د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

برهان الدين رباني که ښاغلئ حامد کرزئ؟

م ن غروال
10.10.2003

د جمعيت اسلامي ګوند د رباني دهېواد ولسمشرتوب خوبونه راتلونکي کی ويني٠
تاسو په هېواد مينه والو خويندو او وروڼو څه ډول نظر لرئ چه دا خوب به رښتيا شي؟
ايا ښاغلئ حامد کرزئ د دده په پرتله د راتلونکې ولسمشرئ لپاره مناسب دحال نه دې؟
ستاسو په اند څوک د وړ کس دې مقام ته ګورئ؟
په درنښت

-----------------------------------------
[color=blue:2dacec2ec4]افغانستان د سوكالۍ په لور!!! [/color:2dacec2ec4]


Rabani aw ke Kerzay

N
10.10.2003

اسلامې جمعېت هغه بنسټپال او پښتنې ضد ګوند دۍ چې دډاکتر نجېب په وخت کې ېې پښتانه
پدي پلمه چې د ښاغلې حکمتېار دأسلامې ګوند غړي دي, دشمالې سېمو څخه کرارکرار راشړل.له
بده مرغه پدي هکله ددولت ,ملې ستم او جمعېت تګ ﻻره, ېوه وه
دطالبانو دماتې پروخت ېې دخپل تارېخې او رښتېنې انډېوال روسېې څخه څه دپاسه دپنځه څلوېښت
مېلېونو ډالرو په ارزښت , چاپ کړي أفغانۍ اوډول ډول وسلې پلاس راوړي چې څو لسېزي به ورباندي مزي او چړچې
کوي او ددي خېرات دشکرانې په ډول به دروسانو دګټو ساتندوې وي.
نوله دي امله ښاغلۍ کرزۍ دخپلو ټولو نېمګړتېاوو سره سره دپښتنو او همداډول ټول هېواد لپاره تر
ملا ربانې سل واره, ښه دۍ.
په مېنه اودرنښت.


Re: Rabani aw ke Kerzay

N
11.10.2003

بخښنه غواړم د الېکنه پورته سته نوځکه دلته په تېروتنه سره بېالېکل سوي وه.
په مېنه اودرنښت.[/quote]


انځورګر
12.10.2003

سلامونه دي ډالي وي ـ


م ن غروال
17.10.2003

حقدارو خويندو او درنو وروڼو درنښت او سلامونه مې ومنئ!
له هر څه ړومبۍ د پتمنې خورې نيلوفر او دزړه سر خالد جان د نظر ليکنو څخه ډيره زياته مننه کوم اودګېډۍ ګلونو سره يو ځائ سلامونه هم درومنئ٠ بخښنه غواړم چه ستاسو د نظر ورکولو په ځواب مې بيړه نده کړې هغه ځکه چه ما دنوروعزتمنو خويندو او عزيزو وروڼو د نظر ويلو څخه تمه ځکه کېده چه د هېواد ولسمشر ټاکل د وطن په سياسي اقتصادي او فرهنګي اړخو مسقيم تأثير لري او مسئله نبايد له سره عادي تېره کړل شي او يا هم اصلا اهميت ورنکړل شي٠ خير په هر حال ستاسو سره زه کاملا موافق يم څه وکړو ډير بد دغليم په خولو او دامو کی بند يو ٠ داستان ډير اوږد دی خو ستاسو ليکنو باندي به يې بس کړم دما په عقيده مو درست ليکلي دي اما دا دزړه يوا خواله به زه هم عرض کړم ٠
فکر کوم چاره يوازنې همدا ده چه بايد حوصله وکړو او زغم ولرو٠ که نظام د وطن د ملي اردو او مسلکي پوليسو په جوړلو بريالئ شو او د کورنيو او باندنيو سياسي ا صولو او نظم د رعايت لپاره د نوؤ قوانينو تصويبېدل وطن کي د متجاوزينو توپکسالارانو او د اسلام په نامه غير رسمي او غير اصولي او په کورنۍ جګړه کی کښيلو ګوندو، د ګوندي او نظامي فعاليتونو ( د ترور، راکت ويشتلو په نواميسو دتجاوز، دوطن هستي او نيستي لوټولو ) مخ نيوي لپاره زيات امکانات برابروي٠ او د وخت په تېرېدوبه انشاالله تعالی بنسټ ددوئ د منځه وﻻړ شي٠ او که خدای ج کول د خپلو کړو او جګړو او لوټولو او تجاوزو ځواب به، هم په هېواد کي اوهم د هېواد څخه بهر د بشري حقوقو قوانينو له مخي د ملګرو ملتو په محکموکی وايي٠
دا به کوم اسلامي منطق ومني چه د مسلمان د پت ساتندوئ ﻻدين يا کافر وي اما د اسلام په نامه ګوندو هېواد ته دا تحفه راوبخښله او د نړئ اسلامي هېوادونه دومره ظرفيت او اهليت درلود چه پرته د بې ځايه ﻻس وهنې بل څه نه وؤ چه د جګړې اور ته به يې نوره هم دخپرېدو لمن وهله او ﻻ به د و طن د کاملې تباهئ با عث ګرځيده٠ داستان چه رالنډ کړو را به شو اوسني د وطن وضعې ته٠ هر بې ګناه مسلمان افغان، او هغه مسلمان افغان چه د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ تږئ دی او ديموکرات اندويه دی او د هېواد په وېجاړ حالت يې له زړه د غم سرې اوښکې تويږي، د ايساف شته والئ په افغانستان کي يو فرض امر بولي٠ هغوئ چه ﻻ تر اوسه د اسلام په نامه ګوندو ته د ننئ سياسي ﻻرې دخنډو او ويشتلو او جګړو ته دجهاد لقب ورکوي، نږدې ده چه په اسلام صادق مؤمنين نور په ښکاره نارې کړي،،، توبه توبه ستا ددغه اسلامه نور توبه،،،لکه څنګه چه کابل کي خلکو په دېوالو ليکل ،،، مونږ دا اوه٠٠٠٠ نه غواړو هماغه يو ٠٠٠٠ غواړو٠خير اوس بيا پښتانه دي چه په مختلفو نومو باندی سر ته په امريکايې بمو ويشتل کيږي دا دهماغه خلکو سياسي کړن ﻻرو نتيجه ده چه په خواشېنئ سره بايد ووايم چه غواړي د پښتون ټبر په امريکا بمباري کړي او بس٠ بايد نور ځان وژغورو او خپل راتلونکي ته متوجه اوؤسو چه په هيڅ صورت د هېواد او مسلمان او پښتون دښمن لخوا دجهاد او نورو مختلفو نومو او شکلو په ذريعه ونه لمسول شو٠ زما په اند دښاغلي حامدکرزي د رانسکورېدلو په پرتله به ډېره ښه وي چه له هغه سره سياسي هراړخيزه نږدې مرستې وکړو تر څو افغاني سياست د ديموکراسۍ په لور خپله ﻻره نوره هم ګړندئ کړي٠ ترڅو دا ځپل شوئ هېواد نوره لږه د ژوند سا وکاږي او د بيا رغونې او دتوپکوالو بې وسلي کولو پروسه مخ په وړاندې وﻻړه شي او نور د يتيمانو او کونډو او معيوبينو او اواره ګانو او ګدايانو پر ليکو يې ورزيات نکړو٠ که نه داسې لوښئ به يې پر ځائ کښيني چه بيا به پيښماني کومه ګټه ونلري٠ په درناوې٠ غروال


