د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

( د فقی ځو اصطلاحات ) فرض ، فرض عین ،فرض کفایه ،سنت ،سنت مؤکده ،سنت غیر مؤکده،مستحب ،واجب

zafar s zadran
04.05.2007

 سلامونه او نیکی هیلی می اومنئ !

 ------- د فقهی ځو اصطلاحات -------

د اودس ،غسل او تیمئم نه وړاندی د فقی په ځو نورو اصطلاحاتو ځان 
پوهول ضرورې دې -
ځکه چه کله د هغی نوم واخستئ شې بنده په هغه پوهی شې -په قران او احادیثوکښی چه کوم حکمونه دې هغه په ځلورو قسمه دې ٠ 

 ١ :- فرض -
 ٢ :- واجب -
٣ :- سنت -
٤ :- نفل -
اوس په دغو کښی د هر یو تعریف کولی شی -

فرض :- کومه خبره چه د قران او حدیث یا صرف د قران نه یا د بی شمیره حدیثونه 
ثابته وې اوپه هغی کښی ځه
شک شبه نۀ وې هغه فرض دی د هغی نه منکر کافر دئ -او بغیر د ځه عذر نه د هغی پریښودنکی فاسق دی-د دی دوه قسمونه دې -

 ١ :- فرض عین -
٢ :- فرض کفایه -

فرض عین :- فرض عین هغه دی چه د هغی ادا کول د هر چا دپاره ضرورې وې ٠ 

فرض کفایه :-فرض کفایه هغه دی چه د هغی ادا کول د هر سړی دپاره ضرورې خو دې 
لیکن که چری ځه خلق ئی
ادا کړې نو عام خلق به دګناه نه بچ شې- لکه د جنازی مونځ دی ٠ 

------سنت ------
دا هغه هغه فعل ( کار ) دی چه رسول الله صلئ علیۀ وسلم پخپله کړی دی یا ئی 
د هغی د کولو حکم کړی دی د دی دوه قسمونه دې -
 ١:- سنت مؤکده -
٢ :- سنت غیر مؤکده -

 ---- سنت مؤکده ----
سنت مؤکده هغه عمل دی چه هغه نبې صلئ الله علیۀ وسلم همیشه کړی دې 
او بی له عذره هغه چری نۀ دې پریښودلې-
سنت مؤکده بغیر له عذر نه پریښودل ګناه او د ملامتیا قابل دی ٠ 

 ---- سنت غیر مؤکده ----
هغه عمل چه نبې صلئ الله علیۀ وسلم کله کړی وې او کله ئی بغیر له 
عذر نه پریښودلی وې -ددی کوؤنکې د ثواب مستحق دی ، او پریښودونکی به ئی ګنهکار نه وې -
د سنتو دوه قسمونه نور هم دې -
 ١ :- سنت عین -
٢ :- سنت کفایه -

  ----- سنت عین -----
سنت عین هغه دې چه په هغی باندی هر چا له عمل کول ضرورې وې -لکه په اودس کښی دری ځله اندامونه وینځل ٠ 

  ----- سنت کفایه -----
سنت کفایه دادې که چری یو کس یا ځوکسانو اوکړل نو د سنت پریښودلو ګناه 
به نه وې ،
لکه اعتکاف او د جنازی مونځ -

  ----- مستحب -----
هغه کار چه هغه نبې صلئ الله علیۀ وسلم کله کړی وې د دی په کولوکښی به 
ثواب وې او په نه کولوکښی به ئی ګناه نه وې
 -دی ته نفل ، مندوب، تطوع او سنت زوائد هم وائی - په سنت غیر مؤکده د مستحبونه زیات ثواب دې -

 ----- واجب -----
دا د سنت مؤکده نه زیات ضرورې دې -او فرضو ته نیږدی دې - په واجبو پریښودلو کښی د سنت مؤکده نه زیاته ګناه ده 
البته د دی نه منکر ته کافر نه شې وئیلی کیدئ ٠ 

