نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د مارکس او لېنین د تیوریکي سیستم نیمګړتیاوې څشی وې ؟؟؟؟
17.05.2007
درنو ګډونوالو ، تاسو د مارکس او لېنين په نظرياتو کې کومې نيمګړتياوې وينئ ، که يې په ګوته کړئ او نظر مو له دلايلو سره وړاندې کړئ مهرباني به مو وي ! د ساري په توګه به یې زه هم یوه ، خو ډیره بنسټیزه نیمګړتیا په ګوته کړم :
[color=red:cfede39164] ۱ ـــ [/color:cfede39164]مارکس په خپل بنسټیز فلسفي تیزس کې ویل : هستي ( Sein) د شعور (Bewußtsein) او ټولنیزه هستي د ټولنبز شعورټاکونکې ده ، یعنې له ټاکلې ټولنیزې هستۍ څخه اړونده ټولنیز شعور رامنځته کیږي ، نۀ برعکس!، له دې کبله یې د سوسیالیزم یا سوسیالستي انقلاب په اړه هر تیوریکي نظر شپېکولیشن او خیالبوڼ بالۀ، خو لینین برعکس د امپریالیزم په تیوري کې سوسیالستي شعور لومړی باله او بیا دهغه پر بنسټ یې سوسیالستي ټولنه د نوې ټولنیزې هستۍ په توګه رامنځته کوله ، چې د ولونتاریزم اودغه ولګاریزم نتیجې یې دادی ټول وینو! آیا همداسې ده ؟
جواب
و.افغان
18.05.2007
[quote:ad9713a1bb="کوشان"]
نو يو سوسياليستي دولت خو عيناً لکه يو ، يو ګوندي اسلامي دولت ،
دی چې غواړي ټوله نړۍ يو شان وي . نو زما په اند خو دغه شی د انسان
په فطرت کې نشته .
په درناوۍ[/quote:ad9713a1bb]
دغه پورتنۍ خبری دی ټولی صحیح دي، خو دغه آخرنۍ خبره کی دی خپل عادت بیا تکرار کړ، زه نه پوهیږم، چی ولی ته څه عقده لری، او که ستا په منهج ولاړ شو، نو ته هم لیننیست یی ، هغه داسی چی تاسی خپله له لیننه نقل کړي وو، چی هغه وایي: اسلام سوسیالست دی، او سوسیالست اسلام.
ستا دهدایت په هیله، خو آخر کی بیا درته وایم، چی تاسی مهربانی وکړی، هغه ایډیالوژي مونږ ته وړاندی کړۍ، په کومی چی تاسی ایمان لرۍ، او کومی ته چه تاسی مثالي یا نموذجي وایۍ، منندوي به دی یم.
salam
23.05.2007
[quote:0d97122242="کوشان"]
نو يو سوسياليستي دولت خو عيناً لکه يو ، يو ګوندي اسلامي دولت ،
دی چې غواړي ټوله نړۍ يو شان وي . نو زما په اند خو دغه شی د انسان
په فطرت کې نشته .
په درناوۍ[/quote:0d97122242]
کوشان صیب که لګ فطرت راته تشریح کړئ نو مننه به مو وی.
24.05.2007
[color=red:e96a11acbf]۲ــ[/color:e96a11acbf]
د لینین تیورۍ د ایمپریالیزم او سوسالېستی انقلاب په اړه ولګېر ، بیځایه او آن دتاریخی متریالیزم له مخې هم غلطې وې .
امپریالیزم یې له یوې خوا د سوسیالسی انقلاب درشل باله اوله بلې خوا یې سوسیالستی انقلاب د امپریالیزم د یوې ضعیفې کړۍ لکه تزای روسیې پورې تاړه ، دغه دواړه ادعاوې یې غلطې راووتې او په سوسیالسی انقلاب سره یې چې څه ترسره کړل په نتیجه کې هغه یواځې او یواځې د برژوازیکی انقلاب دندې وې او بس ! ایا همداسې ده ؟
Mohammad Hassan
24.05.2007
سهار مو په خير ځواکمن صيب!
داسې راته ښکاری چې تاسې ډير ناوخته له خوبه راپاڅیدلی ياست!
لکه چې تاسې داسې فکر هم کوئ چې د ټول افغان د بحث د فورم
ټول ګډون کوونکی همدا اوس له خوبه را پاڅيدلی وی؟
که داسې نه وی، نو ستاسې له خوا بحث ته وړاندې شوې موضوع او په تيره بيا
ستاسې له خوا وړاندې شوئ نظرلږ تر لږه د شلو او يا پنځلس کالو وړاندې د
بحث موضوع وه او په هغېوخت کښې ډيرو ورباندې علمی او اکاديميکې رتبې
او نور امتيازات اخيستلای شوای!
