اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دمسلمان ټول عمر اته کاله دی
خیریوسی
11.05.2007
دمسلمان ټول عمر اته کاله دی
عن ابی هریرة رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم (( اعمار امتی مابین ستین سنة الی سبعین )) زما دامتیانو عمر په مابین د60 – 70 کالو دی رواه الترمیزی وابن ماجه واسناده حسن کما فی المشکاة
درسول کریم صلی الله علیه وسلم عمر 63 کاله ؤ که موږ ددیو مومن عمر 63 کاله حساب کړو نو اوس به وګورو چی دغه 63 کاله ځنګه تیریږی
یوه ورځ 24 ساعته ده د24 ساعتو څخه موږ دعیال دنفقی دپاره مجبور یو چی کار وکړو هغه لږ کار چی کوو هغه په ورځ کی 8 ساعته کار کول دی نوبه مو 21 کاله د63 کلو څخه په کار را باندی تیر سی د 63 کلو څخه به 42 کاله پاته سی
دطب له لحاظ نه هر انسان په یوه شپه اوورځ کی باید 8 ساعته استراحت وکړی که خوب حساب کړو نو به زموږ دعمر 63 کلو څخه 21 کاله پر موږ باندی په خوب تیر سی
او و موږ ټولو ته معلومه ده چی دزیږدنی څخه بیا تر 12- 13 کلو پوری ماشوم توب دی
چی دغه 13 کاله عمر هم په لوبو راباندی تیر سو
13 کاله ماشوم توب 21 کاله خوب +21 کاله کار = 55 کاله
زموږ عمر 63 کاله ؤ دهغو څخه به 55 منفی کړو هلته به 8 کاله پاته سی چی ټول عمر مو اته کاله سو ایا دغه اته کاله موږ ټول په عبادت تیرو ؟
نه هیڅکله نه
هلته داسی نو ر کارونه سته چی انسان اړتیا ورته لری لکه یو یا دوه ساعته د کور دپاره خوراکی توکی رانیول وبازاته تګ ، یو ساعت وکار ته تګ او راتګ ،یو ساعت داشنایانو او دوستانو سره لیدل کتل ، یو ساعت دیو شی زده کړه کول او یا لوستل ............
که دا هم حساب کړو نو به 4 کاله نور هم زموږ دعمر څخه کم سی نو به وموږ ته د63 کلو څخه صرف 4 کاله پاته سی ایا دغه څلور کاله موږ دالله جل جلاله په عبادت تیرو نه هیڅ کله نه
نو راځی چی دغه ډیر لږ عمر هم غنیمت وګڼو او دکارکولو ، په پښویا موټر کی تګ ،په بازار کی په مجلس خپله زړه او ژپه دالله جل جلاله په ذکر مشغوله کړو
هلته ډیر داسی څه سته چی ووخت ته اړتیا نه لری او یو مؤمن سړی کولای سی چی وخپل څان ته ډیر حسنات وګټی دبیلګی په ډول : سلام اچول
یوه ورځ رسول کریم صلی علیه وسلم ناست ؤ یو سړی راغلی اوویل السلام علیکم رسول کریم صلی علیه وسلم وویل دایې لس
بیا وروسته بل سړی راغلی اوویل السلام علیکم ورحمة الله رسول کریم صلی علیه وسلم وویل دایې شل
وروسته بل سړی راغلی اوویل السلام علیکم ورحمة الله وبر کاته رسول کریم صلی علیه وسلم وویل دایې دیرش
په یوه ثانیه کی30 نیکۍ ګټل
ددی پر ځای چی موږ وچا ته ووایو صبح بخیر ، ګوډ مارننګ او صباح الخیر ... ددی الفاظو پر ځای که موږ ووایو السلام علیکم نوبه موږ10 ګټلی وی که ووایو چی السلام علیکم ورحمة الله نوبه مو 20 نیکۍ ګټلی وی او بیا ووایو چی السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته نوبه مو 30 نیکۍ ګټلی وی
په یوه دقیقه کی 8540 نیکۍ ګټل
دقرآن شریف هر حرف په لس نیکۍ دی
په یوه مخ کی 15 لیکی دی چی هره لیکه 35 – 40 حرفه دی یوه لیکه په 4 ثانیو کی ویل کیږی که یوه لیکه ووایې نو به 350 – 400 نیکۍ وګټی
400* 15 = 6000 نیکۍ
او کولای سو چی په یوه دقیقه کی الحمد لله شریفه ووایو په الحمد لله شریفه کی 122 حرفه دی 122*10=1220 دیو ځله ویلو 1220 نیکۍ که یې 7 ځله ووایو 8540 نیکی به وګټو
په یوه دقیقه کی 3 واره دقرآن شریف ختم کول
په یوه دقیقه کی قل هوالله شریفه 12 واره ویل کیدای سی دقل والله شریفی 3 واره ویل دقرآن شریف دختم سره برابردی که موږ هره ورځ 12 واره قل هو الله ووایو نو به موږ په میاشت کی 120 ځله دقرآن شریف ختم کړی وی چی دا کار دکار کولو ، تګ ، بازار کی هم کولای سو نو به موږ په هغه یوویت کلونو کی چی کار دی
په میاشت کی 4 * 30 ورځی = 120 ختمه
په کال کی 120*12 = 1440 ختمه
1440* 21 کاله چی دکار وخت دی = 30240 ختمه دقرآن شریف
په 2 ثانیو کی یونیم ملیارد نیکۍ
که یو سړی په ورځ کی یو ځلی ووایی :
اللهم اغفر للمؤ منین والمؤ مینات
دمسلماناو په شمار نیکۍ به وګټی
ajaza