مننه له لوستلونه مؤ -

 ظفر س ځډراڼ



ع کريم حليمي
05.05.2007

محترم ځډراڼ صاحب 
السلام عليک و رحمه الله و برکاته 
  تر سلامونو او کور وانۍ تر ويلو ورسته بنده يو عرض کوي 
[quote:26acf33c7d]----- واجب -----
دا د سنت مؤکده نه زیات ضرورې دې -او فرضو ته نیږدی دې - په واجبو
پریښودلو کښی د سنت مؤکده نه زیاته ګناه ده البته د دی نه منکر ته
کافر نه شې وئیلی کیدئ ٠ [/quote:26acf33c7d]
زه نه پوهېږم په پورته جمله  چه دا څرنګه او ولي د واجبو منکر ته کافر نه ويل 
کيږي ؟؟؟  واجب فرضو ته نيژدې دي يعني څه معنی ؟؟؟ 
[quote:26acf33c7d]یا د بی شمیره حدیثونه ثابته وې اوپه هغی کښی ځه
شک شبه نۀ وې هغه فرض دی د هغی نه منکر کافر دئ [/quote:26acf33c7d]
ايا ستاسو تعريفونه  يود بل مخالف نه دي ؟؟؟ دوه تعريفه په تضاد کښي وينم 
تاسو د فرضو او واجبو  تفاوت  څرنګه کړي ، تفاوت او بيلتون په څه کښي دی ؟؟
په درنښت


موضوع

و.افغان
05.05.2007

ټولو ورونو، هر یو ځدراڼ صاحب، او محترم مولوی حلیمي صاحب ته خواږه سلامونه تقدیموم او وایم:
د فقهاوو په اجماع احکام شرعي پنځه دي:
فرض، سنت، مباح، مکروه، حرام.
خو دحنفي مذهب ځینی فقهاوو بیا واجب ور زیاد کړی، اما مستحب او سنت
مؤکد او غیر مؤکد د سنت د کلمی لاندی راځي.
حنفي فقهاوو بیا د واجب او فرض داسی فرق کړی، چی فرض هغه دی چه دلیل
يي هم قطعي وي،
(یعنی قرآنی آیت ، یا مشهور او متواتر حدیث نه خبر آحاد)
او استدلال پری هم قطعي وي.
خو واجب کی: یا دلیل غیر قطعي او یا پری استدلال غیر قطعي وي، لکه په
خبر آحاد باندی استدلال، ځکه خبر آحاد ظني وي، او خبر آحاد هغه حدیث ته
وايي،
چی د مشهور او یا دمتواتر درجی ته نه وي رسیدلی، ځکه د حنفی فقهی ځیني
علما ورباندی دعقیدی پوری اړوندی مسيلی نه ثابتوي، خو نور فقهی مذهبونه
بیا ددی خبری مخالفت کوي، او وايي چی دا خبره د منطقیانو خبره ده، او دهغوي یوه منطقی او فلسفي قاعده ده، چی وايي: دآحادخبر یو عادی خبر دی، او په نفس وقت کی د صدق او كذب احتمال لري، خو څنګه چی د اهل اختصاص (محدثینو)
له ډیری پلټنی وروسته حدیث ته صحیح ويلي وي، نو هغه حدیث قطعي دی، او ظني یی نشو بللۍ، او د منطقیانو خبری دهغوي د ذهن یو چکر دی چی په خارج
کی هیڅ وجود نلري،
ځکه محدثینو د حدیث د ثابتولو لپاره خورا ډیری دقیقي قاعدی ایښي، چی دنن وخت پوری یی ساری نه لیدل کیږي، او نه یی ساری لیدل شوي، یو مثال دادی:
چی یهود تر اوسه یو متصل سند موسی علیه السلام پوری نلري، او نصاری او سه
پوری یو متصل سند دعیسی علیه السلام پوری نلري بغیر له یوه سنده چی هغه هم پر مجاهیلو مشتمل دی.
په درنښت.



