د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ددیالکتیک د وهمونو لړۍ.

و.افغان
17.05.2007

ددیالکتیک د وهمونو لړۍ.

ټولو محترمو ورونو ته د زړه له کومي سلامونه وړاندی کوم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
له هر څه مخکی له محترم ورور سلام او محترم ځواکمن صاحب څخه بخښنه غواړم، چی د دیالکتیک دعنوان لپاره می دغه نوۍ عنوان غوره کړ، ځکه چی ځما موخه دا ده چی دیالکتیک په پراخه پیمانه وڅیړل شي.
دسلام ورور موضوع تقریبا د دیالکتیکي قوانینو وړه جزئیه ده، همدارنګه د ځواکمن د موضوع عنوان یو څه نیمګړی بريښي، نو باید موضوع پداسی ډول سره وڅیړل شي، چی هغه ورونه چی ددیالکتیک څخه کوم تصور نلري، ددی لیکنو تر لوستو وروسته باید دیالکتیک تصور وکړي، او قوانین یی خپلو دماغو کی وسنجوي، او بیا حق ته غاړه کیږدي.
نو اول وایم:
الحمد الله والصلاة والسلام علی رسول الله ، وعلی آله وصحبه ومن والاه.
محترمو ورونو!!
ما له شروع څخه د دیالکتیک په اړه کومه فیصله نه لرله، او نه می داسی ویلی دي چی ځما مخی ته دغه ټول دیالکتیکی قانونونه یواځي وهمونه او خیالونه دي، چی د حقیقت څخه هیڅ برخمن نه دي، بلکه ځما د نظر اساس چی زه پری دغه لیکنه کوم، هغه دا خبره ده، چی زه او زما نور ورونه د یوی داسی علمي فلسفي دعوی په وړاندی ولاړ یو، چی موخه یی ددی نړۍ د تعریفولو یا پیژندلو لپاره یو قیصه کيښودل دي، چه دانسان تاریخ هم په کښی داخل دی، نو پوښتنه داده، چی دا دعوی تر کومه ځایه د حقیقت تر پولی رسیدلی؟؟ او تر کومه ځایه د حقیقت څخه لری پاته شوي ده،
همدارنګه فکر کوم، چی زه او باید ځما نور محترم ورونه ددغی فلسفی دپړقیدونکو، غوړو، او ډک الفاظو شعارونو باندی ونه غولیږي، او نه داسی وکړي چی له تصوره پرته پری یو ظالم حکم صادر کړي، ځکه حکم پر یو شی دهغی څیز دتصور یوه فرعه ده، دا یوه منطقی اصطلاح ده، چی وایي، الحکم بالشي ء فرع عن تصوره،
نو ددی لپاره پر مونږ ټولو لازمه ده، چی لاسونه را بډ وهو، او په پوره موضوعیت، له تعصبه لری فضاء کی دغه افکار او قوانین وڅیړو.
خو هغه خلک چی له حق څخه مخ اړوي، او له دلیله پرته د ځینو افکارو ښکار کیږي، اګر که دغه افکار د عقل له پاچاهۍ څخه ډیر لیري منځ ته راغلی وي، نو دغه خلک دوه ډوله دي:
لومړۍ ډول: هغه خلک چی موخه له ځینو افکارو او نظریاتو څخه یواځي او یواځي دا و ي، چی خپلو منفعتونو او دنیایی ارمانونو ته ورسیږي، او دغه خلک ډیر زیات دي، او بیلګی یی هم ډیري دي په خاص ډول په افغانستان کی، ټول لوستونکي يي پیژني، نو دبیلګو یادولو ته یی ضروت نه په سترګو کیږي.
دوهم ډول: دا هغه ځوانان دي ، چی د شهواني دافع یا غریزي له مخی، له دغسی همفکرو سره یو ځاي کیږي، او دغه هدف هغه وخت د فکري وړونکی ته په لاس ورځي، چی دغه ځوانانو کی شهواني اورونه بل کړي، او دهغوي د عقل او ذهن پاکي، او فکر په پوره ډول له مینځه یوسي.

