نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دمرګ تر ورځې پورې به دله وي
pattang
16.05.2007
مولانا يو شاعر تېر شوی دی خو څومره شاعران مونږ نور هم لرو، نو د هر شاعر په
کليزه کې به اولس مشر ګډون کوي ? نه هغه نور مهم کارونه لري ، خوپه دغه
غوڼډه کې کرزي خپل ګډون د فهيم له ډاره کړی دی٠
دا بې وجدانه ډارن زوړکی خو يو وارهم هغو پښتنو ته ور نغی چې د امريکايانو له
لاسه په زرګونو ښځې، نر، لوی اوواړه له خاورو لاندې شول او يا هغو کډوالو
ته چې دکابل په اطرافو کې په لکونو پراته دي او ديوې ګولې مړۍ په ارمان دي٠
[color=darkred:ea2eb8237f]د مولانا جلال الدين بلخي د اته سوومي كليزي په وياړ درې ورځنۍ څېړنغونډه تېره ورځ په كابل كې پيل شوه.
په غونډه كې د افغانستان ولسمشر حامد كرزي هم ګډون كړى و، په پيل كې د اطلاعات او كلتور د وزير عبدالكريم خرم له خوا پرانيستونكې وينا وشوه.
د غونډې په لومړۍ ورځ ښاغلو محقق شاه محمد مصلح، دوكتور عبدلقيوم قويم، نيلاب رحيمي، دوكتور حصاريان، د سرڅېړونكي مرستيال عبدالباري راشد، دوكتور مصطفى آشكارچې له تركيې نه راغلى و، دوكتور نذير احمد له هندوستان نه راغلى پوه، پروفيسر ابراهيم ګمارد له امريكا نه راغلي مېلمه خپلې مقالې وړاندې كړې.[/color:ea2eb8237f]
16.05.2007
واه واه کوشانه ګل خبرې دې لیکلي دي، کور دې آباد او بچی دې لوی ، همدغسې ده او باید هم دغه حقیقت هر افغان ښه هضم کړي او له هغه دغه پرته یې ومني! هو ددواړو رسمي ژبو د وتلو کلاسک شاعرانو نمانځنه باید په یو ډول درنښت او پرتم تر سره شي او ورونه قومونه سره نږدې کاندي ! په درنښت !
جواب
و.افغان
17.05.2007
[quote:26d48f7ff1="ځواکمن"]واه واه کوشانه ګل خبرې دې لیکلي دي، کور دې آباد او بچی دې لوی ، همدغسې ده او باید هم دغه حقیقت هر افغان ښه هضم کړي او له هغه دغه پرته یې ومني! هو ددواړو رسمي ژبو د وتلو کلاسک شاعرانو نمانځنه باید په یو ډول درنښت او پرتم تر سره شي او ورونه قومونه سره نږدې کاندي ! په درنښت ![/quote:26d48f7ff1]
محترم ځواکمن صاحب: زما په اند دپتنګ صاحب نظر دا نه دی چی
یو رئیس جمهور دی دا کار نه کوي، هغه وايي : چی کرزی دی هغه مظلوم ملت ته هم ورشي او ورسره کښیني دی، کوم چی د اتلاف دقواتو په بی رحمانه بمبارۍ له خاورو سره خاوري کیږي، ولی نو کرزۍ په ضروري او اهمه خبره چپ ناست دی، او په مقابل کی دغه رنګ محفلونو ته حاضریږي ، موخه می داده چی ضروریات پریږدي، او په مباحاتو سر دی.
