د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پارلمان

Aimal Rahimzai
13.05.2007

سلامونه او نیکی هیلې.
محترمو څرنګه چی تاسو ته معلومه ده د افغانستان پارلمان په دی ورځو کی د محترم کرزي صاحب د کابینی دوه وزیرانو خپل وزارتونه د لاسه ورکړه. او ددی علت یی د ایران څخه د مهاجرینو په زور ایستل په ګوته کیږي، تر کومه پورې چی د مهاجرینو د محترم وزیر صاحب موضوع ده هغه خو به ومنو چی د مهاجرینو په باره کی یی خپل پوره کوشش ندی کړي او دا د مهاجرینو د وزارت پوری اړوند موضوع ده او شاید تر یو حد پوری ښه فیصله هم وي خو ددی سره خوا کی باید د ایران سره د اړیکو باره کی هم تصمیم نیول شوی وای.
تر کومه پوری چی د بهرنیو اړیکو د محترم وزیر مسله ده، زما په خیال دا یو دسیسه ده د هغه خلاف، ترکومه پوری چی ما ته معلومات دی د بهرنیو اړیکو د وزیر سفر ایران ته چی څه موده مخکی یی درلود په هغه شاید هغه د ایرانی چارواکو سره د مهاجرینو به اړه خبری کړي وي خو د هغه د راستندو سره سم ایران خپل دوه مخی سیاست وخود او د مهاجرینو به زور د را ایستلو لړﺉ یی شروع کړه، خیر خبره د مهاجرینو نه ده، او نه پارلمان دومره وخت لري چی د یو خوار افغان مهاجر باره کی دومره جدی فیصله وکړي که کولای یی شو نو په داخل د افغانستان کی دومره مهمی موضوع ګانی دي چی پارلمان باید پری جدی خبری وکړي.
اصلي خبره داده چی ښاغلی سپنتا یو ایران ضد شخصیت دی او هغه په هغه لست کار کوه چی په ملی جبهه کی شامل کسان د ایران څخه مستقیم مالی کومک اخلی او هغه بعضو محترمو ته د منلو وړ نه وو، اوس به د هغو (شاید تاسو زما څخه بهتره معلومه وی چی هغو څوک) پوره کوشش دا وی چی د خپلو ګوند کس او د افغانستان د بهرنیو اړیکو پخوانی وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله بیرته راولی او د خپلی خوښی کارونه پری وکړي.
د نورو پوره معلوماتو سره به زه وروسته نور څه هم ولیکم خو اوس د وخت د کمبود د وجی همدمره بس.


Mohammad Hassan
14.05.2007

اسلام عليکم و رحمته الله وبرکاته!
زما نظر خو دادی چې پارلمان او حکومت دواړه د افغان ولس د پراخه پرګنو د ګټو، ِغوښتنو او مرامونو استازيتوب نه شی کولای. دا دواړه د قضايی ارګان په شان د پرديو د لاس آله، ددې او يا هغې خارجی هيواد په رایه او د هغو په مالی، مشورتی، سياسی او معلوماتی ملاتړ منځته راغلی او ددې يا هغې خارجی هېواد اغيزې ورپکښې تسلط لری. دولت او حکومت د يوه بشپړ سيستم په حيث د افغانانو د ګټو ساتندوی نه بلکې د خارجيانو د اوامرو او مشورو عملی کوونکې دی. د يوه او يابل مستقل شخصيت استثنايی موجوديت په دې او يا هغه ارګان کښې د دولت او حکومت عمومی ماهيت ته تغير نه شی ورکولای ، بلکې د دموکراسۍ د يوې نښې په څير د خارجی مداخله ګرانو له پاره د عوامو خلکو د غولولو له پاره یو دليل دی، چې بيرته د خارجيانو په ګټه او د ملت په تاوان ورځنې ډير کار اخيستل کيږی.

