نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
استشهادي عملیات او که انتحاري عملیات (ځان وژنه)
پښتون زلمی
09.05.2007
استشهادي عملیات او که انتحاري عملیات (ځان وژنه)
ټولو وروڼو ته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوم: او بیا وایم: محترم ورور میوند، دا مسئله بحث ته وړاندی کړی وه، نو ما وغوښتل ، چی ددغه عنوان لاندی یی مستقل بحث وګرځوم:
نووایم:
استشهادي عملیات له هغو نوو عملیاتو څخه دي، چی دهغی باره کی ډیر کم څه د فقهاوو په کتابونو سترګو ته راځي، سبب یی دادی، چه دغه قسم عملیات د اوسنی مقاومتونو له نوو قسمونو څخه دی، کوم چی د چاودونکیو توکیو د پرمختګ څخه وروسته پیدا شول، او دغه استشهاد ي عملیات د ګوریلايي او عصاباتي جګړی یو جزء ګڼل کیږي، چی چټک فدایی او تیز حرکت څخه برخمند وي.
او ددغه ډول عملیاتو اهمیت د کورنی امریکايي جنګ، نړیوال دوهم جنګ، او له هغه وروسته ډیر ښکاره شو، او دجنګی نظامونو یوه برخه شوه، چی اوس په ځینو جنګي سکولونو، او اکاډیمیو کی تدریسیږي.
او دمسلمانانو حاجت ورته له نورو زیات دی، دڅو اسبابو لپاره:
1- دمسلمانانو فطرت کی دا اخکل شوی، چی د قربانۍ، او شهادت سره محبت لري، او دذلیلی ارزانی زندګۍ څخه د عزت مرګ ورته بهتري ورکوي.
2- په ډیرو اسلامي هیودانو کی مسلمانان، دخپلو دښمنانو څخه په عذاب کی دي، او په ډیر جرآت سره یی دښمنان کوبي، ځکه چی مسلمانان په اوس حال کی د ټکنالوجۍ ، علم ، او مادي حضارت له لحاظه متخلف دي، او دښمنان یی په دی برخه کی پری باندی دي، او په همدی سبب ځینی اسلامي هیوادونه د ښکیلاګرو لپاره روا واښه ګرځیدلي دي، او دا خبره په افغانستان، فلسطین، چیچنیا، عراق، او ځینو نورو دولتونو کی د لمر غوندی ښکاره ده، .
3- او له دغو سببو څخه یو د حل لارو کموالی او تنګی دی،
ځینو فقهاوو دیته استشهادی عملیات ویلی دي، مقصود یی جواز ورکول دي، او ځینو نورو ورته بیا انتحاري عملیات ویلی دي، موخه یی دهغی حراموالی دی،
خوکه مونږ لږ شاته اسلامي تاریخ ته وګرځو نو په شرعي نصوصو کي ځینی داسی پيښی لیدلاي شو، چی داستشهادي عملیاتو پیښو ته نږدی دی، اګر که مماثلی نه دي.
1- په مصنف ابن آبی شیبه کی روایت دی، قال معاذ بن عفراء : يا رسول الله ، مايضحك الرب من عبده ؟ قال : غمسه يده في العدو حاسراً . قال : فألقى درعاً كانت عليه ، فقاتل حتى قتل .
وصححه ابن حزم في المحلى (7/294)
وذكره الطبري في تاريخه (2/33) عن عوف بن الحارث ، وهو ابن عفراء ، وهكذا في سيرة ابن هشام (3/175)
معاذ بن عفراء صحابي وفرمایل: ای د الله رسوله، څه شی الله جل جلاله خندوي دخپل بنده څخه (البته دخندا دا صفت څنګه چی دالله جل جلاله سره ښايي، مونږ یی ثابتوو خو له کیف څخه یی خبر نه یو، حتی پیغمبران هم له دی کیف نه خبر نه دي) ؟؟؟؟
نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله جل جلاله له داسی بنده له کار څخه خاندی چی لاس په دښمن کی وروټومبي، داسی حال کی چی څه پری دپاسه نه وي، راوی دحدیث وایی: نو هغه ځغره یی چی پر تن وه، ویی غورځوله او له دښمن سره یی تر هغی جنګ وکړ، تر څو چی قتل شو، دغه حدیث علامه ابن حزم صحی کړی، او طبری په خپل تاریخ کی هم ذکرکړی.
