د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د لیلام لمن

ګل آغا احمدي
01.05.2007

ړنګې بنګې نشې ګوره چې د جام په لمن ښوري
څه خوږې وږمې د مښکو د ماښام په لمن ښوري
دا د کوم جادو کمال دی ځوانیمرګه پسرلیه
چې د عطرو کاروانونه دې د بام په لمن ښوري
له غنچو، غنچو ګلونو دې منګولې د لاس ډکې
په زرګونو زړونه ښکلیه ستا د دام په لمن ښوري
د سیالۍ په ورا روان شول د نرګس ماما فوځونه
د خوښۍ څپه یې مسته د امام په لمن ښوري
بیا شاهي پالنګ پوښلی د ګلاب په تصویرونو
الهامونه، میکیزونه عام او تام په لمن ښوري
څه رنګینې تماشې دي مچوي د ښکلا کرښې
ښایستونه شوه ارزانه د لیلام په لمن ښوري
کابل ۶ غویی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۶ اپریل ۲۰۰۷ میلادي


Miwand Patang
02.05.2007

ښاغلی ګل آغا احمدي صیب سلامونه
واقعا چې ښکلی غزل مو لیکلی او زما خو ډیر زیات خوښ شو. تاسو د عطرو، مښکو او ماښام تصویر په غوره توګه انځور کړی دی په قلم مو برکت او ستاسو د نور غزلونو په هیله

مننه
ستاسو میوند پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more