نور دې ډول موضوعاتو خپل مبرميت او اهميت ډير پخوا له لاسه ورکړی دی.
د اکتوبر «د ستر سوسياليستی انقلاب» او د هغه د لارښود ولاديمير ايليچ لنين د
تيوری په هکله تحقيقات نور د علومو د اکادميو له تحقيقاتی پروګرامونو څخه
وتلی او فکر نه کوم چې څوک دې د پخوا په څير ورباندې علمی رتبې او پيسې
لاس ته راوړای شی!!! اوکه څنګه؟
رښتيا هم ځينې کسان به يې صرف د عادت په ډول او يا د خپل لياقت د ښکارولو
او يا هم د پخوانيو حسابونو د تصفيه کولو په خاطر بحث ته وړاندې کوی، خو په
اصل کښې ټولو ته بې ګټې ده.
تاسې ته د نوې او د افغانانو او نړۍ له پاره د تازه او د تاسې له پاره هم د ګټورې
موضوع په مطرح کولو کښې د لوی خدای ج له درباره توان او توفيق غواړم!
صافی
24.05.2007
[quote:e890457812]نور دې ډول موضوعاتو خپل مبرميت او اهميت ډير پخوا له لاسه ورکړی دی.
د اکتوبر «د ستر سوسياليستی انقلاب» او د هغه د لارښود ولاديمير ايليچ لنين د
تيوری په هکله تحقيقات نور د علومو د اکادميو له تحقيقاتی پروګرامونو څخه
وتلی او فکر نه کوم چې څوک دې د پخوا په څير ورباندې علمی رتبې او پيسې
لاس ته راوړای شی!!! اوکه څنګه؟
رښتيا هم ځينې کسان به يې صرف د عادت په ډول او يا د خپل لياقت د ښکارولو
او يا هم د پخوانيو حسابونو د تصفيه کولو په خاطر بحث ته وړاندې کوی، خو په
اصل کښې ټولو ته بې ګټې ده[/quote:e890457812]
درنودوستانوته دسلامونو اونیکوهیلو دوړاندی کولو څخه روسته:
دروند ورور ښاغلی محمد حسن صاحب!
ستاسو خبرې په ځای دي چې دملعون لینن تیوری خپل اهمیت دلاسه ورکړﺉ دﺉ،اوداهم ریشتیاده چې ډیرو و متملقواوماشینې څیړونکو اولیکوالو په هغه وخت کې پرې ډیرې مزیفه علمی رتبې واخیستلی . ولې دلنن تیورﺉ ته یې په عملی ډګر کې یوه ولیشت علمې ګټه ونشوه رسولای او نه یې په سلمی تطبیقی ساحه کې څه ترلاسه کړل .هر څومره چې ددغو تش په نوم محققینو داپوده اوسپنه صیقل کړه ، نتیجه یې ورنکړه،او پرته دوچې دکتاتورۍاو وچ زور،او دعامو وګړو دمغزی شستو شو څخه ددغې تیورﺉ خوش به رضا منل په خلکو محال
او سرچپه ثابت کړل . ایا همداسې نده؟
هو: دوخت دچاپړوسو محققینو چې څمره بوټباکی او مداریتوب زیات وو همغومره یې القاب پرې وږده اوپیړ ترلاسه کړل.
دلینن اوستالین د تیوریو په منځ کې ډکی وهل به نورو ته پریږدم چې حوصله یې لري.او فقط دومره یادونه کوم چې دمادی فلسفې معتقدینوته دژونده روسته غایه اصلآ مطرح کیدای نشی، خوا دا غایه دې دنیوی وي اوکه اخروي.نوځکه دانسانونو په ژوند لوبی کول ددغې مادی فلسفې په رڼا کې دشخصی ګټې پرته بل څه نه ګڼل کيږي.اوکله چې په ټولنه کې فردی اوشخصی منفعت رامنځته شی عام منفعت فاسد دﺉ.او انسانی ټولنه په ځنګل بدلیږی،چې په کې دهر حیوان فزیکی قوت زیات وي هغه حاکم وي.
24.05.2007
[quote:ba5ac72baf]سهار مو په خير ځواکمن صيب! [/quote:ba5ac72baf]
ژوندی او سې !
