغه اشعار چه زيات يي خوښ وی رانقل کوی
تر څو نور هم ځنی خوند واخلی ...
بايد په پام کی ولرو چه دشاعرد نوم اوکتاب حواله که ياد مو وي
خامخا وليکو ...ضروری نه ده چه پوره پوره غزل رانقل کو فقط يو
شعر هم کافي دي ....له ټولو نه دګډون په هیله درحمت شاه سايل په خواږه
شعر چه زه يي اکثر زمزمه کوم بسم الله کوو.....

ياره ستمګره دومره زړه راباندی مه سوزه
لا مي زړه زلمي ده دومره زر دزړيدو نه ده
ستا او دګل مينځ کی لا سائله ډيری دښتی دی
تالاقدم ايښی دازغو نه په لمبو نه ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more