2- عن أبي إسحاق السبيعي قال : سمعت رجلاً سأل البراء بن عازب : أرأيت لو أن رجلاً حمل على الكتيبة ، وهم ألف ، ألقى بيده إلى التهلكة ؟ قال البراء : لا ، ولكن التهلكة أن يصيب الرجل الذنب فيلقي بيده ، ويقول : لا توبةلي <
قال : ولم ينكر أبوأيوب الأنصاري ، ولا أبوموسى الأشعري أن يحمل الرجل وحده على العسكر الجرار ، ويثبت حتى يقتل .
ترجمه: ابن حزم په محلی کی د آبو اسحاق سبیعی نه روایت کړی دی، چی یوه سړی څخه یی واریدل چی دبراء بن عازب صحابی څخه یی پوښتنه کوله، ویی ویل: آیا که یو کس په زرکسیزه ټولي باندی حمله وروړي، نو ده خپل ځان هلاکت ته وغورځاوه؟؟؟؟ نو صحابی براء بن عازب وفرمایل: نه ، دغه هلاکت ته ځان غورځول نه دي، هلاکت ته ځان غورځول هغه دي چی یو انسان ګناه وکړي، ووایی: زه توبه نه لرم، او بیا ځان هلاک کړي، دغه هلاکت ته ځان غورځول دي.بیا یی وویل: آبو ایوب انصاری رضی الله عنه او ابوموسی الاشعری رضی الله عنه ددی له جواز څخه انکار نه کاوه، چی یو سړی په یو سر په یو جرار لوي لښکر باندی حمله وکړي، او دننه په کښی ورننوځي تر څو ووژل شي، اګر که دده قتل په دغه وخت کی حتمي وي.
3- دابو ایوب رضی الله عنه قیصه د قسطنطین په جګړه کی ډیره مشهوره ده، او په دغه قیصه کی داسی دي چی یوه سړي له مسلمانانو څخه د رومیانو کافرو پر صف حمله وکړه، تر څو چی ښه ورننوت په هغوي کي، نو خلکو چغی کړي، او ویی ویل: الله لره پاکی ده، دغه سړی خپل ځان هلاکت ته وغورځاوه، نو ابو ایوب الانصاری پاڅیده او ویی ویل: اۍ خلکو!! تاسی ددغه آیت داسی تفسیر کوۍ(ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکة) دغه آیت په مونږ انصارو کی را نازل شوی دي، کله چی الله جل جلاله خپل دین عزتمند کړ، او کومککوونکی یی ډیر شول، نو ځینو ځمونږ ځینو نورو ته په پټه وویل: بیشکه ځمونږ مالونه ضایع شول، او الله جل جلاله خپل دین قوي کړ، او کومککوونکی یی ډیر شول، نو که مونږ خپلو مالونو ته شروع وکړو او ښه تربیه ورکړو، نو دا به ښه وي، نو الله جل جلاله دا آیت نازل کړ( ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکه) معنی دا: چی تاسی چی ټوله توجه مالونه ته ګرځوۍ او جهاد پریږدۍ نو دغه کار هلاکت ته ځان غورځول دي.
دغه حدیث په سنن ترمذی کی او هغه ورته حسن صحیح غریب ویلي دي، او همدارنګه په ابو داود کی هم دی.