تاسو لیکلی :
[quote:ba5ac72baf]که داسې نه وی، نو ستاسې له خوا بحث ته وړاندې شوې موضوع او په تيره بيا ستاسې له خوا وړاندې شوئ نظرلږ تر لږه د شلو او يا پنځلس کالو وړاندې د
بحث موضوع وه او په هغې وخت کښې ډيرو ورباندې علمی او اکاديميکې رتبې
او نور امتيازات اخيستلای شوای! [/quote:ba5ac72baf]
حسن خانه وروره دغه وخت خو د نجیب الله واکمنی په ګوته کوی، نړ لاندې پوښتنې راولاړېږي :
۱ : ایا د لننیزم د [color=red:ba5ac72baf]مردودیت [/color:ba5ac72baf]په اړه پر څیړنو باندې اکادمیکې رتبې او نور امتیازات ترلاسه شوي؟
ستاسې له لاندیني اقتباس څخه خو داسې بریښي چې ګواکې مردودیت نه بلکې پر دفاع یې [color=white:ba5ac72baf]« اکادمیکې رتبې او نور امتیازات اخیستل » شوي وي، که څنګه؟[/color:ba5ac72baf]
تاسو لیکلي:
[quote:ba5ac72baf]نور دې ډول موضوعاتو خپل مبرميت او اهميت ډير پخوا له لاسه ورکړی دی.
د اکتوبر «د ستر سوسياليستی انقلاب» او د هغه د لارښود ولاديمير ايليچ لنين د
تيوری په هکله تحقيقات نور د علومو د اکادميو له تحقيقاتی پروګرامونو څخه
وتلی او [color=red:ba5ac72baf]فکر نه کوم چې څوک دې د پخوا په څير ورباندې علمی رتبې او پيسې
لاس ته راوړای شی!!! اوکه څنګه؟ [/color:ba5ac72baf][/quote:ba5ac72baf]
۲: که داسې وی، ایا د مارکس ځینې څیړنې او تیوریکی نتیجه ګیرۍ هم مردودې ثابتې شوی ، که هو، ښه به نه وی چې مثالونه یې وړاندې کړی ؟
۳: چې داسې وه ، نو په اروپاکې میشت کارملی پرچمیان ولې اوس هم د علمی
ایدیالوژۍ په نامه د مارکسیزم لېنیزم پر دفاع بوخت دی او د څه له پاره د روسیې د کمونېست ګوند لکۍ اوس هم بویوی ؟
۴: ایا خلقیانو هم لینین یا مارکس مردود بللی که د لېنېنيزم مردودیت صرف غیرګوندي پوهانو ثٍابت کړی خو ګوندیانو لا نه دی منلی؟
د خلق یا وطن به نامه ګوند په رسمي توګه لږ تر لږه د مارکسیزم لېنینیزم د بطلان او مردودیت په اړه کوم اعلام قدرې هم کړی دی ؟
۵ـ خلقیانو او نورو ګوندیانو ولې له ولس څخه د خپلې تیروتنې او اړوندو جنایتونو، چې د نوموړې باطلې ایدیالوژۍ په پلمه یې تر سره کړي تر اوسه پورې بښنه نه ده غوښتې ؟ او ډیریې څنګه لا اوس هم د خلقی او پرچمې په نوم یو ډول ویاړ ي؟
٦ : آیا دوی اوس هم له همدې کبله په تمه نه دي چې یو ځل بیا پر زاړه نوم ا ویاړ سره قدرت ته ورسیږی ؟
salam
25.05.2007
زما په خیال که ملګری سوشلزم سټډی کړی او بیا پری بحث وکړی نو ډیره به ښه وی
په ځائ ددی چی په تیارهَ کی نښه ولی .دنن صبا بین لاقوامی سیاست بیا سوشلزم ته رجوع کړی ده چی تازه مثال ئ وینزویلا او دلاطینی امریکی نور ملکونه دی مون،
که هر څه وایو خو دا حقیفت دئ چی دسرما یه داری نظام الټر نټ نن هم سوشلزم دئ
ځکه چی په بل هر نظام کی سرمایه دارئ ته صرف نوم نوی ورکول کیږی دنظام بنسټ
په استحصال وی.
26.05.2007
سلامونه او نېکې هیلې !
هلکه سلامه خبرې خو دې راته سوچه د محکوم پښتونستان له کومې څنډې څخه راغلی بریښي ، ځکه دا کلمات لکه :
[color=white:1d480e7342]سوشلزم سټډی کړئ ،[/color:1d480e7342]
، [color=yellow:1d480e7342]دنن صبا بین لاقوامی سیاست بیا سوشلزم ته رجوع کړی ده [/color:1d480e7342]
، [color=blue:1d480e7342]دسرما یه داری نظام الټر نټ نن هم سوشلزم دئ[/color:1d480e7342]
[color=red:1d480e7342]ځکه چی په بل هر نظام کی سرمایه دارئ ته صرف نوم نوی ورکول کیږی دنظام بنسټ په استحصال وی[/color:1d480e7342]
دغه ټولې جملې په پیښورۍ لهجه قطارشوی دی ، نو که زما اټکل سم وی، لږ شان خو ځان مونږ ته د دروند میلمه په توګه معرفی هم کړه! نوهله به مو د استحصال او سوشلزم په اړه هم سره سم وغږیږو !