انځورګر
17.10.2003

زما مسلمان ورور غروال صاحب !
بنډل بنډل سلامونه او نيکي هيلي دي در ته ډالۍ وي ـ



ليلماـ الفت
17.10.2003

[color=blue:6381d13c4d]پښتنو وړونو او پښتنې خور ته سلامونه !
زه په سياسي چارو کي نالوستې يم خو نړۍ وال مطبوعات کله نا کله څارم
[/color:6381d13c4d][color=white:6381d13c4d]زما په اند ډيره ښه موضوع مو راخستې ده او په اخيري ليکونو کي ډېره واضح سوې هم ده نو ځکه زما ليکني ته اړتيا نه ليدل کيږي ـ[/color:6381d13c4d]
زما په دا کمزوره اند کي چه څه وه هغه ښاغلي غروال صيب تا ليکي دي او منلي ژورناليست ښاغلي هادي ستا سي خبره زه په دې خوښه وم چه زموږ په افغانستان کي د ملت پالو او ملت پرستو سياستوالو ډيره کمي ده موږ چه کوم سياستوال لرو که په داخل کي دي او که په خاريج کي په 100%کي 99%مو هغه سياستوال دي چه په شا ئې د ملي جناياتو درانده پيټي دي نو په دې خاطر د ښاغلي کرزي پلوي او سيپورټ په دې استراري حالاتو کي زما په اند مناسب کار دئ ـ
[color=red:6381d13c4d]ستاسي پښتنه خور ليلوما الفت دامريکا د کلفورنياد ايالت څخه[/color:6381d13c4d]


layloma khor she ragly

N
17.10.2003

غواړم پدي توګه وخپلې ګرانې خور اغلې لېلوماته وټول أفغان پاڼې ته دزړه دکومې
اوتله هرکلۍ اوښه راغلاست وواېم.
که رښتېا وواېم نو نن مې ستاسو څو لېکل سوي مطالب په همدي پاڼه کې ولوستل.
تاسو ته دهرډول برېالېتوبو په هېله.
په مېنه اودرنښت . ستاسو خور