4- دسیرت کتابونو والا ، او عبد الله بن المبارک رحمه الله په کتاب الجهاد کی د براء بن مالک قصه ذکر کړی، چی هغه ځان دبنی حنیفة قوم د مرتدینو لښکر ته ځان وغورځاوه، او ځینی قصو کی راځی چی هغه صحابه وو ته وویل: چی دۍ د نیزو په څوکو جیګ کړي، او د مرتدینو کلا ته یی غوځار کړي، هغوي همداسی کار وکړ، بیا ده په هغوي هجوم وروړ، او سخته جګړه یی وکړه، تر څو یی د قلا دروازه خلاصه کړه، او په دغه ورځ دده په بدن کی څو آتیا زخمونه جوړ شول، او خالد بن ولید رضی الله عنه خپله دهغه تداوي کوله. دا روایت صحیح دی او په ثقات ابن حبان ۲مجلد ۱۷۵ کی راغلی دی،
5- بل په صحیح مسلم کی روایت دی، او دغه روایت ډیر مشهور دی، زه یی اختصاروم، دا دهغه غلام روایت دی چی مسلمان شوی وه، ا وکافر پادشاه په هره وسیله کوشش وکړ، چی هغه قتل کړي، بیا یی هم په وسع پوره نه وه، آخر دغه هلک پادشاه ته دهغه د قتل لاره وښودله، او هغه داوه، چی پادشاه کافر وو، نو که پادشاه دالله جل جلاله په نوم قسم وکړي، نو هغه به وکولاي شي چی دغه هلک مړ کړي، همدغسی شوه، پادشاه په دغه طریقه د هلک څخه ځان خلاص کړ، او هغه یی وواژه، خو څه وشول، ټول مشرک خلکو په الله ایمان راوړه، او دغه کار ددغه هلک موخه وه، اګر که ده خپل ځان قربانی کړ، کله یی چی پاچا ته دغه طریقه وروښودله. حدیث په دی نمبر مسند الامام احمد کی دی.(22805)
6- بل د ابو سعید الخدری رضی الله عنه حدیث دی، چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه خلک چی دصف په اول کی جنګ کوي، او شاته نه ګوري، تر څو مړه شي، دوي به د جنت په هغه اوچتو کوټو کی وي، او الله جل جلاله به ورته خاندی، او بیشکه ستا رب چی چاته وخاندي، نو په هغوی حساب نشته.
دا حدیث ابن ابی شیبة ۴/569، او همدارنګه طبرانی، ابویعلی او ابن المبارک په کتاب الجهاد ، او ابو نعیم په حلیه کی روایت کړی دی. امام منذري ویلی دي :رجال یی ټول ثقات دي.
7- ابن ابی شیبة د مدرک بن عوف الاحمسی څخه روایت کړی، چی مونږ د عمر رضی الله عنه سره وو، ...اۍ امیر المؤمنینه، او هغه سړي چی ځان قرباني کړی وي، نو ما وویل: دغه کس خو والله زما ماما وو، خلکو ګمان وکړ ، چه هغه ځان هلاکت ته وغوځاوه، نو عمر رضی الله عنه وویل : دغو خلکو دروغ ویلی دی، بلکه ستا ماما له هغو خلکو دۍ چی په دنیا یی اخرت لاس ته راوړ.
8- امام محمد بن الحسن الشیبانی په خپل کتاب السیر ۱/163 کی فرمایلی دي: هغه انسان چی په یوه سر په دښمن حمله وکړي، نو دهغه ددین د عزت لپاره کوښښ کوي، او خپل ځان شهادت ته تسلیموي، چی په دغه شهادت دۍ ابدي ژوند ګټي، نو څنګه ده ته مونږ هلاکت ته ځآن غورځوونکی ووایو؟؟؟ بیا وایی: پروا نکوي که څوک په دښمن باندی په یو سره حمله وکړي، ولو که دده غالب ګمان وي چی دۍ وژل کیږي، خو هغه وخت چی دۍ ووینی چی دده په دغه کار سره څه نتیجه د مسلمانانو په فایده لاس ته راځي.