Mohammad Hassan
27.05.2007
ټولو ملګروته ګېډۍ، ګېډۍ سلامونه!
ځواکمن صيب د خدای راته تل روغ او ژوندئ لری. زما د بحث اصلی موخه هم له
همده سره د يوڅو خبرو کول دی او خدای د وکړی چې دواړه يو د بل په خبرو د
پخوا په څير سم پوه شو. نوموړی په بحث کښې دااسې ليکلی:
[quote:f4079494c2]ستاسې له لاندیني اقتباس څخه خو داسې بریښي چې ګواکې مردودیت نه بلکې پر دفاع یې « اکادمیکې رتبې او نور امتیازات اخیستل » شوي وي، که څنګه؟ [/quote:f4079494c2]
دې پوښتنې ته هغه کسان ښه، په دليل جوړ او سم ځواب ورکولئ شی چې پخپله د هغه
وخت د علومو په اکادميو کښې ئې کار کړی وی. که د يوه له ياده وتلی وی، نو د
کوم بل به يې حتما په ياد وی چې دوی دا خپل ترفيعات او رتبې په کوم ډول
اخيستې؟ ؟؟؟؟؟؟؟؟
بيا مو مهربانی کړې ده او ليکلی مو دی:
[quote:f4079494c2]
۲: که داسې وی، ایا د مارکس ځینې څیړنې او تیوریکی نتیجه ګیرۍ هم مردودې
ثابتې شوی ، که هو، ښه به نه وی چې مثالونه یې وړاندې کړی ؟[/quote:f4079494c2]
زه خو په دې نظر يم چې د هيڅ عالم او ليکوال خبرې ټولې يا سل په سلو کې د
هر چا له پاره د منلو وړ نه شی کيدای او همدا راز دا هم امکان نه لری چې د کوم
عالم او يا ليکوال ټولې خبری او نظريې سل په سلو کښې رد کړو.
نو د مارکس ټولې خبرې او نظريې هم که سل په سلو کښې سمې وبولو، موږ به په
حق نه يو او که د لنين ټولې ليکنې او نظريې مردودې وبولو، هم به په حق نه يو. د
مارکس او بل هر عالم په ځينو نظريو کښې ډیر نور پوهان بل ډول نظر لری او
همدا راز د لنين په نظرياتو له بيخه د بطلان خط راکشول هم سم کار نه دی. یعنې
دا چې دا لنين چې ديرش يا څلويښت کتابه ليکلی، او په خپله زمانه او وروسته
بيا يې هم تر ډېرې مودې پورې ميليونونه خلک او سلګونه او زرګونه پوهان په
ځان پسې کش کړی دی، نو حتما به يوڅه ورپکښې وو او خوا مخواه ډيرې سمې
خبرې به هم ورپکې وی. زما په نظر په هره مشخصه موضوع کښې بايد د هر يوه
مشخص نظر د خپل او د عصر د نورو عالمانو له نظرونو سره پرتله کړو او هر يو د
ځان له پاره ورځنې لازمه نتيجه ترلاسه کړو. نه داچې په یوه مشخصه موضوع
کښې د يوه او يابل عالم نظر يا وړانديز غلط راته ښکاره شی، نو بيا هغه د
نوموړی په ټولو ليکنو عام کړو او ووايو چې نور نو د نوموړی عالم يا
سياستمدار ټولې نظريې او ليکنې مردودې او غلطې دی.
داسې هم سمه نه ده چې په يوه يا څو موضوعاتو کښې د يوه عالم نظر سم ووينو
او له هغې څخه داسې عامه نتيجه واخلو چې د هغه ټول نظريات په ټولو مسايلو
کښې بې عيبه دی.