سياسي وجدان څه وايي ؟

نقاد
17.10.2003

[color=blue:d2e2cebed9].......................................... بسم تعالی .............................................
لومړی دانګليس او بيا د ستالين له وخته د شوروي او اوسنۍ روسيې شتراتيژيکه هڅه تل دا وه چې پښتانه په افغانستان کې کنترول او له سياسي مشرۍ څخه يې دوهم سياسي رول ته راوغورځوي .د ډيورن کرښه د پښتون واحد اولس او واحد افغانستان د زړه پر سر تيرول د انګليسي ښکيلاک او د شش جدي ير غل د سره ستعمار د خونړي ښامار هڅې د همدې موخې له پاره ترسره شوي دي . د جهاد په لسيزه کې د پښتنو کنترول د انګليسي استعمار د بړيسی پاکستان پر ﻻس د يو پر ځای د شپږوتنظيمونو په جوړولو او د پښتنو د ټوټه کولو په وسيله تر سره شول، حال داچې نورې ټولې ډلې يې يوه جمعيت اسلامي ته وهڅولې او ډير پښتانه يې هم پرې دپاسه سربارئ کړل . هو د جګړې او تباه کيدلو له پاره يې پښتانه هڅول ، خو سياسي امتيازات يې نورو ته په نظر کې نيولي وو. د هيواد په داخل کې د روسانو او پرچميانو سيات تر دې زيات د پښتون قام تباهۍ او دپښتنو سيمو بربادۍ ته متوجه و . د پرچم او مسعود اتلاف طرحه په روسيه کې د يلڅين سره د پاکستان او ايران په هوکړه رامنځته او پلې شوه . او څنګه چې د خليج په لومړۍ جګړه کې حکمتيار د امريکا د مرستو سره سره د صدام په پلوۍ او د سعودي او امريکا پر ضد ودريد ، امريکا هم د معتدلينو په نامه د پښتنو پر ضد ددغه نامقدس اتلاف ملاتړ وکړ ، او د نجيب د سقوط په درشل کې يې د خپل سياسي استازي ټامسن په وسيله د شمال د نوي اتلاف ښکاره ملاتړ اعلام کړ . خو کله چې د رباني حکومت د روسيې په هدايت د پاکستان پر ځای دهند او پخپله د ايران سره ځان نږدې کړ ، د پاکستان و امريکې دواړوانديښنه اوڅارنه يې ځان ته راواړوله . د امريکا هدف د ايران پر ضد يو مذهبي ديوال جوړول او د پاکستان هدف د پښتنو يو داسي حکومت رامنځ ته کول و چې له ډيره مذهبي تعصبه نه ځان وپيژني او نه جهان ، نه دوست او نه دوښمن ، نه ملي ګټې او نه ملي سياست ، څو د پښتنو ملي روڼ اندويان ، پوهان ،سياتوال ، ازادي اود ملي استقلايت غوښتونکي ګوښه او تجريد کړي . نو طالبان يې د يوه مترقي ، تنويري اوانقلابي اسلام د استازو په توګه نه ، بلکې د يو ساده ، دهقاني او عنعنوي ديوبندي اسلام د استازو په توګه وروزل ، او قدر ت ته يې ديو ملي افت په بڼه ورسول . نور نو پښتانه د نورو په وسيله نه، بلکې پښتانه دپخپله ددغو پښتنو په وسيله د پاکستان له خوا کنترول کيدل . پاکستان په ډيره ماهرانه توګه وکړای شول چې په پښتنو باندې د امريکا هغه بې اعتمادي چې د حکمتيار په وجود کې پاکستان راپارولې وه ، د طالبانو په وسيله نوره هم زياته کړي ، نو له يوې خوايې د طالب د حامي او دوست رول لوباوه او له بلې خوايې طالبان دخپل دست امريکاسره دوښمنۍ ته هڅول ، او د القاعدې مرکزونه يې هم افغانستان ته ليږدول ، په دې توګه طالب او طالبي افغانستان د غربي جهان سره له مستقل عمل او مستقلو سياسي روابطو څخه محروم پاتې کيده او نور هم د پاکستان ځولۍ ته لويده . پاکستان ورته ډېرې د تمساح اوښکې هم وبهولې ،چې وروسته د امريکايانو د بريد په وخت کي يې حقيقي څيرهم طالبانو ته معلومه شوه .
خو د القاعدې په مشرۍ طالب مشرانو مذهبي تعصب د امريکا سره دسختې دوښمۍ په شکل نور د پاکستان له کنترول څخه هم وواته ، او د ټول طالب غورڅنګ د تباهۍ سره يې د پښتنو سياسي او حتی تاريخي تباهي هم منځ ته راوړه . او د پښتنو پر ضد هغه خوب او خيال ته چې له سياسي مشرۍ څخه يې وغورځوي ، او د تاريخ په اوږدو کې پرې نه انګليس او نه روسان پرې بريالي شوي وو، د طالب جهالت ، تعصب او ړوندوالي له خپله ﻻسه او په غړولو ،ولې ړندو سترګو تحقق وروباخښه . نو اوس به پښتانه له صفر څخه بيا له سره شروع کوي ، اودا شروع به طبعا له وحدت ،ملي او سياسي بيدارۍ او په يوه واحد سياسي مشر، که هغه کرزی هم وي راټوليدل غواړي ، څو ټاکنې ترې بل څوک ونه ګټي ، نور که کرزی هره بلا ده ، خو د راتلونکو انتخاباتو له پاره د پښتنوپر زخمونو يواځينۍ دوا ده ، هيله ده طالبان ورونه يې هم تکتيکي ملاتړ وکړي ، او د خواجه يين ملا رباني په وړاندې يې ناکامۍ ته ورنکړي . تر ګټنې وروسته به بيا د پښتنو د استازو له لارې په اولسي جرګه او پر واټنونو د ﻻريونو نو او ديموکراتيکو خوځښتونو په زور بيا دکرزي سره هم پوه شو ، که خدای کول ، ومن الله التوفيق ! نور بيا، والسلام[/color:d2e2cebed9]


م ن غروال
17.10.2003

[color=blue:5c505c4c1d]او د خواجه يين ملا رباني په وړاندې يې ناکامۍ ته ورنکړي [/color:5c505c4c1d]
ښاغلۍ پاڅونوال صاحب د بنده سلام او نېکې هيلې ومنئ٠ ډيره تاريخي اوزما په زړه مو څېړلې ده٠ خو داپورتنې جمله مو ډېره ښايسته لطيفه ده٠ نن ما تصادف يو ميلمه درلود ستاسو لېکنه يې ولوستله او ورته شين شو په خندا٠ او چه ما او يارانو ولوسته باور وکړه ټوله دې وخندولو٠ خدای ج دې خندان لره٠ دوئ د افغان پاڼې په لېدو زياته خوښي څرګنده کړه٠
هو، اوس څه چه راپېښ دي دا سمبال دې يو وار سم کړو بيا به له کرزي سره هم ګورو٠ الله دمل شه٠ په مينه٠ غروال