محترمو ورونو: کوم چی اوله ډله ده، نو زما دغه لیکنه هغوي ته متوجه نه ده، ځکه چی ځما یوه خبره هم هغوي ګټه نه رسوي، سبب یی دادی، چی ددغه رنګ خلکو لومړۍ او اخر هدف پیسه وي، شهوت، چوکۍ وي، او داسی نور.
او کوم چی دوهم ډول خلک دي، چی ځوانان یی اکثریت تشکیلوي، نو له هغوي څخه ځما دا خواست دی، چی دوي باید دحقیقت پلټنه په خپلو عقلونو پیل کړي، حقیقت ته دی ځان ورسوي، برابره ده، که دغو حقیقتونو ته خپلی غړیګانی ټیټوي او که نه؟؟ ډیره کله په انسان خپل شهوت او یا غریزه غالبه شي، ډیر څه بد کارونه تری وشي، خو دۍ خپله ددغو کارونو په روغوالي ایمان نلري، نو پکار ده چی دده دغه مؤقته مجبوري دۍ دیته ونه هڅوي چی د خپل ذهن ثابت حقیقت ته بدلون ورکړي.
دغسی ځوانانو ته پکار ده، چی خپل عقلی او فکری ازادي له مینځه یونه سي، اګر که په ځينو حالاتو کی دوي ددی وسعه پیدا نکړي، چی خپل ورځني کارونه او کړني دخپلو عقلي او فکري ایدیالوژۍ سره یو شانته برابر کړي.
موخه می داده، که ځوان خپل فکری، او عقلي ازادي، دشهواني او غریزوي سببونو په وړاندی خوندي وساتي، نو دغه کار که ده ته دغه وخت ګټور تمام نه شي، نو دۍ په آینده کی تری ډیره ګټه پورته کړي.


