د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ښارونو سالمه سمسورتیا

Miwand Patang
01.05.2007

زموږ د هیواد ښارونه او بیا په ځانګړي توګه د کابل ښار د ګڼو ستونزو سره لاس په ګریوان دی په داسې توګه چې ښاریان یې هغه قانون، کلتور او فرهنګ په ځانونو نه عملي کوي چې یو بریالی ښاري یې باید ولري. له بلې خوا د دې ښار زیاتره واټونه داسې خراب شوي چې د ژړا وړ دي. د چټلیو خو په هره کوڅه کې امبارونه پراته دي چې دښار فضا یې له ککړتیا او د ښاریانو ژوند یې له خطرونو سره مخ کړی دی. په همدې توګه ترافیکې واسطې په مناسبه توګه د ترافیکي قانون رعایت په نظر کې نه نیسي چې یو خو د ناوړه پیښو د ډیروالي سبب کیږي او بل یې د ښار واټونو ته ناوړه تصویر له ځان سره راړی دی.
په همدې توګه د ښار د سوداګرو کلتور داسې بڼه خپله کړې ده چې درواغ ویل، د اخیستونکو تیرایستل او سوداګریز توکي قیمته بیه کول یې مهم ټکي دي.
په ښارونو کې خلک د قانون د ماتولو او چټلیو د اچولو سره دومره روږدي شوي دي چې هیڅ باک نه پرې راوړي داسې فکر حاکم دی چې یوازې د ده کار وشي نور نو که نړۍ په دې بل مخ چپه کیږي نو د ښاغلي یې پرې څه؟
په همدې توګه سلګونه نورې ستونزې او ناوړه پدیدې وجود لري چې زموږ خلک د هیواد په ښارونو کې ورسره لاس په ګریوان دي. د دې لپاره چې دا ستونزې کمې شي او له منځه ولاړې شي څه کول پکار دي؟ د ګرانو لیکونکو پاملرنه ورته را غواړم.

مننه
میوند پتنګ


خیریوسی
01.05.2007

محترم ميوند پتنګ صاحب او محترمو لوستنکو السلام علیکم
محترم وروره تاسو دیو داسی مهم ټکی ته اشاره کړی ده خو دابه په هیواد کی په موجوده کمزوری اقتصاد کی ډیر مشکل کار وی چی دیوه پر مختللی هیواد په کچه سر ته ورسیږی

هلته دودو لارو څخه فکر کوم چی دا کاربه شونی وی
اول کم مصرفه تګلاره :
ا :دهر کور ومخ ته یو دخرابو اوبو خزان جوړ سی چی خرابی اوبه دجریانو په واسطه په کوڅو کی ونه بهیږی
ب : بلدیه باید دهر څو کورونو ومخ ته یو غټ بیلر دمخالفاتو دجمع کولو دپاره کښیږدی
دوهم هغه دپر مخ تللو هیوادو تګ لاره ده چی :

ا : په زاړه ښارو کی سړکان وایستل سی زوړ ښار په یوه منطم مخطط واړول سی
ب : دخرابو اوبو یوه منظمه شبکه تنفیذ شی او دخرابو اوبو څخه کود کیمیاوی په جوړولو کار واخلی

اوله تګلاره یوه کم مصرفه تګ لاره فکر کوم چی پلی کیدل به یې هم اسانه وی
او دډیرو ناروغیو دخطر مخنوی به هم وکړی

مینه
ajaza


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more