ليلماـ الفت
18.10.2003

ګراني نيلو خور او پتمنو وړونو پاڅون وال او غروال صاحبانو !
تر هر څه د مخه ستاسي ټولو سلامونو ته ـــ وعليکم سلام
ګراني خور و ټول افغان ته زما د هرکلي نه ډيره مننه ځکه زه ئې ددې جوګه کړم چه يو څه نور وليکم دغه موږ او تاسي يو چه يو څه لاسونه سره وښوره ؤ او خپله ژبه د مړو ژبو له ليست څخه راوباسو خو د تعجب خبره داده چه هغه زيږه پښتانه او دا بې وسه ژبه څو نه په ضد او نقيذ واټن کي سره پراته دي زما په اند موږ پښتانه بايد دغيرتونو دافسانوي فلم څخه راووځو او خپلي پښتو ژبي او خپل کلتور ته کار وکړو نه پوهيږم چه زموږ پښتنو ژبي او لاسونه ولي فلج ووهل د يو ساده سلام جواب ته ئې زړه نه جوړيږي ـ
ددونه اسانتياوؤ سره سره په ټول افغان کي د ګوتو په شمېر کسان ليکني کوي او د کاريګرو ئې شمير تر سلو اوښتئ دئ ـ نو وړونو او خوندو بيريږم پر دې چه که پښتانه په ټاکونو(انتخاباتو) کي هم داسي کعاله او سوست پاته سي نو برئ به يقيني زموږ د ژبني ښکيلاکګرو په برخه سي او زما خواږه وړونه پاڅونوال او غروال به کښته سر ګوري او وائې به چه هغه موږ چه توره په وهل هغه کرزئ هم چندان شئ نه وؤ :) :lol:
د ويښو پښتنو د لاري مل ـ ليلوما الفت


نقاد
18.10.2003

يو متل وايي : که رقيب دې ګيدړ هم وې ته ورته تياری د ځمري نيسه ! پښتنو لږتر لږه دسياست په برخه کې په دې متل تل پښه راکښلې ده، غير پښتانه قومونه چې دا متل تل پلی کوي ، او ګيدړ ته هم د ځمري تياری نيسي ، نو په داسې حال کې به څنګه د يو ځمري رقيب لکه پښتون داکثريت پر ضد تياری ونه نيسي . ؟ ددوی په تياري کې ډير شيونه شامل دي ، د ساري په توګه :
1ـ د پښتنو فيصدي يې له 64 ٪ څخه څخه څو څلويښتو سلنو ته راټيټه ښودلې ده او په دې لړ کې يې د سي ای ای ويناوې خپل معياربلبلی دی .
2ـ په شمالي سيمو کې يې يوشمير اولسوالۍ په ولايت حساب کړې او د اولسواليو شمير يې هم زيا ت کړی دی څو غير قانوني استازي په اولسي جرګه کې د رباني په پلوۍ رامنځته کړي ،
4 ـ دغه راز د تاجکستان ګڼ شمير اتباعو ته افغاني تذکرې ور کړ شوې څو د سبا ورځې له پاره ترې کار واخيستلای شي .
5 ـ په کابل کې د نويو کورونو په اخيستلو او نورو ټولنيزو مرستوپه لړ کې غير پښتنو په تير پنجشيريانو ته کورونه ويشل کيږي خو پښانه ترې يا بي برخي کوي او يا که پښتون د تاجکپه نامه تذکره واخلي نو بيا يې کار اجرا کيږي ، ددغسې نورو شل او زرقسمو فشارونو له ﻻرې د پښتنو تاجکيزه کول روان دي ، څو په ټاکنو او سر شميرنو کې ترې د پښتنو پر ضد ناوړه ګټه پورته کړي .
ددې ټولو درغليو او نيمګړتيا په وړاندې بايد پښاتنه ويښه او اغيزمنه مبارزه پيل کړي واسلام



ليلماـ الفت
19.10.2003

پر خبرومو برکت هم داسي ده پاڅونوال وروره !
زماپه اند موږ پښتانه هغه بيده قوم يو ـ چه تر څو پوري مو غليم پر ننګ او ناموس تېرئ ونه کړي نه راکښېنو
دغه زموږ غټه ستونزه ده چه په خپل کور کي راته غليم کمين نيولئ وئ خو موږ په خبر هم نه يو.........په مينه


نقاد
24.10.2003

[quote:256ee11a66="خالد هادي"]
زما مسلمان ورور غروال صاحب !
بنډل بنډل سلامونه او نيکي هيلي دي در ته ډالۍ وي ـ
....او زه په دې کي در سره ملګرئ يم چه په اوسني وخت کي د ښاغلي کرزي لمن نيولو ته اړتيا سته ځکه هغه توان او امکانات چه ښاغلئ کرزئ ئې لري په بل چاکي نه وينو او که وي هم نو هغه دې کار ته غاړه نه ايږدي ـ
.............................په ډيره تنکۍ مينه
[/quote:256ee11a66]