جواب

و.افغان
17.05.2007

[size=24:729d3dce25]ددیالکتیکي د وهمونو لړۍ،[/size:729d3dce25]
[color=white:729d3dce25]دلیکنی لومړۍ برخه: ددیالکتیک تعریف، او دیالکتیک پرمختیا دهرقلیط له زمانی څخه د مارکس او انجلز تر زمانی پوری: [/color:729d3dce25]
1- د دیالکتیک د کلمی پیدايښت او لومړۍ فیلسوف یی:
محترمو ورونو: دیالکتیک یوه یوناني کلمه ده، امکان لري چی دکلمی اصل دیالوګ وي، یعنی خبری کول، بحث کول، جدل کول، ...
او دغه کلمه په ړومبي ځل له میلاده مخکی دلومړۍ زریزي په منځنیو پیړیو کی دیوی علمی اصطلاح په شکل استعمال شوي دی.
اغریقي فلسفی به په دغی طریقی سره د نړۍ او طبیعت دډیرو تصورونو تعبیر کاوه.
هیرقلیط اغریقي فیلسوف ( 6قرن مخکی له میلاده) له هغو خلکو څخه وو، چی ددی اصطلاح په منځ راوستلو کی یی پوره رول لوبولۍ، او دغه کلمه یی له یوی مهمی معنی سره وتړله،کومه چی دغه فیلسوف په طبیعت کی لیدلی وه، او هغه داسی چی : (هر څه تغییر خوري، هر څه حرکت کوي، له یوه حالت څخه بل حالت ته تطور او پرمختیا کوي، نو دغه ټول څیزونه پخپل ذات کی په یوه مستمر حرکت ، تطور او تغییر کی روان دي،))
هیرقلیط او دهغه ملګرو په هغه چا رد کاوه چی ویل به یی: ټول هغه څیزونه چی ځمونږ تر سترګو کیږي، کوم چه ذاتي جامد دي، نو دغه حرکت نه کوي، تغییر او بدلون پکښي نه راځي، او دغه رنګ خلکو باندی بیا وروسته د میتافیزیایانو نوم کیښودل شو، همدارنګه دغه رنګ تحلیل وروسته بیا په میتافیزیائيت باندی ونومول شو.
مګر دغه پخوانۍ او زړه اصطلاح ددیالکتیک یواځي د یوه تنګ مادي مفهوم ښودنه کوله، چی ځيني خاص تحلیلات یی لرل، او ددغه ټولو تحلیلونو څخه یو ځانګړی فلسفه منځ ته راتله، چی خلاصه یی دمادی په شتون باندی اقرار وو، دا خبره لا منځ ته نه وه راغلی چی آیا دغه ماده د انسانی ذهن څخه آزادي او بیلتون لري، او که نه !! دغه خبره به وروسته لږه نوره هم واضحه شي.
دیالکتیک په دغه مخکینۍ معنی ددغو فیلسوفانو په تصوراتو کي یو عام مضمون و، او دغه مضمون میکانیکي حرکت لره هم شامل وو، او دا هغه حرکت چی په بهرني سببونو او ځواکونو منځ ته راځي، او همدارنګه دیناميکي حرکت لره شامل وو، کوم چی دیوه څیز ذاتی قوت ته ویل کیږي.
په دغه اصطلاح کی هرقلیط ډير نور شریکان هم لرل.، لکه زینون (5 ق.م) ، افلاطون (۵ او ۴ ق. م) چی دغه اخرني د فکر او کتنی لپاره په دیالکتیک باندی د یوي بهتريني لاری په توګه اعتماد وکړ.
مګر دیالکتیک د هیرقلیط په تصور کی ځينی نورو فکرونو ، او تصوراتو ته هم شامل وو، چی ددغو نظریو څخه یی یوه نظریه:
دنوي څیزونو او جزئیاتو ځیږیدنه، چی دغه ځيږیدنه په دغه څیزونو کی دذاتي سببونو یا دوافعو په وجه منځ ته راځي، چی بیا دغه څيزونه دخپل اصل ځاي نیسي، او دیوه کل لاندی مندرج کیږي، هیرقلیط به یوه مثال ډیر وړاندی کوو، هغه دا چی ویل به یی: ((مونږ دیو سیند په اوبه باندی دوه ځل غسل نه کوو، بلکه نوی نوی اوبه هر وخت ځمونږ په چاپیریال کی روانی وي)).
د هیرقلیط دغه نظریه دعلماوو او فیلسوفانو په مینځ کي ډیره خوره شوه، او ډیرو خلکو ورته غاړي کیښودي، او ويي منله، لکن د وخت په تیریدو سره یی دغه نظریه لږه نور هم تهذیب کړه، چی دنوی طبیعي ښکاره څیزونو سره سمون وخوري، نو دغو علماوو وویل: ((هر هغه څه چی په دی نړۍ کی دي، هغه دوه څیزونو ته ویشل کیږي، څنګه چی تیږه، لرګۍ، او معدن د مثال په ډول ماده ده، او حرکت ، برق، او تودوخه قوت یا ځواک دی، او ماده او ځواک دواړه مختلف دی، خو عین وخت کی دغه دوه څیزونه دواړه یو بل سره متلازم دي، نو هر څیز حرکت کوي، تغیر خوري، دغه خبره دټولو څیزونو تر منځ یو مشترک قاسم دی، مګر دغه حرکت څنګه منځ ته راځي، آیا دغه حرکت دمادي په ذاتي قوت چی په ماده کی پټ دی ، منځ ته راځي، ؟؟، او که یا دغه حرکت د یوه بهرني ځواک په سبب منځ ته راځي چی هغه هم دغی مادی سره متلازم او همیشپيوست وي.

محترمو ورونو: مهمه خبره داده، چی ددیالکتیک مفهوم یا اصطلاح دډيری مودی څخه راپدی خوا ددی لپاره استعمالیده، چی یا خو دغه نظر د جدلي مباحثی لپاره یو ښه لار ده، لکه څنګه چی د افلاطون نظر وو، او یا خو دغه اصطلاح په دی تاکید وو، چی په ماده کی یو ذاتي داسی قوت دی چی ددغی مادی ډیری وړی ذری په حرکت راولي، هغه جزء چی هیرقلیط ورته جزء لا یتجزا وايي، یعنی هغه جزء چی نور نه ویشل کیږي.

مراجع: المواقف العضد الایجی (2/151)، شرح مطالع الانوار للاصفهانی صفحه ۱۲۲، ۱۲۳.

لړۍ دوام لري،
را روانه برخه: دیالکتیک دهیجل په فلسفه کي.