د اوسنی دولت د واکمنو چوکيو ویش د افغانانو له صلاحيته وتلی دی. د دولتی اغيزمنو چوکيو ويش د خارجی مختلفو هيوادونو او اتحادونو ترمنځ د توافق او يا هم تر زورازمويلو وروسته پر يوه او يابل باندې د تحميل له لارې سرته رسيږی.
په کابينه کښې تقريبا ټول پخوانی او اوسنی وزيران عمدتا د يوه او يابل خارجی هېواد د ګټو ساتندويان او زياتره يې د يوې او يابلې خارجی انجو منتخب کسان دی. دا د خارجی جاسوسی شبکو او د خارجی هيوادونوزور او پريکړې دی چې له خدايه منکر د مائوئيستی مفکورې لرونکی شخصيتونه يې د متعصبو تنګ نظره محلی ناسيوناليستانو او ان تجزيه غوښتونکو مخربينو سره او بيا يې له متعصبو وران کارو او دين فروشو فاندمنتاليستانو ! سره په يوه کابينه کښې کښينولی دی.
او که نه نو څنګه کېدای شی او په کومو افغانی، اسلامی او د دموکراسۍ په اصولو جوړ راتلای شی، چې دادفر سپنتا له انورالحق احدی او رشيد دوستم او نورو سره د کرزی په يوه کابينه کښې غړی وی او دا دې بيا له خليلی ، مسعود ،اسمعيل او نورو سره د وزيرانو د شورا په غونډه کښې ناستې ته مجبور شی؟؟؟
آيا په افغانی اخلاقو، کلتور او عنعنه دا امکان لری؟
آيا له اسلامی شريعت سره دا جوړه راځی؟
آيا په دموکراسۍ کښې چيرته څوک داسې ګډوډی فکرکولای شی؟

د کابينې وزيران او د دولتی اغيزمنو چوکيو د څښتنانو فعاليتونه د هغې د حمايتګر هېوادګټې څرګندوی، نه د افغان ملت غوښتنې.
نو که داسې وی، بيا نو د سپنتا او عبدالله د خارجی سياست ترمنځ زموږ د ملی عامو ګټو د زاويې څخه دومره اختلاف نشی راتلای او که راشی هغه به په جزياتو کښې وی چې يو به يې د جرمنی او دابل به د هېواد خارجی سياست د ايران خواته کشوی.
دا نو بيا د هغوی - ايران او جرمنی - ترمنځ سيالی ده او وبه ګورو چې کوم يو په کومو رښتيا او دروغو خپل نفر ځای پرځای کولای شی؟

دا ډيره موده وشوه چې د عبدالله پرځای سپنتا مقرر ؤ، خو د وزارت په چارو کښې د بهبود نښې نه ليدل کيږی.
دولتی واک بې له هغې هم عملا د پخوانۍ شمالی ټلوالې په لاس کښې دی. دا هم د سياست یوه لارده چې نور مخالفين د همغې ټلوالې ته تر معينې مودې په دولت کښې د کار موقع ورکړی او د راتلونکې له پاره دې د اپوزيسيونی مبارزې له لاری د خلکو ترمنځ خبل کار او فعاليت ته دوام ورکړی.
په دا اوسنۍ ګډوډۍ کښې نه غل معلوم دی او نه د کورڅښتن پيژندل کيږی. هر يو د خپل بام واره پر دا بل ور اړوی. د کرزی خپل معاون د دولت د سياست سره مخالف او ناراضه ښکاری. پخپله کرزی ددې پرځای چې د يوه با ارادې، با همته او مدبر انسان او مسئول په حيث تدبير ونيسی، سازماندهی او اقدام وکړی، د بېوسه او ناچاره مايوسو معيوبينو په څېر ژاړی او داسې ښکاری چې د خپلې استعفی ورکولو واک هم نه لری.
تر هغه وخته چې د ربانی او د شمالی ټلوالې فعاليتونه د کرزی یعنې د امريکا په ګټه ؤ، هغه يې حمايه کول، ډيرې ډالرې او لوړې چوکۍ يې ورکولې او ورکوی يې. خو چې نن هغه هم ظاهرا د هغوی فعاليتونه د کرزی په ګټه نه دی، او د کرزی د طرفدارانو د خولې څخه چې دوی اوس په ملی جبهه کښې د کوم بل يا نورو خارجی هيوادو سره په ارتباط کښې را ټول شوی دی، نو اوس ډنډوری وهی چې دا خلک خو خراب دی او ښه سابقه نه لری.
دا خليلی پخوا کومه ښه سابقه لرله چې کرزی خپل معاون وټاکه او اوس يې په دې موده کښې کوم خراب کار وکړ، چې خراب شو او ملی جبهې ته ولاړ. که دا دومره خراب وی، نو دا کرزی ولې د هغو او د هغو د اندیوالانو په لرې کولو کښې اقدام نه کوی؟

زه خو داسې شک هم لرم چې د ملی جبهې جوړېدل پخپله د امريکا د سياست يو جز دی او غواړې په دې ډول څوک په کرزی او څوک د ربانی په شاوخوا راټول کړی، چې په آخر کښې دا دواړه د هغو د ګټو ساتندويان دی.