منلی خالد هادي صاحب ، په اند دې برکت شه ، که څه هم زه د جمله بندۍ ددې شکل سره هوکړه نه کوم چې ګنې اولس ، يا پښتون قام دې د يو شخص لمن ونيسي چې هغه نه پيروي ، نه ولي ا و نه پيغمبر، بلکې بر عکس سياستوال ، په تيره بيا هغوی چې کانديديږي ، بايد د اولس لمن ټينګه کړي. خو دا خبر ﻻ روښانه نه ده چې کرزی صاحب به د امريکا لکۍ راټينګوي که د اولس لمن ؟ که څه هم هغه غريب به اولس ته وايي چې ستاسو له پاره مې د امريکا لمن نيولې او امريکا ته به وايي چې ستاسو له پاره د اولس پښو ته لويږم ، او د ګرم او يخ دوزخ په منځ کې به سړې تودې منډې رامنډې وهي ، دې ته وايي سياسي هلې ځلې . خو ماته هادي صاحب ستاسو د همدغې پورتنۍ جملې پاتې برخه هم ډيره جالبه بريښي ، کومه برخه چې تاسو دد ليل په توګه له (( ځکه)) څخه وروسته بشپړ کړې ده .
د کرزي صاحب له ((توان)) څخه مو ښايي د هغه بدني او روغتيايي توان او له ((امکاناتو )) څخه مو د هغه امريکايي امکانات مرام وي ؟ چې دا دواړه مثلا پخوانی اعليحضرت نه لري ، او که له امکاناتو څخه موموخه په اولس کې د محبوبيت ، باور او اعتماد درجه وي ، نو په هغه صورت کې کرزی صاحب د اعليضرت سيوري ته هم نه رسيږي . خومتاسانه چې سياست ، په تيره چې ملي هم نه وي ، له ډيرو امکاناتو څخه استفادې ته نه ، بلکې له وروستيو مکاناتو څخه سؤ ستفادې ته وايي . له دغسې وروستيو امکاناتو او تصادفاتو څخه هم داود خان، هم ترکي ، امين ، ببرک کارغل ، ملا رباني ، ملاعمر او حامد کرزي ټولو سؤ استفاده کړې ده او يو هم ملت نه رامنځته کړي وو او نه د ملت تر کنترول ﻻندې قدرت ته رسيدلي وو .
دغسې وروستي امکانات د سؤاستفادې له پاره کرزي او امريکايانودظاهر خان په ګوښه کولو کې هم ليدلي دي . دا کار د لويې جرګې په پيل کې په يوه دراماتيکه توګه ترسره شو ، چې اعليحضرت په شين زور او دلويې جرګې د يوې ورځې ځنډ په نتيجه کې له کانيد کيدو څخه ﻻس اخيستلو ته اړويستل شو. دا چې اوس هم ستاسو په وينا ((... هغه دې کار ته غاړه نه ايږدي ـ)) ، همدغسې کوم علت به يې ښايي تاسوته هم ښه معلوم وي ، که لوستونکو ته پرې رڼاواچول شي بده به نه وي . ځکه يو ګوند چې وايي د (( د ملي وحدت تحريک)) دی ، په ټاکنو کې برخه الي ، دوی به څو ک کانديدوي ؟ ايا له اعليحضرت پرته د بل هرچا کانديديدل به د کرزي او پخپله د هغه کانديد د ناکامۍ سبب او په دې توګه د ټولو پښتنو ناکامي نه وي ؟ او برعکس ايا ټاکنو ته د پخواني باچا دريدل ، چې کرزي هم د خپل مرستيال (صدراعظم) په نامه ونومي ، يو سر تاسري ملي موفقيت
رامنځته نکړي؟ او يو ملي بدلون به د فغانستان په داخلي او خارجي سياست کې رامنځته نکړي ؟ او زمونږ دوستانه مناسبات به د لويديزو هيوادونو سره هم ، تر امريکا پورې ، د ملي واکمنۍ په چوکاټ کې خوندي نکړي ؟
په مينه درنښت او سلامونو ، ستاسې : پاڅونوال


م ن غروال
26.10.2003

ښاغلئ پاڅونوال صاحب سلام عرض کوم
اعليحضرت په تاسو ډير ګران دی او ما ته تل د غازي امان الله خان د اورګاډي اوسپنې او جرمنئ اورګاډئ چه دارﻻمان کي، وايې ﻻتراوسه هم شته، را په ياد شي٠ چه محترم او راته ګرانه بابا دا پلان خو به دې ﻻاقل يو څو فيصده تطبيق کړائ وائ٠ او دشهيد داود خان پنځه کلن اقتصادي پرمختګ که د ظاهربابا د لسو کالو خدمت سره مقايسه کړو او ٤٢ کاله د بابا وجود په وطن کي، نو تناقص يا توپير په لوړه کچه پيدا کيږي٠ د خلکو د بېسوادئ او وطن کی لوږه، د ننيو بدبختيو د بنسټيزو علتو له جملې څخه دي٠ خير اوس له دغو نېوکو څه ﻻس ته نه راځي هر افغان او افغانې سره چه د سولې او پرمختګ خيال ملګرئ وي زيار يې دادی چه هر څه زر تر زره توپکوال بې وسلې او هېواد د يوه ولسواک حکومت جوړولو په لور نور هم خپل ګامونه ګړندي ګړي٠اوس چه له کومې بلا سره هېواد ﻻس په ګرېوان دی د هغې لپاره به هر يو تر خپل حده څه چه ﻻس کی شته کار ترې واخلو تر څو د سولې خپلواک افغانستان بيا انشاالله تعالی ولرو٠ د بابا پاچا کېدل يا د ملي زعيم په حيث رسمي دنده تر سره کول، فکر کوم چه دده له فزيکي توان څخه به وتلې خبره وي٠ که نه په نړېواله کچه له بابا څخه پورته نامتو سياسي شخصيت، چه د لويديځ او ختيځ او ملت لپاره دنورو ټولو سياسي مشرانو په پرتله د منلو وړ شخصيت وي، نشته٠ اوس ښاغلئ کرزئ اعليحضرت ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د وطن بابا يې بولي٠ ظاهر بابا ته د خدا ج نور هم اوږد عمر ورکړي اما ددوئ تشه به په راتلونکې کي چه کرزئ صاحب ﻻس ﻻندي کار وکړي څوک ډکه کړي؟ زما په اند اعليحضرت چه اوس پدي عمر هېواد ته راستون شوئ دی ډير غټ کار يې کړئ دی٠ او بله دا چه دوئ هم خپله دباچا کېدو يا بله کومه حکومتي رسمي دنده په نيت کی نه لرله او نه يې هم اوس لري، صرفا د هماغه کرزي صاحب لقب چه د خپلو بچيانو لپاره تر څو چه دوئ راته ژوندئ وي ديوه بابا په حيث يو لوئ سيورئ وي٠ او خدائ مکړه دده دسترګو په پټولو له دنيا څخه، نو زامن يا لمسي به يې ولس؟ ، څه ووايم، که ويې مني٠
په درناوې٠ غروال