جواب

و.افغان
17.05.2007

[size=24:fe214e12ed][color=white:fe214e12ed]دیالکتیک دهیګل په نظر کی.[/color:fe214e12ed][/size:fe214e12ed]کله چی آلمانۍ مشهور فیلسوف جورج هیګل ( ۱۷۷۰ -۱۸۳۱) کی نړۍ ته ستر ګی پرانیستلی، نو ددیالکتیک کلمی کی یی نوی تازه وینه په جریان کړه، او ډیر کوښښونه یی وکړل، چی دیالکتیک نور هم ښه واضح کړي، او پوره دفاع یی تری وکړه، او ددیالکتیک څخه په استفاده او تحلیل يي ډير علمي ، طبیعي ، انساني علوم، او دطبیعت تر شا علوم يي راغونډ کړل.
مخکی له دی چی زه تاسی ته د هیګل د فلسفی مفهوم او الفاظ وړاندی کړم، مناسبه ده: چی تاسی محترمینو مخی ته هغه محور او خلاصه کیږدم، په کوم چی دهیګل فلسفه راڅرخيږي.
هیګل وايي: په بهرنۍ ساحه (یعنی له ذهنه بهر وجود) کی د یو څیز شتون، هر څیز چی وي د یوه فکر ابداع ده، دفکر ثمره ده، او دفکر په واسطه منځ ته راځي، د مثال په ډول: د یوي ونې اصلی وجود دهغی په ځیړي کی پټ وي، د یوه ساختمان اصلی شتون په هغه نقشه کښي وي چی دغه ساختمان یی یو وار مخکی رسم کړی وی، همدارنګه اصلي شتون د هرڅیز چی مونږ یي په خپل چاپیریال کی وینو، ددغو څیزونو په ځیلیو کی پټ دی، کومی چی له هر څه وړاندی د فکر په ساحه کی دمثال او تصور په څیر په فکر کی روښانه شوي دي.
د هیګل تعبیر له فکره څخه جزئي فکر نه دی، چی زمونږ او ستاسی فکر لره شامل شي، بلکه دهغه مقصود له فکر څخه دفکر کلی معنی ده، نو دغه حالت کی دغه فکر الهي تدبیر ته هم شامیلداي شي، چی دفکر نور جزئي مختلف عناصر له دغه فکر څخه تفرعه پیدا کوي.
نو د هیګل مقصد د فکر کلی څخه چی کله کله ورته وجود مطلق هم وايي، هغه معنی ده، چی پخوانیو فیلسوفانو به ورته عقل اکبر وایه، یعني لوي عقل.
محترمو ورونو: نو فکر کلي، د پيداشوو مخلوقاتو یا عناصرو د پیدائښت په اوله مرحله کی یوه روښنايي او تجلي ده، بیا په دوهمه مرحله کی دغه مخلوقات په بهرني وجود کي ځانته یو جسد غوره چی دخپل اصل (لومړۍ مرحله: تجلي ) سره مطابق وي، او دغه موجوده څیزونه په اولنۍ فکري مرحله کي یو له بله سره تړلی وي، یو له بل سره پیوست وي، په خپل منځ کی تناقض او ضدیت نه وي، خو کله چی دوهمی مرحلی ته واوړي، یعني بهرنۍ ساحی ته بروز وکړي، نو د تناقض ، او تضاد پردی دډیرو په مینځ کی را ښکاره شي.
دغه موجودات چی دوهمی مرحلی (خارجي وجود) ته هم واوړي، نو دفکر علاقه ورسره نه قطع کیږي، بلکه فکر یی رانیسي، او یو داسی تطویري پروګرام کي روانوي چی نهایت نه لري، ځانته يي راونیسي او ښه والۍ، او پرمختګ وربخښي، او بیا یی بیرته بهر ته راوباسي، بیا پری وخت نه وي تیر چی دغه څیزونه بیا را ونیسي، چی څه نور تقدم او تطور ور وبخښي، او بیا بهرني وجود ته په یوه کامل صورت کی راوکاږي، او دا رنګی دغه سلسله روانه وي،
موخه داده: چی دغه فکر په دغه خارجي عناصرو او موجوداتو سلطه لري، هغه له دی لپاره چی له یوه حالت څخه یي لا ښه حالت ته بدل کړي.
نو که دلته تاسی لوستونکی فکر وکړۍ، هیګل کوښښ کوي، چی مونږ ته دیالکتیک دفکر او دخارجي موجوداتو په مینځ کی دپیوستون یوه یواځينۍ لاره وړاندی کړي، او په دغی قیر لاری باندی د فکر ، خارجی عناصرو، او دروح دنړۍ ورکړه درکړه روانه وي،

دهیګل د فلسفی په اړوند خبری دوام لري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more