اوس داسې وخت را رسيدلی ؤ، چې د آزادو، ملی او دموکراتيکو ځواکونو له خوا د يوه حرکت او سازمان د راجوړولو د پاره يې شرايط را منځته کړی ؤ. امريکايانو او يا هم نورو خارجیانو په همدې وخت کښې د ملې جبهې په جوړولو اقدام وکړ، د هغو اشتهار ته يې تراندازې زيات پروپاګند( يا په ګټه ياپه ضد) وکړ. خلک يې په همدې سره مشغول کړل. ګلبدين او طالبان يې له يوې خوا په همدی ووېرول او له بلې خوا يې پخپل لوری د هغوی د ډیرو طرفدارانو توجه را واړوله.
په عمل کښې دې جبهې په داخل کښې له ملی وطنپالو ځواکونو څخه د سازماندهۍ ابتکار واخیست او عملا يې د طالبانو او حکمتيار صفوف ضعيف، هدفونه او پلانونه يې شنډ او ګډوډ کړل او پر راتلونکې کښې به د هغوی پر ضد د فشار د قوې په حيث ترې کار اخيستل کيږی.

ددې پرځای چې موږ په دې ځانونه مصروف کړو چې کوم خارجې اجنټ له وزارته لرې او ځای يې کوم بل خارجی اجنټ ونيو، شه به داوی چې د هیواد د ملی ګټو پر بنسټ د راتلونکی سياست په جوړولو او د هغو په عملی کولو باندې فکر وکړو.
دا موقتی حوادث مو بايد وارخطا نکړی، تاريخ کلونو، لسيزو او قرنونو ته اړتيالری!


Ghairat
14.05.2007

واه و اه ! څومره ښکلې خبرې مو کړې دي، پر قلم مو برکت شه، په تيره بيا دا پايله مو په زړه پورې ده چې :
[quote:8b0f0361eb]دا موقتی حوادث مو بايد وارخطا نکړی، تاريخ کلونو، لسيزو او قرنونو ته اړتيالری![/quote:8b0f0361eb]
رښتيا هم سياست د وارخطايۍ کار نه دي ،خوابتکار او په هغه کې مخکښي يې اړين شرطونه دي ، او پښتنو د همدې دوه ټکو د نشتوالي له امله په سترو او اوږدو ځاني او مالي قربانيو ګټلي ډګر تل په سياست کی ژر تر ژره بيرته بايللي دی .
سياست چې دوروست اندۍ پرځاي پر مخ اندۍ ولاړ دي، مونږ د وروست اندۍ سره اشنا يو ، هغه هم کله چې د ناوړه پايلو ګوزارونه په سر سر وخورو!
د پاړسو دا متل دومره بيځايه نه دي چې وايي :
.......................................................[color=white:8b0f0361eb]عقل اوغان پسان ميايه ![/color:8b0f0361eb]
زياتره هغه وخت چې نور د ځان په ګټه په عامه بڼه کوم ابتکار وکړي بيا مونږد سيالۍ له پاره همغه څه ته بي خبره وردانګو چې د نورو په ګټه او دخپل قام مو په ضرر وي! دغسې لنډ ګوري مو لکهعلومي او ګِل آب زوي يو ځل بيا د بهر ﻻسې ملي جبهې سازمان ته وردانګلي ، چی هلته به ﻻ کوم ګلان دافغان ملت پر ضد کري ، تر اوسه په ډاګه شوې نه ده . ددې لامل دادی چې د سياست په ډګر کې ديو ه مستقل ملي ابتکارمَتره لا (( دافغا غول زامنو)) تراوسه پورې نه د ه موندلې .


Ghairat
14.05.2007

واه و اه ! څومره ښکلې خبرې مو کړې دي، پر قلم مو برکت شه، په تيره بيا دا پايله مو په زړه پورې ده چې :
[quote:814a48081f]دا موقتی حوادث مو بايد وارخطا نکړی، تاريخ کلونو، لسيزو او قرنونو ته اړتيالری![/quote:814a48081f]
رښتيا هم سياست د وارخطايۍ کار نه دي ،خوابتکار او په هغه کې مخکښي يې اړين شرطونه دي ، او پښتنو د همدې دوه ټکو د نشتوالي له امله په سترو او اوږدو ځاني او مالي قربانيو ګټلي ډګر تل په سياست کی ژر تر ژره بيرته بايللي دی .
سياست چې دوروست اندۍ پرځاي پر مخ اندۍ ولاړ دي، مونږ د وروست اندۍ سره اشنا يو ، هغه هم کله چې د ناوړه پايلو ګوزارونه په سر سر وخورو!
د پاړسو دا متل دومره بيځايه نه دي چې وايي :
.......................................................[color=white:814a48081f]عقل اوغان پسان ميايه ![/color:814a48081f]
زياتره هغه وخت چې نور د ځان په ګټه په عامه بڼه کوم ابتکار وکړي بيا مونږد سيالۍ له پاره همغه څه ته بي خبره وردانګو چې د نورو په ګټه او دخپل قام مو په ضرر وي! دغسې لنډ ګوري مو لکه علومي او ګِل آب زوی يو ځل بيا د بهر ﻻسې ملي جبهې سازمان ته وردانګلي ، چی هلته به ﻻ کوم ګلان دافغان ملت پر ضد کري ، تر اوسه په ډاګه شوې نه ده . ددې لامل دادی چې د سياست په ډګر کې ديو ه مستقل ملي ابتکارمَتره لا (( دافغا غول زامنو)) تراوسه پورې نه د ه موندلې .


