نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بي هو يته پښتون نسلي د کرزي بابا ملت جوړوي
pattang
15.05.2007
http://www.youtube.com/watch?v=b-lClYZxm1w&mode=related&search=
http://www.youtube.com/watch?v=O9h7fVs2gY0&mode=related&search=
http://www.youtube.com/watch?v=UMjDPsWY1xo&mode=related&search=
http://www.youtube.com/watch?v=O9h7fVs2gY0&mode=related&search=
http://www.youtube.com/watch?v=SK91ha_mkL4&mode=related&search=
http://www.youtube.com/watch?v=KeCN52fSjCg&mode=related&search=
جواب
و.افغان
20.05.2007
[quote:d7b2ee7b27="کوشان"]ښاغلی پتنګ
ځکه تا خو د ټولو پسې رااخستې ده او داسې کوم سړی خو زه نپېژنم
چې تا بېهويته کړی نه وي او يا دې بېناموسه کړی نه وي . نو زمونږه
بدبختانو نه اوس د باهويته پښتون نسلو ادرس ورک شوی دی او که
ستا په ايډيال داسې کوم با هويته پښتون نسلی شته چې مونږ يې
نه پېژنو ، نو صرفه مه کوه او ادرسونه يې وليکه .
نو که ته غير له خپل ځان نه، کوم بل باهويته پښتون نسلی پېژنې
مونږ ته يې هم معريفي کړه .
په درناوۍ[/quote:d7b2ee7b27]
كوشانه وروره: عربي كي يو متل ىي: رمتني بدائها وانسلت, وايي : په خپل مرض يي وويشتم, او وتشتيىده.
كوشانه وروره: تاسي هم والله چي يو اسماني دين پرينښود, هر يو پسي مو بد رد وويل, همدارنګه وضعي افكارو پسي، نو لوستونكي مو په دي انتظار دي, چه تاسي هم هغوي ته په خپل ايډيال كي يو بديل وښياست, ....تر څو خلا ډكه كړي
په درنښت.
pattang
20.05.2007
کوشانه !
چې خپه نشې بحث له سيال سره مزه کوي خو ته ولاکه هيڅ شی يې
نه مسلمان يې ، نه کمونست ، نه دمشر احترام لرې نه دکشر ، نه دغه يې او نه هغه
،که زه ستا پر ځای وی او دکومې مريضي له امله مې ځان نشوی سمه ولی ، نو ولا
دخوب ګولۍ مې خوړې چې هميشه له غمه خلاص شوی وی ٠
پتنګ
[quote:6d355942ff]خو يوه ورځ رانه يو سړي پوښته وکړه چې مجاهيدين څه ډول خلګ دي ؟؟
ما ورته وويل : بد
دې سړي وويل : خير نو ته خلقی يې ؟؟
ما ورته وويل چې : نه زه خلقی نه يم .
دې سړي وويل چې خير حتمي به مجاهد يې چې خلقی نه يې ؟ [/quote:6d355942ff]
جواب
و.افغان
20.05.2007
[quote:11a7f2cf3b="کوشان"]
نو وروره ، هر څوګ چې په هرې لارې روان دی ، خدای دې ورته لاره روښانه کړي . خو زه کومه اړتيا نلرم چې د کوم يوه د لارې مل شم .
اميد چې پوښتنه مو ځواب شوي وي .[/quote:11a7f2cf3b]
كوشان صاحب: خفه نشي, بيا دى د تیښتی لار غوره کړه، وروره تاسی چی خپل ایډیال کی بدیل نه لرۍ، او هر چا پسی مو راخیستی ده، نو یا خو بدیل وړاندی کړۍ،چی خلا ډکه کړي، ولو که هغه بیخي دین نه وي،الحاد وي، په معقوله توګه یی وړاندی کړۍ، کیداي خریدران پیدا کړۍ، او یا لکه څنګه چی پتنګ صاحب مشوره درکړی، هغسی وکړه، نو خپل دغه سردردۍ به ختم کړی، او پدی هم پوه شه، کومه طریقه چی تاسی استعمالوۍ، نو دا تاسی خپل هدف ته نه شي رسولاي، هو یو هدف شته چی تاسی کولاي شۍ چی لاس ته یی راوړۍ، او هغه هدف ځما په تاسی یو ښه ګمان دۍ، او دغه ګمان نه غواړم چی دلته يي زه ولیکم....
دکوشان لپاره د ښه خوب او استراحت په هیله.
جواب
و.افغان
21.05.2007
[quote:1f6ff6661e="کوشان"]ښاغلي پتنګ ليکلي :
نو زمونږ د کلي يو سپينګيری وو چې نهه اولاده يې درلودل او څلور يې خلقيان ، پاتې څلور يې مجاهد او يو يې هم چرسي وو . نو دغه چرسي به کله خلقيانو ته ويل چې ، هو ريښيا واييئ او کله به يې مجاهيدينو ته . کله به مجاهيدينو ته ويل چې هسې خوشې چټياټ غږېږئ او کله به يې خلقيانو ته .
نو سره له دې چې دی بېطرفه وو ، خو بيا هم د خپل د ژوند په ماهيت پوهېده .