خو که کله هغه معلومه شي، چی دده په دغه کار سره څه نه تر لاسه کیږي، نو دده لپاره جایز نه دي چی دغسی کارته اقدام وکړي، ځکه دده پر دغه حمله اسلام ته کوم اعزاز نه حاصلیږي، یواځي خبره داده چی دۍ په قتل رسیږي.
9- علامه ابن حجر رحمه الله په دی مسئله کی فرمایی: که کله یو انسان دغسی کار دزیات شجاعت له مخی ددښمن دویرونی لپاره وکړي، او ګمان وکړي، چی ددښمن صف په دی کمزوری کیږي، نو دجمهورو علماوو یعنی داکثرو علماوو دانظر دی چی دغه کار جایز دی.
او که هرکله دغه کار یو مجردی تهور وي، نو دا کار ښه نه دی، ممنوع دی، په خاصه توګه که د مسلمانانو په ضرر تمام شي. (سبل السلام 2/473 (
10- ددسوقي حاشیه کی یی ورته بیا دوه شرطه ذکر کړی،
لومړۍ شرط: چی باید دهغه قصد اعلاء کلمة الله وي.
دوهم شرط: چی دۍ ددی ګمان وکړي، چی ددښمن صف کی دغه کار یو تاثیر غورځوي.
11- علامه ابن تیمیة ویلی دي: مستحب ده چی انسان په یوه سر ددښمن په صف کی ورننوځي د مسلمانانو د مصلحت لپاره، او که داسی نه وي نو دا کار ممنوع دی.
او ددغو روایتونو په مجموع کی څوک فکر وکړي، نو داسی تری ښکاري چی استشهادي عملیات جایز دي د هغه شرطونو سره چی فقهاوو دیته ورته مسئله کی ذکر کړي، .
اول شرط: هدف باید اعلاء کلمة الله وي.
دوهم شرط: باید د ځان وژونکي په ګمان دا غالبه شي، او یا یقین شي چی په دغه کار سره دۍ دښمن ته ضرر رسولاي شي، کولاي شي چی هغوي ووژني، او یا شکست ورپه برخه کړي.
او یا دهغوي جنګی روحیه ضعیفه کړي. چی هغوي داسی فکر وکړي، چی دهغوي یوه سړي دومره ماتی ورپه برخه کړه، نو دهغوي ټولګی به لا څه کوي.
خو دغه اندازه لګول باید دباتجربی ، په عسکري او سیاسي پوهوخلکو له خوا وي، نه چی هر انسان په خپل سر فکر وکړي، او نتایج وسنجوي ، او استشهادي عملیه تر سره کړي.
دریم: دغه استشهادي عملیات باید دهغه کافرو په ضد وي، چی پر مسلمانانو یی د جنګ اعلان کړی وي، او کافر څو قسمه دي، جنګیان، مسالمین، مستامنین، ذمیین، او معاهدین، خو ددغی عملیاتو هدف باید جنګی کافر وي، یعنی هغه کافرو چی دجنګ اعلان کړی، او جنګیږي.
ځکه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی: که څوک یو معاهد ووژنی نو دۍ به دجنت خوشبويي هم بوي نکړي، او دجنت خوشبويي دڅلويښتو کالو دمزل په فاصله کی بوي کیږي.
څلورم شرط: دغه استشهادی عملیات باید دمسلمانانو په هغه دولت کي وي، چی کافر ورننوتی وي، او هغه یی ښکیلاګ کړی وي، او مسلمانان دهغوي په وړاندی د مقاومت لار غوره کړي وي، لکه افغانستان، فلسطین، چیچنیا او داسی نور.
پینځم شرط: بایددغه جهاد دمور او پلار په اجازه وي، دا هغه وخت چی جهاد فرض کفایه وي، او که فرض عین شي، نو بیا دمور او پلار اجازی ته ضرورت نه لیدل کیږي.