Re: جواب
Anonymous
17.05.2007
[quote:104281d8fc]آوايي : چی کرزی دی هغه مظلوم ملت ته هم ورشي او ورسره کښیني دی، کوم چی د اتلاف دقواتو په بی رحمانه بمبارۍ له خاورو سره خاوري کیږي، ولی نو کرزۍ په ضروري او اهمه خبره چپ ناست دی، او په مقابل کی دغه رنګ محفلونو ته حاضریږي ، موخه می داده چی ضروریات پریږدي، او په مباحاتو سر دی[/quote:104281d8fc]
خو جمهور رئيس شينډنډ کې د وژل شويو ملکي خلکو دعا ته ورغى
د تفصيلاتو سره سم د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزى نن سهار (2007-05-16) د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ ته لاړ او ددغې ولسوالۍ د زيرکوه په د سيمې د هغو خلکو د کورنيو سره يې غمرازي وښودله چې وګړي يې څه موده وړاندې د بهرنيو قواوو په بمبارۍ کې وژل شوي وه. جمهور رئيس د شهيدانو لپاره وعا وغوښته او د سيمې خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د دا ډول مخنيوي لپاره د خپل پوره وس څخه کار اخلي. ددې سفر پر مهال جمهور رئيس حامد کرزي د سيمې د قومي مشرانو او خلکو سره هم وکتل او د هغوى غوښتنې يې واورېدې. هغه ژمنه وکړه چې ډېر ژر به په شينډنډ ته د برېښنا اسانتيا ورسول شي او د اوبو د بند جوړولو کار به هم پېل شي. ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبرو کې ملا عمر مخاطب کړ او وئې ويل (ستاسې د شورا په نامه دلته خلک تښتول کېږي، له خلکو سرونه پرېکول کېږي، قتل و غارتګري کېږي، که ته رښتيا هم يو افغان او د دين عالم يې نو راشه او مونږ سره ددې پېښو په مخنيوي او د افغانانو په صادق خدمت کې مرسته وکړه). جمهور رئيس په داسې حال کې چې د بهرنيو قواوو په ړندو بمباريو يې خواشيني ښودله، له خلکو څخه پوښتنه وکړه چې که بهرنۍ قواوې له افغانستان څخه وځي نو يو ځل بيا به د پخوا په څېر کورني جنګونه او فسادونه پېل شي چې افغانان يې نور د زغملو توان نلري. د سيمې خلکو وويل (مونږ نه غواړو چې خارجي قواوې دې له افغانستان څخه ووځي، مونږ يواځې دا غواړو چې کله دوى د کوم کور تالاشي اخلي يا کوم ځاى کې عمليات کوي نو د ملي اردو او ځايي چارواکو په ملګرتيا او لارښودنه دې يې کوي تر څو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې پېښې نه رامنځته کېږي). جمهور رئيس د خلکو دا غوښتنه ومنله او ژمنه ئې وکړه چې په دې اړه به د خارجي قواوو د مشرانو څخه جدي خبرې کوي. بايد وويل شي چې د 2007-04-29 په نېټه ايتلافي ځواکونو د شينډنډ د ولسوالۍ د زير کوه په سيمه کې درنده بمباري کړې وه چې په نتيجه کې د يو زيات شمېر طالبانو ترڅنګ، د افغان چارواکو په وېنا، دوه څلوېښت (42) تنه ملکي خلک هم شهيدان او تر پنځوسو (50) زيات ټپيان کړی وو .
pattang
17.05.2007
سلا مونه ټو لو ته وايم !