ليلماـ الفت
26.10.2003

درنو وړونوپاڅون وال او غروال صاحبانو سلامونه
ستاسي د خبرو په جواب کي [color=red:b4a5187cfa]داياپښتانه دټوټه کيدو سره مخ دي[/color:b4a5187cfa] موضوع وګورئ په هغه کي زما ورستئ ليکنه
ځکه پاڅون وال صاحب د هادي په ليکنه کي مو دلمن نيولو نيوکه بې ځايه ده ولي لمن نيول يوه عامه اولسي اصطلاح ده د بيعت په معنا نه ده چه يواځي ولي يا پيغمبر ته راځي او غروال صاحب پر زړه خبره دي وکړه ځکه موږ بايد تير ته نه بلکې اوسنۍ او راتلونکو ستونزو ته د حل لاري ولټوؤ :roll: :roll:
په درنښت ستاسي پښتنه خور ليلوما الفت


نقاد
02.11.2003

منلي غروال صيب ته له سلام نه وروسته:
زمونږ مطلب يو دی ، خو دغسې چې کرزی صاحب په بابا ډاډه دی ، ټول پښتانه پرې هم دغسې ډاډه کيدل غواړي ، و هغه يواځې هغه وخت کيدای شي چې دی په سياسي توګه د ملت بابا شي ، که نه دغسې صوري يا فورمال مشرتوب او بابا توب خو نجيب هم ورکاوه ، حتی په اخر کې يې ټوله سياسي مشري هم ورپريښودله.
هدف دادی چې نه په کرزي صيب او نه بل چا باندې ملت، په تيره بيا پښتانه راټوليدای شي،ځکه له يوې خوا
کرزی دده غوند ې د سياسي باور او اعتماد سابقه په پښتنو کې نه لري او له بلې خوا نوموړی د امريکا د ګوډاګيتوب په تور سخت تورن دی . دغه راز له يوې خوا امريکا ديوه نامسلمان ، يو بهرني او بيا يو سوپر قدرت په توګه په خپل هيواد کې څوک زغملی نشي ، او له بلې خوا د سپتمبر له د 11 له پيښې راهيسې يې
د طلب او القاعدې په سر ټول پښتانه د هيوادد سياسي برخليک په ټاکلو کې له حقه حقوقو او کوانده رول څخه بي برخېکړي دي . د کرزي صيب دريځ داسې نه دی چې له هغه څخه د امريکا او شمالي ټلوالې په وړاندې
د ملي ګټو د ساتنې طمع او هيلمنتيا وشي ، او دا نيمګړتيا د يوې لويې کندې په څير يوه ستره خلا ده چې پښتانه يې په پوست غوښو او هډوکو حس کوي. په ظاهر خان با با دا باور شته چې هيڅکله به دغسې خاينانه معامله ګرۍ ته موقع ورنکړي . له دې پرته با با کوم بل امتياز نه لري ، خو دغه امتياز د ملت په اند داسې يو امتياز دی چې دبل هيڅ چا په برخه شوی نه دی . د با با فزيکي ناتواني ، د شاهۍ غوښتنه يا د هغه د کورنۍ ،زامنو يا لمسي سياسي مشري هيچاته مطرح نه ده او نه کوم رول لرلي شي.
سر بيره پر دې د بابا له 42 کالو واکمنۍ څخه 22 کاله د هغه ترونو مطلقه واکمني وه، 10 (لس) کاله د صدراعظم داود خان واکمني وه ، چې ظاهر خان يوه ته هم له خولې څخه اه نشو ويستلی ، د ده خپله دوره د ديموکراسۍ لسيزه وه اوبس. که دا ومنو ، نو بيا يې بيلانس تر ټولو مثبت او غوره دی.
خو محترمه وروره ، نه ا نګليس ، نه روسان او نه هم امريکان کوﻻی شول او نه کو ﻻی شي چې زمونږ د ملي وحدت او ملي واکمنۍ د خوندي کيدلو سره سره دې په فغانستان کې دپښو ايښودلو يا سياسي ﻻسوهنو چانس تر ﻻسه کړي . نو ځکه دوی بايد تل افغان واحد ملت په دوه برخوﻻيو له بل څخه د پښتون او غير پښتون په نامه بيل او يو دبل سره په کړ کيچ کې وساتي ، څو ددوی ﻻسوهنې ته په کې د يوې ډلې نه يوې ډلې اړتيا موجوده وي .پښتانه له اره د لوی قوم په توګه د نورو قومونو سره مخالفت او دوښمني نه غواړي ، ځکه په ملي وحدت ځمکنۍ بشپړتياکې خپل حقه حقوق ورته خوندي ښکاري ، او هيڅکله د ملي وحدت ماتول نه غواړي نو بهرني قدرتونه ددوی په څه پوه وګړي دورونو قومونو دوښمنۍ ته نه هڅولی شي او نه يې تيرايستلی شي ، نو ځکه ، که کله هم دوی دپښتنو پلوی کوي، هغه به په هغه صورت کې ممکن وي چې وکړای شي پښتانه تيرباسي ، يعنې د نورو کورنيو قومونو او يا ګاونډيو هيوادونو پر ضد وهڅوي ! دا هغه وخت کيدایشي چې د پښتون قوم مشران او په څه پوه ځواکونه يې ګوښي کړي او له سياسي ډګر څخه ويستلي وي ، لنډه داچې دپښتنو ساده ، ناپوه اوله کورني او نړيوال سياست څخه بې خبره او متعصب مذهبي قشر لکه طالبان يې په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه قدرت ته رسولی وي . خو بر عکس په نورو ورونو قومونو کې د پښتنو پر ضد د هڅونې امکانات ورته پريمانه دي ، ځکه په څه (( پوه)) قشرونه که د ملي وحدت د ساتنې په چوکاټ نشي جلبولی ، نو د ملي وحدت او د افغانيتان د خمکنۍ بشپړتيا پرضد يې د غوړو وعدو په زور بياهم د پښتنو په وړاندې هڅولی او
استعمالولی شي . ددغسي لمسونو څخه چې انګليسي استعمار د پښتنو د خورا لوی اکثريت له کبله خپل مرام ته نشو رسيدای،نو پخله په پښتنو يې را باندې کړل او په زور سره يې د ډيورن د فرضي کرښې په تيرولو سره په دوه برخو وويشل. ولې روسانواو امريکايانو په څرګنده توګه د پښتنو پر ضد د نورو قومونو د لمسونې او دهغوی سره د مرستې او شا ټپونې ﻻر خپله کړ ه . دد غسي سياسي شتاتيژۍ په اډانه دوی د ظار خان په څير د ملي وحدت يوې نه تير وتونکې څيرې ته د سياسي مشرۍ چانس نشي ورکولای . کرزی صيب که څه هم ښه او شريف سړی بريښي ، خو بيا هم د وطن او افغان ملت دومره اصيل بچی نه بريښي چې د ملت ارادې ، د ملت دوحدت او
هيواد د راتلونکې له پاره د ځان پر ځای د با با سياسي مشري لپاره بي امانه مبارزه وکړي او پخپله د هغه دسياسي مشرۍ ﻻندي د يو ازاد هيواد د مقدر صدراعظم په توګه د وطن خدمت ته ملا وتړي، کوم چې بيا نه يواځې د امريکا سره ، بلکې د ټولې نړۍسره خپلې دوستانه اړيکې د ملي ګټو پر بنسټ ازادانه ټاکلی شي .
والسلام . پاڅونوال