pattang
14.05.2007

[quote:7333ba2279]اوس داسې وخت را رسيدلی ؤ، چې د آزادو، ملی او دموکراتيکو ځواکونو له خوا د يوه حرکت او سازمان د راجوړولو د پاره يې شرايط را منځته کړی ؤ. امريکايانو او يا هم نورو خارجیانو په همدې وخت کښې د ملې جبهې په جوړولو اقدام وکړ، د هغو اشتهار ته يې تراندازې زيات پروپاګند( يا په ګټه ياپه ضد) وکړ. خلک يې په همدې سره مشغول کړل. ګلبدين او طالبان يې له يوې خوا په همدی ووېرول او له بلې خوا يې پخپل لوری د هغوی د ډیرو طرفدارانو توجه را واړوله. [/quote:7333ba2279]

وروره ډېر معقول شيان دې ليکلي دي خو زه به هم خپل نظر درته وليکم :

که څوک ډوډۍ خوري او ١% غېرتي وينه ولرې نو دکمونستانو
(علومي ، ګلا ب زوی,.... ) په ټانکو پورې تړل او د خپل ورور کليوال بيعزته
کول او هيواد خرڅول به يې له سره ونوزي همداسې د هزارګانو ، دوستم او رباني دډلې چور او چپاول او بې ناموسي به هېرې نکړي ٠ اولس پوهيږي چې دا وږي لېوان ، ميږ ې او هېين نان ولې ټول سره يوځای شوي دي، لکه چې تاسو هم اشاره ورته کړې ،هر څوک دخپل بادار په اشاره ،نو زه ګمان کوم چې طالبان او ګلبدين به نورهم قوي شي ٠
دطالبانوسره دخبروشروع کول داشغالګرو او لاسپو څي رژيم ضعف شکاره کوي ٠
که اشغالګر نوي هره جبهه چې جوړه شي دطالبانو زور نلري او که له عراقه ورته
را خلاص شي نو ډېر ژر به يې کوچي وباسي٠

[quote:7333ba2279]په عمل کښې دې جبهې په داخل کښې له ملی وطنپالو ځواکونو څخه د سازماندهۍ ابتکار واخیست او عملا يې د طالبانو او حکمتيار صفوف ضعيف، هدفونه او پلانونه يې شنډ او ګډوډ کړل او پر راتلونکې کښې به د هغوی پر ضد د فشار د قوې په حيث ترې کار اخيستل کيږی. [/quote:7333ba2279]

ملي ،د يموکراتيک ګوند او ملي شخصيت په افغانستان کې نشي راتلی ترڅو
چې اشغالګر په افغانستان کې وي٠

[quote:7333ba2279]ددې پرځای چې موږ په دې ځانونه مصروف کړو چې کوم خارجې اجنټ له وزارته لرې او ځای يې کوم بل خارجی اجنټ ونيو، شه به داوی چې د هیواد د ملی ګټو پر بنسټ د راتلونکی سياست په جوړولو او د هغو په عملی کولو باندې فکر وکړو[/quote:7333ba2279]
داخبره خو ډېره ښه ده راځه بسم الله وکړه چېرې ? ،زما په تجربه خو داسې مالوميږي
چې مونږ دازادي او سياسي ابتکار خواص چې په ملي ګټو تړلي وي په مکتبي سويه نلرو . که وي نور ډېر محدود اقليت به وي٠
ګوره زمونږ افغان ملت ګوند ته چې په ريڼوسترګو (افغان نالت) ترې جوړ شه٠


صافی
15.05.2007

دبحث دفورم درنو دوستانو! اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته:
دروند ورور ښاغلی محمد حسن صاحب! په اند اوقلم مو برکت، ډیر ښکلی مو لیکلي، که ددې پاڼې په لمړی مخ کې مولیکلي وﺉ ، اغیز به یې تر دې هم پراخ وﺉ . په هر حال دبحث په فوروم کې هم ستاسو په شان دمنصفه قلم خاوندانو وجود مونږ ته دویاړ وړدﺉ. دزیاره اود دقیق تحلیل دشریکولو نه مو ډیره مننه. څه موچې لیکلی په کې په حق یاست.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more