دا ؤ زما نظر چې په عامه توګه مې تاسې ته وړاندې کړ. خو داچې زه د مارکس د
تيورۍ د صحت او يا غلطۍ مثالونه درته راوړم، اوس مې له واکه نه ده پوره، کله
چې که کوم وخت د کوم چا له خوا ونازول شوم او د علومو په اکادمۍ او يا په
کومه بله علمی مؤسسه يا انجو يا کليسا کښې راته په دې هکله د تحقيق شرايط
برابر شول، او ما هم ورسره ومنله، نو بيا خو به په دواړو سترګو خپله پوهه او
تجربه له تاسې سره شريکه کړم، ولې نه؟
دلته غواړم مخکې له مخکې څخه په زغرده اعلان کړم، چې که په هرځای کښې
راته داسې زما په زړه جوړ شرايط برابر شول، نو اخلاقا ځان مکلف بولم چې زه به
هيڅکله د هغو په ضد ناوړه پروپاګند نه کوم او د مدنی قوانينو او اخلاقی
رواجونو سره سم به د کار د ځای او کار فرما د تکتيکونو اسرار د
باندې نه باسم. !!!!!!!
بيا مو مهربانی کړې او په زړه پورې سوال ، خو په غلط آدرس طرحه کړی دی.
[quote:f4079494c2]: چې داسې وه ، نو په اروپاکې میشت کارملی پرچمیان ولې اوس هم د علمی ایدیالوژۍ په نامه د مارکسیزم لېنیزم پر دفاع بوخت دی او د څه له پاره د روسیې د کمونېست ګوند لکۍ اوس هم بویوی ؟ [/quote:f4079494c2]
زه فکر کوم چې تاسې کولای شی په زغرده دا سوال د کارملی پرچميانو په ويبپاڼو کښې طرحه کړی او د هغوی د پخوانی د علومو د اکادمۍ غړی به تاسې ته مناسب ځواب درکړی.
زه خو تر اوسه نه پوهّېدم چې د روسيې کمونست ګوند لکۍ لری. اوس چې تاسې
د علمی تحقيقاتو په نتيجه کښې دې پايلې ته رسيدلی ياست، زه به يې هم درسره
ومنم.
خو ما د مارکسيستی ـ لنینيستی ايديولوژۍ د مطرح کولو په اړه خپل نظر
تاسې ته مخکې په نيم او نيمګړی ډول داسې ښکاره کړی ؤ:
[quote:f4079494c2]رښتيا هم ځينې کسان به يې صرف د عادت په ډول او يا د خپل لياقت د
ښکارولواو يا هم د پخوانيو حسابونو د تصفيه کولو په خاطر بحث ته وړاندې
کوی، خو پهاصل کښې ټولو ته بې ګټې ده.
[/quote:f4079494c2]
دا هسې تش زما نظر دی، نور هرڅوک پخپل کار پخپله ښه پوهيږی!!!
هر څومره چې ستاسې ليکنه لوله، هغومره په زړه پورې سوالونه مخې ته راخي.
خو د هغو په هکله کوم بل وخت!!! که د خدای رضا وه!
ژوند او هوسایی درته غواړم.
27.05.2007
دروند ورو حسن خان ته سلامونه !
تاسی په پیل کې په مارکسیزم لېنینیزم باندې د بحث کولو په اړه دغسې حکم صادر کړی و چې ماته بلکل د پوښتنې وړ وبریښید.
[quote:6f7b254ce7]رښتيا هم ځينې کسان به يې صرف د عادت په ډول او يا د خپل لياقت د ښکارولواو يا هم د پخوانيو حسابونو د تصفيه کولو په خاطر بحث ته وړاندې کوی، خو په اصل کښې ټولو ته بې ګټې ده. [/quote:6f7b254ce7]
په تیره بیا وروستۍ برخه یې چې [color=white:6f7b254ce7]« اپه اصل کښې ټولو ته بې ګټې ده» [/color:6f7b254ce7]څومره بیطرفانه ، د څومره تحلیل او دقت نه وروسته شوې یا د کومو پوهانو د څیړنو نتیجه ده (؟) او که تاسوصرف خپل یوتش احساس په کې ښودلی دی .
ځکه یوه ایدیالوژي چې له دوه لسیزو زیات وخت د برچې په څوکه واکمنه او د افغان ولس د وینو سیلابونه یې بهولي وي، ا به څوک ومنی چې له اوږده هر اړخیزه او ژور تحلیل پرته یودم هیریدو ته وسپارل شي چې ګواکې نور اړونده رژیم نشته نو بحٍٍث او قضاوت هم پرې نه ګټه لري او نه ورته اړتیا شته ؟
خو نه، ظاهراً ستاسو ادعا دغسې هم نه وه او ادعا مو دا وه چې ګواکې دغسې اړین تحلیلونه ، تنقیدی لیکنې پرې شوی او مهمې برخې یې ګواکې مردودې ثابتې کړی نو له دې کبله نور پرې بحث کول هیڅ ګټه نه لری او که ځواکمن یا نورلوستونکی پرې بحث کوی، نو دوی به له تیرو تیورکی بحثونو هډو خبر نه وي ، په کومو کې چې د دغه ایدیالوژۍ مردودیت په کلي توګه ثابت شوی او اوس پرې دی بیا د خلکو وخت ضایع کوی .