په درناوۍ[/quote:1f6ff6661e]
كوشان صاحب: خفه نشي, بيا مو ميدان پریښود، او دی ته مو غاړه کیښوده، چی چرسی مو له ځانه جوړ کړ، معنا دا چه ځینی وایي: نه د دین شوی او نه دسادین، چرسو سره مو لکه چی بی کچه مینه ده، یو وار مخکی مو هم د چرسو ښه صفت کړی وو، نو بیا له تاسی ګیله نه کوو، ښه په مزه مزه چرس وهه، او څه چی دی په زړه راځي هغه لیکه، بنډار به ښه ګرم وي، او ددوستانو به هم درسره ساعت تیر وي، وايي چی دری چرسیان سره ولاړ وو، چی یوه مرغۍ په هوا کی تیره شوه، نو یوه چرسی وبل ته وویل: دا جهاز دی ولیده، نو دی بل وویل: جهاز نه دی موټر دی، دریم چرسی وویل: موټر نه دی، موټر خو به زه ځان ته واخلم، او تاسی به را سره شاته ناست یاستۍ، نو سپیټ به ورکړم، چی ښه سپیټ یی ورکړ، نو اولني چرسي ورته وویل: بریک اووهه استاذه، زه کو زیږم. هاهاهاهاها
خو کوشانه یوه خبره درته کوم، چی هر وخت بیطرفه پاته کیدل دعقل دنشتوالي نښه وي، خو کله کله بیا حق ته غاړه کیښودل وي، نو که تاسی په ډاګه کړۍ، چی په کوم څه کی د چا سره ملګری یی، او په څه کی بیطرفه یۍ، که فعلا تاسی یو داسی څه معتقد لرۍ چی تاسی هوښیار یی ښه بولۍ، نو بیا پری ولی بخل کوۍ، خلکو ته يي راوکاږۍ، او که بیخي د ټولی نړۍ د خلکو څخه غیر یوه بله ایډیالوژۍ لري،
نو بیا واوره د پښتو متل دی: لیونی ټول کلی ته لیوني وايي، او کلی لیوني ته لیونی وايي، نو تاسی اوس راغبرګه کړۍ، چی دکلی ومنو او که د لیونی.
په درنښت، هیله کوم چی ستومانه نشي.
pattang
21.05.2007
Mein Sohn,
Das Erkennen der Wahrheit ist nicht Sache von jedem Beobachter.
[quote:ac47e635e5="کوشان"]ښاغلي پتنګ ليکلي :
[quote:ac47e635e5]کوشانه !
چې خپه نشې بحث له سيال سره مزه کوي خو ته ولاکه هيڅ شی يې
نه مسلمان يې ، نه کمونست ،[/quote:ac47e635e5]
Die Wahrheit liegt in das [color=red:ac47e635e5](im ) [/color:ac47e635e5]Auge des Betrachters.
پتنګه ؛ ما ستا نه يواځې د دې غوښتنه کړې ده چې که چېرې غير له خپل ځان نه دې کوم بل باهويته پښتون نسلی پېژنې ، نو ادرس يې راکړه . خو ته د سيال او کمونست او مسلمان خبرې کوې .
نو حقيقت خو يواځې هغه څوګ ليدلی شي چې د نمايشنامې ليدونکی وي ، نه ګډونکوونکی .
نو دا چې ته د يوې مشخصې ګروه د پاره تبليغ کوې ، د تعجب وړ خبره نده چې ته د مقابل لوري په حقيقتونو نشې پوهېدلی .
زما توصيه د يو نوييرولوګ په صفت درته داده چې په يوه شي کې مه ډوبېږه او کله ـ کله مڼه له دواړو خواوو وګوره مخکې له دې چې وېخورې يا چک ووهې .
ښاغلي سراج ليکلي :
[quote:ac47e635e5]خفه نشي, بيا دى د تیښتی لار غوره کړه، وروره تاسی چی خپل ایډیال کی بدیل نه لرۍ، او هر چا پسی مو راخیستی ده، نو یا خو بدیل وړاندی کړۍ،چی خلا ډکه کړي، ولو که هغه بیخي دین نه وي،الحاد وي، په معقوله توګه یی وړاندی کړۍ، کیداي خریدران پیدا کړۍ، [/quote:ac47e635e5]
لکه څنګه چې ستاسي دريځ مالوم دی ، همداسې د ځنو نورو ملګرو دريځ هم مالوم دی . نو دا چې زما دريځ مالوم ندی ، د دې ګواهي ورکوي چې زه بېطرفه يم .
کله چې يوه معينه موضوع پرانيستل کېږي زه پوهېږم چې تاسي په دې هکله اوس څه ليکئ، ځکه چې ستاسو دريځ مالوم دی . همداسې ستاسو د مخالفو ډلو په اندوواند هم يو څه پوهېږم ، ځکه چې د دوۍ دريځ مالوم دی .
نو هغه څه چې تاسي ته حقيقت ښکاري هغه ليدلی شئ ، خو د خپلو مخالفو ډولو د حقيقتونو د ليدلو د پاره مو سترګې ړندې دي او بر عکس يې .
نو زمونږ د کلي يو سپينګيری وو چې نهه اولاده يې درلودل او څلور يې خلقيان ، پاتې څلور يې مجاهد او يو يې هم چرسي وو . نو دغه چرسي به کله خلقيانو ته ويل چې ، هو ريښيا واييئ او کله به يې مجاهيدينو ته . کله به مجاهيدينو ته ويل چې هسې خوشې چټياټ غږېږئ او کله به يې خلقيانو ته .
نو سره له دې چې دی بېطرفه وو ، خو بيا هم د خپل د ژوند په ماهيت پوهېده .
نو سره له دې چې تاسي يواځې او يواځې، يا هسې او يا داسې پېژنئ ، خو بيا هم تاسي خپل ژوند په يوه کې خلص کړی دی .
په درناوۍ[/quote:ac47e635e5]