نو که څوک دغه عملیات تر سره کوي سره ددغه شرطونو نو انشاء الله دۍ به دالله په نیز شهید وي، هر کله چی دده نیت خالص وي، ځکه عملونه ټول نیت پوری تړلی دي.
او روا ده، چی په دی عملیاتو باندی د بیت المال څخه خرچه وشي، او یا دزکاة دمالونو څخه، ځکه دغه عملیات د الله جل جلاله په لار کی دي، او یا څوک ددغه کار لپاره خپل مال صدقه کړي.
دیته مو هم فکر وي، چی دغه عملیات باید داسی ضرر رامنځه ته نه کړي چی ټول مسلمانان داسی جګړی ته کش کړي، چی دمسلمانانو زور پری نه رسیږي، نو دغسی کارونه باید د هر اړخیزه پوهو سیاسی عسکري خلکو په مشوره او نظارت لاندی وشي. موخه می داده: چی هر ځوان دا حق نلري ،چی په خپل سر سوچ وکړي، او حمله وکړي، دا کار یوه ګډوډی رامنځ ته کوي.
په درنښت: ستاسی ورور : افغان پښتون.
Mohammad Hassan
09.05.2007
افغان پښتون ورور ته د زړه له کومی سلامونه!
تاسې د يوې مبرمې موضوع په اړه د اسلام د مقدس دين د ارشاداتو په رڼا کښې په زړه پورې معلومات وړاندې کړی دي.
تاسې پخپله ليکنه کښې ليکلی دی چې.
[quote:49210a9ab2] کافر څو قسمه دي، جنګیان، مسالمین، مستامنین، ذمیین، او معاهدین، خو ددغی عملیاتو هدف باید جنګی کافر وي، یعنی هغه کافرو چی دجنګ اعلان کړی، او جنګیږي[/quote:49210a9ab2]
که مهربانی وکړی د جنګیانو، مسالمينو، مستامنینو او ذميينو کفارو تعريف او د هغو د مشخصاتو په اړه لږ ډير توضيحات ورکړئ، او وواياست چې ولې د نورو په مقابل کښې اشتهادی يا شهادت غوښتونکی عمليات جواز نه لری، خوښ به شم.
خوښ او بريالی اوسې
جواب
پښتون زلمی
11.05.2007
[quote:0e7ad1f8dc="Mohammad Hassan"]
که مهربانی وکړی د جنګیانو، مسالمينو، مستامنینو او ذميينو کفارو تعريف او د هغو د مشخصاتو په اړه لږ ډير توضيحات ورکړئ، او وواياست چې ولې د نورو په مقابل کښې اشتهادی يا شهادت غوښتونکی عمليات جواز نه لری، خوښ به شم.
خوښ او بريالی اوسې[/quote:0e7ad1f8dc]
محترم او مکرم محمد حسن ته ښه راغلاست وایم، او بیا وایم:
جنګیان یا محاربین دکفارو هغه ډله ده، چی پر مسلمانانو باندی یی دجنګ اعلان کړی وي، او یا یی اسلامي دولت باندی حمله کړی وي، او دغه کلمه ددښمن ډلی ماشومانو او ښځو او بوډاګانو ته شامله نه ده، په اسلام کی ددغه دری رنګه خلکو وژل روا نه دي، مګر هغه بوډا چی باتدبیره وي، او ددغه جګړی، او جنګ اداره کوي، همدارنګه هغه ښځه چی جنګۍ وي، مثلا په فوج کی، او یا تجسس کوي، نو بیا هغه دمحاربینو دکلمی لاندی راځي. اما ماشوم هیڅکله د محارب د کلمی لاندی نشي راتلاي.
