اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
پښتون سید جمال الدین الافغانی .
ashna
18.05.2007
[size=24:3570e8cedb]زمونږګران هېواد چې د ستر آریانه ټاټوبی او زانګو ده چې د نوموړو باچاهانو د بریاوو زیري شاهدي راکويچې ۱۹ پېړۍ په لومړیو او نیمائي کې د ښکېلاګرو په تېریو سره یې خپل تاریخي او لرغونی لوړوالی د لاسه ورکړی و
ښکېلاکګرو په خپل ټول قوت سره د اسیائي او افریقائي هېوادونو د ستوني مرۍ په لاس ټینګه نیولې وه
فرانسه په الجزائر کې روسیه په منځنۍ اسیا قفقاز هېوادونو کې او انګرېزانو په هیندوستان په لویه وچه او څه نا څه په افغانستان باندې حکومت کاوۀ
په ځانګړې توګه ختیځ چې د لوړ تمدن او ابدي زیرمو ګودام و د لویدیځي نړۍ لپاره خورا په زړۀ پورې غنیمت بلل کېدۀ
د وخت ظالمانو باچاهانو خپل د ژوند بریاوې او لرلید د خلکو په ډېره بېوسۍ کې خواره ښه لیدۀ
د تاریخ پدې تورتمي پېر کې چې د نړۍ پدې سیمه کې د آزادۍ لمر بیخي د ښکېلاکګرو هېوادونو له خوا په توره پرده پوښل شوی و پدې حساس او بد تاریخي پېر کې په ختیځ کې د تورې تیارې زړۀ وچاودېدۀ او د آزادۍ او د انسانیت ستوری وځلید چې د دې ستوري په رڼا کې د دې سیمې خلکو وشوکولای چې د خپل روښانه راتلونکي لپاره لار ومومي او د ا ستوری د افغانستان په ختیځ سیمې دکونړ په چغصری ([color=blue:3570e8cedb]اسعدآباد [/color:3570e8cedb]) کې د سید جمال الدین افغان (رح) د زېږدنې نېکمرغه اواز چې په ګاونډ او منطقې کې وځلېد د افغانستان او سیمې لپاره یې د ځان سره خورا ځلېدونکې رڼا یې راوړه چې پدې وخت کې زمونږ ګران هېواد د نورو ګاونډیو هېوادونو سره په یو ډول ټولنیزو ،ستمونو ، رنځونو، کړاونو، لوږې ،او د ډول ډول ظلمونو او ناخوالو ناتارونوپه توفانو نو کې رایسار و
افغان (رح) د دې پېچلې او تورتمي ټولنیز سیاسي چاپېریال ته سعادت او نېکمرغۍ د راتلولپاره پخپله نه ستړې کېدونکې هلو ځلو باندې پېل وکړ او هغه څه ته ډېر ځیر شو چې د نورو له نظره غورځېدلی و
افغان (رح) د خپل پلار نه زدکړه وکړه او ډېر ژر یې د دیني علومو پوړۍ یو په بل پسې لاندې کړې او د ډیر قوي حافظې او استعداد خاوند و نو د یو په بل پسې د علومو په پوړیو وروخوت چې په افغانستان کې دننه او بهر یې علوم زدګړل او ډیر ژر د دنیا د عالمانو ترڅنګ ودرېدۀ
افغانستا ن او سرحدي سیمه (قبائل) د ۱۹ پېړۍ د شروع څخه بیا تر د افغان (رح) دوخت پورې د علومو او د فنونو مرکز بلل کېدۀ
د نړۍ خلکو به د حکمت او فلسفې د علومو د زدکړې لپاره په ځانګړې د اسلامي نړۍ نه به دلته خلک راتلل او په خاص ډول په سیمه او ګاونډ کې نوموړې سیمه د فلسفې او منطق او د کلام د علومو لپاره خاص او عام مرکز ګڼل کېدۀ چې په نوموړې
سیمه کې دا لاندني اشخاص وسېدل