لنډ :
[color=red:ba481ace31]**[/color:ba481ace31] مولا نا(ترک) دهغه وخت د سلجو قيانو د خراسان زمين
يو پاړسي ژبی شاعر غزل پوه او .... تېر شوی دی ٠
افغانستان هغه وخت وجود نلاره،په خټه تاجک نوو خو ددې لپاره چې تاجک
ځانته هويت پيدا کړي په هغه پورې ځان تړي او يا بر خلاف ٠
[color=red:ba481ace31]**[/color:ba481ace31] عبدالغفار خان يوملي ازادي غو ښتونکی نه
ستړېدونکی افغان وو چې دمرګ تر ورځې پورې په خپله عقيده او مبارزه ټينګ
ولاړ وو٠
مقايسه ئي لا مولا نا سره خيانت دی ( غفار خان له خپل وصيت سره سم په چارسده
کې نه ، په جلال اباد کې خښ شو خو مولا نا په ترکيه کې ) دکرزي له ورتګ نه دهغه
کليزې ته څوک خبر ندي که ورغلی هم وي دا کار د ګوډاګي لپاره يوه سياسي ګټه ده
چې پښتنو ته ځان ور نږدې کړي اونه دهغه عقيدوي فيصله ٠
[color=red:ba481ace31] **[/color:ba481ace31] په افغانسان کې ( 15 - 20 ) % پورې دري ژبي دي ولې
نه ? خوددې کار لپاره يوا ځې دخبرتيا او کلتور دوزارت استازي کفايت کاوو ، دکرزي ورتګ هلته يوازي تاجکوته عقيدوي او په ګوڼډو کښېناستل دي او بل څه ندي ٠
[quote:ba481ace31]نو پښتني کلتور يو بېل کلتور دی او افغاني کلتور بيا يوه مجموعه ده ،د هغه کلتورونو چې نن په افغانستان کې موجود دي . نو دري خو هم د افغاني کلتور يو جز دی او په دري ژبې چې کوم شاعرانو خپل اشعار ليکلي هر افغان بايد پر ووياړي .[/quote:ba481ace31]
داخو درسته دی خو دا يوه کلتور بل خوړلی او په ځان کې يې حل کړی خو نه داسې
چې هغه له طبيعته ضعيف وو/ دی، بلکې يو شمېر انسانان هغه ته خپل طبيعي حق
نه ورکوي او هميشه يې رټي، بدناموي يې چې په اوس وخت کې ددې کار اخيرين
مسئوليت دکرزي په غاړه دی٠
دافغاني کلتور نه خبرې کول غلط کار او د غداري يوه مسکه ( دوهم مصنوعي مخ )
ده ، هلته يوازې د پاړسي کلتور دی اوبس ٠
که افغاني ګډ کلتور چا غوښتی نو بايد دوستم ، عطا او نور په خپلو اقوامو کې
ديوه ګډ کوراو سولې لپاره په ټولو دفاترو او ښوونځيو کې پښتو ژبه نيمه په نيمه
رواج او په صداقت يې عملي کړې وی ٠ خونه هغوی هوشياردي تاريخي وطن
خرڅونکي هميشه پښتانه جوړوي او تاريخي مسئوليت يې په غاړه ور اچوي
، اقتصادي اوکلتوري ګټې او برياليتو بونه يې دا 250 کاله کلک په خپل لاس
کې نيولي دي ٠
[color=red:ba481ace31] **[/color:ba481ace31] د کرزي ور تګ پښتنو ته يوسپين سترګی او دو ؤسي
عمل دی ، دی وعدې ور کوي چې بيابه داسې کار اشغالګر نکوي خو هغوی د کرزي
او دهغې دو ؤسې شورا په خوله دوه پياز هم نخوري ٠ وژني يې هم او بيا يې دوعا ته هم ور ځي ?
[color=red:ba481ace31] **[/color:ba481ace31]د کرزی او نورو ولې ( ريښې ) له بېخه خوسا ( ګنده )
دي ، مېوه نه ورکوي نو داشغالګرو په پيچکاريو به څومره نور ملت غلوي او
د يوې با رداره ونې په ډول به خلک طمعه اوتوقع ترې کوي ٠
دا وړۍ نه شړی کيږي ، په خپل طبيعت کې يولوی خيانت دی٠
ژوندي ا و بر يالي دې وي ازادي غوښتونکي ځوانان ٠
Re: جواب
و.افغان
18.05.2007
[quote:c1a8c19f80="khan jan"][quote:c1a8c19f80][/quote:c1a8c19f80]
خو جمهور رئيس شينډنډ کې د وژل شويو ملکي خلکو دعا ته ورغى
د تفصيلاتو سره سم د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزى نن سهار (2007-05-16) د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ ته لاړ او ددغې ولسوالۍ د زيرکوه په د سيمې د هغو خلکو د کورنيو سره يې غمرازي وښودله چې وګړي يې څه موده وړاندې د بهرنيو قواوو په بمبارۍ کې وژل شوي وه. جمهور رئيس د شهيدانو لپاره وعا وغوښته او د سيمې خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د دا ډول مخنيوي لپاره د خپل پوره وس څخه کار اخلي. .[/quote:c1a8c19f80]
دا ولولۍ، او دواقع میدان وګورۍ.