خو او س مو وښودله چې داسې نه ده ، ځکه تاسو زما دې پوښتنې چې
[quote:6f7b254ce7]ستاسې له لاندیني اقتباس څخه خو داسې بریښي چې ګواکې مردودیت نه بلکې پر دفاع یې « اکادمیکې رتبې او نور امتیازات اخیستل » شوي وي، که څنګه؟ [/quote:6f7b254ce7]لیکئ چې :
[quote:6f7b254ce7]دې پوښتنې ته هغه کسان ښه، په دليل جوړ او سم ځواب ورکولئ شی چې پخپله د هغه وخت د علومو په اکادميو کښې ئې کار کړی وی. که د يوه له ياده وتلی وی، نو د کوم بل به يې حتما په ياد وی چې دوی دا خپل ترفيعات او رتبې په کوم ډول اخيستې؟ ؟؟؟؟؟؟؟؟ [/quote:6f7b254ce7]
ترومهځایه جې زه پخپله صرف درې میاشتې د علومو د اکادمۍ د کار شاهد وم، نوز ما هم هلته ددغې ایدیالوژۍ د بطلان په اړه د چا علمی لیکنې نه دی تر سترګوشوي .
نوپايله دا شوه چې دنوموړې ایدیالوژي مهمې برخې هم چا مردوددې نه دي ٍثٍابتې کړي : هو، که دغسې خبره مو کړې وي نو بیا سمه ده ، ځکه ، د نجیب ترپایه همدغه ګوند او همدغه ایدیالوژی مسلط ساتل کیدل، او تر هغه وروسته مجغدینو دځنګل قانون او بیا دطالبانو وحشت دوام درلود، نو څنګه او چا به په علمی څیړنو د دغې ایدیالوژۍ مردودیت ثابت کړی وای؟
وروره کله چې د اله تعالی په فضل «دموکراتیک»(!؟) آلمان ړنګیده نو د شرقی المان د سقوط سره سم د اړونده کمونست ( متحد سوسیالست )ګوند پاتې فورماسیونونو اعلام وکړ چې د مارکس سیاسی اقتصاد چې ددغې ایدیالوژۍ هسته جوړوی ، او هم د پرولتاریا دیکتاتوری مردود او زمونږ پر اند له اعتباره خالي دي . دوی د خپل تیر رژیم سیاسی مسولیت هم رسما ً پر غاړه واخیست .
دخلق دموکرایک ګوند لره خو دا کار ډیر زیات پکار و، خو بر عکس په افغانستان کې دغسې تحلیل او نتیجه ګیري د خلق دموکراتیک ګوند تر نن ورځې پورې نه ده اعلام کړې اومشرتابه یې دغومره شهامت نه لری چې دخپلو ناخوالو سیاسی مسولیت ته هم غاړه کیږدي . له دې هم سترګې نشي پټېدای چې دوی په دې برخې کې هم خپل اولس او تاریخ ته پوروړی پاتې دي او دغه پور نه هیریدونکی پاتې دی ! په درنښت
salam
30.05.2007
ځواکمن رشتیا چې ځواکمن ئ ما تر اوسه لا دی خبری ته خیال نۀ دے کړی
چې پیښورئ او قندهاری الفاظ څۀ معنی ؟ نۀ زۀ دالفاظو غلام یم خو ستاسی
دخبرونه ستاسی دزهنیت بهترینه عکاسی کیږی.
زۀ صرف او صرف انسان یم ددی نه بله زما دمعرفت هیڅ حواله نشته.
pattang
30.05.2007
سلا مه وروره خدای د سالم کړه!
د ځوا کمن صيب په مقصد نه يې پوه شوی ، دهغه مقصد تفرقه نده بلکې يووالی
ستا په خپله پښتو کې ډېر انګليسي لغاتونه استعمال کړي دي ٠
داخو ښه خبره ده چې ته انسان يې ،خو خدای پاک د پښتو او اسلاميت هم در کړي .
مين ورور د پتنګ
[quote:071915bb35="salam"]ځواکمن رشتیا چې ځواکمن ئ ما تر اوسه لا دی خبری ته خیال نۀ دے کړی
چې پیښورئ او قندهاری الفاظ څۀ معنی ؟ نۀ زۀ دالفاظو غلام یم خو ستاسی
دخبرونه ستاسی دزهنیت بهترینه عکاسی کیږی.