ع کريم حليمي
05.05.2007

محترمو او مکرمووهاج صاحب ،ځډراڼ  صاحب 
اسلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
وهاج  صاحب ! 
ځډراڼ صاحب ليکلي چه سنت عين :سنت عین هغه دې چه په هغی
باندی هر چا له عمل کول ضرورې وې -لکه په اودس کښی دری ځله
اندامونه وینځل ٠
دغه زه نه پېږنم او دامي لمړی ځل دی چه سنت عین نوم لولم ايا  فقهاوو يا 
احنافو او سلفو وموږ ته راښودلی دي ؟؟؟ چه سنت عين 

 [quote:e45018ea8b]----- واجب -----
دا د سنت مؤکده نه زیات ضرورې دې -او فرضو ته نیږدی دې - په واجبو
پریښودلو کښی د سنت مؤکده نه زیاته ګناه ده البته د دی نه منکر ته
کافر نه شې وئیلی کیدئ ٠ [/quote:e45018ea8b]
داپورته تعريف ډېر غلط دی ! د واجبو او فرضو څخه منکره کېدل کفر دي !
زه به تاسو ته دا خبره نن سپينه کړم چه واجب (لازم )يعني څه 
قران په کل کښي فرض دي ، او عمل ئې پر هر چا  واجب ندی او يوازي ئې منل 
فرض دي ، او که يو څوک د لمانځه د ادا کولو منکره سي ، نوکافرشو، اوبس 
حج فرض دي ، اما پر احمدواجب ندي  ، د سهار لمونځ فرض دي پر احمد 
واجب ندي ولي چه وخت د سهار لاندي داخل سوی 
وقال الله في الصلاة‏:‏ ‏{‏ إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا‏}‏ النساء‏:‏103

ذکات فرض دی اما پر احمدواجب ندی ،ولي چه دومره پيسې او مال نه لري   (نصاب )
پر احمد فرض حج واجب سو ، يعني چه نن ئې زاد وراحلة پيدا کړه 
او ذکات هم پر واجب شو ، ولي چه پلار ئې مړ شو ، صاحب د نصاب سو 

د هر فرض عمل چه زمان  راوسيږي نو بيا واجب ( لازم ،مأمور)سوه 
مثلا :  د کابل په بازار کښي را روان يم اذان مي واورېدلۍ  د ماپښين 
او زه مخ پر کور روان يم ، او په لس دقيقې کښي کورته رسېږم ، او زما د محل 
د ماپښين لمانځه وجمعي ته پنځلس دقيقې پاته دي ، اودخپل محل   امام هم 
ښه پېژنم ، نو پر ماباندي په دا بازار کښي لمونځ ندی واجب شوئ 
او که دا د بازار له مسجد څخه مي دلمانځه نعره واورېده چه: لمونځ کوو که خدای کول نو بيا راباندي واجب سوو ، چه په هم دغه د بازار په مسجد کي لمونځ وکړم ،
 ولي چه لس دقيقې د ژوند ګرنټي نسته ، که په لس دقيقې کښي مړ شوم 
نو د ماپښين لمونځ مي قضا کړی دی ، که څه هم د ماپښين وخت نوي تېر شوی 
شرعا له جماعت د لمانځه تېرېدل صحيح نه دي ، الا که د چا يو ځای امامت 
له غاړي وي 

او بل دې ته هم واجب ويل کيږي چه: نبي امر کړی وي چه : وَأَطِيعُوا أُمَرَاءَكُمْ (خپلو اميرانوحکم منۍ ) ، 
قَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى - ‏‏أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الأَمْرِ مِنْكُمْ‏

او مبارک فرمايي چه : انهكوا الشوارب، وأعفوا اللحى
نو چون چه امر ئې کړی نو بيا واجب او لازم ده چه برېتونه ووهل سي او ږيره 
پرېښودل سي ٠ 
هر امر چه نبي عليه السلام کوي له ځانه ئې نه کوي ، الله د مبارک په باره کښي 
فرمايي چه : وَ مَا ءَاتَاكُمُ الرَّسولُ [color=cyan:e45018ea8b]فَخُذُوهُ[/color:e45018ea8b] وَ مَا نهَاكُمْ عَنْهُ [color=blue:e45018ea8b]فَانْتَهُوا[/color:e45018ea8b] وَ اتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شدِيدُ الْعِقَابِ 

انشاالله د مکرم ورور ځډراڼ په ليکنه کښي مي يو څه نوري خبري هم په زړه دي 
په درنښت 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more