م ن غروال
03.11.2003

پاڅونوال صاحب سلامونه ومنئ
تاسو اند نه بلکه د وطن د خپلواکۍ او د خلکو په د اراؤ په تائېد يو رژيم جوړولو بنسټيزي اصول او مقرره د افغانستان لپاره ده٠ اما په خواشېنۍ سره لکه څنګه چه ښاغلئ کرزئ په خپل کامل واک کي ندې نو د بابا د رسميتوب په حيث بابا به هم د کرزي پشان کامل پخپل واک کي نه وي٠ اوس هڅه دا ده چه له دغه اوسنې سياسي وخت څخه څه امکانات لرو چه ﻻاقل د راتلونکې لپاره يې سرته کړو٠ چه تر ټولو لومړۍ چه په اساسي قانون کی پښتو ژبه ملي پيژندل دي٠ تاسو به د ښاغلي هادي ورور ليکنه لوستې وي چه موسی معروفي د هادي صاحب د پوښتنې په ځواب کي ويلي چه ولې دا نورې ژبي د افغانستان ندي چه هغې ته ملي نه واياست؟ هادي ورور ليکي چه دا ﻻ يو د پښتون قانون پوه دی٠
محترم پاڅونوال صاحب داسې کسان چه دا ډول ويل کوي نو د پښتو له دښمنانو به څه توقع وشي٠ دا جناب قانون پوه د ملي په مفهوم نه پو هيږي٠ او خپله خټه او د افغان دتاريخي هويت څخه ئې ککرۍ له بده مرغه تشه ده٠
هادي ورور د ملي معنی هم غوښتې ده، هيله کوم د وخت په درلودو سره که تاسو په مسئله رڼا واچوئ ښه به وي٠ زه هم تر خپله وسه به وليکم٠
پښتانه اوس هم غواړي د اوسني اداري پر ضد ټکه ټوکه وکړي چه د جهاد نوم ورکوي٠ په خواشينۍ سره پرته د پښتنو د ټولو سياسي او اقتصادي د پرمختګو له مخنيوي، نور هيڅ له ځانه سره ،ددوئ په وينا،جهاد، نلري٠ زما له اوسني سياسي کړکيچ او وضعې څخه ککرۍ داسې کار کوي چه د اوسني ادارې او له ښاغلي کرزي او اعليحضرت شاه بابا څخه حمايت وشي تر څو له غربي نړۍ سره د پښتنو سياسي اړيکي نږدي او دوستي د نورو په پرتله زياته شي٠ پروان او پنجشير ته مرستندوئې ټولنې سره د امريکا پوځيانو وﻻړل ښځې نر حتی ګلان يې په ﻻسو کي ورته نيولي وؤ٠ وايي پر ټانکو يې ورپاشل٠ مونږ يې سروته وؤلو کوز يې رانسکور کړو هغه هم مرستنويه بې وسلې خلک٠ پرته له غربي نېکې اړيکي د افغانستان امنيت او بيا رغونه غير ممکنه ده٠ مونږ هم بايد د خپلو نيمګړتياؤ د حل ﻻرې پيدا کړو او وڅيړو چه په څه کی مو ګټه ده٠ په سوله کي او که په وېشتو کي٠ اوس مسوده خلاصه ده بايد د خپلې ژبې لپاره بلکه د افغان هويت ته رسمي بڼه ورکړو چه افغان په خټه او نصب يعنې څوک؟ دا چه وپيژندل شول ، فکر کوم د ملي کلمه به له پښتو سره هرمرو مل وي٠ په درناوې


يو هم نه


مجيب انګار
28.11.2003

ګرانو!