زۀ صرف او صرف انسان یم ددی نه بله زما دمعرفت هیڅ حواله نشته.[/quote:071915bb35]
monir
31.05.2007
د بحث ګډون کوونکو ګرانو دوستانو سلامونه
محترم ځواکمن صاحب په زړه پورې بحث مو پرانیستﺉ او ځینو دوستانو ښې علمی لیکنې کړي دي، خو باید هېر نشی چې د هر ډول مفکورې پلي کونکﺉ نیمګړﺉ انسان دﺉ . څرنګه چې مونږ پوهېږوو خیالی انسانان نشته . نو زما په نظر هره مفکوره باید چې د هغې د پلي کولو په چوکاټ کې وڅېړل شی. په اسلام کې هم همدا ستونزه موجوده ده !!
په درنښت
صافی
31.05.2007
درنو ورنو ته سلام :
ښاغلی خیشکی لیکي:
[color=blue:fba73e6ce0]د هر ډول مفکورې پلي کونکﺉ نیمګړﺉ انسان دﺉ . څرنګه چې مونږ پوهېږوو خیالی انسانان نشته . نو زما په نظر هره مفکوره باید چې د هغې د پلي کولو په چوکاټ کې وڅېړل شی. په اسلام کې هم همدا ستونزه موجوده ده !![/color:fba73e6ce0]
خیشکی صاحب! ډیر اعلی !! که چیرته مو لیکنه لږ نوره هم روښانه کړﺉ نوره به هم جالبه شي ، چې: ایا دغه نیمګړتیاوي دپورته یادوشوو مفکورو دماهیت او اصولو جز هم ګڼل کیدای شي؟ او که یواځې پلي کونکی یې نیمګړي دي ؟
01.06.2007
سلامه وروره سلام ومنه خو زما له پوښتنې څخه غلط پوه نشې او دغسې یې مه انګیره لکه :
[quote:41bac49de8="salam"]ځواکمن رشتیا چې ځواکمن ئ ما تر اوسه لا دی خبری ته خیال نۀ دے کړی [color=white:41bac49de8]چې پیښورئ او قندهاری الفاظ څۀ معنی ؟[/color:41bac49de8][/quote:41bac49de8]
یو خوداچې د قندهاري الفاظو یادونه چا نه ده کړې، که دا زیاتونه له بښنې سره بیرته درواخلې بده به نۀ وي .
دویم داچې لهجې هم ښایی د [color=white:41bac49de8]« شعوبا ً وقبائلَ » [/color:41bac49de8]په شان د
[color=blue:41bac49de8] « لتعارفوا»[/color:41bac49de8] موخه ولري او ما هم په ټول افغان کې صرف د محکوم پښتونستان د یوه ورور دګډون پیژند نښه ګڼلې او پوښتلې وه ، که پرهدف یې پوه شوي واست ، نوبیا دې پوښتنې ته مو بیخی ځای نه پاتې کیدۀ چې :[quote:41bac49de8]پیښورئ او... الفاظ څۀ معنی ؟[/quote:41bac49de8].
موخه دا وه : چې د لرې پښتونخوا استازی په ټول افغان کې نه لیدل کیږی، په تیره بیا د محکوم پښتونستان ، نو ددې نیمګړتیا د مخنیوی له پاره له هغه ځایه د لومړی یو تن لیکنه هم یو ښه زیری ګڼل کیدای شي. داچې ته [quote:41bac49de8]نۀ دالفاظو غلام یې [/quote:41bac49de8] او نۀ د هغه سیمې اوسېدونکی یې ، دا نو د کوم ویاړ خبره نه ، بلکې همدومره افتخار پرې کولی شې چې د پورتنې زیری دخرابولو سبب شوئ
اوبس ،نۀ داچې دچا[quote:41bac49de8] دزهنیت بهترینه عکاسی [/quote:41bac49de8]دې نصیب شوی وي ، خو بیا هم دومره ګټه دې په برخه شوه چې تر دې وروسته به ذهنیت پر (ز) و نه لیکئ!