شېخ چونفوري ، میرزاهدمیروي ، ملامحب الله بهاري ،قاضي مبارک کندهاری ،
مولوي حبیب الله ، د پشد قاضي کونړی ، پېښوری لوی حافظ ، او ستر مجاهد مُلا نجم الدین ، اډي صېب ، د بنست مُلا او فېروز ملا
چې دا ټول په همدې سیمه کې رالوی شوي و چې وروستني پنځه یې د سید جمال الدین افغان (رح) د پېر شخصیتونه دي
[/size:3570e8cedb]
وینا
د مسلمانانو دا خلاق چې دومره ډیر فاصد شوی دی چې ډېر ژر یې اصلاح کول څه اسان کار ندی مګر دا چې یو نوی نظام ته رامنځته کېږي او په نوی ټولنه کې باید ځوان نسل برخه واخلي دا چې ګورې دا انسانان او مسلمانان زما په عقیده په نوی ټولنه کې باید دوی څخه د ۱۲ کالو عمر څخه لوړ ورته رانشي پدې ډول به مونږ کولای شو چې نوی ټولنه جوړه کړو چې په هغې کې به ټولنیز مناسبات برابروي او هغوی کېداشي نېکمرغه وي
د سید جمال الدین افغان (رح) د ژوند لنډ تاریخ څخه
ashna
05.06.2007
[size=24:f8472af7eb]افغان رحمت الله علیه د خپلې سپېڅلې مورنۍ او پلارنۍژبې ([color=blue:f8472af7eb]پښتو[/color:f8472af7eb]) ترڅنگ په خپل وخت کې د نړۍ د یو شمیر هېوادونو په ژبو هم ښې روانې خبرې کولې چې کوم یو هېواد ته به لاړو نو د دغه هېواد ژبه به یې ډېره ژر زده کوله او داسې خوږې خبرې به یې پرې کولې چې سړی به یې ډېر ژر جذبه وۀ او ډېر اغیز به یې پرې کاوۀ او کټ مټ به پرې د همدغه هېواد د یو شخصیت گومان کیدۀ چې ځاي خلک به يې دې استعداد ته ګوته په خولۀ پاتې شول چې په نوموړو هېوادو کې ترکیه, فرانسه, ایران , هیند ,مصر او نور عربي هېوادونه راځي چې په همدې توگه ورله دغه هېواودنو خپل هویت ورکړی و او خپل یو مشر به یې بالۀ چې تر دې دمه دا لړۍ روانه ده او ان دا چې د نوم مبارک سره به يې د خپلې خوښې نوم يا تخلص هم اخستۀ د بېلگې په توگه ایرانیانو به ورته حسیني او يا هم اسدابادي ویل
خو د دې هر څه سره سره د سید جمال الدین رحمت الله علیه د مبارک نوم سره به سپیڅلې کلمه افغان لیکل کیده چې تر ننه پورې په مصر کې دا رواج یا اصطلاع دوام لري چې خپلو پوهاندو او علماو ته خلیفه افغان واي او پدې ویاړ دي چې افغان رحمت الله علیه پدې خاوره مبارک قدمونه ایښي دي چې له برکته یې نن مصر د علومو مرکز بلل کیري
خو شاعر مشرق علامه اقبال (رح) بیا په خپله یوه قصیده شکوه جواب شکوه کې دغه ولسونو ته واقيت په ډاګه کوي او علما يې ننگوي
یو تو سید بي هو ,مرزا بي هو افغان بي هو
تم سبي کهچ هو بتاو تو مسلمان بي هو
یانې زه سید هم یم مرزا هم یم افغان هم یم
په تاسې کې دا صفات شه ووایست ؟ زه مسلمان هم یم
مانا دا چې که چیرې تاسې افغان (رح) سره د خپلوئ دعوه پدې اند کوئ چې د مسلمانۍ ریښه مو ورسره ده سمه ده که نه نو تاسې د هغۀ نورو صفاتو مبارکو ته نشئ رسېدی ...... نور بیا
میوند اشنا[/size:f8472af7eb]