درباني صيب اوکرزي صيب چانس(999)ختم)دی وايي چې.......کونجاړې په خوب ويني


فرهنګي افغان
30.11.2003

ګرانو دوستانو!دلته دا پوښتنه ډېره محدوده شوې ده . کرزی يا رباني ؟ دا خو به په دې مانا نه وي چې خدای مکړه دا وطن په قحط الرجال اخته دی او که څنګه ؟ دا ملت خو د قدر وړ داسې نور مشران هم لري چې د واک په دغه حساسه شېبه کې به د افغان ملت د لارښووني چاره په ښه شان ترسره کړي .او بيا که چېرې په ځانګړې توګه د رباني او کرزي خبره رامنځته کيږي نو افغان ملت به په دغه انتخاب کې کرزی وټاکي . ځکه د هغه لاسونه د ملت په وينو سره نه دي .څوک له دې انکار کوي چې رباني تر ستوني د افغان ملت په وينو کې ډوب دی .ملا رباني په افغانستان کې د کرکې ، نفرت ، بېلتون ،ژبنيو او سيمه ايزو شخړو او په ځانګړې توګه د پښتنو د وژلو تخم کرلی او ددغه ستراو ملي خيانت مسْوليت هغه ته او د جمعيت او نظار شورا نورو مشرانو ته ور په غاړه دی .هغوي له هر چا سره اتحاد وکړ چې که وکولای شي د پښتنو نوم او نښان له افغانستان څخه ورک کړي .هغوي د دغه مهم لپاره روس ، بلا روس ، اوکراين ، تاجکستان ، ازبکستان ، ايران ، ترکيې او د نړۍ ډېرو سرو او شنو کافرانو ته لاس ورکړ ، د هغوي نوکري يې ومنله او دغه اړ - دوړ يې په افغانستان کې جاري کړ .موږ پوره باور لرو چې د افغانستان خلک به دغه قاتل او قطاع الطريق هيڅکله په خپل لاس خپل بادار مقرر نه کړي .له بلې خوا که چېرې دموکراسي وي او خپلواکي نو افغانانو ته دې دا چانس ورکړ شي چې په خپلواکه توګه خپل ولسمشر وټاکي . پرون په مسکو کې د افغانستان سفير او د ملي خاين احمد شاه مسعود ورور په يوې مرکه کې وويل چې موږ به کرزی ونه ټاکو او رباني به غوره کړو ، هغه دا هم وويل چې تورن اسماعيل يو ښه لومړی وزير کېدای شي !!!!؟؟؟؟ ښه وګورۍ ، دا ملي خاينان او د پښتنو دښمنان له کومو او څومره ځېرکانه لارو خپلې طرحې وړاندې کوي . که د بهرنيانو د ب ٥٢ زور او د ګوانتنامو زور او ويره او دا اختناق نه وي نو د افغانستان خلک به رباني ، سياف ، مسعود ، فهيم ، تورن اسماعيل خان ، خليلي او مزاري او دا نور فقاريه او غير فقاريه حيوانات په دار وخيژوي ، خو له بده مرغه چې ملت اوس هم د خپلې رايې او خپلواکۍ خاوند نه دی . په دغه شان يوه مختنقه او غير دموکراتيکه فضا کې زموږ ملت د خپلواکۍ څښتنان نه دي .خلک د بيان آزادي نه لري ، مخالف نظر په افغانستان کې نه اورېدل کيږي ، انتقاد په انتقام تبديليږي او د زور او ځواک خاوندان د ملت د بچيانو برخليک په لاس کې اخيستی .بېسواده او ناپوه کسان ، قمار بازان او مړز بازان ، د لارو غله او شګوونکي ، د معلم او علم وژونکي ، دکتاب او پوهې دښمنان اوس د چارو واکمنان دي ،دا دوره به هم ملت د حبيب الله بچۀ سقاو د دوری په شان په تاريخ کې درج کړي .
د کرزي د بې کفايتۍ په باب به په راتلونکي بحث کې څه وليکم خو دلته دومره يادونه کوم چې کرزی کوم نامتو سياستمدار او مشهور پوهاند او مشر نه وو ، د بن په کنفرانس کې امريکايانو وويل چې کرزی مو ځکه راووست چې پښتانه په افغانستان کې ډېر دي او د مملکت اول سړی بايد پښتون وي .دا په دې مانا ده چې خپله کرزی په کوم لياقت ، پوهه او ظرفيت نه دی ټاکل شوی بلکې هغه د پښتون په بست کې مقرر شوی .خو له بده مرغه د کرزي په وخت کې تر بل هر وخت زيات پښتون سپک شو ، په عزت او شرف يې تېری وشو ، له کورونو او کلو وشړل شول ، په ژبه يې رېشخند ووهل شو ،او له قانون نه هم پښتو د ملي ژبې په توګه ووېستل شوه ،دا کرزي ته ورسوۍ چې د تاريخ او ملت په وړاندې به وشرميږي . هغه د خپلې مور ژبې او د خپل پلار وياړونو ته شا کړې .تر څو به موږ ژوندي يو ؟ ښايي ډېر روغ سړی سل کال ژوند وکړي خو نوم او کردار په تاريخ کې تل پاتې وي .کرزی به هم تل نه وي ،خو کرزی چې د پښتون په بست کې مقرر شوی او اوس په خپلې بې غورۍ او ځان پرستۍ کې د ٧٥ مليونو پښتنو حق هيروي ، نو پوره باور دې ولري چې هپڅ پښتون به يې هيڅکله هم ونه بخښي
په درنښت .تر بل بحث پورې يا هو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more