داچې دومره وړه خبره دې دلهجو [color=yellow:41bac49de8]غلامۍ[/color:41bac49de8]او بیا آن قندهار ته ور سوله ، په لاندینئ ادعا دې هم سخـّت شکمن کړم چې ګواکې :
[quote:41bac49de8]زۀ صرف او صرف انسان یم ددی نه بله زما دمعرفت هیڅ حواله نشته.[/quote:41bac49de8]
monir
02.06.2007
د بحث ګډون کوونکو ګرانو دوستانو سلامونه
[quote:c948f4a69f] که چیرته مو لیکنه لږ نوره هم روښانه کړﺉ نوره به هم جالبه شي ، چې: ایا دغه نیمګړتیاوي دپورته یادوشوو مفکورو دماهیت او اصولو جز هم ګڼل کیدای شي؟ او که یواځې پلي کونکی یې نیمګړي دي ؟[/quote:c948f4a69f]
محترم صافی صاحب، ځواب دومره تفصیل ته هم اړتیا نلری، ځکه که د یوې مفکورې موخه دا وي، چې د عمل په ډګر پلې شی، نو باید چې د یوې پروژې په څېر ټول اړخونه یې وڅېړل شی، چې په څه ډول او د چا له خوا عملی کېږي. نو په دغه حالت کې د پلی کولوټول میکانیزم یې چې انسان ( نیمګړي انسان !) د هغې یوه برخه ده، هم د دغې مفکورې یوه برخه ده.
او که مونږ دغې مفکورې یواځې د تیوري له لحاظه وڅېړوو، نو په هغه حالت کې به یواځې یو [color=blue:c948f4a69f]خیال[/color:c948f4a69f] وي . نو مونږ پوهېږوو، چې خیالونه خو ډېر دي ! (تر ټولو ښه خیال ، خیال پلو دﺉ ! ټوکه !!!) .
په درنښت
02.06.2007
خیشکی صیب نیکمرغه اوسې ، تاسې سم ویلی چې
[quote:94f7774401]نو زما په نظر هره مفکوره باید چې د هغې د پلي کولو په چوکاټ کې وڅېړل شی[/quote:94f7774401]، ځکه د عمل په ډګر کې پلی کول هغه پرکتیک و چې تر ۶۰ کالو یې زیات وخت دکمویزم په پلی کولو کې ونیو او کمونیزم مفکوره یې دماتې سره مخامخ کړه. خو شته لا ځینې افغانی خیالبڼونکي کمونېستان چې اوس هم د کمونیزم د تیوری یامارکسیزم ـ لنېنیزم د صحت او سموالی ادعا کوي او دنیمګړتیاو پړه د شوروی دکمونېست ګوند پریو یابل فرکسیون یا دغه او هغه رهبر غورځوی او ددغې تیوری پر نیمګړتیا او بطلان سترګې پټوی!
د صافی صیب نیوکه هم همدغه خبره په ګوته کوی ، چې ایا کمونیسی تیوری نیمګړې وه که نه، که وه ، هغه نیمګړتیاوې ښودل او روښانه کول یې اړین دی !
صافی
02.06.2007
ګرانو دوستانو دمینې ډک سلامونه وړاندې کوم،په خاصه توګه استاد ځواکمن صاحب،اوخیشکی صاحب ته:
خیشکی صاحب تاسو لیکي:
((تر ټولو ښه خیال ، خیال پلو دﺉ . ))
خبره مو په ځای ده. خیال پلو دانسان ددفاعی مکانیزم ډیر مهم جز دﺉ ،په خاصه توګه په هغه حالت کې چې د واقعیت منل دتریخوالی اوج ته رسیدلی وي، نوپه هغه حالت کې خیال پلو په اوتماتیکه توګه دجنون څخه دعقل دژغورلو په علت رامنځته کیږی. مګر که دخیال پلو وهونکي له خوا خیال پلو په واقعیت ومنل شي ،بیا نوخبره یا علی آباد ته رسي، اویاهم دستالین،هتلر، اوافغانی کمونستانو اونورو وحشت ته !
[quote:ef1943707a]
د بحث ګډون کوونکو ګرانو دوستانو سلامونه
محترم صافی صاحب، ځواب دومره تفصیل ته هم اړتیا نلری، ځکه که د یوې مفکورې موخه دا وي، چې د عمل په ډګر پلې شی، نو باید چې د یوې پروژې په څېر ټول اړخونه یې وڅېړل شی، چې په څه ډول او د چا له خوا عملی کېږي. نو په دغه حالت کې د پلی کولوټول میکانیزم یې چې انسان ( نیمګړي انسان !) د هغې یوه برخه ده، هم د دغې مفکورې یوه برخه ده.
او که مونږ دغې مفکورې یواځې د تیوري له لحاظه وڅېړوو، نو په هغه حالت کې به یواځې یو خیال وي . نو مونږ پوهېږوو، چې خیالونه خو ډېر دي ! (تر ټولو ښه خیال ، خیال پلو دﺉ ! ټوکه !!!) .
[/quote:ef1943707a]