نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آیا ځانمرګي ته مسلمان ویل کیدای سي
Miwand Patang
07.05.2007
ځانمرګی هغه څوک دی چې د اسلامي عقیدې خلاف خپل ځان وژني او هم د نورو داسې کسانو دمړینې سبب کیږي چې ناخبره او بې ګناه وي چې په هیواد کې تیرو زیاتره ځانمرګو بریدونو دغه حقیقت په ثبوت رسولی دی.
ځانمرګی خپل ځان وژني او دخپل ځان مرګ روا کوي چې دا کار په اسلام کې په ټینګو ټکو ناروا دی او هیڅ داسې عالم به پیدا نه سي چې د قرآني او نبوي احکامو له مخې ځان وژنه په هیڅ یوه حالت کې هم روا و ګڼي.
ځان مرګی د بل مسلمان وژنه هم د ځان لپاره روا ګڼي چې په تیرو دغه راز بریدونو کې یې په زرګونو بې خبره کسان د هیواد په ښارونو، واټونو او ټولنیزو محلاتو کې د مرګ کومي ته سپارلي دي.
نو اوس پوښتنه دا ده چې یو څوک خپل ځان ته عظیمه کبیره ګناه یانې ځان وژنه ورا ګڼي او له دې سره سم یوه بله عظیمه ګناه او نه بخښونکی جنایت سر ته ورسوي چې د بل مسلمان او بې ګناه انسان ناڅاپي وژنه ده او حتی د لمانځه په سر او جومات په لاره کې هم د خلکو په مرګ بند واز نه وي نو آیا دا شخص کافر نه دی؟
آیا هغه شخص ته مسلمان ویلی شو چې دغه راز وحشي اعمالو ته ناپوهه ځوانان هڅوي، مغزونه یې ور وینځي، د یوې ټولنې د خلکو د ویرې، ډار او آزار سبب یې ګرزوي او بلآخره د هغه په وسیله نه بخښونکي جنایتونه سر ته رسوي؟
د اسلامي علماوو او ګرانو لیکوالو پوهنیز نظر به په دې اړه تعمیروونکی رول و لوبوي.
مننه
میون پتنګ
pattang
07.05.2007
د ځانمرګي پر علت باندې بايد خبرې وشي چې سړی ولې خپل ځان وژني .
زه ګمان کم داکار هغه وخت کيږي چې انسان بله لاره نلري او دښمن ډېر
ظالم وي لکه اشغالګر ، يهود په اسلامي نړۍ کې ٠
Anonymous
09.05.2007
دغه دري سره راپورونه لولئ
ځانمرګي بريد درې تنه ملکي وګړي مړه او اوه نور ټپيان کړل
http://www.afghanislamicpress.com/site/default.asp?lang=po
دعراق په کوفه ښارکې يوه ځانمرګي بريدګر چې په خپل موټر کې يې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو، نن سهار مهال دخپل ځان په الوځولو سره په لسګونو تنه ټپيان او وژلي دي.
دځايي امنيتي چارواکيو په وينا په دغه پېښه کې لس تنه وژل شوي او شاوخوا پينځه ويشت تنه نور ټپيان شوي دي. خو خپلواکو خبري رسنيو ويلي چې ښايي دمرګ ژوبلې کچه تر دې ډېره لوړه وي.
http://www.tolafghan.com/fullstory.php?id=6734
دپاکستان دکورنيو چارو وزير آفتاب احمدخان شېرپاو باندې ځانمرګی بريدشوی. پر نوموړي دغه بريد دهغه په پلرنۍ سيمه چارسده کې ديوې لويې غونډې په پای کې شوی،دپاکستان ټلويزيونونو شېرپاو او دهغه زوی سکندر شېرپاو چې دسرحد په ايالتي اسامبله کې دپيپل ګوند ( شېرپاو ډلې) غړی دی په ټپي حالت کې ښکاره کړي.
ويل کېږي چې دغونډې په وروستيو شېبو کې کله چې شېرپاو دخپل زوی او نورو لوړپوړيو ګوندي ملګريو په ملتيا دغونډې له یوشمېر ګډونوالو سره روغبړ کاوه او دهغوی ستونزې یې اورېدې يوتن چې سيمه ييزې جامې يې په تن وې شېرپاو ته نژدې له خپل ځان پورې تړي توکي وچول او زيات شمېر خلک يې په وينو رنګ کړل.
دسرحد ايالت امنيتي چارواکيو په دغه پېښه کې داوښتې مرګ ژوبلې په اړه ويلي چې تراوسه د۱۵ تنو وژنه تائيد شوې؛خو خپلواکو خبري رسنۍ دغه شمېر زيات ښيي . پاکستاني خبري رسنيو په پېښه کې د۲۵ تنو دوژل کېدو او تر څلوېښتو زياتو دټپي کېدو خبر ورکړی.
که څه هم تراوسه دبريدګر هويت نه دی څرګند شوی خو امنيتي مسوولين وايي چې دهغه سر يې موندلی او داسې ګومان کېږي چې هغه به افغان اويا هم ازبک وي.
http://www.tolafghan.com/fullstory.php?id=6671
لومړنۍ پيشه کي لس - دوهمه کي پر لسګونو - او دريمه کي خواوشا اتيا ملکي خلک شهيدان او ټپيان شوي دي. نو ايا دا د يو مسلمان شخص کار کيداي شي؟
هيڅکله نه
دا نه مسلمانان دي - افغانان دي او نه د انسانيت پر خوا چيري ورپيخ شوي دي