نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
يادونه
hewad
17.05.2007
ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
زما يوۀ ملګري د ټول افغان او ديو شمېر نورو وېبپاڼو څخه سر ټکاوۀ او ويل يې چې
دوی پښتو او پښتنو ته د چوپړ نارې وهي او کله چې څوک ورته خپلې ليکنې او يانور مواد د خپرېدو لپاره ورولېږي ،بيا يې نۀ خپروي چې ځينې ليکنې يې راته يادې هم کړې٠
دۀ وويل چې د ټول افغان لنډۍ دۀ ورلېږلي چې خپرې شوې٠ د خلکو سندرې تر سرليک لاندې ځينې سندرې (د اتڼ نارې ،د کاکړو نارې، شين خالۍ )،پښتو متلونه ،د پښتو ليکدود پۀ اړه څو خبرې اما دا ليکنې يې خپرې نۀ شوې او د نۀ خپرېدو علت يې هم ورته نۀ دئ معلوم ٠
پوښتنه دا ده چې د وېبپاڼو چلوونکي ولې داسې چلند کوي ؟ کۀ دوی رښتيا هم دا ليکنې چې نۀ سپکې سپورې پۀ کې شته او نۀ هم سياسي بڼه لري نۀ وي خپرې کړې
دا خو يې ښۀ کار نۀ دئ کړی ٠ بل دا چې متلونه خو زموږ د ادب غوښنه برخه جوړوي او د ټول افغان پۀ وېبپاڼه کې خو دمتلونه برخه هېڅ نشته٠
تاسو هېوادوال پرڅۀ اند ياست ،د وېبپاڼو چلوونکي بايد د ځينو ليکنې خپرې او دځينو خپرې نۀ کړي ؟ دا ډول چلند بۀ د ځينو قلمي همکارانو د زړۀ سوړوالي سبب ونۀ ګرځي؟
هيله ده چې خپل نظر وړاندې کړئ او د وېبپاڼو لۀ چلوونکو څخه هم هيله کېږي چې خپل دريځ روښانه موږ ته وليکي٠
پۀ درنښت