مسالمین یی تقریبا هغه خلکو ته ویلی شو، چی دهغوي ددغه جنګ مخالف وي، او دجنګیانو شوم اهداف په ګوته کوي، او حقایق وړاندی کوي، دا نوم کافرو خبریالانو او ژورنالیستانو ته شامیلداي شي، چی حقیقتونه په ګوته کوي، او دخپل دولت لپاره تجسس نه کوي.
مستامن: هغه جنګی کافر ته و یل کیداي شي، چی د مسلمان امیر، او ځینی نورو مسلمانانو له خوا پناه ورکړ شوي وي، البته دغه پناه باید ددښمن د ډلی سره دکومک په موخه نه وي، او دا نوم هغه استازی هم شامیلداي شي، چی له کافرو له خوا مسلمانانو ته رالیږل کیږي.
ذمیین: یا اهل الذمة ، هغو کافرو ته ویل کیداي شي، چی په اسلامی دولت کی ددغه دولت د سیوري لاندی اوسیږي، څنګه چی هغه له زکات نه معاف دی، او مسلمانان دهغه دسر ساتنه کوي، نو ددغی سر ساتنی مقابل کی اسلامي دولت له هغوي جزیه اخلی، او دمسلمانانو مشر په خپل فکر سره کولاي شي، چی له چا دغه جزیه معاف کړي، له چا یی واخلی او له چا نه، له چا کمه چی غریب وي، او له چا ډیره چی مالداره وي.
معاهدین: دا هغه کفارو ته ویل کیداي شي، چی له مسلمانانو سره دیوی مؤقتی صلحی عهد او پیمان کړی وي، ولو که دغه معاهدین یو دولت وي، او که افراد.
Mohammad Hassan
18.05.2007
هيله ده چې زما سلامونه ومنی!
په دې وسيله سره غواړم چې ستاسې له هراړخيزه او په زړه پورې توضيحاتو څخه خپله مننه څرګنده کړم.
خوښ او بريالی اوسې.
ع کريم حليمي
13.06.2007
مکرمو او محترمو وړونو او خويندو ته سلامونه !
محترم افغان پښتون صاحب ستاسو ښايسته ليکنه می ولوستل ليکنه مي ډيره
خوښه شوه ،اما
[quote:be1316203f]آخر دغه هلک پادشاه ته دهغه د قتل لاره وښودله، او هغه داوه، چی پادشاه کافر وو، [/quote:be1316203f]
په پورته قصه خو کرامات د اولياوو ثابت کيږي نه ځانمرکي بيدونه !!!!
همداسي نده ؟؟؟
اوبله پښتنه مي داوه چه ستاسو په ليکنه کښي مي د اجماع خبره ونه ليدل
چه ولي ؟؟؟
تاسو ليکلي چه : - [quote:be1316203f]علامه ابن حجر رحمه الله په دی مسئله کی فرمایی: که کله یو انسان دغسی کار دزیات شجاعت له مخی ددښمن دویرونی لپاره وکړي، او ګمان وکړي، چی ددښمن صف په دی کمزوری کیږي، نو دجمهورو علماوو یعنی داکثرو علماوو دانظر دی چی دغه کار جایز دی[/quote:be1316203f].
ايا ! نده لازمه چه فقها او علما اجماع وکړي او ځانمرګۍ په افغانستان
کښي مشروع اعلان کړي ، او که اجماع نوي شوې نو په تاريخ اسنادو خو
ځانمرګي بريدونه نه سي جايز کېدلی ، ځانمرګي بريدون تاسو هم يو جديد
عمل ګڼۍ چه د فقهي په کتب کښي ئې اثر نسته ، او فردي اجماع هم نه ده
صحيح دلته ولي چه عمل اجتماعي دي ، نو تاسو په کوم د فقهي په اصل ،
په ګران افغانستان کښي ځانمرګي بريد جايز ګڼلی ، اوکه تاسو قياس او ګمان
کړی وي ، نو بيا خو ښه خبره نده د فقهي په اصولو